بحران مالی سازمان ملل و فاجعه انسانی در افغانستان

آزمونی برای تعهد جهانی به انسان‌دوستی و چندجانبه‌گرایی سازمان ملل متحد…

میراث سکاها در شاهنامه فردوسی: سیستان، سجستان و ایران

- دکتر بیژن باران مقدمه: شاهنامه و جغرافیای هویت ایرانی. شاهنامه…

تروتسکی در تاریخ اندیشه سیاسی چپ

leo Trotzki ( 1879- 1940 )  آرام بختیاری سنت ترور سیاسی با…

پاسخ  ما

میر عبدالواحد سادات پاسخ  ما  : بر مبنای وجدان ملی و ندای…

قهرمانی تیم فوتسال؛ نمادی از وحدت ملی و امیدی برای…

نویسنده: مهرالدین مشید شگفتن گل های لیخنند در سرزمین به تاراج…

تحول فرهنگ سیاسی؛ کلید طلایی وحدت و ثبات ملی در…

نور محمد غفوری (بخش چهارم و آخری)  ۷. ویژگی‌های فرهنگ سیاسی مطلوب برای…

ارسطو

نوموړی د لرغوني یونان او لوېدیځې نړۍ یو له لویو…

تحول فرهنگ سیاسی؛ کلید طلایی وحدت و ثبات ملی در…

نور محمد غفوری (بخش سوم) ۶. چالش‌ها و راهکارهای تحول فرهنگ سیاسی در…

تحول فرهنگ سیاسی؛ کلید طلایی وحدت و ثبات ملی در…

نور محمد غفوری (بخش دوم)  ۴. وضعیت کنونی کلتور سیاسی در افغانستان در پرتو…

بیایید هموطن!

امین الله مفکر امینی       2025-12-10! بیــــا هموطن با هم یکی گردیم تا…

ما با پاکستان مشترکات نداریم !

مدتیست که عده ای نام از مشترکات میان افغانستان و…

تحول فرهنگ سیاسی؛ کلید طلایی وحدت و ثبات ملی در…

نور محمد غفوری (بخش اول) ۱.خلاصه  این مقالهٔ علمی ـ تحلیلی و رهنمودی…

ښاري ژوند، چاپېریال او ډیجیټل پرمختګ

حميدالله بسيا په اوسني عصر کې، ښارونه د بشري ژوند د…

مهندسی قومی یا طرح توازن قومی در ساختار قدرت طالبان

نویسنده: مهرالدین مشید مشروعیت‌ بخشی قومی؛ از توجیه انحصار تا مهندسی…

صرصر ظلم 

از فروغ حسن تو ماه فلک شرمنده شد  مهر لطفت هر…

از همین خاک جهان دگری باید ساخت !

با شروع زمزمه های کم شدن موسسات خارجی و خروج…

چرا شطحیات! ترامپ را درک نه‌می‌کنیم؟

اولویت مردم ما اسقاط طالبان است، نه تعامل. ✍️ محمدعثماننجیب در جهان…

پاکستان د افغانستان په خاوره کې د TTP د غړو

د ویشتلو حق نه لري د افغانستان او پاکستان اړیکې له تاریخي…

اپلاتون

د ده اصلي نوم «اریستوکلس» دی، د یونان یو نوموتی…

نقض حاکمیت ملی از سوی طالبان؛ از سلطه ایدئولوژیک تا…

نویسنده: مهرالدین مشید اجندا های قومی و اختلاف برانگیز منافی حاکمیت…

«
»

افغان حکومت او نوي فرصتونه!

آفتاب علم

په هېواد کې وروستي حالات د فرصتونو د تلف کېدو په معنا نه دي، بلکې د نویو فرصتونو په معنا دي چې ورسره همغږي یوه موده وخت نیسي.

د سږکال پیل د افغان حکومت لپاره یو څه ستونزمن پیل و، ځکه دلته څو پروسې یو ځای پیل شوې.

د ټاکنو پروسه له یوې خوا، د سولې په تړاو د کابل نړیوال کنفرانس له بلې خوا، د پسرلنیو عملیاتو بهیر له بلې خوا، په سیمه کې د افغانستان د دریځ پیاوړتیا له بلې خوا، د الکترونیکي تذکرو وېش او یوشمېر سوداګریز او اقتصادي مسایل.

دا په داسې حال کې ده چې یوشمېر مسایلو او په تېره ناامنیو خلک پریشانه او وارخطا کړي دي.

په دې وروستیو کې داعش او طالبانو خپل انتحاري بریدونه پر کابل ښار او یوشمېر نورو سیمو زیات کړي دي. خو دا بریدونه ځکه کوم ځای نه نیسي چې افغان دولت د کابل په کنفرانس کې د سولې د طرحې په وړاندې کولو سره خپل مخالفان سخت چلنج او د ولس په وړاندې يې ملامته کړل. ځکه طالبانو دغې طرحې ته ځواب ور نه کړ او دا په داسې حال کې ده چې په دې طرحه کې د طالبانو پخوانیو شرطونو ته په کتو ټول اصلاحات او مسایل په پام کې نیول شوي وو. اوس چې طالبانو دې طرحې ته ځواب ور نه کړ، نو د ولس په وړاندې طالبان پاتې راغلل او داسې ورڅرګند شول، چې ګوندې طالبان د ولس او سولې په وړاندې کومه ژمنه نه لري، یوازې غلاوو او شوکو ته پراته دي، د پردیو لپاره جګړه کوي، په سیاست او حکومتولۍ نه پوهېږي، د هېواد او ورانیو پروا نه ساتي، هسې یوه بې مسوولیته ډله ده چې د پردیو له خوا د خپلې نیابتي جګړې لپاره په کرایه نیول شوې ده.

