امید زنده گی

زنده گی در همه حالات  بسر می آید گاه به تلخی…

از تو جدا نمیشوم 

نوشته نذیر ظفر 08/28/25 از همه گان جدا شوم از تو…

پرسش ۴: ساختار «پرس‌ومان» چگونه از گفت‌وگو به یک نظام…

-خراسان بزرگ دی‌‌روز، دانش‌مند، دانش و سبک کهنی نسبت به…

قهرمان‌پروری‌های احساسی و سقوط افغانستان در چنگال تروریسم

 نویسنده: مهرالدین مشید از اسطوره‌ پردازی های فریبنده تا بحران سیاسی…

پرسش ۵

از مکتب دینی فلسفی من بیش از این نه می‌دانم نقش…

نتیجه گیری از بحث های شبکه های تلویزونی و تحلیل…

بحث های داغ پیرامون این اقدام پاکستان راه افتید ،…

دموکراسي څه شی ده او سوسیال دموکراسي څه ته وايي؟

دا سوال د ډیرو ځوانانو پر مخ کې پروت او…

نام های بیشمار جنبش روشنگری غرب

Helvitius, C.A.(1715-1771) آرام بختیاری مقدمات: اصلاحات، انقلاب، عدالت، و سکولاریسم. روشنگری، جنبش برابری…

توضیحی بر فراخوان انجمن سراسری حقوقدانان افغانستان در دفاع از…

نوشته از بصیر دهزاد  ‎فراخوان انجمن سراسری حقوقدانان افغانستان در دفاع …

آیا انسان، نسبت به انسان، از ته‌یی دل هم‌دلی دارد؟

پاسخ: محمدعثمان نجیب به نماینده‌‌‌گی از مکتب هم‌دلی!؟؟ شما از موردی پرسان می‌کنید که…

چشم اندازی بر نشست آینده ی مخالفان طالبان در پایتخت…

نویسنده: مهرالدین مشید نشست اسلام آباد ابزار فشار بر طالبان  یا…

طاق ظفر و منار معارف (شیر دروازه) پغمان – یادگار…

پس از به‌دست آمدن استقلال افغانستان در سال ۱۹۱۹م (۱۲۹۸…

پیشرفت های شگفت انگیز فناوری و چالش ها و خطر…

نویسنده: مهرالدین مشید رهایی یا زوال؛ فناوری و چالش‌های نوین جامعه…

استقلال و آزادی

عبدالصمد ازهر از ۲۸ اسد تا ۲۴ اسد هر روز، هر ماه…

وقتیکه تبصره وتحلیل از جمهوریت می نماید دقت کامل داشته…

در این روز ها تحلیل های سیاسی پیرامون سقوط ویا…

کمند غزل

رسول پویان غـزال غـزل ار کمند افکند دل شرزه شیران ببند افکند ز…

فروپاشی شرم آور در اوجی از فساد و خیانت  و…

نویسنده: مهرالدین مشید بازخوانی یک سقوط و روایت های دردناک آن  ۱۵…

ردپای خراب‌کاری آلمان برای کشور ما و حمایت از فروپاشی…

ره‌بران طالبان خواهان پناهنده شدن به آلمان بودند. مولوی دلاور…

اسباب و عوامل سقوط جمهوری تحت اشغال

ماه اسد ماه به زانو در آمدن دو قدرت امپریالیستی…

فراخوان بخاطر انفاذ قانون اساسی

بنام خداوند حق و عدالت بدون پرداختن به چگونگی سقوط سومین…

«
»

د بلخ  او اچین بریدونه؛ د افغان جګړې پيچلتیا

نظرمحمد مطمئن

لیکوال او شناند

له سوریې وروسته  افغانستان د امریکا او روسیې د زور ازموینې په ډګر بدلیدونکی دی.

کندهاری پوځي جنرال عبدالخالق چې درې کلونه مخکې له مرګوني برید څخه ژوندی وتلی، وایې چې افغانستان دوژخ دی، موږ په دوژخ کې ژوند کوو.

په بلخ کې پر ۲۰۹ شاهین قول اردو حمله (۲۱ اپریل ۲۰۱۷) او په دومره لوی شمیر کې د افغان اردو دپوځیانو مرګ ژوبله، د روانې جګړې په اړه انديښنې نورې هم زیاتوي.

