چه باید کرد 

چه  با ید  کرد  ها  بسیا  ر گشته  از ینکه  راه …

باسط محمد غریب

آقای "باسط محمد غریب" (به کُردی: باست حەمە غەریب) شاعر…

طالبان نماد خشونت، تبعیض و سرکوب علیه زنان و دختران

شباهنگ راد یکی از مهم‌ترین روایت‌ها در تبیین پدیدهٔ طالبان این…

دیار حلبچه‌ای

شاعر کُرد زبان "دیار حلبچه‌ای" (به کُردی: دیار هه‌له‌بجه‌یی) با…

ایدئولوژی ستیزان؛ خود ایدئولوژی گرایند

ideologie . آرام بختیاری ایدئولوژی انسانی؛ ضروری، مفید و رهایی بخش است.  ایدئولوژی؛…

 پری قره‌داغی

بانو "پری قره‌داغی" (به کُردی: پەری قەرەداخی) شاعر معاصر کُرد،…

از صنف درس تا پشت فرمان؛ روایت یک نسل

نویسنده: مهرالدین مشید آینه غربت؛ روایت زندگی یک نسل در یک…

جبار صابر

استاد "جبار صابر" (به کُردی: جەبار سابیر) شاعر معاصر کُردزبان…

بیاد دنیای امن و آزاد

رسول پویان نفت و گاز اول فروغ منزل و کاشانه شد بعد…

اهمیت ژئوپولتیک و ژیواکونومیک دهلیز واخان؛

پاکستان در اندیشه کنترول کامل این دهلیزحیاتی: کریدور واخان (Wakhan Corridor)،…

ډرونونه، سیم‌کارتونه او ټکنالوژیک جنګ

ليکنه: حميدالله بسيا په اوسنۍ نړۍ کې د جګړو بڼه تر…

طالبان و بازی‌های پنهان؛ از فرافکنی سیاسی تا مهندسی استخباراتی

نویسنده: مهرالدین مشید طالبان و نبرد روایت ها؛ بازی های سیاسی…

مپیندارید یاران!

امین الله مفکرامینی  2026-02-06! مپنــــدارید یـاران که من دیوانــــــه ام زخودغافل وبــا خلق…

دورنمای پایان نزاع‌های گروهی و قومی در افغانستان؛ فرصت‌ها و…

نویسنده: مهرالدین مشید افغانستان در بیش از دو سدهٔ اخیر، افزون…

توافقنامه همکاری نظامی روسیه و افغانستان

ضرورت دوجانبه و برمبنای منافع طرفین : منافع روسیه ؛ افغانستان با…

بازخوانی تحولات افغانستان؛ از بن بست سیاسی تا تحول اجتماعی

نویسنده: مهرالدین مشید افغانستان در آستانهٔ دگرگونی؛ از متن استبداد تا…

چگونگی آبیاری  زمین های زراعتی

نوشته کریم پوپل مورخ ۲۲ می ۲۰۲۶ آبیاری عملیه رساندن مقادیر کنترل…

پیاوړی لیکوال، تکړه شاعر

له ښاغلي ډاکټر طارق رشاد سره چې د علم، ادب…

آیینۀ تاریخ

رسول پویان چه خـوش گفت توسیدیـد فیلسوف که بُد جنگ اسپارت وآتن…

زمزمه های بازگشت اشرف غنی به کابل از شایعه تا…

نویسنده: مهرالدین مشید در این روزها زمزمه‌های بازگشت اشرف غنی به…

«
»

د افغانستان موقعیت او نوي لیدلوري

 

افغانستان په سیمه کې د منځنۍ او سهیلي اسیا، د هند د لويي وچې او منځني ختیځ او په راوروسته کې له امریکا، اروپا، استرالیا او عربي هېوادونو سره د تازه اړیکو پر لامل، د سیمې په مهم جیوپولیټیک  جیوایکانومیک او جیوستراتیژیک مرکز بدل شوی. البته افغانستان ته پخوا هم پر افغانانوسربېره د سیمې او نړیوالو لخوا د اسیا زړه کلمه کارېدلی، خو زموږ په مهال په ۲۱ مه پېړۍ کې د اسیا په زړه کې د افغانستان موقعیت نوی مفهوم پیداکړی او ارزښت يي لا زیات شوی دی.

