پیاوړی او نومیالی لیکوال

له (ډاکټر طارق رشاد) سره چې پیاوړی او نومیالی لیکوال،…

دموکراسی در بستر سرمایه‌داری؛ فرصت‌ها، محدودیت‌ها و تناقض‌ها

نویسنده: مهرالدین مشید  رابطه دموکراسی و سرمایه داری؛ از همگرایی تا…

افغانستان زخمی؛ نیازمند همدلی و همگرایی

نویسنده: مهرالدین مشید تنوع قومی و مدیریت آن در چارچوب هویت…

شکسپیر 

« آن ‌جا که انسان برای نخستین ‌بار خود را…

وحدت نیروهای مترقی در روشنی  اصول و بدون آن

وحدت، یکی از نیازهای اساسی و اجتناب‌ناپذیر نیروهای مترقی، ملی…

دین و دموکراسی؛ از سازگاری ها تا چالش ها

نویسنده: مهرالدین مشید پرسش سازگاری دین و دموکراسی یکی از مهم‌ترین…

سه‌ شعر کوتاه از لیلا طیبی

انسان کلام سبز ترحم، جاری از گلوی خدا بود.  از یاد برده…

شب

شب همین نزدیک‌هاست و  ستارگان  گیسویشان را بر صورت ماه افشانده‌اند، در سکوتی…

پیامد های منفی ،تثبیت رتبه نظامی در ساختار های کشفی…

مقدمه . خداوند ( ج) در قرآن کریم چنین می فرماید…

چند شعر کوتاه از لیلاطیبی

انسان کلام سبز ترحم، جاری از گلوی خدا بود.  از یاد برده…

افغانستان؛ سرزمین فرصت‌های از دست‌رفته

نویسنده: مهرالدین مشید از اصلاحات امان‌الله خان تا چالش‌های پس از…

بیست سال امریکا غرب و ناتو درین سرزمین بساط خون…

افغانستان از تنگناهای خونین و ویرانگر عبور داده شده و…

تمنای رهایی

رسول پویان تبسـم حال خـوش در خاطر دل می کند جاری ولی…

بیکس محمد قادر

استاد "بیکس محمد قادر" (بێکەس حەمە قادر) شاعر و نویسنده‌ی…

عشق بود آن !

امین الله مفکر امینی                        2026-22-!06 در ایــن دهری ِ مجاز مجوییـــد ومگویید…

اسلام‌گرایی؛ از رستاخیز ضد استعمار تا چالش افراطیت و امکان…

نویسنده: مهرالدین مشید مطالعه‌ای در اندیشه متفکران مسلمان و تجربه افغانستان،…

لرمانتوف نابغه سرکش ادبیات روسیه

برگردان. رحیم کاکایی «خانه من هر جا که آسمانی باشد، آنجاست...» مترجم: همپای…

افغانستان در چهار راۀ رقابت های ژیوپلیتیک و ا ستراتیژی…

نویسنده: مهرالدین مشید از عمق استراتژیک پاکستان و هند تا عمق…

جنگ های فناورانه وفکری در عصر جدید ، بررسی جایگاه…

مقدمه . إِنْ يَنْصُرْكُمُ اللَّهُ فَلا غالِبَ لَكُمْ وَ إِنْ يَخْذُلْكُمْ…

خطر متافیزیگ نادیده گرفته شد

Metaphisiker. آرام بختیاری فلسفه متافیزیک؛ رونق دین، اعتراض سکولاریسم.  نوع تفکر متافیزیکی در…

«
»

د سیا سي نهضتوبهیر په افغانستان کي

عبدالقیوم معلم

Political Movements in Afghanistan

روښاني نهضت

بایزېد ( روښان)

(۹۳۱- ۹۸۱)ه-بايزيد انصاري

 ۳ – د بایزېد روښان ملي مبارزه:

څنګه چي بایزېد روښاني خپل لومړنی تشکیلات پیاوړي او وسلوال ځواکونه (پیروان او مریدان) د بابری امپراتوری سره د مبارزې په خاطر چمتو کړل. د هند مغولي امپراتوری له یوې خوا د ده د روحاني او تصوفي شخصیت د ټکولو له پاره قوي شخص ملا اخوند  “دروېزه” ننګرهاری و لمساوه ،ځکه نوموړی شخص د مغولي امپراتوری  کلک ملاتړی وو، چي  د مغولو سره یې دوستي لرل او د بلي خواد  مغولو امپراتور(بابر) ورته پیسې ورکړې. اخوند دروېزه د هغو پیسو په زور یو لړ ملایان او یوشمیر خلګ د خپل ځان پیرو او پلویان کړل. چي د بایزېد روښان د بد نامولو او د هغه د روحانیت د کمزورولو په لاره کي یې استعمال کي او په خپله بیدریغه مبارزه ، د قلم او هم د مذهب له لاري  د بایزېد پر ضد پیل کړي.

