زردشت نیچه؛ پیشگویی تراژدی ایرانی؟

Friedrich Nietzsche (1844-1900) آرام بختیاری تراژدی ایران، یا شیعه ایرانی، از زبان…

جنگ با ایران؛ معادله برنده و بازنده در ترازوی ژئوپلیتیک

نویسنده: مهرالدین مشید تهران خشمگین در نبرد برای بقا این نوشته با…

کوتاه خاطره هایی از مسکو

(کمیته سرتاسری سازمان دموکراتیک جوانان افغانستان، فستیوال جهانی جوانان و…

اعلامیه در محکومیت جنگ ارتجاعی میان پاکستان و افغانستان

سازمان سوسیالیست‌های کارگری افغانستان جنگ و صف‌آرایی نظامی میان قدرت…

بوی ریا 

برسد کاش به تو یار چو پیغام کنم  وصفی از لعل…

               کاروان وحدت 

بر خیز تا هم آ ییم ، با  کاروان وحدت  جا…

دوست دارم این وطن را !

امروز زمان آن فرارسیده است که مردم افغانستان یک‌صدا بگویند…

زبرځواکونه څنګه په نورو هېوادونو خپل نفوذ ساتي؟

ليکنه: حميدالله بسيا په ساده ډول زبرځواک  يا سوپر پاور  Superpower…

افغانستان در مدار واگرایی؛ تراژیدی‌های اجتماعی، سیاسی و رسانه‌ای

نویسنده: مهرالدین مشید با ادعا های فراتر از « پنج چاریک»…

آیا طالبان دروغ می گویند یا وزارت خارجه ی روسیه؟ …

  نوشته ی : اسماعیل فروغی       بتاریخ بیست و سوم…

د سعوديانو او تر دوی بر لاسونه هم بيا د…

عبدالصمد ازهر                 …

چهل و یکمین سالگرد وفات مولانا داکتر استاد محمد سعید…

روز پنجشنبه مورخ « هفت حوت سال ۱۴۰۴ هجری شمسی…

محکومیت تجاوز نظامی پاکستان بر افغانستان

اعلامیه و فراخوان انجمن سراسری حقوقدانان افغانستان بنام خداوند حق و…

وزیر دفاع پاکستان؛ از ناگفته های ساختاری تا راهبرد های…

نویسنده: مهرالدین مشید سیاست ابهام استراتژیک پاکستان؛ ازاعتراف‌های تاکتیکی تا ناگفته‌های…

بمناسبت روز های جهانی عدالت اجتماعی و زبان مادری

بنام خداوند حق و عدالت هموطنان گرامی، ۲۰ و ۲۱ فبروری روز…

مارکوس تولیوس سیسرو

هغه د لرغوني روم فیلسوف، سیاستوال، وکیل، ویناوال، شاعر او…

مبانی نظری عدالت اجتماعی

نور محمد غفوری بررسی نظریه‌ها و رویکردهای معاصر چکیدهعدالت اجتماعی از بنیادی‌ترین…

اینشتین؛ جمهوری خواه، سوسیالیست احساسی

Albert Einstein (1879-1955) آرام بختیاری آلبرت اینشتین: دانشمند، فیلسوف، هومانیست، جهان وطن.  آلبرت…

آموریم خود کفایی !

امین الله مفکر امینی                    2026-16-02! هـــر که آمد در این خطه ی…

آگاهی، عدالت و دموکراسی؛ سه رکن تحول پایدار

نور محمد غفوری تحول سیاسی و اجتماعیِ پایدار، نه با شعار…

«
»

د ژوند قافله

د مولانا داکتر محمد سعید « سعید افغاني » لیکنه

دا قافله په ډیرو خطر ناک مسیر روانه  وه  او په مخ کښی ئی  ډیر خنډونه پراته وو.

هو :  کندی ،  پرښی ، ګټی ،  اغزي ، کراړی ، ماران ، لړمان ،  لیوان او د نور و ډیرو خزنده  او څیرونکو حیواناتو سره مخامخ  وه  خو د پوهی رهبری په واسطی ئی و کړل شول چی  دغه  ټول موانع  او عوائق  لری او مطلب ته د رسیدو لیاره همواره او سمه کړی .

