چه باید کرد 

چه  با ید  کرد  ها  بسیا  ر گشته  از ینکه  راه …

باسط محمد غریب

آقای "باسط محمد غریب" (به کُردی: باست حەمە غەریب) شاعر…

طالبان نماد خشونت، تبعیض و سرکوب علیه زنان و دختران

شباهنگ راد یکی از مهم‌ترین روایت‌ها در تبیین پدیدهٔ طالبان این…

دیار حلبچه‌ای

شاعر کُرد زبان "دیار حلبچه‌ای" (به کُردی: دیار هه‌له‌بجه‌یی) با…

ایدئولوژی ستیزان؛ خود ایدئولوژی گرایند

ideologie . آرام بختیاری ایدئولوژی انسانی؛ ضروری، مفید و رهایی بخش است.  ایدئولوژی؛…

 پری قره‌داغی

بانو "پری قره‌داغی" (به کُردی: پەری قەرەداخی) شاعر معاصر کُرد،…

از صنف درس تا پشت فرمان؛ روایت یک نسل

نویسنده: مهرالدین مشید آینه غربت؛ روایت زندگی یک نسل در یک…

جبار صابر

استاد "جبار صابر" (به کُردی: جەبار سابیر) شاعر معاصر کُردزبان…

بیاد دنیای امن و آزاد

رسول پویان نفت و گاز اول فروغ منزل و کاشانه شد بعد…

اهمیت ژئوپولتیک و ژیواکونومیک دهلیز واخان؛

پاکستان در اندیشه کنترول کامل این دهلیزحیاتی: کریدور واخان (Wakhan Corridor)،…

ډرونونه، سیم‌کارتونه او ټکنالوژیک جنګ

ليکنه: حميدالله بسيا په اوسنۍ نړۍ کې د جګړو بڼه تر…

طالبان و بازی‌های پنهان؛ از فرافکنی سیاسی تا مهندسی استخباراتی

نویسنده: مهرالدین مشید طالبان و نبرد روایت ها؛ بازی های سیاسی…

مپیندارید یاران!

امین الله مفکرامینی  2026-02-06! مپنــــدارید یـاران که من دیوانــــــه ام زخودغافل وبــا خلق…

دورنمای پایان نزاع‌های گروهی و قومی در افغانستان؛ فرصت‌ها و…

نویسنده: مهرالدین مشید افغانستان در بیش از دو سدهٔ اخیر، افزون…

توافقنامه همکاری نظامی روسیه و افغانستان

ضرورت دوجانبه و برمبنای منافع طرفین : منافع روسیه ؛ افغانستان با…

بازخوانی تحولات افغانستان؛ از بن بست سیاسی تا تحول اجتماعی

نویسنده: مهرالدین مشید افغانستان در آستانهٔ دگرگونی؛ از متن استبداد تا…

چگونگی آبیاری  زمین های زراعتی

نوشته کریم پوپل مورخ ۲۲ می ۲۰۲۶ آبیاری عملیه رساندن مقادیر کنترل…

پیاوړی لیکوال، تکړه شاعر

له ښاغلي ډاکټر طارق رشاد سره چې د علم، ادب…

آیینۀ تاریخ

رسول پویان چه خـوش گفت توسیدیـد فیلسوف که بُد جنگ اسپارت وآتن…

زمزمه های بازگشت اشرف غنی به کابل از شایعه تا…

نویسنده: مهرالدین مشید در این روزها زمزمه‌های بازگشت اشرف غنی به…

«
»

د سپټمبر ۱۱مه، د یوه ملت او امت د کړاوونو او عزت له درېځه!

لیکنه: قاضي نجیب الله جامع

د سپټمبر ۱۱مه هسي د امریکایي امپرالیسټي نظم د ټېنګولو او امریکایي ښکېلاک او نېواک د غځولو او دوام ډرامه وه.

امریکا د دغې جعلي او کاذبي ډرامي په پنځولو سره خپل ځان له کورني، نژادې او طبقاتي ماتېدو وساته، لویدېځه نړۍ ته یې له صلیبي جګړو وروسته یوځل بیا د یوالي، خوځښت او ګډ استعمارې درېځ خپلولو لاره پرانېسته او همدارنګه د ۲۱ پیړۍ له پیل سره یې د یوه امت د برم او د څو انساني تمدنونو د خپل اختیارې او ځانبساینې ټولي د انسانیت په ګټه هڅې یې خنثی او وټکولي.
دوی منځنې ختېځ د دې جعلي پېښې وروسته په تباه کوونکو اورونو کې راګیر کړل، د اسلامي نړۍ ستراتیژیک بندرونه یې ونیول، د اسلامي نړۍ د اقتصادې تړني او خپلواکۍ سرچینې چې تیل، ګاز، مهم ستراتیژیکي لارې او د نړېوالۍ سوداګرېزې نېښلوني کرښې دې لومړی یې وپاشلي او بیا یې پخپل مدیریت کې راوستلې.
همدارنګه خپل تیر فاسد او په ولسونو کې بدنام لویدېځپاله رژیمونه یې په یوه بله بڼه او رنګ کې وساتل، د عراق په څېر عربی ټولنو کې یې قصدا مذهبي توندلارې بزغلي وکاره او جنایی ـ دولتي وحشتکارې ته یې د صدام پلویان او د نورمالکي د مذهبي افراطیونو په مټ سني ـ عرب قبیلي د خپل تاریخي مزاج خلاف د نړېوالو کرایي ورځچارو چې داعش یې وروستي ډارونکې انځور ده په لاس ورکړل.