بهرنیو نړیوالو رسنیو راپور ورکړ چې په یاد برید کې د طالبانو لخوا ۱۴۰ د اردو پوځیان وژل شوې، کورنیو رسنیو تر ۱۵۰ د زیاتو پوځیانو وژل او تر ۲۰۰ زیاتو ژوبل کیدو خبر ورکړی، طالبانو ادعاء کړي چې تر ۵۰۰ افغان پوځیان په یاد برید کې وژل شوې.

په ۲۰۹ شاهین قول اردو د طالبانو برید، د افغان حکومت، ملګرو ملتونو، امریکا، چین، هند، پاکستان، ایران او ګڼو نړیوالو لخوا په کلکو ټکو غندل شوی، روسیې تر دي مهاله غبرګون نه دی ښودلی.

پر شاهین قول اردو برید پر اچین  د امریکا لخوا تر ټولو لوی مور بم تر ویشتلو (۱۳ اپریل ۲۰۱۷)   اته ورځې وروسته وشو، ماته د اچین او بلخ بریدونو تر منځ نالیدلی تړاو ښکاري.

زما په نظر چې امریکا او روس د دواړو بریدونو تر پردې شاته  اړوند موخو باندي ښه پوهیږي، په بلخ کې برید په یو ډول پر اچین د مور بم کارولو ته ځواب ویل ښکاري.

ښکاري چې امریکا او روسیه تر سوریې وروسته په افغانستان کې خپل زور ازمایې کوي، موږ مخکې هم ویلي وو چې د امریکایې پوځیانو شتون او د امنیتي تړون لاسلیک به په هیواد کې جګړه نږدې ۹ کلونه نوره هم اوږده کړي ( دامریکا سره د امنیتي تړون تر لاسلیک وروسته ۹ کلونه نوره  جګړه).

په شاهین قول اردو باندي د طالبانو لخوا برید کې حتمې ده چې د حکومت له دننه له طالبانو سره مرسته شوې، ویل کیږي چې ۶ طالبان او ۴  تنه د یاد قول اردو پوځیانو برید کې برخه درلودله.

د قول اردو قومندان جنرال مومند کټوازی پخوانی چپی (پرچمی) وو، دهغه د کورنۍ غړي اوس هم په ماسکو کې میشت دي، تر قومندان په لاندي دندو کې هم پرچمیانو او د شمال ټلوالي قومندانانو په دندو کې شتون درلود.

لوی درستیز قدم شاه شهیم چې له برید وروسته یې په ۲۴ اپریل ۲۰۱۷ استعفی ورکړه، د شمال ټلوالي مشهور غړی او د ایران سره یې اړیکې ښې وي، ویل کیږي چې کله پر افغانستان د امریکا تر حملې وروسته په شمال کې طالبان له ماتې سره مخ وو، د احمدشاه مسعود او دوستم ډلو هر یوې یې غوښتل چې  طالبان ورته تسلیم شي، د ایران یو لوړ رتبه هیئت د بسم الله محمدي او قدم شاه شهیم په مرسته داسي سيمې ته یوړل شو چې هلته له نظامي طالب مشر سره خبرې وکړي.

دفاع وزیر عبدالله حبیبي چې په افغان پوځ کې ۴۰ کلنه تجربه لري، د پخوانیو چپیانو له جملې څخه دی، دا ډول په امنیتي چارو کې د ولسمشر  ستر سلاکار جنرال محمد افضل لودین، د ماسکو د ګټو لپاره له ۱۹۷۹ تر ۱۹۹۲ پوري سختې جګړې کړي.

په امنیتي چارو کې د دولت وزیر امرالله صالح هم په تاجکستان کې زیات وخت تیر کړی، او طالبانو سره د شمال ټلوالي د جګړو پرمهال په منځنۍ اسیا کې د یادې ډلې د استخباراتو غړی، له روسانو او ایران سره یې ناستې کړي دي.

