جوان افغانستان؛ از فروپاشی امید تا ضرورت رستاخیز فکری و…

 نویسنده: مهرالدین مشید در تاریخ ملت‌ها، گاهی فاجعه تنها در ویرانی…

ولادیمیر مایاکوفسکی

برگردان. رحیم کاکایی نگاه لنین به فوتوریسم و مایاکوفسکی  چهره‌ کلیدی فرهنگ…

زنان و تولید علم در تاریخ تمدن اسلامی !

مقدمه زنان مسلمان ، از خانه تا دانشگاه ، از مسجد…

کودتای داوود؛ آغاز فصل پرآشوب تاریخ معاصر افغانستان

نویسنده: مهرالدین مشید کودتای  ۲۶ سنبله ۱۳۵۵ سرآغاز تراژدی نیم‌قرن افغانستان کودتای…

         وحدت خواست مبرم زمان است

هرکه دورافتاده شد ازاصل خویش  باز جوید روز گاری وصل خویش اصالت…

فن تفکر و تمرین فلسفه

درسنامه برای مدارس آموزش سیاسی پدیدآورنده و ویراستار: یوری نیکولاویچ آنتونوف…

بدخشان در محراق کارزار تبلیغات

سیاسی -- نظامی پاکستان ! ولایت بدخشان در شمالشرق ترین قسمت…

سفرنامۀ زندگی

رسول پویان نــوای نـی و نـغـــمـۀ آبـشار هـوای خوش و دامـن کهسار سـرود…

هه‌لو شهید جعفر

آقای "هه‌لو شهید جعفر" (به کُردی: هەڵۆ شەهید جەعفەر) شاعر…

پیاوړی او نومیالی لیکوال

له (ډاکټر طارق رشاد) سره چې پیاوړی او نومیالی لیکوال،…

دموکراسی در بستر سرمایه‌داری؛ فرصت‌ها، محدودیت‌ها و تناقض‌ها

نویسنده: مهرالدین مشید  رابطه دموکراسی و سرمایه داری؛ از همگرایی تا…

افغانستان زخمی؛ نیازمند همدلی و همگرایی

نویسنده: مهرالدین مشید تنوع قومی و مدیریت آن در چارچوب هویت…

شکسپیر 

« آن ‌جا که انسان برای نخستین ‌بار خود را…

وحدت نیروهای مترقی در روشنی  اصول و بدون آن

وحدت، یکی از نیازهای اساسی و اجتناب‌ناپذیر نیروهای مترقی، ملی…

دین و دموکراسی؛ از سازگاری ها تا چالش ها

نویسنده: مهرالدین مشید پرسش سازگاری دین و دموکراسی یکی از مهم‌ترین…

سه‌ شعر کوتاه از لیلا طیبی

انسان کلام سبز ترحم، جاری از گلوی خدا بود.  از یاد برده…

شب

شب همین نزدیک‌هاست و  ستارگان  گیسویشان را بر صورت ماه افشانده‌اند، در سکوتی…

پیامد های منفی ،تثبیت رتبه نظامی در ساختار های کشفی…

مقدمه . خداوند ( ج) در قرآن کریم چنین می فرماید…

چند شعر کوتاه از لیلاطیبی

انسان کلام سبز ترحم، جاری از گلوی خدا بود.  از یاد برده…

افغانستان؛ سرزمین فرصت‌های از دست‌رفته

نویسنده: مهرالدین مشید از اصلاحات امان‌الله خان تا چالش‌های پس از…

«
»

د گوند کالیزه په مناسبت‎

پتمنو خویندو او ملگرو د افغانستان دخلق دموکراتیک گوند د ۶۱ مې کالیزې په ویاړ د هیلې، یووالي او د خویندو د یووالي او همبستګۍ مبارکي درته وایم!

د افغانستان د خلکو د ډیموکراټیک ګوند په دې باور دی چې د هرې ټولنې، رښتیني پرمختګ، سیاسي ثبات او اقتصادي خپلواکي هغه وخت امکان لري، چې د ټولنې ټول وګړي، پرته له جنسیتي، قومي، مذهبي او ژبنیو توپیرونو څخه، د برابر انساني او قانوني حقونو خاوندان وي. په همدې بنسټ، د ښځو حقونه نه یوازې د ټولنیز عدالت غوښتنه ده، بلکې دا د افغانستان د دوامداره پرمختګ یو نه جلا کیدونکی اصل ګڼل کیږي.

