فرخنده باد  شصت ویکمین سالروز تاسیس حزب دیموکراتیک خلق افغانستان

رفقای عزیز! امروز بخاطر تجلیل  شایسته ازشصت ویکمین سالروز حزب دیموکراتیک…

از اختناق در سطح طالبان تا اختناق در دموکراسی های…

نویسنده: مهرالدین مشید اختناق داخلی طالبان و مصلحت‌گرایی جهانیان اختناق در افغانستان…

فــــــــــــــراخــــــــــوان

نشست مشترک شورای اروپایی حزب آبادی افغانستان و تشکل نوین…

به پیشواز بزرگداشت از سالگرد ح د خ ا

هویت واقعی هر حزب یا سازمان سیاسی، پیش از هر…

تجلیل از شصت‌ویکمین سالگرد تأسیس ح د خ ا

به مناسبت شصت‌ویکمین سالگرد بنیان‌گذاری حزب دموکراتیک خلق افغانستان، نشست…

قتل نظم و قانون 

رسول پویان  خـدا نظـاره گـر قـتل نظـم و قـانـون است  ز بیم جنگ و تجاوز بشر جگرخون است  شرار حرص تجاوزگران چه افزون است  حدیث هیتلـر و چنگیز…

عشق فطرت اش!

امین الله مفکر امینی                             2026-04-01! زعشق گفتن نباید خواست صرف ارضای خواهشهای…

ګالیلیو ګالیله

دی یو ایتالیوي فیلسوف، ستوری پېژندونکی، فزیک‌پوه، ریاضي پوه…

آلبر کامو،‌ محصول یا قربانی استعمار فرانسه؟

درودها دوستان گرامی ما! محمدعثمان نجیب  نماینده‌ی مکتب  دینی فلسفی  من بیش از…

کتاب "زندگی عیسی" نقد مسیحیت بود 

Strauß, David (1808-1874) آرام بختیاری داوید اشتراوس؛- مبارز ضد مسیحی، مبلغ علم…

عدل الهی و عدالت اجتماعی و سرنوشت عدالت در جهان

نویسنده: مهرالدین مشید  خوانشی فلسفی–دینی از نسبت خدا، انسان و مسئولیت…

لذت چیست؟

لذت به معنای حقیقی٬ بدون وابستگی به خوردن و مراقبت جنسی٬ بصورت…

اختلاف دښمني نه ده؛ د اختلاف نه زغمل دښمني زېږوي

نور محمد غفوری په انساني ټولنو کې د بڼو او فکرونو اختلاف یو…

شاعر کرد زبان معاصر

آقای هوزان اسماعیل (به کردی: هۆزان ئیسماعیل) شاعر کرد زبان…

چند شعر کوتاه از لیلا طیبی

(۱) انسان کلام سبز ترحم، جاری از گلوی خدا بود.  از یاد برده…

جغرافیای سیاسی افغانستان و رقابت های نیاتی قدرت ها

نویسنده: مهرالدین مشید طالبان ژیوپلیتیک نیابتی؛ در هم زیستی با گروههای…

اعلامیه در مورد یورش سبعانه امپریالیسم آمریکا به ونزوئلا

سازمان سوسیالیست‌های کارگری افغانستان سرانجام شنبه ۳ جنوری، پس از آنکه…

زخم کهنۀ سال نوین

رسول پویان سال نو آمد ولی جنگ و جـدل افزون شدست کودک…

تحول ششم جدی، روزی که برایم زنگ زنده‌گی دوباره را به…

نوشته از بصیر دهزاد   قصه واقعی از صفحات زنده‌گی ام  این نوشته…

دوستدارم

نوشته نذیر ظفر ترا   از  هر کی بیشتر دوستدارم ترا  چون قیمت  سر دوستدارم سرم  را گر    برند…

«
»

افغان ملت د ستری تاریخی ازموینی په درشل کې

د بشریت تاریخ د زړه بوږنوونکو ، خونړیو او بی رحمه جنګونو او شخړو څخه ډک دی چی ډیری یی د مستبدو خونخوارو او کبرجنو زورواکانو او امپراطورانو د فرعونی جاه طلبیو او منفی سیاستونو زیږنده دی ډیر به لری نه ځو د شلمی پیړی د دوو نړیوالو جګړو د سترو ناتارونو او بشری بی ساری ناورینونو ځغلنده یادونه په دی لیکنه کې اړینه بولم.

