نقد متافیزیک؛ شرط انقلابی بودن،شد

Metaphisik. آرام بختیاری متافیزیک؛ میان الاهیات، و هستی شناسی توهمی.   آغاز بحث متافیزیک…

جهان در آستانهٔ زوال دموکراسی

نویسنده: مهرالدین مشید فروپاشی اتحاد جماهیر شوروی در سال ۱۹۹۱ نقطهٔ…

اتحاد 

تابکی در رنج  و دوری ها ستیم موج  نا  پید ا…

نان آوران کوچک

   ساجده میلاد در ازدحام جاده در شب ها  کودکی پرسه می‌زند هر…

یادهانی ضروری

خطاب به کسانی که به خطا، ببرک کارمل و محمود…

روناک آلتون

خانم "روناک آلتون" (به کُردی: ڕوناک ئاڵتوون)، شاعر و نویسنده‌ی…

جګړې او ورک شوي سرتېري

حميدالله بسيا په انساني تاریخ کې جګړې تل له وینو، وېر،…

تجربه های تاریخی که به سرمایه های ملی بدل نشد

نویسنده: مهرالدین مشید شکست هایی که هر روز ما را وحشتناک…

لنینگراد دیمیتری شوستاکوویچ سمفونــیِ پیروزی ارتش سرخ بر فاشیسم 

ترجمه و تنظیم: آناهیتا اردوان این ترجمه را  به مهندس ارشد…

ارزش نقد و کم‌رنگی نقدهای ادبی

یکی از بدی‌های تاریخی در جهان و کشور ما، رنگ‌باختنِ…

                یک گرفتاری با مافیا

        و یک دنیا آموزش شرعی، حقوقی، سیاسی و مدنی                               (قسمت سوم…

چند شعر کوتاه از زانا کوردستانی

گاهی اتفاقی ستاره‌ای  در دفترم چشم باز می‌کند ولی، من هنوز به آفتاب نقش…

ترور عروس خدا، توسط پدران مقدس!

Hypatia(355-415م ). ترور دختر خدا، توسط پدران مقدس! آرام بختیاری نبرد مکتب و…

مخالفان پراکنده، بازیگران متحد؛ مدیریت خلای سیاست در افغانستان

نویسنده: مهرالدین مشید اردوگاۀ از هم گسخته؛ فرصتی برای مانورهای منطقه…

گام بزرگ به سوی مبارزهٔ مشترک

برگزاری نشست مشترک دفتر سیاسی – اجرایی و بیروی اجرائیه…

پدر سالار

ما زنان سر زمین های جنگ  زنان جهان سوم  جهان پدر سالار وقتی…

اسدالله بلهار جلالزي

له ښاغلي (اسدالله بلهار جلالزي) سره، چې د علم او…

افغانستان، سوار بر شانه های ژیوپولیتیک پرتنش و پیچیده منطقه…

نویسنده: مهرالدین مشید روایتی از زنده گی در سایه امید یا…

میراث سکاها، هویت ایرانی و مسئله تورانیان در شاهنامه 

- دکتر بیژن باران شاهنامه، خاطره حماسی سکاهای ایران، جغرافیای اسطوره‌ای…

افغانستان نقطه مرکزی جیو پولیتیک

در سیاست قدرت های مخرب نظم و ثبات ! در بردن…

«
»

باید مغرض خلک وپیژنو

د مولانا داکتر محمد سعید  « سعید افغانی » لیکنه

په اجتماعي  ژوند کښی  دخلکو  پیژندنه نهایت ضروری ده او دا ځکه چه په خلک کښی  داسی خلک شته ، چه خلک غولوی او په دغه لیاره کی  پوره مهارت لری .

هغه جوامع چه په خلکو کښی ئئ د ښو او بدو خلکو د پیژندنی ذهنیت زهیر او ضعیف دی، حتمٲ هلته  اجنبي لاسونه په مختلفو هیلو سره کار کوي او د عمومي  تباهي وسایل زیاتوي .

هغه اقوام او ملل چه ترننه پوری د استعمار او استثمار  په لوبه کی  گیر پراته دی،  د هغو ی یوازنی علت هم دادی  چه د خپل او  پردی د توپیر کولو قواوی ئی  زهیری دي او بل  داچه  که  څه هم چال ، فریب او غولول گناه او اځلاقي جرم دی. مگر؛ شته دی داسی عناصر چه د خپلو شومو مطالبو د پاره د دی ډول  گناه او اخلاقي  جرم ،  هیڅ کوم خیال نه ساتی .

حضرت محمد ( ص)  فرمائئ :  د قیامت په لوی ورځ  کښی  به خائینان او غداران په غټ شرم  مبتلای او خلک به دوی په دیر سخت وضعیت او رسوائی کښی وینی .

دوی به  د دغی رسوائی  په واسطی  سره ، خلک پیژنی  چه په  دنیا کی ئی  په ډیر عاملیت  سره  د غولولو ، فریب ورکولو او خیانت کارونه کول .

هو : دوی به خپل تورکارونه سپین معرفی کول او دخلکو په افکارو او عقیدو به ئی د ناوڔو مقاصدو ترلاسه کولو دپار، سلطه پیدا کوله .

واقعٲ هغه کسان چه  خلک غولوي او د خپلو ناوړو مقاصدو او اخلاقي او اجتماعي  تباهیو دپاره ئی  استعمالوی ،  د اجتماع  دپاره بد او مخرب عناصر دی ؛ کوم  چه د ډیرو بدبختیو او پسمانیو  موجب کیږی. دارنگه عناصر یاید خلک وپیژی اودوی ته دا موقع  ورنه کړی چه څوک د دوی په سرنوشت  طفلانه لوبی  وکړی .  