اوس چې په سيمه کې د امریکا او روسیې رقابت پېل شوی، په امنیتي ادراو کې د پورته کسانو شتون، پرته له شکه چې تر امریکا  ځینې یې د روسانو او ځینې یې  د ایران ګټو ته نږدې ښکاري.

ډیری شنونکي په دي باور دي چې  د شاهین قول اردو په برید کې له طالبانو سره حکومتي لوړ پوړو کسانو مرسته کړي، سخته به وي چې له ۶ نظامي قراولونو څخه پرته له ستونزې طالبان د قول اردو د قوماندې مرکز ته ځان ورسوي، او هلته بیا پوځیان د خوړنځي په لوري د ځینو کسانو لخوا سوق کړل شي، او بیا په خوړنځی کې چاودنه وشي، د قول اردو قومنداني ته نږدې  ډزې پېل او د طالبانو د ادعاء له مخې تر ۵۰۰ پوځیان ووژل شي، طالبانو دغه برید د خپلو دوو والیانود غچ اخیستل یاد کړی.

د ۲۰۱۶ز.کال د نومبر   پر ۱۱مه طالبانو په مزار شریف کې د جرمني پر کونسلګري داسي برید وکړ چې هرڅه يې له منځه یوړل، طالبانو وویل چې یاد برید یې د کندز د ماشومانو په غچ کې کړی.

ویل کیږي چې د جرمني په کونسلګري کې د منځنۍ آسیا لپاره د امریکا لخوا د څارنې او استخباراتو پر مخ تللي وسایل نصب شوې وو، روسان په یاده موضوع خبر وو، دا ډول کله چې عطاء محمد نور (۱۷ اکټوبر ۲۰۱۶) سعودي عربستان ته له اجرايه رئیس عبدالله سره یوځای سفر وکړ، د ایران لخوا هم پر عطاء محمد نور باور کم شو. له همدې امله وه چې ممکن د یاد برید په ترسره کیدو کې  له تخنیکې او د موقیعت او نظامي نقشي په برابرولو کې له طالبانو سره د ایران او روسیې مرسته شوې وي.

په یادودواړو بریدو کې ښکاري چې ایران او روسیې به په افغان دولت کې دننه د ځینو  لوړ پوړو چارواکو څخه غوښتي وي چې له طالبانو سره  د برید تر ځایه رسولو، تخنیکې او نظامي نقشو ورکولو کې مرسته وکړي.

په شاهین قول اردو برید دومره ننګونکی وو چې د ۲۰۱۷ ز.کال د اپریل پر ۲۴مه   دفاع وزیر عبدالله حبیبي، لوی درستیز ارکانحرب قدم شاه شهیم او د قول اردو قومندان جنرال مومند یې له امله  له دندو وشړل شول ، د شاهین قول اردو په ګډون د دریو نورو (۲۰۹، ۲۰۷، ۲۰۵ او ۲۰۳) قول اردوګانو قومندانان له دندو لیري کړل شوو.

دا رنګه د امریکا دفاع وزیر  جيمز ماټيس هم د اپریل په ۲۴مه په یو ناڅاپې سفر کابل ته راورسید، په داسي حال کې چې د افغانستان دفاع وزیر او لوی درستیز دده تر راتګ لږ مخکي د خپلو استعفاوو اړوند خبرې ناسته درلودله.

د امریکا دفاع وزیر جیمز ماټیس په افغانستان کې د امریکایې قواوو له مشر جنرال جان نیکلسن  او  ولسمشر ډاکټر غني سره لیدنه وکړه، او خپل ملاتړ یې له افغان حکومت سره اعلان کړ، د افغان حکومت له لوري د ۲۰۰ نظامي چورلکو د غوښتنې په جواب کې جیمز ماټیس وویل چې د ولسمشر ټرمپ اداره د افغانستان لپاره پر تګلاره کار کوي.

جمیز ماټیس د جنرال جان نیکلسن  سره یو ځای د خبرې ناستې پر مهال وویل چې روسیه له طالبانو سره نظامي مرستې کوي، د افغانستان د ښه پرمختګ په اړه پرته له امریکا بل هیواد پریکړه نه شي کولای. جیمز وویل چې د امریکا نفوذ او مداخله په افغانستان کې قانوني او د روسیې مداخله او نفوذ دلته غیر قانوني دی.