د اطریش د ولیعهد د ترور او وژنی په پلمه څو اوونی وروسته د اروپا د سترو ځواکونو او مستکبرو وکدارانو د ۱۹۱۴ کال د جولای په ۲۸ د اوړی په موسم کی نړیواله جګړه پیل کړه د امریکا د وخت جمهور ریس ویلسون د خلکو د خوښی او ډاډمن شعار په رامنځته کولوسره وویل چی ( دغه جګړه په نړی کی د دیموکراسی تضمینوونکی جګړه ده ) او د بریتانیا دولت او خلکو هسی انګیرله چی ( دغه جګړه به نورو جګړو ته د پای ټکی کیږدی. ) د المان صدراعظم داسی اعلام وکړ ( جګړه کوو څو ارزښتناک میراث او د سوله ییز صنعت ګټی خوندی وساتو او هم د راتلونکی لپاره جنګیږو. ) یوه امریکایی سرتیری چی د جګړی ډګرته یی ورودانګل داسی وویل ( زه خوشاله یم او د خپلو راتلونکو خوشاله ورځو لپاره په خپل هیجان کی لاهو یم. )

څه موده لاتیره نه وه چی دغه هیلی او د شوروشوق ولولی په نه هیلیو بدلی شوی. هیچا دا فکر نه کاوه چی ځواکمنی لښکری به د فرانسی او بلجیم په خاوره کی د خونړی جګړی په منګولو کی کیوزی دا لومړنی نړیواله جګړه وه چی د کلیسا، د اردو سترو جنرالانو او د دولتونو مشرانو خپل سرتیری د اور لمبو ته لکه لرګی ګوزارول او د دغه مدحشی جګړی د اور په لمبو کی لس میلیونه انسانان ووژل شول شل میلیونه معلول او شل شوټ شول د اروپا اقتصاد او تمدن داسی ګوزارونه وخوړل چی ان د المان ۷۵۰۰۰۰ تنه خلک ښځینه او نارینه ماشومان او بوډه ګان د متفقینو د اقتصادی او غذایی بندیز او ګواښ له امله ووژل شول متمدنه او پرمختللی اروپا د وحشت ، ویری ، لوږی او ناروغی په ګرداب کی ډوبه شوه چی د هغه ترخی پایلی اوس هم لابشپړی له منځه نه دی تللی. دغه جګړه د ۱۹۱۸ کال د نوامبر په یوولسمه نیټه پای ته ورسیده خلک او ولسونه واټونو ته راووتل د خوښی او خوشالی ګډاوی یی پیل کړی او د سوله ییز ژوند د سپیڅلی ارمان په هیله یی ترانی او سندری بوللی دا ناتار د سترو او کبرجنو واکمنانو او امپراتورانو د شیطانی او حریصو اعمالو زیږنده وه ولسونه خوشاله او ډاډه وو چی ګنی ظالم او جابر واکداران به په سد شوی وی او د دغه ستر بشری ناورین څخه به پند او عبرت واخلی د دغه خونړی جګړی څخه لا څو کاله تیر شوی نه وو چی په اسپانیا کی دوچکی یا انفلولانزا مرګونی ناروغی خپره شوه د فرانسی او امریکا دومره سرتیری د دغه ناروغی له کبله مړه شول چی په نړیواله جګړی کی په هغه شمیر نه وو وژل شوی دا ویروس هری خوا ته خپور شو پنځوس میلیونه انسانان ووژل شول د ( انسان او مکروبونه ) نومی کتاب لیکوال په وینا دغه نړیواله ناروغی د بشریت په تاریخ کی یوه بده او وژونکی ناروغی وه.