دوی د پنجاب او خلیجي عربانو غوندې ناموسي دلالان او ځانچارې تپلواکۍ وکارولي، ملتونه یې پرې مات کړل، عقیدوی افتراق یې پرې تولید کړل او د کلتوری ـ دودیز مذهبي ټولنو د ثبات په لور هڅې یې له خنډ او ناکامېدلو سره مخ کړې.
هغه چې پدې برخه کې د سپټمبر د ۱۱ پېښو سره جوخت د تنظیمي لنډغرو په ملتیا په ګران افغانستان یرغل یو د همدغه کرایی غوړمالیو او مزد بګیریو څخه وو.

امریکاه پر افغان خاوره د یرغل سره وتوانېده چې په پاکستان کې د پنجابی سیاست او فرنګي غوښتنو دوام خوندې او هلته د پښتنو، سیندیانو او بلوڅو تاریخي او برحقه غورځنګونه چې تازه د ژوند کولو او ساه اخېستلو په لور روان وو د ای اس ای د اسلام دښمنه او آزادي دښمنه ماشین وینه تویونکې او ځپونکې څرخونو کې ذوب کړې او همدارنکه د افغانانو تاریخی داعیه او د افغانستان د ټېکاو تکیه لومړی پیکه او اوس لکه د الیس ویلز هغه حل شوی وښیې.
د سپټمبر د ۱۱ جعلي پېښو امریکا او متحدینو ته د دې وخت او واک ورکړل چې په اسلامۍ نړۍ کې له سیاسي، جغرافیوی، اقتصادی، نظامي او ټولنیز اړخه بالقوه خوځښتونه د ډیموکراټیک او لویدېځ ته ګواښ تکفیری فتواه سره یا خپل ملګرې کړې او یا یې مات کړ‍ې، هغه چې پدې ډله کې پنجاب محوره پاکستان د امریکا بړېڅ ولي د ایران، ترکیي، عراق او لیبیا د ایلولو او ماتولو ښه فرصت په لاس ورغی.
ځکه دوی په نړېوال واکمن لویدېځ مزاجه نظم کې د یوه بدیل او په عیني حال کې ایډیال طرف د رامنځته کېدو څخه په ویره وو، نو ځګه یې د عراق او صدام کیسه ژر پایته ورسوله، لیبیا که څه هم څه په څنډ ولي په ټوله ماناه ماته کړه، ایران یې د اقتصادی بندیزونو او د خلیجی عربانو د خیانتونو په مټه په مرګ نیولي او په تبه یې راضی کړې، مګر یوازني څوک چې د همدی لویدیځوالو په رنګ او بڼه کې کوټ شوی نه دی او د ماتي او بایلاټ څخه نیسبتا روغ راوتلي هغه په تاریخی ترکیی واکمن هوښیار اخوانی پان عثمانګرایان دې.
د ترکانو او ایرانیانو د بریاه راز د مصری اسلامپالو خلاف خپل ملي او تاریخی نظم په چوکاټ کې د ننۍ نړۍ د ثبات د حساسیتونو درک دې چې هغه ولسي ملاتړ، د خپلو ملتونو نبض سره سم تګ او په ټوله کې نظامي خپل اختیاری او اقتصادی لاس خلاصي ده.
اوس چې د دغه نړۍ غولونکي او په بدنام استعماری ـ استثماری لوبې ولاړې ډرامې له پیل څخه نږدی دوه لسیزی په تیرېدو دی، او افغانان د دغه خیانت مخامخ او په لومړی ګام کې قرباني ملت په توګه د متعال رب په ملتیا ځب ـ ځب ولي سرلوړې راوتلي.
زه دا د میلیونونه ځله شکر او شکران ترڅنګ د غور او فکر ځای بولم چې نور باید د افغان وطن د ژغورلو تاریخی فرصتونه چې د امریکا او ۴۸ هېوادونو د ښکاره ماتي له اعلان او د هغوی د کرغیړنو او ناولیو ځواکوونو د وتلو سره ضایعه او ناکام نه کړو.
پدې برخه کې هغوی ته چې د خپل ملت پرځای یې په بهرنیانو تکیه کوله، خپل تاریخ ته یې شاه کړې وله او د پردو په مفتو نشو، پیخرو پیسو او رنګینو بنګلو کې یې نږدی وو چې یو ملت غرق او تباه کړې د فکر وخت ده چې د شخصي ګټو او خیالی شرایطو پر ځای سولې، واحد، خپلواک، سیال او یو بل زغمونکې افغانستان ته کار وکړې او دا تاریخی چانس چې سوله او د سولې او سلامتیا په مراندو د افغان وطن بیا ګنډل، اوبدل او تړل دې ناکام نه کړې.
د سپټمبر ۱۱مه به تل د افغان ملت او مسلمان امت په تاریخ کې یوه بدنامه، کرغېړنه، د وینو، وژنو او ساندو څخه ډکه او په ټوله کې د لویدېځ د تمدني غچ، جنایت او فرعونیت څخه مالاماله ورځ او روایت وی.
درنښت