اوس  د دی قافلی د مزل لیاره اوږده  ده او د کلو کلو بیرته پاتی کیدو موده ئی  ډیره تیره شوی  ده نوځکه پوره  ګړندی توب  ته ضرورت لری او عاقلانه او عاملانه  حرکت ورته  په کار دی .

اوس دا قافله د ډیری امیدواری سره مخامخ  ده او دا قافلی د ټولو ملګرو مرستی  او پاملرنی  ته ضرورت  لری .

دا قافله باید  د تیرو درسونو څخه عبرت  واخلی او د نوو درسونو پوره خیال  وساتی .

دا قافله  لکه څنګه چی وی کړی شول  چی د خپلی مخی څخه موانع او خنډونه لری کړی همدا شانی ورته په کار دی چی مطلب ته درسیدو وسایل هم برابر کړی .

اوس په  دغه مرحله کښی  یو داسی ذهنیت باید ولرو چی ټول په ګډه په ټول قوت ، طاقت  او مرستی د وطن د آبادی او آرامی په لیاره کښی نه هیریدونکی هاند وباسو او د پوره اطمینان وسایل ډیر کړو .

مونږ هم انسانان یو او د انسان په ټوګه باید د پرمخ تللو قافلو څخه د عبرت درس واخلو .

په دغه مناسبت وایم :

هلته ګوره خلکو څنګه  ښه ژوند برابر کړی دی ، د خندا او هوس دنیاه ده .

هلته  د کار او کارګر د ټولو هیلو او هڅو ارمان نشته دی .

هلته اخلاقی جرائم  د محوه کیدو په حالت کښی دی ، اسباب ، علل او عوامل ئی  له مینځه تللی دی نو د اخلاقی  جرائیمو د ارتکاب لپاره ضرورت نه پاتی کیږی .

هلته د کورونو ، کالو او خوراک  سر شته برابره ده .

هلته  د روا  هوا او هوس د پوره کیدو لپاره پوره خدمت شوی دی ؛  ولږه ، بربنډ والی  نشته ، خلک نه  دولیږی څخه  مری او نه هم  د ډیره  مرسته  پړسیږی او یا ټنډیږی .  بلکه خلک  صحی  خوراک پیژنی او په صحی  ډول خپل ژوند  تنظیمولی شی .

هلته داخلي او خارجي  امنیت او اطمینان  برابر ،  د سر لوړی او افتخار د ژوند کولو لپاره  ورځ  په ورځی  مخ  په وړاندی حرکت روان  دی .

هلته نوی  اختراعات او اکتشافات  د امیدواری مراحل طی کوی او علم او فن په هر قدم کښی د انسان د آرامي  لپاره  استخدامیږی .

هلته د بشري طاقت یوه ګړی بی ځایه هدر له لاسه نه ځی ، وخت خپل قیمت لری او قیمت د منفعت په اساس سنجول کیږی .

هلته  د ساعت تیری ټول وسایل برابر ، هر څوک د لازم کار څخه وروسته د قانوني  ساعت  تیری لپاره  د رخصتي  حق  لری او په دغو ورځو کښی  د لویو او وړو چوکیو خاوندان د خپل  حق څخه استفاده کوی . خپلو قوآ و ته  د مه او انرژی  ورکوی  ترڅو و کړی شی  چی د راتلونکو  فعالیتونو ترسره  کولو لپاره  بدني او عقلي  تیاری ولری .

هلته هر څوک خپل  اجتماعي مسوولیت  ته پوره پام  کوي او هرچاته  د بشري اجتماعي خدمت کولو فرصت برابر دی، نو هرڅوک خپل استعدادونه په ښه توګه په کار اچوي .

باید ووایم چی :   ډیر له په خوا څخه  په نوری دنیا کښی او په خاص ډول  په خاصو ممالکو کښی د مدنیت قافله مخ په وړاندی لاړه او مونږ د ظالمانو ، بیرحمانو او مستبدانو د لاسه په کلو ، کلو  بیرته پاتی شلو !!!   زمونږ ملی  مبارزین  د پر مخ تګ د راوستو په ګناه و ځپل شول خو سره د ټولو ځپلو وی کړی شول  چه د خپل ژوند له  مخی ظالمانه ، بیرحمانه  او مستبدانه ټول خنډونه لری او د دایمی سعادت او نیکمرغی د لاس ته را وړو زمینه  برابره کړی .