دا دخونړیو جګړو پایلی دی چی هره ټولنه د ورته دربدریو، ناخوالو ، ناروغیو ، لوږو او تنګسو سره مخامخ کوی د زور او زر واکمنان تل خپله بقا او ټولواکی د جګړی د ماشین او وسلو په چلولو کی وینی د لومړنی نړیوالی جګړی له پای ته رسیدو څخه ۲۱ کاله وروسته بیا د نړی زبرځواکو امپراطوریو خونړیو واکدارانو خپل جګړه ییز ښکرونه یو او بل ته اړم کړل د ۱۹۳۹ کال د سپټمبر په میاشت کی دویمه نړیواله جګړه ونښته بیا اروپایی هیوادونه د کرکی نفرت وژنی چور او چپاول د سترو ناورینونو او د وینو د سیلابونو ډګر شول دری میلیونه سرتیری په دغه جګړه کی د یو اوبل په وژلو بوخت وو مدرن او متمدن ښارونه ستری صنعتی فابرېکی او سترعلمی او فرهنګۍ مرکزونه د اور په لمبو کی لوخړه شول ستری ابادی په کنډوالو واوښتی په دغه خونړی بی رحمه جګړه کی ۶۰ میلیونه انسانان ووژل شول د بشریت ستر ناورین او ستری غمیزی چی د نړی سیاسی نقشه یی بدله کړه د جرمنی لوی ملت په ګونډو شو او خاوره یی پر دوو ټوټو لویدیځ او ختیځ المان وویشل شوه. دا د هغه خونړیو او مستکبرو واکمنانو د بشری ضد سیاست او تګلاری نتیجه ده چی د غولوونکو ملی نشنالیزم شعارونو تر چتر لاندی بی وسه او بی زر او زوره ولسونه د مرګ او تباهی په سمندر کی لاهو کړل څو ورځی د مخه د جون د میاشتی په ۶ نیټه د نوموړی جګړی د اویایمی کلیزی یاد د فرانسی د نورمندی په ښار کی ونمانځل شو

همدا راز د شلمی پیړی په اوږدو کی د سیمه ییزو جګړو او شخړو په  اورنیو لمبو کی سل میلیونه انسانان وژل شوی دی.

له بده مرغه له دریو لسیزو را په دیخوا زموږ ګران هیواد افغانستان د خونړیو جګړو او د نا امنی د بلا په تورو منګولو کی د همدغو سره او تور استعمار د ناوړه سیاستونو او دوښمنیو  له کبله راګیر دی. او زموږ باتور او میړنی ولس په وینو او ویرونو کی لوبیږی.

دا یو څرګند واقعیت دی چی د پخوانیو زورواکانو اوسنی اخلاف هم د هغوی په پل روان دی.

په نیویارک کی د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر ۱۱ نیټی ستر جنایت او بشری غمیزی په پلمه د امریکا ځواکمن خونړی جنګی ماشین او مدرنی تیکنالوژی  افغانستان په نښه کړ.

ګناه کرد دربلخ اهنګری              به نیشاپور زدند ګردن مسګری.

سپینی ماڼی واکداران په دی ښه پوهیدل چی د القاعده او اسامه بن لادین بنسټپال تروریستان د پاکستان په خاوره او د ای اس ای په غیږه کی استوګن او روزل کیږی خو ښاغلی ډبل بوش د ښاغلی ډبل عبدالله او د شمالی ټلوالی د نظار شورا له غړو سره د اویا میلیونو د ډالرو په بدل کی د افغانستان د اشغال قباله تر لاسه  کړه.  چی په خپل ټول پوځی ځواک هوایی او ځمکنی مخربو وسلو سره یی طالبان په ډله ییزه وژنی په ګونډو او د هغوی واکمنی ته یی چی په خپله د همدغو استعمارګرو او پاکستانی څارګرو ادارو لخوا واک ته رسول شوی وو د پای ټکی کیښودل شو. د شمالی ټلوالی بړیڅی د کابل ښار ته د امریکا د ب ۵۲ په ملتیا راننوتل  او د دولتی واک په ګدی یی ډډه ولګوله. په المان کی د بن د کنفرانس په ترڅ کی ښاغلی حامد کرزی ته د کابل تخت ډالۍ شو.

