ارزش نقد و کم‌رنگی نقدهای ادبی

یکی از بدی‌های تاریخی در جهان و کشور ما، رنگ‌باختنِ…

                یک گرفتاری با مافیا

        و یک دنیا آموزش شرعی، حقوقی، سیاسی و مدنی                               (قسمت سوم…

چند شعر کوتاه از زانا کوردستانی

گاهی اتفاقی ستاره‌ای  در دفترم چشم باز می‌کند ولی، من هنوز به آفتاب نقش…

ترور عروس خدا، توسط پدران مقدس!

Hypatia(355-415م ). ترور دختر خدا، توسط پدران مقدس! آرام بختیاری نبرد مکتب و…

مخالفان پراکنده، بازیگران متحد؛ مدیریت خلای سیاست در افغانستان

نویسنده: مهرالدین مشید اردوگاۀ از هم گسخته؛ فرصتی برای مانورهای منطقه…

گام بزرگ به سوی مبارزهٔ مشترک

برگزاری نشست مشترک دفتر سیاسی – اجرایی و بیروی اجرائیه…

پدر سالار

ما زنان سر زمین های جنگ  زنان جهان سوم  جهان پدر سالار وقتی…

اسدالله بلهار جلالزي

له ښاغلي (اسدالله بلهار جلالزي) سره، چې د علم او…

افغانستان، سوار بر شانه های ژیوپولیتیک پرتنش و پیچیده منطقه…

نویسنده: مهرالدین مشید روایتی از زنده گی در سایه امید یا…

میراث سکاها، هویت ایرانی و مسئله تورانیان در شاهنامه 

- دکتر بیژن باران شاهنامه، خاطره حماسی سکاهای ایران، جغرافیای اسطوره‌ای…

افغانستان نقطه مرکزی جیو پولیتیک

در سیاست قدرت های مخرب نظم و ثبات ! در بردن…

شور و حال عشق 

رسول پویان  عشق دردام سیاست مرغ بسمل می شود  پـرپـر احسـاس دل بندِ سـلاسـل می شود  تا ز چنگِ بازی ی صیاد مـرغ دل پـرید  عشوه از بهر فریب دل، مشکل…

«سازش» و «سازشکاری» یعنی چه؟

‫ رفیق نورالدین کیانوری ــ پرسش و پاسخ، شمارهٔ ۲۰، دی‌ماه ۱۳۵۹ــ…

دو کلمه؛ همچون دو پرخاش

Eklektism, Dogmatism. آرام بختیاری التقاطی و دگماتیسم؛ دو واژه یا دو سیستم…

«اسپینوزا در ترازوی مکتب من بیش از این نه‌می‌دانم: فیلسوفی،…

تذکر ضروری و تازه و بکر!در پایان هر بخش لینک…

                 یک گرفتاری با مافیا

        و یک دنیا آموزش شرعی، حقوقی، سیاسی و مدنی                          (قسمت دوم)                        چرا…

ژئوپولیتیک ساختار قدرت؛ تنوع قومی و آیندهٔ دولت‌سازی در افغانستان

نویسنده: مهرالدین مشید افغانستان؛ از رویای فدرالیسم تا کابوس بالکانیزه شدن…

آیا محمد اشرف غني د بیا راڅرګندېدو په درشل کې…

نور محمد غفوری لنډیز د ۲۰۲۱م کال د اګست له سیاسي بدلون وروسته…

برگردان، یا همان واژه‌ی شناسای عربی ترجمه

محمدعثمان نجیب نماینده‌ی مکتب دینی-فلسفی من بیش از این نه می‌دانم از گذشته‌‌های…

چرا صدای گاندی ها در کوهستان‌های افغانستان پژواک نیافت ؟

نویسنده: مهرالدین مشید جغرافیای خشونت، سیاست قبیله‌ای و غیبت ماندلاها در…

«
»