افغان حکومت چې د طالبانو او پاکستان د منزوي کیدو هڅې کولي، د هند سره یې اړیکې ښې  او له چین سره یې فاصله ونیوله، له روسیې سره یې اړیکې د امریکا د تګلارو پر بناء خړي پړې کړي، نتیجه یې داشوه چې پاکستان وتوانیدی چې د ماسکو، چین، ایران سره سیمییز ايتلاف جوړ کړی، او دغه ايتلاف د طالبانو له سیاسي تګلارو څخه په سيمییزه او نړیواله کچه ننګه کوي.

پرته له پاکستان څخه، د چین، ماسکو ، ایران او طالبانو ترمنځ  د نزدیکت مهم ټکي په افغانستان کې د داعش ډلې اړوند ویره او انديښنه، د امریکایې پوځیانو اوږدمهاله شتون (پاکستان هم ورسره ملګری دی) او په افغانستان کې د نشیې توکو کرکیله او زیاتوالی دی.

د ولسمشر ټرمپ اداره چې د افغانستان اړوند تګلاره باندي کار کوی، هغوی به مجبور اً یو له دوو مني، داچې په افغانستان کې د داعش وسله والي ډلې په قوت سترګې پټې کړي، له روسیې، چین او ایران سره په همدې سیمه کې مقابلې ته ځان چمتو کړي، او یا داچې مخامخ له طالبانو سره خبرو ته مجبوره کیږي.

ښکاري چې امریکا به خپله وروستۍ زور ازموینه په افغانستان کې کوي، هغوی به د طالبانو مشران په نښه کوي او هغوی به وژني، ولي طالبان به یې په جواب کې د ځینو حکومتي چارواکو په مرسته د بلخ په ډول بریدونو لپاره تابیا نیسي، چې بیا هم ستونزه غټیږي او مشکل نه حل کیږي.

د بلخ برید موږ ۹۰مې لسیزي ته بیایې، د ډاکټر نجیب الله د حکومت پر مهال هم په حکومت کې دننه توکمیز، ژبني، سیمییز او ګوندیز اختلافونه دومره زیات شوې وو، چې مخنیوی یې ناشونی وو، همدا رنګه اوسمهال هم د حکومت د ننه ستونزې همدومره زیاتي دي.

بلخوا مخکينی ولسمشر حامد کرزی هم لګیا دی، د ډاکټر غني د حکومت په بدیل باندي کار کوي، د حراثت او ثبات شورا اړوند بیا ویل کیږي چې پر حکومت د سپینې کودتاه تابیا یې نیولي وه.

د کورنیو چارو د وزیر اړوند هم ګنګوسي دي چې په سپینه کودتاه کې له حراثت او ثبات شورا سره ملګري به وو، چې د غني د حکومت لپاره به په راتلونکې کې سرخوږی وي، بلخوا وار له مخه په بلخ  کې سیاسي او  سیمییز واک له عطاء محمد نور او په کندهار کې سیاسي او نظامي واک له جنرال عبدالرازق سره دی، چې دواړه د مرکزي حکومت  مطابعت ته زړه نه ښه کوي.

داسي بريښې چې موږ مجبوراً یوې بلې اوږدې جګړې ته ننوځو، داسي جګړه چې قربانیان به یې افغان ځوانان وي، او ګټې به یې امریکا یا ماسکو، پاکستان یا هند او ایران یا سعودي عربستان ته ځي.

په ښکېلو اړخونو ږغ کوو چې جګړه د حل لاره نه ده، جګړه ګټونکی نه لري، مرګ ژوبله موږ ته امنیت نه شي راوستلای، د پردیو پوځیانو په شتون کې سوله او امن نه شي راتلای، ښه داده چې افغانان په خپل کور کې پر یوه ټغر سره راټول، او ټولو پردیو ته په یوه ږغ د وتلو او په افغانستان کې د نه مداخلي ووایې.

که خدای مه کړه، د سولې لپاره رښتونې هڅې ونه شي، موږ افغان ولس به د یوې پیچلې او خونړۍ جګړې قربانیان او ګټې به یې پردي هیوادونه ترلاسه کوي.