خو تشریفاتی او اجراییوی اړخ یی تر شاه شجاع  هم خورا ټیټ و . د ملی دفاع د کورنیو چارو د وزارتونو او د ملی امنیت د ریاست اویا سلنه کلیدی او اهم پوستونه د نظار شورا په لاس کی ولویدل چی تر ننه پوری دا ملی انډول نه دی رامنځته شوی. له بده مرغه د هیواد په د ننه کی زموږ د جګړه ځپلی او غمیدلی ولس هیلی چی په هیواد کی د بشپړی سولی غوښتونکی دی تر سره نه شوی د امریکا په مشری د نړی اته څلویښتو هیوادونو ونه شوای کولی د تروریزم او بنسټ پالنی خونړی ریښی غوڅی کړی.

دا دی د سر په سترګو ګورو چی زموږ د ګران هیواد پر ضد د پاکستان نظامیګر دولت نا اعلان شوی جګړه پیل کړی ده هره ورځ د کونړ د غیرتی ولس وینی بهیږی او د لوی ننګرهار او نورو سرحدی پښتنی سیمو کی د پاکستان د څارګری اداری لخوا خونړی پیښی رامنځته کیږی خو له بده مرغه نړیوال ځواکونه دغه ناتار او ناورین ته د خیر په غونډی ناست او د دغه تراژیک سریال ننداره کوی تر ټولو بده دا چی د بروکسل په ښار کی د ناټو د غړو هیوادونو په غونده کی چی څو ورځی د مخه دایره شوه د افغانستان د دفاع وزیر د دغو څرګندو پوځی تیریو او د پاکستان د لاس وهنی په باب هیڅ ونه ویل د ده چوپتیا دپوښتنی او اندیښنی وړ ده هغه هم په داسی مهال چی په ټول هیواد کی د جوزا د میاشتی په ۲۶ نیټه ټول تاکنی ترسره کیږی چی د افغانستان د بد مرغی او نیکمرغی انځور له ځانه سره لری

د افغانستان باتورو او غیرتی ولسونو په لومړیو ټول ټاکنو کی خپله میړانه او شهامت نړیوالو ته په ډاګه کړ پوره باور لرو چی دا ځل به هم د پاکستان او ایران د څرګندو غرضانه لاسوهنو او د دوی تورمخو او کرغیړنو لاس پوڅو د سبوتاژ سره سره د ټاکنو بهیر تر سره شی. ټول هیوادوال او نړیوال د شفافو او رڼو ټاکنو غوښتونکی دی.

ښاغلی عبدالرشید دوستم د ټاکنو مخکی دا په ډاګه کړی چی ځکه می د ډاکټر عبدالله عبدالله سره په ټاکنو کی برخه وانه خیسته چی د بریالیتوب په ترڅ کی د افغانستان د تجزیی او ټوټه کید ویره موجوده وه.

د د لیکنی لیکوال په دی کی شک درلود خو زما یو نیږدی دوست ښاغلی داود سرلوړی چی پیاوړی لیکوال او ژورنالیست دی ماته په دی هکله یوه په زړه پوری کیسه وکړه.

هغه وویل څو کاله د مخه موږ څو تنه ملګری د ارواښاد خان عبدالولی خان لیدلو ته په لندن کی ورغلو د خان عبدالغنی خان  له فاتحی وروسته په ازادو خبرو اترو کی ولی خان د دوستم په اړوند یوه کیسه وکړه ویی ویل چی دوستم پاکستان ته په یوه رسمی سفر راغلی و له اسلام اباده یی ماته تیلیفون وکړ چی سبا ته ستا لیدلو ته درځم ما وی ښه ده هرکله راشی خو سبا دوستم رانغی څو ورځی وروسته د هغه یو استازی د لیک سره پیښاور ته راغی په لیک کی یی څرګنده کړی وه چی د پاکستان څارګری اداری پری نه ښودم چی ستاسو سره وګورم زما موخه او سپارښتنه دا دی چی زما لیک به د خپل ځان سره ساتی او هغه دا چی زه تل په افغانستان کی د پښتنو وروڼو په زعامت او مشر تابه ملی وحدت او پیوستون غواړم او دغه ارمان ته د ژوند تر پایه پوری ژمن یم.