ښځې د ټولنې نیمایي وجودي او د کورني اقتصاد، کلتور او ټولنیز ژوند په هر پړاو کې حیاتي رول لري. هغه ټولنه چې ښځې یې له زده کړې، کار، سیاسي مشارکت او ټولنیز فعالیت څخه محرومې شي، په حقیقت کې خپله نیمایي ځواک فلج کوي.

د افغانستان د خلکو د ډیموکراټیک ګوند په خپله مرامنامه کې ټینګار کوي چې د ښځو له فعال ګډون پرته نه ملي خپلواکي ټینګیدای شي او نه هم ټولنیز عدالت رښتیني بڼه موندلی شي.

د افغانستان د خلکو د ډیموکراتیک ګوند د ښځو د روغتیا، د مور او ماشوم د خوندیتوب، د کار په ځایونو کې د ښځو د حقونو، او د قانوني ملاتړ پر اهمیت ځانګړی ټینګار کوي. ښځې باید له اقتصادي پلوه خپلواکې شي، ځکه اقتصادي خپلواکي د انساني کرامت، ټولنیز عزت او د ازاد تصمیم نیولو بنسټ جوړوي.

نوموړی ګوند باور لري چې د ښځو سیاسي مشارکت د ولسواکۍ او ملي حاکمیت لپاره حیاتي ارزښت لري. ښځې باید د تصمیم نیولو په مرکزونو کې حضور ولري، په سیاسي بنسټونو کې ونډه واخلي او د هېواد د راتلونکي په ټاکلو کې خپل مشروع رول ولوبوي. د ښځو غږ د ټولنې د وجدان غږ دی او له پامه غورځول یې د ټولنیز توازن له منځه وړل دي.

د افغانستان د خلکو د ډیموکراتیک ګوند د داسې افغانستان غوښتونکی دی چې په هغه کې ښځې د قانون تر سیوري لاندې، له ویرې، فشار او تبعیض پرته، په امن چاپیریال کې ژوند وکړي. 

دغه ګوند په تاریخي ډول د ښځو د حقونو د دفاع، د ښځو د سواد د کچې د لوړولو، د نجونو د زده کړې د عامولو، او د ښځو لپاره د کار او تولید د فرصتونو د برابرولو ملاتړ کوي.

او باور یې درلود چې تعلیم د ټولنیز بدلون تر ټولو پیاوړې وسیله ده او هغه ملت چې خپلې نجونې له زده کړې بې برخې کوي، خپل راتلونکی له تباهۍ سره مخ کوي.

د افغانستان د خلکو د ډیموکراتیک ګوند ټینګار دا و چې ښځې باید د قانون په بنسټ د نارینه وو سره برابر حقونه ولري، د خپل برخلیک په ټاکلو کې ونډه واخلي، او له هر ډول تبعیض، تاوتریخوالي، جبري ودونو او ټولنیزو

 محدودیتونو څخه خوندي وي.

ښځې باید ددې حق ولري چې زده کړه وکړي، کار وکړي، روغتیایي خدمتونو ته لاسرسی ولري، خپل نظریات په ازاده توګه څرګند کړي او د هېواد په سیاسي، اقتصادي او کلتوري چارو کې فعاله برخه واخلي.

د افغانستان د خلکو د ډیموکراتیک ګوند باور درلود چې د ښځو پر وړاندې تبعیض یوازې یوه ټولنیزه ستونزه نه ده، بلکې یو سیاسي او اقتصادي زیان هم دی. هغه ټولنیز جوړښتونه چې ښځې ترې شاته ساتي، د فقر، ناپوهۍ او وروسته پاتې کېدو سبب ګرځي.-

افغانستان د آبادۍ گوند چه دتیرو مترقی  غورځنگونو  وارث دی هم د ښځو په شعوري ګډون کې نغښتې ده. دا ځکه چې د ښځو حقونه یوه معامله او یا فرعي موضوع نه ده، بلکې دا د انساني حقونو، ټولنیز عدالت او د ملي پرمختګ اساسي برخه ده.

دغه ګوند به د خپل تاریخي مسؤلیت له مخې، د ښځو د حقونو دفاع، د ټولنیزې برابرۍ د ټینګښت او د یوې مترقي، عادلانه او خپلواک افغانستان د جوړولو لپاره خپلې هڅې ونه سپموي.

ژوندی دې وي ټولنیز عدالت!

ژوندی دې وي د افغانستان ښځې!

ژوندی دې وي مترقي او عادل افغانستان!

«یاسمین «زیارمل