رنه ډکارت

دی د پنځلسمې پېړۍ یو فرانسوي فیلسوف، ریاضی پوه، فزیک…

ماکسیم گورکی

برگردان. رحیم کاکایی نویسنده‌ی کلاسیک ادبیات روسیه و شوروی، نویسنده‌ی برجسته‌ی…

جنگ‌های ژئوپلیتیک و فروپاشی عقلانیت سیاسی در جهان معاصر

نویسنده: مهرالدین مشید فاجعهٔ فکری و سیاسی در پرتو منطق ساختاری…

آمریکا و سیاست بیطرفی افغانستان

سیاست بی‌طرفی افغانستان برخاسته از موقعیت جغرافیایی آن است ،…

شرم و حیا

بزرگانِ اهلِ عرفان و تصوف، در بابِ حفظِ شرم و حیا بسیار تأکید نموده‌،  آن را بلند ترین درجه…

منطق سود و ویرانی: تحلیل مارکسیستی جنگ و استثمار در…

 تقابل کثرت‌گرایی و واقعیت طبقاتی درحالی‌که نظریه‌پردازان کثرت‌گرا (پلورالیست)، جامعه را…

جمهوریت در افغانستان؛ پروژهٔ گذار یا قربانی فساد و بی‌کفایتی…

نویسنده: مهرالدین مشید زوال جمهوریت؛ پروژه های زیربنایی و بازی های…

ژان پل سارتر

دی فرانسوي فیلسوف، ډرامه لیکونکی، ناول او رومان لیکونکی، ژوند…

پسا مدرنیسم؛ حامی عوام، منتقد نخبگان. 

postmodernism. آرام بختیاری  پست مدرنیسم؛ نه آتش به اختیار، و نه حیدر…

واژه های آریه ،آریا، ایرانمویجه و آریانا در بازار لیلام…

نوشته : دکتر حمیدالله مفید در این پسین روز ها  برخی …

 جشن نوروز در گذرگاه تاریخ

نوشته : داکتر حمیدالله مفید واژه نوروز را آریایی های باستانی…

د تلویزیوني سیاسي بحثونو اخلاقي معیارونه

 نور محمد غفوری پیلامه د تلویزیوني سیاسي بحثونو په اړه مې مخکې…

از هیولای ساخته‌شده تا دشمن مقدس؛ روایت قدرت از تروریسم

نویسنده: مهرالدین مشید تروریسم سایه ای که قدرت ها می سازند…

رايحه

دوم حمل ١٤٠٤ خورشيدىفکر تو زیبنده ‌‌‌‌‌‌ی دل‌ها شدهوسوسه…

بخاطر محکمه عاملان جنایات جنگی و ضد بشری تجاوز نظامی…

اعلامیه و فراخوان انجمن سراسری حقوقدانان افغانستان بنام خداوند حق و…

از شکست دکترین عمق استراتژیک تا طلوع رقابت نیابتی هند

نویسنده: مهرالدین مشید شکست عمق استراتژیک  و جنایات نظامیان تروریست پرور افغانستان…

د تلویزیوني سیاسي بحثونو اهمیت

نور محمد غفوری مقدمه:د تلویزیونی سیاسی بحثونو په ماهیت مو په…

تولستوی ، لئو نیکولایویچ

برگردان. رحیم کاکایی دانشنامه بزرگ شوروی  و. یا. لاکشین کنت لئو نیکولایویچ تولستوی…

      عید شما مبارکباد 

مبا رکبا د عید ی روزه  دا را ن به آ…

نوروز؛ ارث نیاکان

رسول پویان کهـن نـشـاط بهـاران جشن نوروز است سرور سرو خرامان جشن…

«
»

حکومت فساد قانوني کړ؛ په دولتي روغتونونو کې فيس ورکول کيږي

په داسې حال کې چې د هېواد روغتيايي سيستم له ګډوډۍ سره مخامخ دی، وړ ډاکټران لږ دي، د درملنې وسايل او تجهيزات نيمګړي  او په روغتونونو کې د روغتيا څارنې معيارونه ټيټ دي؛ له ننه وروسته به ولس په دولتي روغتونونو کې هم د پيسو په مقابل کې درملنه کوي. په تازه اقدام کې د ملي يووالي حکومت کابينې په دولتي روغتونونو کې د فيس اخيستلو مقرره تاييد کړه. تيره ورځ د روغتيا وزير فيروز الدين فيروز وويل چې د زمري د مياشتې په ۱۸ نېټه، په دولتي روغتونونو کې د حق الاجرات (فيس) مقرره تاييد شوه. له دې وروسته به هر ناروغ په دولتي روغتونونو کې هم د پيسو په مقابل کې تداوي کيږي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د اساسي قانون دوه پنځوسمه ماده حکم کوي چې : دولت دافغانستان د ټولو اتباعو لپاره د ناروغيو د مخنيوي او د وړيا علاج وسيلې او روغتايي آسانتياوې د قانون له حكمونو سره سم تأمينوي.

