از دوری ی میهن سوزم!

امین الله مفکر امینی     2026-01-02! چنان از دوری ی میهن سوزم بجان…

        یک نـامـه به تاریخ؛ و یک نـخوانـدنی ترین!

با هدیه سلام ها و احترامات قلبی و وجدانی؛ این…

افغانستان؛ از کانون تروریسم فراملی تا عرصه‌ی مانورهای ژئوپلیتیک قدرت‌های…

 نویسنده: مهرالدین مشید افغانستان در دو دهه‌ی اخیر به یکی از…

گلهای خشم کلان شهرهای بورژوایی

Baudelaire, Charles (1821-1867) آرام بختیاری شعر نو بودلر میان: نیما، هدایت، و…

                                            واقعیت چیست

واقعیت با نظریات مختلف و دید گاه ها ی متنوع…

هزیان تب آلود!

شدت تب تروریسم که بیش از نیم قرن استبلشمنت پاکستان…

 افغانستان قربانی سیاست‌های امنیتی منطقه‌ای است، نه متهم دائمی

نور محمد غفوری در سوسیال میدیا خواندم که وزارت دفاع طالبان…

وحدت نیروهای ملی دموکراتیک ومترقی

وحدت بمثابه واقعیت انکار ناپذیری ضرورت تاریخی در برابر استعمار…

عدالت اجتماعی

نوشتهء نذیر ظفر‎عدالت روزی پیـــــدا میشه آخر‎سفاکان ترد و رســـوا…

خودتحقیری و خودتخریبی؛ تبیین فلسفی مفهومی

۱. خودتحقیری (Self-Denigration) در معنای فلسفی، خودتحقیری حالتی است که در…

سرمایه‌داری لیبرال و واکنش سوسیال‌دموکراسی

نور محمد غفوری تقابل، اصلاح یا همزیستی انتقادی؟ مقدمه سرمایه‌داری لیبرال به‌عنوان نظام…

             تشدید تنش تهران و واشنگتن؛ پس‌لرزه‌های منطقه‌ای آن

نویسنده: مهرالدین مشید سرنوشت دیکتاتوری‌های دینی؛ آزمون بقا برای اخوندیسم و…

دربارۀ «اصولنامۀ جزایی محاکم» اداره طالبان

اعلامیۀ انجمن سراسری حقوق؜دانان افغانستان بنام خداوند حق و عدالت انجمن سراسری…

هر که را مشکلی است!

امین الله مفکر امینی          2026-30-01 ! هر که را مشکلی باشد ناچار…

آ.و. لوناچارسکی

برگردان. رحیم کاکایی و.گ. بلینسکی پیشگفتار مترجم درباره ویساریون بلینسکی نویسنده، منتقد…

برهنه گویی و عریان سالاری؛ سیاستِ بی‌پرده و حاکمیتِ بی‌نقاب

نویسنده: مهرالدین مشید تحلیلی از زوال مشروعیت و فروپاشی پوشش های…

لیبرال کپیټالیزم: تاریخي شالید، بنسټونه او علمي نقد

نور محمد غفوری لنډیز  لیبراله سرمایه‌داري یا (لیبراله پانګوالي) يا (لیبرال کپیټالزم)…

همراه جمیله، وداع با گلزری!

Aitmatow, Tschingis) 20081928- ) آرام بختیاری سوسیالیسم، دیالکتیک وحدت خلقها شد. چنگیز آیتماتف،…

کیست ژورنالیست ؟

هرکی مایک در اختیارش بود ژورنالیست نیستیا  به یک رسانه …

مخاطب خاص نیست!

این سخن، با آنانی‌ست که روزی از شیر و قیماق…

«
»

که شرم پيژنې؛ نور وشرمېږه ..!

که څه هم د تاريخ په اوږدو کې پاکستان د افغان دولت د سیاست په سر کې ځای درلودلی او ورته بیلابیل یو طرفه امتیازات ورکړ شوي دي خو پاکستان د دوست او ګاونډي په څېره کې هغه دښمن ثابت شوی چې تر ننه یې افغان دولت او ولس له شره په امان کې نه دی. تل يي افغانستان په ورانۍ، بربادۍ، جنګ، ورور وژنې، بې اتفاقۍ، بې تعلیمۍ او دلته د جګړې د اور په تود ساتلو کې خپل ګټې ترلاسه کړي دي. دغه هيواد تل د افغانستان په بربادۍ کې خپله بريا لټولې ده. همدا سبب دی چې د هر افغان؛ چې په هيواد، خاوره او افغانيت مين وي؛ د پاکستان له نومه کرکه کوي او پر وړاندې يې سخت دريځ لري. همدا دليل دی چې په ټوله کې په افغانستان کې د پاکستان ضد مفکوره ورځ تر بلې پياوړې کيږي او پاکستان د عامه ډيپلوماسۍ په ډګر کې ماتې خوري.