اتلس ټیمونه؛ کوم ټيم معياري دی؟

د افغانستان ولسمشرۍ ټاکنو لپاره که څه هم کابو سلو تنو معلوماتي بستې له ټاکنو کمېسيون څخه اخيستې وې خو د ولسمشرۍ لپاره اتلس تنو ځانونه نوماندان کړل. په دې کې داسې څېرې هم شته چې د افغانستان په تېرو درې واړو ځلونو ټاکنو کې نوماندان پاتې شوي او ناکام شوي دي خو بيا هم د څلورم ځل لپاره يې ځانونه نوماندان کړي او خپل بخت ازمايې. همداشان داسې نوماندان هم شته چې دوه يا درې ځله يې ځانونه نوماندان کړي.

ښاغلی عبدالله عبدالله هغه نوماند دی چې په تېرو درې واړو دورو کې يې ځان نوماند کړی خو ناکام شوی دی او دا ځل يې بيا هم ټاکنيز ټیم جوړ کړی دی. همداراز عبدالطيف پدرام، زلمی رسول، حکيم تورسن او ځينې نورو هم په تېر کې ولسمشرۍ ته نوماندي تجربه کړې او په کې يې د ناکامۍ خوند څکلی دی. خو دا چې دا ځل په تېر کې ناکام شويو نوماندانو يو ځل بيا ولې ځانونه نوماندان کړي دي؛ بېلابېل عوامل لري خو لوی باور دا دی چې ممکن د ځان د مطرح کولو او بيا د څوکۍ لپاره له بل نسبتاً بريالي ټيم سره د يو ځای کېدلو لپاره وي.

د اوسنيو اتلس نوماندانو جوړښت ته که وکتل شي؛ ډیری يې داسې دي چې د شخصي، ګوندي او قومي ګټو پر اساس رامنځته شوي دي. په دوی کې داسې خلک هم شته چې په تېر کې يو د بل کلک مخالفان و او حتی د يو ولایت د سقوط کولو تورونه هم پرې ولګېدل، د داعش او طالب د ملاتړ تور يې پرې لګولو خو نن په هماغه ټیم کې دی او په دې تمه دی چې که ټيم يې بريالی شي نو دی به صدراعظم ټاکل کيږي.

همداشان داسې کسان هم شته چې سر له اوسه يې په اساسي قانون معامله شروع کړې ده. سر له اوسه د اساسي قانون خلاف د ولسمشر لپاره د درېيم مرستيال د رامنځته کولو يادونه کړې ده. همداشان د اتلس ټيمونو له جملې ډیری يې د اساسي قانون خلاف د صدارت څوکۍ رامنځته کول غواړي، د ځينو خو آن داسې غږيز کليپونه هم راووتل چې د اساسي قانون پر سر د معاملې او د صدرات څوکۍ رامنځته کولو پر سر يې د ولسمشرۍ له نوماند سره پټ تفاهم ليکونه لاسليک کړي دي.

د ولسمشرۍ نوماندانو لویه برخه يې داسې دي چې د افغانستان د ښې راتلونکې لپاره هيڅ ځانګړی پلان او برنامه نه لري، يواځې د خپلو شخصي، ګوندي او قومي ګټو پر اساس راټول شوي او يو ټاکنيز ټيم يې جوړ کړی دی. په دغو ټولو کې يواځينی ټيم چې باور پرې کېدلی شي او د جوړښت له مخې هم د تخصص او تجربې لرونکې دی؛ هغه د اوسني ولسمشر غني ټيم دی.

د ولسمشر غني د ټاکنډلې ځانګړتياوې

که څه هم د ټولې نړۍ په ټاکنو کې هيڅ داسې نوماند نه پيدا کيږي چې سل په سلو دې کاملاً ټول ولس ته د منلو وړ وي او يا دې سل په سلو روغ سلامت ټيم  واوسي. ځکه په يوه کورنۍ کې هم چې ډېر اولادونه ولري نو پلار يې ټولو اولادونو ته يو شان ګران نه وي. خو ځينې د اشرف غني ټيم ځانګړتياوو ته په کتو دغه ټيم د نورو په پرتله قوي، تخصصي او د هيواد اوسنيو شرايطو ته په کتو وړ ټيم دی. دلته يې فقط ځینو لويو ځانګړتياوو ته اشاره کوو.