 اخوند دروېزه ننګرهاري په لومړي سر کي د پیښاور په هزارخواني کي ځای پر ځای شو آو په مذهبي تحصیلاتو کي  یې ځان تر “اخندي” پوري وه رساوه. دی  ښه ویاند او په سیمه کي غښتلی ملأوو. په عربي، پښتو، فارسي، او اردو ژبه فوق العاده پوهیدئ. د مریدانو او پیروانو او طالبانو خاوند وو. په خپلو دوو قوي لیکنو یا کتابو لکه( ارشاد  الطالبانIrshad-al- Taliban) او( ارشاد  المریدینIrshad-al-Maridin )  سره یې په داسي فصاحت سره او په خواږه کلام سره زیات مریدان او طالبان په ځان را ټول کړل.

د دې له پاره چي د بایزېد روښان فعالیتونه  د هند د امپراتوري په وړاندي کمزوري کړي د پښتونخوا په سیو کي بیلابیلو ځایوته سفرونه پیل کړي چي اکثراً په سفروکي غښتلي او پیاوړي مریدان او د ده طالبان هم ورسره همسفره وو. په ننګرهاري کي یې د تبلغاتو د خپرولو لپاره مذهبي مرکز پر انیست چي د هند امپراتوري له خوا ورسره هر اړخیزه مرستي کیدلې. د جلال اباد  ښار په یوه جامع جومات کي ئې خپل وعط او تبلغات د بایزېد پرضد پیل کړل. البته د تاریخ له لحاظ جلال اباد  ښار په همدې وخت کي یعني د اخوند  درویزه د ژوند په دوران کي  دجلال الدین اکبر پاد شاه له خوا جوړ شو.

اخند دروېزه  د ننګرهار په جلال اباد  ښار کي د مغولو د مرستو په اساس د ځان لپاره ښکلې ماڼۍ، باغ او جامع جومات جوړ کړل چي په ډاډه زړه یې په ننګرهار کي ژوند کاوه او د خپلو مرېدانو او طالبانو له خوا ساتل کیده. دروېزه هیڅکله نشوای کولای چي د باېزید روښان له پیری څخه انکار وکړي، ځکه باېزید روښان په واقیعت او رښتیا سره د  پیر مرتبه د خلګو  په منځ کي د خپلي روحاني طریقت په اساس ګټلې وه.

مګر اخوند  دروېزه وکولای سول چي په خپل بل اثر ” تذکرة الا برار و الاشرار” په لیکلو او خپرولو سره بایزېد په دې تورن کړی چي دی د اسلام د خلیفه یعني” اکبر پاد  شاه” پرضد ولاړ دی دا نه یوازي اشرار” دی یعني په امپراتوري کي د اسلام پرضد او شاه پرضد بغاوت کوي او شر خپروي. نو ده ته یې د “پیرتاریک” لقب ورکړ. چي د  در وېزه د پلویانو له خوا هم  د “پیرتاریک” مسلهء په هر ځای کي تبلیغیده چي البته څو پلا د  اخوند دروېز ه  او د پیر روښان  د پیروانو او مرېدانو تر منځ سختي نښتي په ننګرهار، تیرا، پیښاور او نورو ځایونوکي وسوې.

په دې حساب اخوند  دروېزه په ننګرهارکي دومره مشهور شو چي دی د اخوند  دروېزه “ننګرهاري” په  نامه سره یاد یدی. او له بلي خوا “هزارخوانۍ” د پیښاورکي ملا د روېزه چي ځینو ملایانو او روحانیونو سره چي په څنګ کي شاعرانه مذهبي مخفلونه جوړول. دخپلو دوه نورو لیکنو د نشر او خپرېدو له کبله په “بابا” ملقب سو چي دغه دوه اثره په قوي نظم سره لیکل سوي دي.

 ۱ – شرح قصیدهء عملي(sharh- Qasidah – Amahi )

 ۲ – شرح اسم الحسنا ( sharh- A sma- al- husna)

په دې حساب  اخوند  دروېزه  دقصیدو د پخولو (مذهب کي یوه لاره ده) او دتعویضونو ورکولو کار هم پر مخ بیوه، یعني  غریب ناروغان  به یې په دم او دعا غولول او په اصلاح تداوي کول. نو ځکه دپیښاور او ننګرهار په ښارونو کي د “بابا” لقب واخیست. چي اصلاً دتاریخ د اسنادو له مخي اخوند  دروېزه د نسب شجره ګوډ تیمور او چنګیز ته رسیږي. چي په دې حساب دی په قوم کي خپله د بابري دولت خپل وو. اما پښتانه مظلوم او پاک مسلمان په ده غولیده دی یې “ننګرهاری” او “بابا” باله.

اخند دروېزه په خپل اثر “تذکزة الابرار والاشرار” کي داسي څرګندوله چي شاه یا سلطان په هره سیمه کي چي وي باید نور مسلمانان دهغه پرضد قیام ونه کړي او دهغه مطابعت وکړي. ده په خپل همدې اثر کي شاه “السطانُ ظل الله” ( پاچاد  خدای سیوری ) وباله. هر څوک چي یې پر ضد بغاوت کوي هغه شر اچونکی (اشرار) او سر یې د پریکیدودی.

