واژه های آریه ،آریا، ایرانمویجه و آریانا در بازار لیلام…

نوشته : دکتر حمیدالله مفید در این پسین روز ها  برخی …

 جشن نوروز در گذرگاه تاریخ

نوشته : داکتر حمیدالله مفید واژه نوروز را آریایی های باستانی…

د تلویزیوني سیاسي بحثونو اخلاقي معیارونه

 نور محمد غفوری پیلامه د تلویزیوني سیاسي بحثونو په اړه مې مخکې…

از هیولای ساخته‌شده تا دشمن مقدس؛ روایت قدرت از تروریسم

نویسنده: مهرالدین مشید تروریسم سایه ای که قدرت ها می سازند…

رايحه

دوم حمل ١٤٠٤ خورشيدىفکر تو زیبنده ‌‌‌‌‌‌ی دل‌ها شدهوسوسه…

بخاطر محکمه عاملان جنایات جنگی و ضد بشری تجاوز نظامی…

اعلامیه و فراخوان انجمن سراسری حقوقدانان افغانستان بنام خداوند حق و…

از شکست دکترین عمق استراتژیک تا طلوع رقابت نیابتی هند

نویسنده: مهرالدین مشید شکست عمق استراتژیک  و جنایات نظامیان تروریست پرور افغانستان…

د تلویزیوني سیاسي بحثونو اهمیت

نور محمد غفوری مقدمه:د تلویزیونی سیاسی بحثونو په ماهیت مو په…

تولستوی ، لئو نیکولایویچ

برگردان. رحیم کاکایی دانشنامه بزرگ شوروی  و. یا. لاکشین کنت لئو نیکولایویچ تولستوی…

      عید شما مبارکباد 

مبا رکبا د عید ی روزه  دا را ن به آ…

نوروز؛ ارث نیاکان

رسول پویان کهـن نـشـاط بهـاران جشن نوروز است سرور سرو خرامان جشن…

د تلویزیوني سیاسي بحثونو ماهیت

نور محمد غفوری نن چې په انټرنټ کې ګرځیدم، ناڅاپي مې…

چگونه تحلیل کنیم؟

در این روز ها صدا ها در رابطه به وضعیت…

فرنسوا ولټر

ولټر، یو فرانسوي لیکوال، مورخ او فیلسوف، د ټولنیزو اصلاح…

هانا آرنت؛ توتالیتاریسم ابتذال شر

Arendt, Hanna (1906-1975) آرام بختیاری نقل قول های سیاسی یک زن برای…

فقدان روایت آشتی ملی و بحران گفتمان در افغانستان

نویسنده: مهرالدین مشید افغانستان در دوراهیِ آشتی و منازعه افغانستان طی پنج…

چهار و نیم سال پس از برپایی امارت اسلامی سرمایه؛…

فهیم آزاد مقدمه فقدان اجماع تحلیلی پیرامون بازگشت طالبان به قدرت سیاسی…

پاسخی به پرسشی که چرا؟ گفته بودم، خامنه‌یی قصد حمله…

محمدعثمان نجیب نماینده‌ی مبان بخش نخست در هفته‌ی گذشته‌ یک هم‌وطن ما یا…

از کابل تا تهران؛ مهار افراطیت یا مهندسی قدرت و…

نویسنده: مهرالدین مشید زورگویی یا ژئوپلیتیک ضربه؛ بازی با آتش تحولات امنیتی…

ویکتور هوګو

هغه د فرانسې نامتو شاعر، ناول، رومان او ډرامه لیکونکی…

«
»

دوه جمع دوه مساوي څلور!

محمدعلم علم

د مذهبي عالمانو نړیوالې غونډې او پرېکړې د طالبانو د جګړې ايډياولوژیک اړخ ته سخت زیان اړولې شي.

