لذت چیست؟

لذت به معنای حقیقی٬ بدون وابستگی به خوردن و مراقبت جنسی٬ بصورت…

اختلاف دښمني نه ده؛ د اختلاف نه زغمل دښمني زېږوي

نور محمد غفوری په انساني ټولنو کې د بڼو او فکرونو اختلاف یو…

شاعر کرد زبان معاصر

آقای هوزان اسماعیل (به کردی: هۆزان ئیسماعیل) شاعر کرد زبان…

چند شعر کوتاه از لیلا طیبی

(۱) انسان کلام سبز ترحم، جاری از گلوی خدا بود.  از یاد برده…

جغرافیای سیاسی افغانستان و رقابت های نیاتی قدرت ها

نویسنده: مهرالدین مشید طالبان ژیوپلیتیک نیابتی؛ در هم زیستی با گروههای…

اعلامیه در مورد یورش سبعانه امپریالیسم آمریکا به ونزوئلا

سازمان سوسیالیست‌های کارگری افغانستان سرانجام شنبه ۳ جنوری، پس از آنکه…

زخم کهنۀ سال نوین

رسول پویان سال نو آمد ولی جنگ و جـدل افزون شدست کودک…

تحول ششم جدی، روزی که برایم زنگ زنده‌گی دوباره را به…

نوشته از بصیر دهزاد   قصه واقعی از صفحات زنده‌گی ام  این نوشته…

دوستدارم

نوشته نذیر ظفر ترا   از  هر کی بیشتر دوستدارم ترا  چون قیمت  سر دوستدارم سرم  را گر    برند…

مولود ابراهیم

آقای "مولود ابراهیم حسن" (به کُردی: مەولود ئیبراهیم حەسەن) شاعر…

پدیدار شناسی هوسرل؛ ایده آلیستی و بورژوایی؟

Edmund Hussrel(1859-1938)    آرام بختیاری جهان شناسی؛ فنومنولوگی و شناخت ظاهر پدیده ها…

ميسر نميشود

28/12/25 نوشته نذير ظفر پير م    وصال  يار   ميسر   نميشود وقت  خزان   بهار    ميسر  نميشود بيكار م اينكه شعر و…

مهاجران در تیررس تروریستان و بازتولید سلطه طالبان در تبعید

نویسنده: مهرالدین مشید ترور جنرال سریع ، سرآغاز یک توطئه مضاعف،…

شماره ۳/۴ محبت 

شماره ۳/۴ م سال ۲۸م محبت از چاپ برآمدږ پیشکش…

مارکس و اتحادیه‌های کارگری(۸)

نوشته: ا. لازوفسکی برگردان: آمادور نویدی مارکس و جنبش اعتصاب مارکس و انگلس حداکثر توجه خود…

مائوئیسم در افغانستان: از نظریه‌پردازی تا عمل‌گرایی بدون استراتژی

این مقاله به بررسی تاریخی و تحلیلی جنبش مائوئیستی در…

                        به بهانه ی آمستردام              

   نوشته ی : اسماعیل فروغی          من نمیخواهم درباره ی چند وچون…

فدرال خواهی و هویت خواهی

در کنار فدرال خواهی درین تازگی ها پسوند دیگری بنام…

 ضرورت و اهمیت ادغام سیاسی در افغانستان

رویکردی تحلیلی به مشارکت سیاسی و تعامل مدنی نور محمد غفوری عصاره دقیق…

افغانستان معاصر و بازتعریف هویت ملی پس از فروپاشی دولت

 نویسنده: مهرالدین مشید     افغانستان معاصر یگانه کشوری در جهان است که…

«
»

فتوا صادره شوه، طالب رده کړه، خو اغېز به يې څه وي؟

لیکوال: زمریال

تېره ورځ شاوخوا ۲۵۰۰ دیني عالمانو په کابل کې فتوا ورکړه چې په افغانستان کې روان جنګ او د طالبانو ځانمرګي بریدونه ناروا ” او حرام” دي. د دیني علماوو پدغه فتوا کې راغلي، چې روانه جګړه هیڅ راز دیني او شرعي صبغه نه لري او همدې جګړې د بهرنیو مداخلې ته زمینه برابره کړې ده. ولسمشر محمد اشرف غني د دیني عالمانو فتوا ستایلې او د عملي کېدو له پاره یې ټولو چارواکو ته سپارښتنه کړې؛ خو طالبانو په یوې اعلامیې کې دا فتوا غندلې او ویلي دي چې دا ډول غونډې په اندونیزیا کې هم وشوې چې د هغوی په ادعا د امریکا په فرمایش ترسره کیږي. طالبانو وايي د کابل غونډې ته “عادي” خلک بلل شوي وو.

