پس از پنج سال؛ آغاز شمارش معکوس برای پایان یک…

نویسنده: مهرالدین مشید پنج سال پس از بازگشت طالبان به قدرت،…

جوهر عشق

رسول پویان دلی از جـوهـر عشق آفریدند سری در پیکـر عشق آفریدند سفر…

۱۵ اگستروزی که نه‌تنها جمهوریت؛ بلکه رویاهای یک ملت فرو…

نویسنده: مهرالدین مشید ۱۵ اگست ۲۰۲۱ را نباید صرف به‌عنوان روز…

آیازبان پارسی گویشی مردم کابل و تهران  ویا گویش هزارگی …

نوشته: دکتر حمیدالله مفید در این پسین روز ها برخی ماجراجویان…

آسیب شناسی  استقلال افغانستان آن در بعد های سیاسی، اقتصادی،…

نوشته از بصیر دهزاد   روابط بین المللی و تکنالوژی معاصر…

کمدی الاهی یا کمدی انسانی؟ بالزاک و دانته

Balzak, Honore de (1799- 1850) آرام بختیاری بلبشو و شهر فرنگ جامعه…

         پنجساله گی چیره گی تاریکی درافغانستان       

    نوشته ی :اسماعیل فروغی                                                            پنجسال ازفاجعه ی تسلیم دادن…

میرزا تورسون‌زاده شاعر صلح و دوستی تاجیکستان

 برگردان. رحیم کاکایی زویا عثمانووا میهن‌دوستی پرشور که هرگز چیزی را بر…

 افغانستان ؛ در چنبره افراطیت دینی و تندروی قومی

نویسنده: مهرالدین مشید افغانستان در طول تاریخ معاصر خود، به‌ویژه در…

از دیدگاه علم سیاست !

تلاش و سعی چه به شکل مسلحانه باشد یا غیر…

افغانستان در بن‌بست؛ راه‌های برون‌رفت و چشم‌انداز آیند

نویسنده: مهرالدین مشید فردای افغانستان و چگونگی عبور از وضعیت موجود در…

فرانس مهرینگ؛ تئوریسین ژورنالیست، ژورنالیست صاحبنظر

France Mehring (1846- 1919 ) آرام بختیاری مهرینگ؛ کوشش در راه روشنگری…

افغانستان در آستانه یکخطر وبحران جدید ( تداوم بحران نیم قرنه) 

نوشته از بصیر دهزاد  آغاز جنگ ها و حملات پراگنده گروه…

قرائت های تاریخی و فراتاریخی دینی؛ از بن بست تا…

نویسنده: مهرالدین مشید در دو سده اخیر، یکی از مهم‌ترین رویکردها…

تضاد دین و حقیقت...!

توهم خدای دین، حقیقتِ بشر را در آزادی او به…

نقدواره پژوهشیِ بر  مفاهیم جمهوری و جمهوریت 

1میرعبدالواحد سادات     از منظر  حقوق اساسی و علوم سیاسی  در راستای :  …

روح و نَفْس چیست؟

برهان الدین « سعیدی»  بادِ نفس مر سینه را ز اندوه…

طبع  شکسته

نوشته نذیر ظفر  2/8/26 ورجینیا  كوچهِ ما پر از گلِ است ،…

تحولات بدخشان؛ نشانه‌های سقوط یا پایان مأموریت طالبان

نویسنده: مهرالدین مشید جرقه‌ای که آتش مقاومت را در سراسر افغانستان…

بردی کربابایف

برگردان . رحیم کاکایی روسلان سمیاشکین نویسنده براستی مردمی و یکی از  بنیان…

«
»

د مارچ د ۸مې د ښځو د نړیوالې ورځې په اړوند

نور محمد غفوری

 
د مارچ ۸مه، د ښځو نړیواله ورځ، د نړۍ په ګوټ ګوټ کې له تعذیب او تاوتریخوالي څخه د ښځو د آزادۍ او د حقونو د برابرۍ له پاره د مبارزې په سمبول اوښتې او د هغوی د بریاوو او لاسته راوړنو د ستایلو سبب کېږي. دا ورځ نه یوازې د ښځو او د ښځو له پاره د تاریخي مبارزو یادونه کوي، بلکې د هغوی د ټولنیز، سیاسي، اقتصادي، او کلتوري حقوقو د خوندي کولو لپاره ټولنې ته د دوامداره هاند او هڅو پیغام هم رسوي. د ښځو نړیواله ورځ یادونه کوي چې د ښځو حقوق یوازې د ښځو لپاره نه، بلکې د ټولنې د عام پرمختګ او سوکاله اجتماعي ژوند لپاره هم اړین دي. دا ورځ نه یوازې د ښځو د لاسته راوړنو لمانځنه کوي، بلکې دا د ټولنې هر وګړي ته مسئولیت ورپه یادوي چې د جنسیتي برابرۍ، عدالت، او ازادۍ لپاره کار او مبارزه وکړي. د نړۍ په مختلفو ټولنو کې ثابته شوې ده چې هر څومره چې ښځو ته د ټولنې د کامل‌الحقوقه انسان په سترګه وکتل شي، د بشري افرادو په حیث آزادي ولري، د هغوی حقوق خوندي وي او د هېواد د ټولنیز، اقتصادي، سیاسي او کلتوري فعالیتونو برخه وي، همغومره ټولنه پرمختللې، باثباته او سوکاله وي.