طالبانو د اندونیزیا په غونډه کې له دې کبله ګډون ونه کړ چې هلته په دې ملامتېږي چې د بهرنیو ځواکونو د حضور په پلمه ولې کورني ځواکونه او افغانان وژني او کورنۍ جګړه کوي او مخکې له مخکې د بهرنیو ځواکونو وتل ولې سولې ته شرط ږدي او د سولې مخه پرې نیسي.

که څه هم په نوموړې غونډه کې پاکستانیو ملایانو وویل چې دوی د طالبانو استازي هم کوي او دغه غونډه باید فتوا ور نه کړي چې په افغانستان کې جګړه حرامه او ناروا ده. که څه هم د دوی دغه کار سبب شو چې د غونډې د فتوا مخه ونیسي؛ خو بیا هم غونډې د افغانانو وژل د اسلامي اصولو او احکامو خلاف او ناروا کار وباله.

اوس دا دی یوه ورته غونډه په سعودي عربستان کې جوړېږي. د دې غونډې یوه ورځ به یې په جده کې او بله ورځ به یې مکه معظمه کې وي او د نورو موضوعاتو ترڅنګ د بحث ډېری برخه به یې په افغانستان کې پر جګړې متمرکزه وي.

په پام کې ده چې دې غونډې ته د طالبانو استازی هم راوبلل شي، خو ګومان نه کېږي چې طالبان دې په دې غونډه کې هم ګډون وکړي.

که څه هم اسلامي اصول او د پیغمبر ص کړنې دا په ګوته کوي، که د جګړې متقابل اړخ د سولې غوښتنه وکړي، نو باید ورسره سوله وشي. د حدیبې سوله یې ښه بېلګه ده، چې پیغمبر ص هغه د مکې مشرکینو ته په ډېر امتیاز ورکولو سره وکړه. که څه هم ډېری مسلمانان د پیغمبر ص له دې هوکړې ناراضه شول او پخپل تاوان یې ګڼله، خو په حقیقت کې همدغه هوکړه وه چې مسلمانانو ته یې د مکې د فتحې لار پرانسته او دغه فتح په واقعیت کې د اسلام د پراخېدو کلي وه، چې مسلمانانو ته یې په لاس ورکړه او مسلمانان یې تر انډلس او ایټاليې ورسول.

دغه ټولو څرګندونو ته په کتو، طالبان هېڅ حق، عذر او بهانه نه لري چې د سولې له پروسې او له سولې ځان په ډډه کړي. لکه پخواني جهادي تنظیمونه په دې برخه کې طالبان هم یوازې د بهرنیو ځواکونو حضور پلمه کوي، خو دغه حضور د شوروي ځواکونو له حضور سره توپیر لري، ځکه دلته د افغان دولت، امریکې او ناټو ترمنځ او همداراز له یوشمېر نورو هېوادونو سره د ستراتیژیکي تړونونو په نوم رسمي هوکړې شته چې هر څه په کې هلته په صراحت سره ویل شوي دي. دغه تړونونه په متقابلې همکارۍ ولاړ دي او د تړون هر اړخ یې د فسخ کولو او یا هم تمدیدولو حق لري.

دغو تړونونو ته په کتو، د طالبانو دا ادعا چې ګوندې په هېواد کې د بهرنیو ځواکونو له حضور سره مخالف دي او تر هغه چې دوی حضور ولري له چا سره سوله نه کوي، کاملا تبلیغاتي متناقضه او بې مورده ده. لومړی دا چې د هوکړو له مخې د بهرنیو ځواکونو شتون او یا هم وتل يې په کومو شرایطو پورې نه دي تړل شوي او د متقابلو حکومتو په خوښې او اړتیاوو پورې اړه لري. طالبان په دې خبره له بل هر چا ښه پوهېږي، خو له دې وضعیته لکه پخواني تنظیمونه افزاري ګټه پورته کوي او په لوی لاس متقابل لوری ورته شرایطو ایښودو ته ننګوي او په دې سره خپل عمر ته د ادامې ورکولو حیله او پلمه په لاس راوړي.