بله خوا په کابل کې د ديني عالمانو د فتوا پر مهال د لویې جرګې خیمې ته نژدې چيرته چې د دينې عالمانو غونډه روانه وه، یوه ترهګر د ځان په الوزولو ۷ تنه شهیدان او ګڼ نور ملکي علما ګرام افغانان ژوبل کړل. په دغې غونډه کې چې د روانې جګړې اصلي موخه يې خلکو ته روښانه کوله او له ښکېلو اړخونو يې غوښتل چې سوله وکړي؛ خو د سولې مخالفانو مخکې تر دې چې د دیني عالمانو له پرېکړې خبر شي د لویې جرګې په خیمه کې پر راغوڼډو شویو دیني عالمانو د حملې پرېکړه کړې وه.

جالبه دا ده چې د افغانستان هغو پټو دښمنانو چې دلته د روانې جګړې تر شاه يې لاسونه دي، پر دغې خپګان ښودلی او د تمساح اوښکې يې تويې کړي دي. پاکستان، چې ويل کېږي، د طالبانو د غیرسیاسي هدفونو د لاس ته راوړلو لپاره یې داعش جوړ کړی دی، پر دیني عالمانو دغه برید يې په کلکه غندلی دی. ایران هم، چې ویل کېږي اوس د طالبانو ملاتړ کوي، دغه بريدغندلی دی. امریکا او ملګرو ملتو هم دا برید غندلی دی.

د څه کم درې زره عالمانو دغه فتوا له ځانه سره د طالبانو په شمول د حکومت او ځينو سياسيونو غبرګون هم له ځانه سره لري. اشرف غني دا فتوا ستايلې خو طالبانو غندلې ده، اوس نو پوښتنه دا پيدا کيږي چې فتوا ته د طالب غبرګون څومره منطقي دی او ځينې سياسيون څومره منطقي نظر لري؟

۱ــ لومړی د طالبانو نظر ته راځو، وسله والو طالبانو د يوې اعلاميې په خپرولو سره د عالمانو فتوا غندلې او ويلي يې دي چې دوی عالمان نه و بلکې عادي وګړي راجمع شوي و. دوی همداراز زياتوي چې دا غونډه هم د دوی په اصطلاح لکه د اندونيزيا د عالمانو د غونډې په شان د امريکا په خوښه او فرمايش جوړه شوې وه.

اوس خلک له طالب نه پوښتنه کوي چې وا طالب جانه! که اول خو دوی عادي خلک نه بلکې د افغانستان د بېلابېلو ولايتونو ديني عالمان و چې د الهي احکامو په رڼا کې يې ستا د مردارې جګړې اصليت خلکو ته روښانه کړ. خو بيا هم که تاسې دوه پښې په يوه موزه کې ننباسئ او خپله خبره منئ چې ګويا دوی عالمان نه بلکې عادي وګړي و؛ نو تاسې کوم ډول عالم غواړئ؟

مولانا فضلو غواړئ؟ مولانا سميع الحق غواړئ او يا که جنرال حميدګل ستاسې مړ شوی بادار درته له قبر څخه راپورته شي او فتوا صادره کړي؟

بيا هم که طالبان وايې چې په غونډه کې عالمان نه بلکې عادي وګړي راجمع شوي و نو مهرباني دې وکړي او ځواب دې ورکړي چې تاسې په افرادو باور لرئ او که په هغه څه چې تيره ورځ په دغه غونډه کې د خدای د پاک کلام قرانکريم او د پيغمبر ص د نبوي ارشاداتو پر بنياد عالمانو وويل؟ دوی (دينې عالمانو) خو د قرآ‌ن د آیتونو او د نبي کريم صل الله علیه وسلم د ارشاداتو په رڼا کې ستاسې د جګړې پر ضد فتوا ورکړه، آيا تاسې په قرآن او احاديثو هم باور نه لرئ؟

اصلاً خبره دا ده چې دغو عالمانو ستاسې اصلي څېره او ستاسې  د نورو ګټو لپاره جنګ نور هم خلکو ته روښانه کړ، دوی په حقيقت کې د افغان وژنې لپاره ستاسې توجيه تر پوښتنې لاندې راوسته. دوی په حقيقت کې تاسې په ولس کې منزوي کړئ، دوی په حقيقت کې د روانې جګړې مذهبي اړخ نفي کړ. دوی په حقيقت کې ستاسې هغه حربه له منځه يوړه چې تاسې به په ډيرې اسانۍ سره ناپوه او کم سواده خلک غلطول او د مذهب په نوم به مو د جګړو ليکو ته جذبول.

۲ــ دويم، راځم د يو شمېر سياسيونو هغه نظر ته چې وايې دلته جګړه استخباراتي ده او فتوا پرې کوم تاثير نه لري، که څه هم دلته باور دا دی چې روانه جګړه پردۍ او استخباراتي ده او ګويا فتوا به پرې اغيز ونه کړي؛ خو بيا هم هيله مندي ځکه شته چې وسله والو دلته په عامو خلکو کې د مذهب په نوم خلک د جګړې لپاره جذبول. وروسته له دې به خلکو ته د دې جګړې اصليت لا هم روښانه او په خلکو کې د ترهګرو ليکو ته د مذهبي ايډيالوژۍ له مخې جلب او جذب کم شي چې دا به بیا د سولې د راتلو هیلې نوې هم غښتلې کړي.

په همدې هیله