اوس پوښتنه دا پيدا کيږي چې آيا د ملي يووالي حکومت په کابينه کې داسې څوک نه و چې له اساسي قانونه خبرداره وي او له دغې طرحې سره مخالفت وکړي؟

که کابينه له اساسي قانونه خبرداره وي نو يې قصداً د ولس وينو زبېښلو مقرره تاييد کړې او که مجبوره و؟

حکومت په دولتي روغتونونو کې د فيس اخيستلو مقررې د تاييد لپاره دليل راوړي چې له وړاندې هم په دولتي روغتونو کې خلکو په مرموز شکل پيسې ورکولې، نو د دې لپاره چې د دغې فساد مخه يې نيولې وي؛ د پيسو ورکړه يې قانوني کړه. دا سمه ده چې له وړاندې هم په دولتي روغتونو نو کې پيسې ورکول کيدلې خو اصلي علت يې دا نه و چې ولس پيسې ورکولې. اصلي خبره دا ده چې ډاکټرانو له ناروغانو پيسې غوښتلې او يا ناروغان داسې اړ کيدل څو ډاکټر ته پيسې ورکړې څو د ناروغ درملنه يې وکړي. دغه اصلي فساد دی. دا فساد نه دی چې ولس يې له مجبوريته ډاکټرانو ته پيسې ورکولې. اصلي فساد دا دی چې د دولتي روغتونو ډاکټران په فساد ککړ دي.

همدا اوس دولتي روغتونونو دومره په فساد کې ډوب دي چې غوټې په کې وهي. فساد يواځې دا نه دی چې یو څوک دې د ناقانونه کار کولو په مقابل کې پيسې واخلي يا يې ورکړي. بلکې دا هم فساد دی چې چارواکي په خپل وخت کار ته نه حاضريږي، په کار کې ناغيړي کوي، له عامو خلکو سره  بده رويه کوي، ولس په خپلوانو او پرديو ویشي او …..

په دولتي روغتونونو کې همدا اوس د حکومت لخوا څار نشته، ډاکټران په خپل وخت دندې ته نه حاضريږي، د ډوډۍ وخت يې معلوم نه دی، د لمونځ وخت يې معلوم نه دی، که څه هم دوی د خوراک او لمونځ لپاره فقط يو ساعت وخت لري خو دغه ډاکټران په ساعتونو ساعتونو ورک وي، چې کله راشې داسې وي ته به وایې چې د نړۍ تر ټولو نابغه ډاکټر دی، له خلکو سره به تنده لهجه خبرې کوي. د ناروغ او مراجعينو انساني کرامت تر پښو لاندې کوي، ناروغ داسې رټي لکه په قصداً چې يې ځان ناروغ کړی وي.

همداراز د ډاکټرانو تر څنګ د روغتون پياده ګان هم کلانکاره شوي دي، له ناروغانو او مراجعينو سره داسې چلند کوي لکه شخصي دښمن چې يې وي. دغه پياده ګان بيا له هغوی چې په روغتون کې يې ماشوم وزيږيږي؛ په سلګونو افغانۍ د شيرينۍ په نوم اخلي، که يو څوک غريب وي او سل يا دوه سوه  افغانۍ ورکړي نو هاخوا يې ورته ګوزاروي، ته وايې چې قانوني حق يې درسره دی. تر هغو چې د پنځو سوو يا زرو نوټ ورنه کړل شي؛ په کراره دې نه پريږدي. همداراز داسې خبرونه هم شته چې په روغتونونو کې دغه پياده ګان له ناروغانو دواګانې پټوي او بيا يې په درملتونونو پلوري.

د دې تر څنګ په دولتي روغتونونو کې دواګانې شتون نه لري، هر دولتي دروغتون ته که ورشې؛ ډاکټر يې په خپلې يا د خپل ملګري يا د خپل قراردادي درملتون نسخه درکوي چې له فلاني درملتونه بايد دوا واخلې.

که حکومت په دولتي روغتونونو کې د فيس اخيستل په دې توجیه کوي چې په روغتونونو کې د فساد د مخنيوي لپاره يې دا پيسې قانوني کړي دي؛ نو دغه فاسد ډاکټران چې ناروغان يې مجبورول چې پيسې ورکړې؛ بايد په قانوني سزا رسولی وای. دغه پياده ګان يې اصلاح کړی وای. حکومت بايد له ناروغانو سره د ډاکټرانو او پياده ګانو رويه سمه کړی وای. حکومت بايد عامه روغتيايي خدماتو پروسه شفافه کړی وای، حکومت بايد په دولتي روغتونو څار کړی وای. په دغې توګه د فساد مخه نيول کيدلی شوای. په دې د فسا مخه نه نيول کيږي چې هغه پيسې چې ډاکټرانو په ناقانونه توګه له ولس اخيستلې هغې ته دې قانوني بڼه ورکړل شي. دا خو په دې معنا شوه چې حکومت په لوی لاس فساد ته قانوني بڼه ورکړه.

لیکنه : خوشحال آصفي