له دې طرحې سره د افغان حکومت دریځ د سیمې هېوادونو ترمنځ زیات پیاوړی شو. د سیمې هېوادونو داسې شک درلود چې افغان حکومت خپل استقلالیت نه لري او د نړیوالو پالیسیو او ستراتيژیو ترمنځ یې ځان ورک کړی او په ځانګړې توګه دغه ستونزه او بې باوري هغه وخت دوبرابره بهر ته غبرګېده چې فکر کېده افغان حکومت په بشپړ ډول د مافیا په منګولو کې دی او هغه چارواکي چې د ولس په رایو او خوښه راغلي، هغوی واک نه لري.

د معلوم الحاله مافیايي کړیو په وړاندې د  ولسمشر غني غوڅ دریځ او پیاوړي اجراات د دې سبب شول چې د سیمې هېوادونو ترمنځ د افغان حکومت باور بېرته اعاده شي. همدا وو چې چین او روسیې د افغان سولې بهیر ته لېوالتیا وښوده او تیاری یې وښود چې بېجنګ او مسکو به د افغان سولې لپاره دوه پراخې غونډې راوبولي او د افغان سولې لپاره به له خپل نفوذ نه کار واخلي.

د پخوا په پرتله له افغان حکومت سره د چین او مسکو اړیکې ډېرې نږدې شوې دي او هڅې روانې دي چې دغه اړیکې نورې هم نږدې او په سیمه ییز سیاست کې ترېنه کار واخیستل شي.همداراز امریکې او ناټو هم اعلان کړه چې د دوی ځواکونو به په افغانستان کې تر یوه سیاسي جوړجاړي او بشپړې سولې په افغانستان کې وي، چې دا پخپله د سیمې او نړۍ په سیاست کې لوی بدلون دی چې په دې وروستیو کې رامنځته شو.

دغه پرمختګونه سبب شول، چې ټاکنې له ستونزو سره مخامخ شي، یعنې په  کم شمېر خلکو په ټاکنو کې له ګډون لپاره خپل نومونه ثبت کړل، چې دا له ټاکنو او حکومت سره د مخالفت په معنا نه دی، بلکې پر حکومت او د ټاکنو پر کمیسیون د یوه فشار معنا لري، چې پخپلو کارونو کې محتاط اوسي، خلک له تکراري څېرو ستړي شوي، د جهاد او مقاومت په نوم له امتیاز ورکولو تر پوزې رسېدلي، ولس نور له خپلو رایو او حقوقو چاته تېرېدونکي نه دی، د چا د ناروا خېمو درولو او کرايي خېمه کښانو پام ونه ساتي، نور جان کېري او امثالهم باید د ټاکنو نتیجه ونه ټاکي باید نتیجه د خلکو رایې وټاکي او داسې نورې غوښتنې چې ټول یې د هېواد او ولس په خیر دي او افغان حکومت، د ټاکنو کمیسیون او نړیواله ټولنه باید پوره پاملرنه او درناوی وکړي.

په دا منځ کې بله مساله د سولې ده، خلک غواړي که چېرې د دولت له مخالفانو سره سوله شوني وي، نو دغه سوله باید مخکې تر ټاکنو رامنځته شي، چې تر څو مخالفانو ته هم په ټاکنو کې د برخه اخیستو فرصت برابر شي.

د جګړو د زیاتېدو اندېښنه لاهم پرځای پاتې ده، خو ډېره جدي ځکه نه ده چې د سولې لپاره جدي خبرې ترسره کېدونکې دي او هغه خوا چې سوله نه غواړي هغه به منزوي او کمزورې کېږي، ولس به ترېنه لاس اخلي او د جګړې وس به له لاسه ورکوي.

په نویو اقتصادي فرصتونو کې د اسیا پراختیايي بانک اعلان کړه چې د سیمه ییزو پروژو لپاره همکاري کوي او همداراز د منځنۍ اسیا یوشمېر هېوادونو تیاری ښودلی چې روسيې او د شاوخوا هېوادونو ته به په افغان صادراتو کې د افغان سوداګرو مرسته وکړي.

البته دا د افغان دولت لپاره ډېره مهمه ده، چې د خپلو صادراتو پخوانیو بازارونو ته یوځل بیا مخه کړي او پء پاکستان یې تکیه کمه شي.

له پخوا راهیسې روسیه او د شاوخوا هېوادونه یې د افغان مېوو او ترکارۍ لپاره ښه بازارونه وو او اوس هم په دغو بازارونو کې د افغان صادراتو لپاره لېوالتیا موجوده ده.

د کرنې او اوبو لګولو وزارت هم اعلان کړه چې له ازبکستان سره یوشمېر هوکړو ته رسېدلی چې نوموړو بازارونو ته د افغان صادراتو له رسولو مرسته کوي.

همداراز نوموړي وزارت ویلي چې یوشمېر پروژې یې تر کار لاندې دي چې کرنیز صادرات څو برابره زیاتولای شي او د دوی راتلونکې پانګونې به د مېوو او ترکارۍ د کښتونو د پراخولو او دودولو په برخه کې وي.

د دې ټولو تر څنګه د خوشبختۍ ځای دا دی چې نور افغان چارواکو او ولس دا درک کړې چې د نیابتي او ایډیالوژيکي جګړو او سیاستونو په حالاتو کې ښه دا ده چې د سیاست او نورو په پرتله تمرکز پر اقتصاد وشي. ځکه په داسې حالاتو کې ناامني او بېکاري سره تړلې ستونزه ده او خلکو ته د اشتغال او کار پیدا کول او یوازې د اقتصاد پیاوړتیا کولای شي جګړې او ستونزو ته پای ورکړي.