په تېر کې د افغانستان د موقعیت ارزښت، د سیاسي واکمنانو د نه پاملرني او په سیمه او نړیوال ډګر کې زموږ د پرګنو د پیکه او کمزوري رول له کبله له پامه لویدلی او لکه څنګه چې پکاروو هسې نه دي وړاندې شوی، خو نن د وخت غوښتنو او د هېواد ملي ګټو ته په پام، له دې موقعیته باید پوره ګټه پورته شي او د ډېرو نورو هڅو ترڅنګ د افغانستان راتلونکې ته باید له دې لیدلوري، هم وکتل شي.

دلته غواړم د بېلګې پتوګه یاده کړم چې له اروپا، امریکا او نورې نړۍ سره د افغانستان د روستیو اړیکو پراختیا او د ستراتیژیکو تړونونو او نورو دوه اړخیزو تفاهم لیکونو وړاندیزاو لاسلیک، دافغانانو برعکس د دغوهېوادونو او دولتونو لخوا ترسره شوی دی. افغان واکمنان ډېر روسته متوجه شول چې دا اړیکې او تړونونه ګټور دي او افغانستان باید د هغو په مټ، له ګوښه توبه راووځي او نړۍ ته ورپورېوځي. بلخوا د تېر دولت په استازیتوب، پخواني ولسمشر ښاغلي حامد کرزي تر اخره اروپا او امریکا سره د امنیتي همکاري تړونونو له لاسلیک ډډه وکړه او هڅه يي وکړه چې افغانستان د پخوا پشان له اروپا او امریکا څخه ګوښه او د سیمه یزو لیوانو لکه پاکستان او ایران په خوله کې ټومبلی وساتي!

امریکا سره د امنیتي تړون په اړه د حامد کرزي استدلال چې ویل يي « لومړی دې امریکا افغانستان ته سوله راوړي، بیا به زه امریکا سره امنیتي تړون لاسلیک کړم» هغه زاړه نقل ته ورته پاتې کیږي چې ویل کیږي« چرګه مخکې ده، که هګۍ». خو پوښتنه داده، که لومړی افغانستان ته سوله راشي بیا د امنیتي تړون لاسلیک ته څه اړتیا ده؟

امریکا او ناټو سره د امنیتي همکاریو تړونونه ددې لپاره په پام کې نیول کیږي چې د هغه په مټ، هېواد ته د سولې په راستنولو کې مرسته وشي.

نن وینو، ددغو تړونونو د لاسلیک د ځنډ تاوان له بده مرغه په تېرو څو میاشتو کې افغانانو د سراومال په درنه او لوړه بیه پرې کړ!

پکار خو دا وو چې افغان واکمنان له اروپا او امریکا او نورو مخکې شوی وای او د دوی په نووښت افغانستان چې یوخوا په وچه کې ښکېل او بل اړخ د سراښو ګاونډیانو منځ کې ایسار دی، د دوه اړخیزو او یا څو اړخیزه اړیکو او تړونونو په مټ، ځان له ګوښه توبه یستلای او نړۍ ته ورپورېوتي وای!

که امریکایان او اروپایان د خپلو ګټو لپاره د افغانستان موقعیت ته اړتیا لري او د خپلو ګټو په موخه اوږد واټن وهي او افغانستان ته راځي، افغانستان ولې ونشي کولای، بېله واټنه او په هېواد دننه، له دوی سره په اړیکو او متاقبلو همکاریو کې خپلې ملي ګټې ترلاسه نکړي!

همداراز د یاد شویو تګلارو سره سره، موخه باید دا وي چې په کور دننه نوې اداره رامنځته شي او هغه دې په داسې لید لورو سمباله، پیاوړي او واکمنه شي چې د افغانستان د جیوستراتیژیک موقعیت او د هغه په اړه په اداره کې د زړو اندونو او لیدلورو او د افغانانو د ناسمې پوهې او چلند ترمنځ اړوپيچ او تضادونه له منځه یووړل شي.

په ټوله کې باید د پرګنو او ټولنې پوهنیز پوتنسیال هم ترهغې کچې پورته یووړل شي چې افغاني ټولنه په پوهې او خبرتیا سره، د خپل هیواد له موقعیته ګټه واخلي. هیښوونکې او د اریانتیا وړدا ده چې افغانستان، د افغانانو کهول او ټاټوبی دی، خو د خپل هېواد له وتلي موقعیته تر اوسه پورې یوازې سیمې او نړۍ ګټه پورته کړې او افغانان هسې تشو کندوانو ته لاس تر زنې ناست وو!