متاسفانه چه  د بشر په تاریځ  کښی داسی عناصر څه د پردیو د استعمال په وجه او څه د خلکو د ساده ټوب له امله دیری وران کاری کړی او خلک ئی  د ډیرو بدبختو سره مواجه  گرځولي  دي .

دا هغه خلک دی چه متاسفانه په خلکو کی ئی  ځان  پوه او عالم معرفی کړی وي او خلک ورته د پرهیزگاری عقیده  لری ، مگر؛  دوی دننه بل رنگه وي .                                              

دوی ته  خلک د دینداره ښه سڔی ټوب عقیده لری ؛  خو دارنگه خلک  کله کله  د لباس او جامو په اسطه حقایق سرچپه کوي  او دیو څو غلط  مقصد په وجه د خلکو دقت او توجه ځان ته اڔوی.

زه  دانه وایم  چه په دغه  قواره ټول خلک  مغرضان  دی .  زما  دا مقصد نه  دی  چه هر چا  چه عبا، قبا ، لباده ، عمامه ، چلتار ، لویه  شنه امسآ ، او اوږدی تسبی ئی  در لودی هغه  به مغرض وي.  نه خیر!!  داسی وینا هم په کلی طور سره غلطه ده . بلکه  ښه سڔی ټوب  د زڔه کار دی او د دښو احسن اعمالو په کولو سری مینځ  ته  راځی .

ښه سړی ټوب یوازی په  گیری کښی  نه دی ، اونه هم په سپینه پکړی او اوږدو جامو کی دی !! بلکه ښه سړی ټوب د ځان  په اصلاح  کښی  او د خدای ( ج ) او د خلکو د حقوقو د پیژندلو  او د خیر غوښتلو محصول دی  چه په ښه نیت ، اراده او اخلاص  د بشر د سعادت ، ترقي او تعالي  په لیاره کښی، اوسي .

ښه خلک د خلکو سره په روان چال او چلند کښی معلومیږی نه دا چه هیڅ نه کوی او نه د خلکو د کارونو طرفدار وي.

ښه خلک هغه دی چه خلک ئی دلاس او ژبی د ضرر څخه په امن کښی وي او د چا مالونوته ئی سترگی نه وی پټی کڔي .

هغه خلک واقعٱ ښه خلک دي چه د خلکو سره مینه او محبت لری او د جامعی او د وطن د خدمت په لیاره کښی  د حیات تر آخره رمقه پوری سعیه او کوشش کوي .

هغه کسان واقعٲ ښه خلک دی چه وسعه ئی رسیږی مگر؛ چاته ضرر نه رسوی او سره له قدرته د چا مال نه خوری اونه په چا ظلم کوي .

هغه خلک رښتیا ښه خلک دی چه د خلکو په تکلیفونو او مشکلاتو  ځوریږی او تر څوئی  قدرت رسیږی د خلکو سره په لاس ، ژبه  او مال کی  فقط  او فقط خدائی ،  مرسته او معاونت کوي .

نو په دی  اساس که چیری دارنگه خلک ، که خلک دوست وگڼی او د دوی په خبر و عمل وکڔي  او یا دوی ته د خدمت په لیاره کښی وسایل برابر کړی ؛ حق او لیاقت لری.                         خلک باید ښه متوجه اوسی چه د ښو او بدو خلکو په پیږندلو کښی خطا نشي  او کوښښ  وکڔي چه د هرچا په خبرو ونه غولیږی .

زه پدی لیاره کښی یو سلسله  تجربه لرم، ځکه ډیر داسی خلک می لیدلی چه دوی په غوڔو خبرو او چالونو سره، خلک تباه کوي او له دغی لیاری څخه د دښمنانو په گټه کارونه کوي .

ما ډیر داسی خلک لیدلی چه د خپلی غلطی خبری د تائید  د پاره له ځانه د حضرت حق جل جلاله او د ده د مقرب رسول په وینا  دلیل نیسی  او یا  د نورو پیغمبرانو او اصحابو  اقوال  د خپل تائید  د پاره راوڔی.  خو حقیقت هغه نه وي او دوی په دروغو سره د ناپوهانو افکار خرابوی او په ډیر سپین سترګی ؛ حتی په پاک الله او دهغه پیغمبرانو باندی هم دروغ وائی .

ما ډیری داسی  ویناوی په  مجالسو کښی اوریدلی دی  چه په خدای (ج)  او پیغمبرانو  د دروغو  حواله ورکڔل شوی ده . که څه هم ما اکثرٲ صرفه نه ده کڔی او په همغه مجلس کی می  پری رد کړی  ده ، مگر ؛  ځینی داسی هم شوی ده  چه د فتنی او فساد په وجهی غلی  شوی یم او څه می ندی ویلی  او داځکه چی  بله چاره می نه  وه ، مگر؛ په زڔه کښی  ډیر خفه شوی یم  او  د داسی تباه کارانو په حال می تاسف کڔی او د ځان سره می وایلی :

کاش : د انسان  زړه لکه دهغه  قهواره غوندی ، ښکاره وی ؛  ترڅو مغرض  خلک چه  د فتنی ، فساد  او د بشر د تباهی  موجب ګرځي ، وپیژندل شي .

سعید افغاني

د جدی ۲۲ مه ، د ۱۳۴۴ هجري شمسي کال ــ  ننگرهار   

ترتیب کوونکی :  برهان الدین « سعیدی »