دوستم په اګاهانه توګه د اشرف غنی ملاتړ ته رادنګلی دی ډاکتراشرف غنی نه یوازی  د یوه متفکر او اکاډمیک شخصیت په توګه بلکی د یوی داسی وطنپالی او مبارزی کورنی د یوه غړی په توګه وړ او غوره څیره ده چی د هغه نیکه ارواښاد جنرال عبدالغنی خان د اعلیحضرت امان الله خان د زعامت په دوران کی ستر تاریخی ملی خدمتونه تر سره کړی دی د بیلګی په توګه یی د یوی تاریخی بریا او افتخار یاد پر ځای بولم.

د اعلیحضرت امان الله خان د سلطنت د راپرزولو لپاره د پرنګی استعمار په دستور له کابل څخه څو تنه وطن پلورونکی مرتجع او خاین روحانیون او متنفذین د پاکتیا ولایت ته وتښدیدل او د ځاځیو غیور او وطنپال قوم ته یی پناه یوړه.

دغی ډلی غوښتل چی د ځاځیو باتور قوم اعلیحضرت امان الله پرضد راوپاروی خو د ځاځیو مشرانو د هغوی غوښتنی ونه منلی او دا یی ورته په ډاګه کړه چی د ځاځیو قوم پخوا هم د پکتیا په اړودوړ کی برخه نه درلوده او د غازی امان الله خان په پلو وو موږ هیڅکله نه غواړو چی بیا هغه خونړی جنګونه رامنځ ته شی تاسو که د کرښی اخوا تلل غواړی موږ په پښتنی ننګ او دود له تاسو سره مرسته کولای شو او کنه ستاسو پلان موږ ته هیڅکله د منلو وړ نه دی په همدغه سیمه کی د اشرف غنی نیکه فرقه مشر صاحب عبدالغنی خان نظامی قوماندان و کله چی د دغه پلاوی د ملی ضد حرکتونو خبر شو د ځاځیو د غیرتی او درنو مشرانو سره په تفاهم کی یی دغه غداران ګرفتار او په کابل کی یی د اعلیحضرت امان الله خان حضور ته راورسول چی ډیری یی د خپلو اعمالو په سازه ورسیدل او په لویه پکتیا کی یی د یوی بلی خونړی توطیی مخه ډب کړه .

( افغانستان در مسیر تاریخ) مرحوم علامه غبار

د اشرف غنی کاکا جنرال شاپور احمدزی هغه ویاړلی شهید دی چی که چیری د ښاغلی کرزی سره افغانی انصاف موجود وای د کابل حربی پوهنتون به یی د هغه په نوم او یا د یوه بل ویاړلی شهید په نوم نومولی وی نه د هغه چا په نوم چی په خپله بړستن کی په ډالری قصر کی مړ شوی او ټپی ټپی کابل یی د ظلم او نړولو غمجنی کیسی په یاد لری .

ګرانو هیوادوالو وروڼو او خویندو!

هیله ده چی په پوره زړوری او هوښیاری د دریم ځل راتلونکو ټول تاکنو کی پوره برخه واخلی او د خپل جګړه ځپلی او سوله غوښتونکی ولس ارزو ګانی د اشرف غنی په څیر د پیاوړی پوه هیوادپال او بشرپال شخصیت په غوراوی او ټاکنی سره ترسره کړی.

دوکتور اشرف غنی احمدزی زه کابو ۴۵ کاله پخوا پیژنم چی هغه مهال د ځوانی په منګ و او د ادبیاتو او بشری علومو په پوهنځی کی د ارواښاد شهید پوهاند بهاوالدین مجروح تر څنګه زما استاذ و ده ته بری غواړم او د ده په بری کی زموږ د ولسونو نیکمرغی ملی پیوستون او ستری بریاوی نغښتی بولم د خوشال بابا په شعر خپله لیکنه راغونډوم.

عاقبت به خدای ظفر کا د بازانو                      تار په تار به اواره واړه کارغان شی.

ژوندی او سرلوړی دی وی افغان ملت

مړه ده وی زموږ د ویاړلی هیواد ګران افغانستان د ملی یووالی او پرمختګ دوښمنان

بسم الله اکبري هالند

۱۰-۰۶-۲۰۱۴