یوخوا ټولټاکنې او د دیموکراسۍ لارغوره کول او بیا په ټاکنو کې د نوي ولسمشر پتوګه د اشرف غني انتخاب، په لومړي ځل سیمه کې د نوي افغانستان په رامنځته کېدو کې د افغانانو له هغه پاخه هوډ او تکل سره تړاو لري چې غواړی هم د افغانستان له جیوستراتیژیک موقعیته او هم د نویو تګلارو او لیدلورو په مټ، خپلو ډب شویو او ناترسره شویو اړتیاوو ته د پلیتوب لارهواره کړي او هم د روانې ۲۱ مې پېړۍ په غوښتنو نړیوالو سره د هېواد په ملتیا کې، مرسته وشي.

ولسمشر ښاغلي اشرف غني د اداري د رغولو او سمون لپاره هم له ډېرښه ټکي، د دیوالي شوي کابلبانک له تصفيي څخه راپیل کړه او په بهرنیو اړیکو کې يي امریکا او ناټو سره د امنیتي همکارۍ له تړونو روسته د ځواکمن اقتصادي ګاونډي او په سیمه کې د اغیزمن هېواد چین سره د اړیکو په رغون او سمبالتیا کې تر بل هر څه مخکې، لاس پکار شو.

نوي حکومت، د امنیتي همکاریو د تړونونو په مټ افغانستان، اروپا او امریکا سره ملګری کړ او چین ته په روستي سفر يي د خپل هېواد په څنګ کې هم ځواکمن ګاونډي خپل ستراتیژیک شریک وګرځاوه.

« چین غواړي د افغانستان په زیربناء جوړولو کې برخه واخلي. د چین لومړي وزیر لي کې چیانګ له افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره په لیدنه کې ویلي، هېواد یې د افغانستان زیر بناء جوړولو ته لیواله دی او غواړي چې په افغانستان کې د اوسپنې پټلۍ، لویو لارو، د اوبو سرچینو په خوندي ساتلو او د برېښنا په تولید کې پانګونه وکړي.د چین د شینهوا رسمي دولتي خبري اژانس د رپوټ له مخې د چین لومړي وزیر ښاغلي احمدزي ته ویلي چې هېواد یې چمتو دی چې له نړیوالې ټولنې سره اوږه په اوږه په افغانستان کې د سولې ټینګښت او اقتصادي ودې لپاره کار وکړي،.BBC»

د ډېرو په اند نوي حکومت غواړي د افغانستان له جیو ستراتیژیک موقعیته په ګټه، افغانستان او د اسیا دا برخه له اروپا او امریکا سره ونښلوي او په دې تړاو خپل هېواد له ګوښه توب او اوږده خوبه راویښ کړي.

همداراز په کور دننه په میراث پاتې زړه، په فساد ککړه، چینجنه او بېکاره اداره هم باید ورو ورو وڅنډل شي او نویو تګلارو او لیدلورو ته ژمنه اداره باید چې ځوان پښت يی منځړی جوړکړي، د زړې هغې ځای ونیسي.

لکه چې وايی« سال نیکو از بهارش پیدا است» افغانان داسې نیکمرغه پیل نه یوازې د خپل ویښ شوي بخت له برکته ګڼي بلکې ټاکنې او د هغو پر بنسټ د اشرف غني په مشرۍ رامنځته شوې اداره او د هغې راتلونکې پراختیا او بشپړتیا له داسې پریکړو سره تړلي بولي.

افغانستان نه یوازې په کور دننه نويو تګلارو او لیدلورو ته اړتیا لري بلکې د ګاونډیو، سیمې او نړۍ په وړاندې هم نویو رغول شویو اړیکو، دیپلوماسۍ او لیدلورو ته محتاج دی. همدارنګه د نویو تګلارو، اړیکو او لیدلورو لپاره په کور دننه روغې، فعالې، د وخت په غوښتنو پوهه او هیوادپالې ادارې ته اړتیا ده.

د ۲۰۱۴ کال د اکتوبر ۳۱ مه

سرلوڅ مرادزی