ښځې د انساني ټولنې نیمایي برخه ده چې د هغوی د ژوند شرایطو او په ټولنیزو پروسو کې ګډون ته باید ډیر پام وشي. د ښځو د بشري آزادیو او انساني حقوقو د تأمین پروسه یو تاریخي تکاملي بهیر دی چې د ټولنیز، اقتصادي، او سیاسي پرمختګ سره تړلی دی. هر څومره چې یوه ټولنه اقتصادي وده کوي، دولتونه یې ښوونې او روزنې ته پام ور اړوي، د انسان د آزادۍ، شرافت او حیثیت په ساتلو کې پر مخ روان وي او ولسواکۍ ته وده ورکوي، همغومره د ښځو د حقونو درناوی او په ټولنیز ژوندانه کې د برخې اخیستلو امکانات ور پکې زیاتېږي. د بشري حقوقو په لړ کې د ښځو د آزادۍ او حقوقو د عملی کولو بهیر د یوې ټولنې د مادي او اقتصادي پرمختګ او په هغو پورې تړلی کلتوري روبنا سره تړاو لري. هر څومره چې د یوه هېواد اقتصادي پرمختګ چټک وي، د هغو په تناسب یې د ښځو د آزادۍ او د حقوقو د احترام روحیه او قوانین هم ګړندی عمل کوي.

په لرغونو- دودیزو ټولنو کې چې د انساني تمدن د پیل په لومړیو پړاوونو کې رامنځته شوې وې، ښځو د کورني کار او د ماشومانو د روزنې دنده په غاړه لرله او له سیاسي، تعلیمي او اقتصادي حقوقو بې‌برخې وې. د منځنیو پیړیو په مطلقو دیني او فیوډالي واکمنیو کې د ښځو د حقونو محدودیت لا زیات شو، ځکه چې اروپايي ټولنې له دودیزو او دیني اصولو سره زیاتې تړل شوې وې، اقتصادي زیربناوې ضعیفې وې، تولیدي سیستم کرنیز و، ښځې د کار له بازار څخه محرومې وې، د زده‌کړې او سیاسي ګډون مخنیوی یې کېده او اکثراً د نارینه‌وو تر ولکې لاندې پاتې شوې.

د ۱۸مې او ۱۹مې عیسوي پېړۍ صنعتي انقلاب د بشري تاریخ له مهمو بدلونونو څخه دی چې د ټولنو بڼه یې بدله کړه او د ښځو د کار او زده‌کړې لپاره یې نوې دروازې پرانېستلې. صنعتي انقلاب هغه لوی بدلون ؤ چې د ۱۸مې او ۱۹مې پېړۍ په ترڅ کې د نړۍ د تولید، اقتصاد، او ټولنیز جوړښت په بڼه کې رامنځته شو. دا انقلاب د ماشینونو د اختراع، د فابریکو د جوړېدو، او د نوو تکنالوژیو د پراخې کارونې له امله پیل شو، چې د خلکو د ژوند، کار کولو، او اقتصادي نظامونو په بڼه یې ژور اغېز درلود. د فابریکو رامنځته کېدو ښځو ته د کار زمینه برابره کړه؛ خو د کار په بازار کې د  ښځو تنخوا د نارینه و په نسبت کمه وه، د کار محیط یې غیر صحي ؤ، د کار د قرارداد شرایط یې خراب وو او په سیاسي ډګر کې یې د رایې ورکولو حق نه لاره. دې وضعیت د ښځو داسې خوځښتونه رامنځته کړل چې د عین کار په مقابل کې د نارینه و سره د مساوي مزد د تر لاسه کولو، د کاري محیط د ښه والي، د ولادت د ورځو د قانوني رخصتیو غوښتنه او د رایې ورکولو د حق لپاره مبارزه وکړې.