هو :  اوس د خلکو له مخی ټول خنډونه پورته شول او د وطن د آبادی  او آرامی لپاره  لیاره همواره او برابره ده ، نو په دی اساس  داسی هڅه او هیله وړاندی کوم .

ای  د هڅو او هیلو طوفانه پا څه چپی  و وهه ، د پاتی کیدو په مقابل  کښی  طغیاني  شه ،  دغه ټولی شاړی او میری ، دا جږی او لوړی په همت او میړانی آبادی کړه .

ای د خلکو د کلو کلو بندو، مینو او تلوسو :                                                                         اوس دا  شرایط  برابر دی ؛ پام کوی چی بندي پاتی نشی !  نو ونڅیږی ، وښوریږی او یو زبر دست د کار او عمل شور  او ځوږ  جوړ کړی او دغه پاتی  قافله په لږه  موده  کښی تر سرحده  ورسوی .

ای د پلرو او نیکو د آرمانجنو هڅو او هیلو بچيه :                                                                ځغرده شه ، پا څه دغه د کلو کلو تږو ورشو ته د خپل وطن د ځمکی  په سر او د ځمکی د لاندی اوبه ورسوه او ورته پورته ئی کړه ، خوړوبه ئی کړه،  طبیعي استعداد ئی  په کار واچوه ، تولیدی  مدارک او منابع  دی پوره د  استفادی وړګرځوه ،  میوی دانی او په زړه پوری حاصل ورڅخه واخله ، مدنیت ته انکشاف ورکړه ، صنعت او زراعت دی جږی مستوی ته ورسوه ، د معدنونو څخه  دی  فایده لاس ته راوله او تخنیکی  فعالیت دی د ضرورت  په اندازی وچت کړه  ، د ژوند  د هری  برخی د سمون په خوا متوجه شه  او دنیامیکی  طاقت دی په کار واچوه .

 

ای ارمانونو : تر څو به په ارمان کښی  پاتی کیږی ، ترڅو به انتظار باسی ، ترڅو به  په احتیاط  قدم پورته  کوی ، ترڅو به د ویری او ډار ژوند کوی ، ترڅو به په دی مساعدو شرایطو کښی هم  د خپلو پخوانیو وسواسونو د تاثیر لاندی شپی  او ورځی تیروی  او د جمود او خمود  حالت ته  به خاتمه  نه ورکوی .

ای د وطن زلمو او ځوانانو : تاسو بختوریی  چی د ستاسو  د طاقت او قدرت په  وخت کښی  د وطن د آبادی او آرامی لپاره  مساعد فرصت برابر شو ، تاسو د خجالت له ژونده خلاص شوی نو راځه  ای د انسانیت ، شرافت او کرامت هیجانه پاڅیږه  ، ښه ګړندی او په ټوپو او ترپکو مخ  په وړاندی  په دغه سمه او برابره لیار سم او برابر شه ، مه ورخطا کیږه  تر  کهکشانه پوری لیاره  درته سمه ، همواره او برابره ده .

زه  ورځه  د کار غښتلیه ځوانه مخ  په وړاندی  ورزه بی له ویری ورتلی شی او دپر مخ تللو  په مخ کښی دی د ژوند ټول  خنډونه  او اړیکی له مینځه  لاړی .  نور نو د فریب کارو د  فریب او دوکی  په لومو او د مزخرفو سیاست  مدارانو د نخرو په سیاست کښی ګیر نشی  پاتی کیدلی .

نو بیا هم  وایم :  مخ  په  وړاندی زه ، ورځه  په سی ورځه !!!   تر هغه  ورځه چی  د پوره  حیات د چینی اوبو ، آرامی او اطمینان ته ځان ورسوی او د خیر او شر په مجادله کښی په زړه پوری موفقیت لاس  ته راولی .

***

سعید افغاني

کابل ــ خیرخانه مینه

د ۱۳۵۵ هجري شمسي کال

ترتیب کوونکی :  برهان الدین  «  سعیدی »