که تاسو وګورئ! له امریکې سره د ستراتیژيکي تړون پرېکړه یوازې د افغان حکومت کار نه و، بلکې دغه پرېکړه څو ځله جرګو او مشورو ته وړاندې شوه او وروسته لاسلیک شوه، اوس طالبان نه شي کولای په دې پرېکړه یوازې افغان حکومت ملامته او په نښه کړي، په داسې حال کې چې طالبانو د خپلې جګړې او مخالفت اصلي موخه افغان حکومت ګرځولی او هغه یې په نښه کړی دی.

خلک ویني چې طالبان په میاشتو میاشتو کې د یوه بهرني عسکر حتا پزه نه شي وینې کولای، خو هره ورځ په لسګونو افغان سرتېري په نښه کوي او همداراز تراوسه طالبانو چې په نښه کړي هېڅ یوه بهرنۍ ولسوالۍ یې نه ده په نښه کړې او هره ورځ د کور دننه په یوه نه یوه ولسوالۍ جګړه کوي او د دوی دغه کار سبب کېږي چې په لسګونو او سلګونو بې ګناه افغانان ووژل شي.

له بل پلوه، طالبان افغان سرتېري په داسې حال کې واجب القتل بولي او جګړه ورسره کوي، چې په کراتو کراتو افغان حکومت کورنیو اورپکو او مخالفانو ته بې قید او شرطه د سولې وړاندیز کړی او دوی ویلي او په اساسي قانون کې راغلي د افغان امنیتي ځواکونو اصلي دنده له هېواد څخه دفاع، د قانون تنفیذ او د عامه نظم او امن ټينګول دي او له هېڅ افغان سره د جګړې اراده نه لري.

 شاید ځینو ته پوښتنه پيدا شي چې بیا ولې د دوی له خوا طالبان تعقیبېږي او جګړه ورسره رامنځته کېږي، ځواب دا دی چې طالبان قانون ماتوونکي، د نظم او امن عامه ګواښونکي او د ولس د پرېکړو نه منونکي دي. دوی اساسي قانون چې د افغان ولس د رایو مظهر او د لويې جرګې پرېکړه ده نه مني، دولت او حکومت چې د خلکو په رایو راځي هغه هم نه مني او ورسره په دښمنۍ لګیا دي او په لوی لاس یې د دوی او نورو ملي ارزښتونو تباه کولو ته ملا تړلې ده.

له بل پلوه، هېڅ داسې لاسوند نشته چې طالبان دې خپل ولسي مشروعیت پرې ثابت کړای شي، دوی نه د ریفراندوم او نه د کومو ټاکنو له لارې راغلي، بلکې لومړی مخ پټي یوې سمیې ته د ټوپک په زور راځي او له یوشمېر ځنځيري او ناروا وژنو وروسته خلک وېروي او د زور له لارې خپل حاکمیت پرې تپي چې په ښکاره کراهت او شنیع عمل دی.

لنډه دا چې د طالبانو پرمخ ټولې لارې وازې دي، دوی کولای شي حکومت ته راشي، له امریکې سره ستراتیژیک تړون فسخ یا تمدید کړي، بهرني ځواکونه وساتي، یا یې وباسي، نو جګړې ته هېڅ اړتیا نه لري او د سولې لپاره د بهرنیو ځواکونو وتل او نور شرایط وضع کول مازې یوه بهانه او متقابل لوری ورته شرایطو وضع کولو ته ننګول، د حالاتو بن بحث ته راکاږل او پېچلي کول او په نهایت کې د جګړې ادامې ته د پلمې د لټولو په معنا دي.

که طالبان فکر کوي چې ګوندې پخپلو دې کارونو سره افغان حکومت او یا خلک غولولی شي، باید وپوهېږی افغان ولس او افغان حکومت یوځل د ډاکتر نجیب الله د واکمنۍ پرمهال په دې پلمو غولېدلای بیا نه غولېږي.