جوان افغانستان؛ از فروپاشی امید تا ضرورت رستاخیز فکری و…

 نویسنده: مهرالدین مشید در تاریخ ملت‌ها، گاهی فاجعه تنها در ویرانی…

ولادیمیر مایاکوفسکی

برگردان. رحیم کاکایی نگاه لنین به فوتوریسم و مایاکوفسکی  چهره‌ کلیدی فرهنگ…

زنان و تولید علم در تاریخ تمدن اسلامی !

مقدمه زنان مسلمان ، از خانه تا دانشگاه ، از مسجد…

کودتای داوود؛ آغاز فصل پرآشوب تاریخ معاصر افغانستان

نویسنده: مهرالدین مشید کودتای  ۲۶ سنبله ۱۳۵۵ سرآغاز تراژدی نیم‌قرن افغانستان کودتای…

         وحدت خواست مبرم زمان است

هرکه دورافتاده شد ازاصل خویش  باز جوید روز گاری وصل خویش اصالت…

فن تفکر و تمرین فلسفه

درسنامه برای مدارس آموزش سیاسی پدیدآورنده و ویراستار: یوری نیکولاویچ آنتونوف…

بدخشان در محراق کارزار تبلیغات

سیاسی -- نظامی پاکستان ! ولایت بدخشان در شمالشرق ترین قسمت…

سفرنامۀ زندگی

رسول پویان نــوای نـی و نـغـــمـۀ آبـشار هـوای خوش و دامـن کهسار سـرود…

هه‌لو شهید جعفر

آقای "هه‌لو شهید جعفر" (به کُردی: هەڵۆ شەهید جەعفەر) شاعر…

پیاوړی او نومیالی لیکوال

له (ډاکټر طارق رشاد) سره چې پیاوړی او نومیالی لیکوال،…

دموکراسی در بستر سرمایه‌داری؛ فرصت‌ها، محدودیت‌ها و تناقض‌ها

نویسنده: مهرالدین مشید  رابطه دموکراسی و سرمایه داری؛ از همگرایی تا…

افغانستان زخمی؛ نیازمند همدلی و همگرایی

نویسنده: مهرالدین مشید تنوع قومی و مدیریت آن در چارچوب هویت…

شکسپیر 

« آن ‌جا که انسان برای نخستین ‌بار خود را…

وحدت نیروهای مترقی در روشنی  اصول و بدون آن

وحدت، یکی از نیازهای اساسی و اجتناب‌ناپذیر نیروهای مترقی، ملی…

دین و دموکراسی؛ از سازگاری ها تا چالش ها

نویسنده: مهرالدین مشید پرسش سازگاری دین و دموکراسی یکی از مهم‌ترین…

سه‌ شعر کوتاه از لیلا طیبی

انسان کلام سبز ترحم، جاری از گلوی خدا بود.  از یاد برده…

شب

شب همین نزدیک‌هاست و  ستارگان  گیسویشان را بر صورت ماه افشانده‌اند، در سکوتی…

پیامد های منفی ،تثبیت رتبه نظامی در ساختار های کشفی…

مقدمه . خداوند ( ج) در قرآن کریم چنین می فرماید…

چند شعر کوتاه از لیلاطیبی

انسان کلام سبز ترحم، جاری از گلوی خدا بود.  از یاد برده…

افغانستان؛ سرزمین فرصت‌های از دست‌رفته

نویسنده: مهرالدین مشید از اصلاحات امان‌الله خان تا چالش‌های پس از…

«
»

د بهرنیو اړیکو محک باید ملي ګټې وي!

پلازمېنې کابل ته د سفر په مهال،  د پاکستان لومړي وزیر نواز شریف او د پاکستاني پوځ لوی درستیز راحیل شریف افغانستان سره د راتلونکو اړیکو په اړه یو لړ تازه خبرې اترې کړي. دا چې په ټوله کې به د دې خبرو منځپانګه او پایله څه وي، طبیعې خبره ده چې جلا بحث دی او دلته ورته د لاسرسي او پر هغو باندې تبصرې ته ځای نه پاتیږي، خو په شویو خبرو کې به د یوې برخې په اړه، د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د دفتر ویاند قاضي عطالله څرګندونو ته چې د یکشنبې په ورځ يي اونیزې غونډې ته کړې، لږ تم شو:

د مشال راډیو په وینا قاضي عطالله وايی« یاده دې وي په دغه مشترکه پریس کانفرنس کې وزیراعظم نواز شریف دا هم ویلي ول چې د دواړو ملکونو تعلقات په درې بنیادي اصولو د ساتلو اتفاق شوی دی. یو د عدم مداخلت پالیسي به وي. دویم د یو بل خلاف به خپله زمکې استعمالولو اجازت نه وي او درېیم دا چې د یو ملک دښمن به د بل ملک دښمن ګڼل کېږي.»

د ولسمشر اشرف غني سره د پاکستان د لومړي وزیر نوازشریف په ګډ رسنیز کانفرانس کې د نواز شریف دا خبره بیا ځینو افغاني لیکوالو داسې رااخیستې او شاربلې « د پاکستان لومړي وزير نواز شريف، په کابل کي خبريالانو ته وويل، د افغانستان دوست او دښمن يو دی.»

البته دلته د بحث خبره د نواز شریف له بیان څخه د رااخیستنې پرسطحي توب او یا ژورتوب نه راڅرخي چې ګنې یوازې به د یو ملک دښمن د بل ملک دښمن ګڼل کیږي او یا به ورسره د یو ملک دوست هم د بل ملک دوست ګڼل کیږی؛ بلکې خبره د پېښو شالید، د اړیکو وړاندلید او ژور فکر ته اړتیا لری.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د دفتر ویاند په لومړیو دوو خبرو باندې که زیاتو څرګندونو ته لږه اړتیا لېدل کیږي خو دریم شرط يي ژوره کتنه غواړي او لومړی باید دا سپينه شي چې ایا د دواړو مشرانو په خبرو کې ریښتیا هم داسې بیان راغلي او که دا د پاکستان د ځانګړو ګټو له ګوټ څخه د شویوخبرو په اړه د پاکستاني چارواکو تبلیغاتي شورماشور دی!

یو دبل په کورنیو چارو کې نه لاسوهنه، د افغانستان پخوانۍ او لومړنۍ غوښتنه وه او ده او اوس هم دا غوښتنه پخپل پخواني زور پاتې ده.

افغانستان په تېره بیا له ۲۰۰۱ کال راهیسې چې د ترهګرو په وړاندې د امریکا پر مشرۍ نړیوال ایتلاف په افغانستان کې شتون لري، په منطقي توګه د پاکستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه نه شي کولای. که چیری افغانستان د متقابل ځواب پتوګه اراده هم درلودلای لومړی نړیوال ایتلاف داسې څه ته نه پرپیښود او بلخوا افغانستان په دغو کلونو کې د ځواک او پیاوړتیا له مخې هم د دې جوګه نه وو چې د پاکستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه وکړي او د دې هېواد امنیت دې ګډ وډ کړي.

بلخوا هیڅکله هم د ترهګرو جوپې له افغانستانه پاکستان ته نه دي اوښتي او په افغانستان کې د ترهګرو د روزنې اوپالنې مرکزونه په تېره بیا کله چې نړیوال ایتلاف په افغانستان کې شتون لري، یوه بابیزه خبره او د پاکستاني پوځیانو جوړه شوې ډرامه ګڼل کیږي. دلته هم وینو چې خبره زیاته په پاکستاني اړخ پورې اړه لري او پاکستان باید په کور دننه د ترهګرو مرکزونه ونړوي، نظریاتي او ایډیولوژیکې مدرسې يي وتړي!

تېر تاریخ هم ثابتوي چې لومړی د مجاهدینو په نوم، روسته د طالب او القاعده په نوم او دا ځل به د داعش په نوم د ترهګرو جوپې له پاکستانه افغانستان ته راوړي او دلته به د امنیت او پرمختګ مخه نیسي!

په دې اړه هم دا د افغانستان لپاره لومړیتوب لري چې نه پاکستان او نه به افغانستان پخپلو خاورو کې ترهګرو ته ځای ورکوی او نه به ترهګر لکه د قربانۍ ګډوري یو بل ته صادروي.