په شلمه پېړۍ کې په ډیرو هېوادو کې پر فیوډالی سیستم باندې د پانګوالي نظام بریاوو د ښځو د حقونو لپاره د مبارزې د پراخېدو شرایط رامنځته کړل او د سیاسي، اقتصادي، او ټولنیزو حقوقو د ترلاسه کولو په لار کې یې ډېر مهم پرمختګونه وکړل. ښځود رایې ورکولو حق، د مساوي کار په مقابل کې له نارینه و سره د مساوي معاش حق، د جنسیتي برابرۍ حق، او د سیاسي، اقتصادي، او ټولنیز ژوندانه په ډګرونو کې د آزادۍ حقونه تر لاسه کړل. 

 په ۲۱مه پېړۍ کې د ښځو د حقونو د دفاع جنبشونه او سازمانونه د ښځو د اقتصادي، سیاسي، ټولنیزو او قانوني حقونو د پراختیا لپاره هڅې او د جنسیتي برابرۍ، ټولنیز عدالت، او د ښځو د خوندیتوب لپاره دوامداره مبارزه کوي. دوی د جنسي ځورونې او تاوتریخوالي په ضد او د کار، کور، او په عامه ځایونو کې د ښځو د ځورونو د بندېدو له پاره د سختو قوانینو تصویب، د ښځو له پاره د کاري فرصتونو زیاتول او د هغوی پر ضد د تاوتریخوالي د کلتور پای ته رسول غواړي. ښځو ته د روغتیایی فرصتونو برابرول او په سیاست، حکومت، او مشرتابه کې پراخ رول ورکول او پر ضد یې د سیاسي تبعیض له منځه وړل د ښځو د نننیو جنبشونو غوره غوښتنې دي.

د یادولو وړ ده چې بعضي هېوادونه که څه هم د اقتصاد لخوا پر مخ تللي دي، خو لا هم د ښځو په وړاندې جنسیتي تبعیض ورپکې شته. په ځینو ټولنو کې فرهنګي، مذهبي او سیاسي شرایط د ښځو د دودیزو محدودیتونو په ساتلو کې مهم رول لوبوي.

علمي څېړنو او تاریخي تجربو ثابته کړې ده چې ښځو ته د تعلیم، کار او تجارت مساوي فرصتونه ورکول د هېواد اقتصادي وده چټکوي، د کار بازار ته د ښځو داخلېدل د هېواد کورني ناخالص تولید GDP  ته وده ورکوي او هغه هېوادونه چې د ښځو اقتصادي مشارکت ته ارزښت ورکوي، د فقر کچه پکې ټیټه او د ژوند معیار لوړ وي. د ښځو تعلیم او روزنه د ټولنې د پرمختګ اساس جوړوي. تحصیل کړې میندې د خپلو ماشومانو تعلیم ته زیاته پاملرنه کوي، چې دا د راتلونکو نسلونو په ژوند مثبت اغېز لري. هغه ټولنې چې ښځې پکې لوستې وي، په سیاسي، اقتصادي او روغتیايي برخه کې بریالي وي. د ښځو له پاره روغتیایي حقونه او فرصتونه (لکه د زېږون پر مهال خدمات) د ټولنیز پرمختګ لپاره حیاتي ارزښت لري. په هغو هېوادونو کې چې ښځې ته روغتیایي آسانتیاوې برابرې شوې، د ماشومانو او میندو د مړینې کچه ټیټه ده. که ښځې د ټولنیزو امنیتي پالیسیو برخه وي، د تاوتریخوالي، جنسي تیري او بشري قاچاق کچه کميږي. د ښځو سیاسي ګډون د حکومتونو حساب ورکونه زیاتوي، ځکه ښځې عموماً د عدالت، شفافیت او ټولنیزې هوساینې طرفداره وي. هغه هېوادونه چې ښځې یې په پارلمان، حکومت او د پریکړې کولو په ادارو کې برخه لري، ثبات او د قانون حاکمیت پکې ډېر وي. د ښځو د حقوقو رعایت د بشري حقونو، فردي ازادۍ او د ولسواکۍ د پراخیدو سبب کېږي. په ټولنیز ژوندانه کې د ښځو پراخ ګډون د ښوونې او روزنې، هنر، ادبیاتو، موسیقۍ او رسنیو ودې ته لاره هواروي. پرمختللې ټولنې تل د ښځو د حقونو احترام کوي او د هغوی نظریات، نوښتونه او استعدادونه د وطن د سمسورتیا او د خلکو د ژوند د هوساینې له پاره په کار اچوي. هر څومره چې یوه ټولنه د ښځو حقونو ته درناوی کوي، همغومره به د اقتصاد، تعلیم، روغتیا، امنیت، سیاست او کلتور په برخه کې چټکه وده کوي. نو که یوه ټولنه غواړي چې پرمختګ وکړي، باید د ښځو د آزادۍ، تعلیم، کار او مشارکت لپاره لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.

06.03.2025