د نړۍ پرمختللي هيوادونه تل هڅه کوي چې د خپل ګاونډي هيواد سره ښې ډيپلوماټيکې او راشه درشه ولري، په ځانګړي توګه تل هڅه کوي چې په ګاونډي هيواد کې د عامه ډيپلوماسۍ ډګر وګټي او د ولس زړونه خپل کړي. ښه بيلګه يي د هندوستان هيواد يادولی شو. په داسې حال کې چې هند د افغانستان سره هيڅ سرحد نه لري او د افغانستان لېرې دوست هيواد دی خو بيا يي هم له افغانستان سره د يو ښه ګاونډي په شان تاريخي اړيکې درلودلې دي.

اوس تازه ترسره شوې سروې ښيي چې پاکستان په افغانستان کې د داعش تروريستي ډلې په نسبت هم کم او هندوستان تر ټولو زيات محبوبيت لري. د امريکا د خپرنيز مديره بورډ (BBG  ) او(ګلوپ) څېړنيز بنسټ نظر پوښتنه څرګندوي چې د افغانستان اتيا سلنه خلک هند د پاکستان په پرتله د افغانستان لپاره غوره بولي. په نظر پوښتنه کې راغلي چې هند د ٦٢ ګډونوالو په لرلو سره د ډېرو مطلوبو هېوادونو په اړه مثبت نظر ورکولو سره په لومړي رديف او پاکستان په تر ټولو ښکته درجه کې راغلى دى. د پاکستان ٣.٧ سلنه پوښتل شوو پاکستان د افغانستان لپاره يو مطلوب هېواد بللى دى. په ياده څېړنه کې د پاکستان لپاره تر ټولو بد او د شرم ټکی دا دی چې افغانانو له پاکستانه وروسته د داعش او طالبانو ډلې په ترتيب سره د افغانستان لپاره تر ټولو بد سازمانونه بللي، داعش ډلې ته شاوخوا ٥.٨ سلنه مثبت نظرونه ورکړل شوي چې له دې اړخه داعش له پاکستان غوره بلل شوى دى.

که د کابل ــ اسلام آباد او د کابل ــ ډهلي د اړيکو تاريخ ته وکتل شي؛ پاکستان تل د يو نيږدې دوست په څېره کې بدترينه دښمن او هندوستان ليرې دوست ثابت شوی دی. پاکستان د افغانستان اړوند په عامه ډيپلوماسۍ کې تر اوسه په دې نه دی توانيدلی چې افغان ولس خپل کړي او زړونه يي ترلاسه کړي. يوازې د حکومت په دننه کې څو ګوډاګيان لاسپوڅي لري چې د پاکستان په دالو پړسيدلي او آی ايس آی ته وفاداره دي، چې په ولس کې د پام وړ سياسي نفوذ او محبوبيت نه لري او ډیر ژر دی چې رسوا به شي. خو هند بيا د پاکستان پر خلاف د هر افغان په زړه کې ځانګړی ځای پیدا کړی او د عامه ډيپلوماسۍ ډګر يي ګټلی دی.

دا سمه ده چې هيڅ هيواد له بل هر هيواد سره د خدای لپاره اړيکې نه پالي بلکې تر شاه يي حتماً هدف لري خو د پاکستان په نسبت د افغانستان لپاره د هندوستان اړيکې ګټورې، مرستې يي اغيزمنې او سياست يي ثابت ساتلی دی. هندوستان مو سوري زړونه راجوړ کړي دي خو په مقابل کې يي پاکستان د افغانانو وينې تويي کړې دي، هندوستان مو د پوځ د پياوړي کولو لپاره پوځي تجهيزات راکړي خو پاکستان چور کړي دي، هندوستان مو سړکونه، ښوونځي او پلچکونه جوړ کړي دي خو پاکستان مو د باروتو او بمونو په وسيله جوړ شوي تاسيسات نړولي او ویجاړ کړي دي، هندوستان مو د پارلمان ودانۍ جوړه کړې ده خو پاکستان مو په پارلمان کې د ناستو استازو د وژلو لپاره ځانمرګي راليږلي دي او په ټوله کې ويلای شو چې هند د افغانستان په اقتصادي پیاوړتیا کې خپلې او د افغان ولس ګټې پاللې خو پاکستان بیا د افغانستان په ورانۍ، بربادۍ، جنګ، ورور وژنې، بې اتفاقۍ، بې تعلیمۍ او دلته د جګړې د اور په تود ساتلو کې خپل ګټې ترلاسه کړي دي. نو تاسې په خپله قضاوت وکړئ، پاکستان به څنګه د افغانانو په منځ کې محبوبيت پيدا او د عامه ډيپلوماسۍ ډګر وګټي؟

يو ځل بيا په پاکستاني چارواکو غږ کوو که چيري د شرم په نوم کوم څه پيژنئ او شرم لرئ نو په ګريوان کې سرونه ښکته کړئ او په افغانستان کې له لاسوهنو او دوه مخيزه سياست څخه لاس په سر شئ. ګنې په افغانستان کې د پاکستان ضد مفکورې د لا پياوړتيا په صورت کې د نړۍ له نقشې څخه د پاکستان په نوم د هيواد ورکولو ته تيار اوسئ.

لیکنه : خوشحال آصفي