البته افغانان، ترهګرو ته د پاکستان دایمي اړتیا محسوسوي، ځکه چې پنجاب د کشمیر پر سر هندوستان سره تلپاتي کړکېچ لري او د پنجاب پوځ په یوازې ځان نه شي کولای د هند د جوجې ماجوجي پوځ مقابله وکړای شي.

خو پاکستان د سیمې او نړۍ نویو حالاتو ته په کتو سره بیا د افغانستان په ډګر ترهګرو ته داسې اړتیا نلري، پاکستان کولای شي په نورو لارو په تېره بیا په اقتصادي ډګر کې له افغانستانه خپلې روا غوښتنې ترلاسه کړي.

ترهګر چې د افغانستان د امنیت او ثبات پخوانی دښمنان دي، کېدای شی په نویو حالاتو کې يي یوه برخه پاکستان هم د ځان لپاره زیانمنه او دښمنه وبولي. د ترهګرو په وړاندې په ریښتیني مبارزه کې افغانان له پاکستان سره د شریک دښمن کلمه کارولای شي. دا خبره که د پاکستان لومړی وزیر یايي لوی درستیز او یايي د بهرنیو چارو وزارت ویاند کوي، د ترهګرو په اړه په پېژند، د ترهګرو د پټنځایونو په ګوته کولو او د ترهګرو د جارو کولو تر بریده محدوده پاتې کېدای شي. ترهګر د دواړو هېوادونو شریک دښمن کېدای شی، نه کوم ملک!

ترهګرو ته افغانان د خپلو ملي ګټو په محک دښمن وايي، نه په دې لحاظ چې ګنې اوس يي پاکستان هم یوه برخه دښمنه ګني. په دغه ځای کې د پاکستان او افغانستان ملي ګټې یوله بل سره اړخ لګوي، نه په ټولو خواو کې!

کېدای شي په سیمه کې پاکستان نور دښمنان ولري، لکه هند. خو هغه د پاکستان ځانګړي دښمنان دي، نه د افغانانو سره شریک دښمن!

هندوستان د ملي ګټو په محک د افغانستان یو لرغونی دوست هېواد دی لکه جاپان، جرمنی او نور او تر هغو چې د افغانانو ملي ګټې غواړي دا دوستي به ادامه لري. دا دوستي د پاکستان یا بل هیواد سره د دښمنۍ او یا دوستۍ تر سیورې لاندې نه ترسره کیږي.

که پاکستان په کور دننه په تاو تریخوالي کې د افغانستان په مټ د هند لاس ویني، هغه د هند او پاکستان خپله ستونزه ده، نه د افغانستان لاسوهنه. د نړیوالو په پراخ شتون کې افغانستان د داسې لاسوهنو چانس او اړتیا نلري. پاکستان دې هند سره د ښمني له افغانستانه جلا وپالي او افغانستان سره د اړیکو خرابوالی دې په دې پلمه غځولی نه ساتي.

بلخوا د پاکستان په ګډون، هیڅ هېواد افغانانو ته نه شي ویلای چې افغانستان دې له نورو هېوادونو سره اړیکې د خپلو ملي ګټو پرځای د دوی د ګټو پر بنسټ ورغوي.

ترهګرو سره د ګډې مبارزې ترڅنګ پاکستان، افغانستان سره یو شمېر نورې ګډې ګټې هم لري چې که په دې مبارزه کې پاکستان په ریښتیا ودریږي، دا ګټې نوموړی هېواد په اسانۍ ترلاسه کولای شی.

افغانستان ته د پاکستاني پلاوو د راتګ په زیاتوالي، ترهګرو سره د مبارزې په تړاو د پلاوو په تودو ژمنو او بلخوا په افغانستان کې د جګړې تودښت، د پاکستان په اړه د افغانانو دا شک زیاتوي چې هغه هېواد د افغانستان په اړه خپله جګړه یزه ستراتیژي نه ده بدله کړې. د ولسمشر غني په راتګ سره د پاکستان لپاره دا چانس ترلاسه شوی چې افغانستان سره زړه دښمني پریږدي او د تپلې جګړې پرځای د ګډو ګټو لپاره د د خبرواترو لارغوره کړي!

د ۲۰۱۵ کال د مۍ ۱۵ مه

سرلوڅ مرادزی