لومړی؛ تخصص او مسلکي توب

د ولسمسر غني تخصص او زده کړې ټولو ته معلومې دي چې د بیروت په امریکایي پوهنتون کې په لوړو نومرو د سیاسي علومو په برخه کې لیسانس او ماسټرۍ اخیستې ده، دوهمه ماسټري یې د نړیوالو اړیکو په برخه کې د امریکا له کولمبیا پوهنتون څخه تر لاسه کړې او وروسته یې په یاد پوهنتون کې د وګړپوهنې په برخه کې د دوکتورا ترلاسه کړې ده. په ۲۰۰۷ او ۲۰۰۸میلادي کلونو کې د امریکا له سکرانټن او د کاناډا له ګلف پوهنتونونو څخه دوې افتخاري دوکتوراوې هم تر لاسه کړې دي. دغه راز د پاکستان په کراچۍ او لاهور ښارونو کې یې د یوه کال لپاره د نبوي سیرت زده کړې هم کړي دي. په ټوله کې ويلای شو چې غني يو ښه سياست مدار او ښه مدير دی.

لومړی مرستيال يې امرالله صالح هم د تاجکستان پوهنتون د سياسي علومو له څانګې فارغ دی، طالب ضد څېره ده، د افغانستان په نظام کې په بېلابېلو لوړو څوکيو يې کار کړی دی. تر ټولو ښه ځانګړنه يې دا ده چې د پاکستان ضد دی او د پراخو استخباراتي معلوماتو لرونکی دی.

دويم مرستيال يې سرور دانش هم د لوړو زده کړو څښتن دی، قانون پوه دی، په اسلامي فقه او معارف کې ماسټري لري، د حقوقو او اسلامي معارف کې ليسانس يې کړی دی. د ولسمشر د يوې دورې د مرستيالۍ تر څنګ په نورو بېلابېلو دولتي لوړو څوکيو يې کار کړی دی. او تر څنګ يې د جهاد او مقاومت په دوره کې هم د مجاهدينو په ليکو کې ښه رول درلودلی دی.

دويم؛ قومي اعتدال 

د ولسمشر غني ټيم د دې تر څنګ چې يو علمي او تخصصي ټيم دی؛ په کې قومي اعتدال هم په نظر کې نيول شوی دی. پخپله محمد اشرف غني د پښتون ستر قوم تر څنګ د نورو ټولو قومونو نمايندګي کوي، د تاجک قوم په نمايندګۍ په کې امرالله صالح ته ځای ورکړل شوی دی، د هزاره قوم په نمايندګۍ په کې سرور دانش ځای لري، د ترکمن قوم په نمايندګۍ په کې ثريا دليل ته ځای ورکړل شوی دی او همدارنګه د هيواد نور کم نفوسه قومونو استازي يې هم په ټیم کې ليدل کيږي. په داسې حال کې چې په نورو انتخاباتي ټکټونو کې دا انډول په نظر کې نه دی نيول شوی.

درېيم؛ تجربه

په خپله ولسمشر غني د افغانستان په سياست کې تر ډېره دخيل پاتې شوی دی، تر څنګ يې مرستيالان هم هغه څوک دي چې په تېر کې په مهمو دولتي څوکيو يې دندې اجرا کړي دي او په کې تر ډيره بريالي دي. ښه بېلګه يې د کورنيو چارو وزارت پر مهال په دغه وزارت کې د امرالله صالح لخوا اصلاحاتو راوستل يادولی شو. د غني نور سيال ټيمونه هم په حکومتي پوسټونو د دندې ترسره کولو تجربې لري خو دومره په کې بريالي نه دي لکه څومره چې د اشرف غني د ټيم غړي بريالي دي.

لیکنه: خوشحال آصفي