اخند دروېزه  ټول تلاش دا وو چي څنګه د بایزېد روښان او دهغه د پیاوړو  پیرو د ډیریدو او د ولسونو په منځه کي د ملي مبارزی د پراختیا مخه ونه سي. اخوند  دروېزه “ننګرهاري”د بایزېد روښان  پرضد له هیڅ ډول هلوځلو مخ وانه ړاوه. دهند د امپرا توری په پیسو، د یو شمیر کليوالي ساده روحانیو او ځینو خانانو سره په ګډه د مذهب تر پوښ لاندي د بایزېد روښان  د ټکولو کار ته اول په ژبه او قلم سره ملا وتړل، دخپلو باد ارانو د خوښی لپاره یې ډیر څه ولیکل. د بایزېد روښان د بد پیژندلو دپاره یې  له تکبیر،توهین او تحقیره هم کار واخیستی.

بل لورته  دروښاني نهضت  ملي مبارزه  چي بایزېد یې مشري کول د خلګو لخوا بدرګه کیدل. او د بابري دولت فشار او ظالمانه حرکاتو دغه نهضت لاپسي پیاوړی کاوه.او خلګوهم د کرکي او تنفراحساسات د دولت او د خائینوروحانینو او خانانو پرضد په کلکه څرګندولي.د بایزېد انصار پلویانو اومریدانو بایزېد د خپل ملي او مذهبي رهبر په نوم  یاد اوه او دهغه ملاتړیې کاوه.

بایزېد روښان د اخوند  دروېزه درسواکولو د پاره د خپل پیاوړي کار په څنګ کي مجبور سوو چي توره هم پلاس کي واخلي او خپلي مبارزې ته دوام ورکړي. بایزېد په خپلو  دوو اثرونو یا لیکنو( حالنامه او صورت توحیدsurat-i-tawhid ) کي  دا په ډاګه کړه چي د هند پاد شاه (اکبرشاه) نه یوازي د خدای سیوری نه دی بلکي  دی”السطان الغضب الله” یا سلطان او پاد  شاه غضب د خدای دی.

بایزېد په خپلو لیکنوکي د اسلام د د یالکتیک له مخي په خپل طریقت کي څرګنده کړه چي ظالم پادشاه لکه اکبرچي د خلګو په تیره د محکومو طبقو مالونه او دارائې ګاني غضبوي  د خپلو عیشونو او د دربار د حوسونو په لاره کي یې خرڅوي. خلګ یې تر خورا سخت ستم او زجر لاندي نیولي دي، نو ځکه وایم چي دغه پاد شاه  د خدای سیوری “السطانُ ظل الله” نه دی، دا په خپله د خدای غضب دی باید له منځه ولاړسي، د ده او پلویانو پر ضد یې جهاد روا دی.

بایزېد روښان چي د” مجتهد” درجې ته په روحانیت کي رسیدلی وو، د دفتوا او جهاد  د حکم صادرولو حق يې لاره. بایزېد په خپلو لیکنو او تبلیغاتو کي څرګنده کړل چي جلا ل الدین اکبر نه یوازي مستبد، جأبر او ظالم شخص دی چي د پاد شاهي  وړ نسي کیدلای بلکي  د مذهب او اسلام د دین له ارشاد اتو د تشریح په اساس سوچه کافر، د ایسته اچولو حتا د وژلو وړ دی.نو ځکه یې نیغ په نیغه د اکبر پاد شاه او دهغه دپلویانو په وړاندي د جهاد  اعلان وکړ.

 مکتوبات :
په حقیقیت کې مکتوبات دهغه لیکونو ټولګه ده چې بایزید روښان دخپلو خلیفه ګانو په لاس د هغه وخت حکمرانانو ته لیږلی دی . ځکه چې ده دوخت حکمرانانو ته خپل لیکونه له آثارو سره دخپلی لاری او مسلک دترویج لپاره استول .
دبیلګی په توګه نوموړی :
خلیفه دولت یې له صراط التوحید سره د هند مغلی پاچا اکبر ته واستاوه .
خلیفه یوسف یې له خپل فخرالطالبین سره د بد خشان مرزا سلیمان ته وا ستاوه او داسی نور.

 واجیدی شلوک :
واجیدی شلوک دپنجابی یو منظوم کتاب دی چې ( اونکارناتهه ) ترتیب کړی دی . لدی اثر څخه څرګندیږی چې بایزید روښان دهندو روایاتو په هکله دکافی علم اومعلوماتو خاوند و..
همداراز د حالنامې له قوله بایزید روښان د سلوک اورزم سرودونه هم جوړ کړی و او د ده له شپږو سرودونو څخه یې هم یادونه کړی ده.

 نور بیا