میرزا تورسون‌زاده شاعر صلح و دوستی تاجیکستان

 برگردان. رحیم کاکایی زویا عثمانووا میهن‌دوستی پرشور که هرگز چیزی را بر…

 افغانستان ؛ در چنبره افراطیت دینی و تندروی قومی

نویسنده: مهرالدین مشید افغانستان در طول تاریخ معاصر خود، به‌ویژه در…

از دیدگاه علم سیاست !

تلاش و سعی چه به شکل مسلحانه باشد یا غیر…

افغانستان در بن‌بست؛ راه‌های برون‌رفت و چشم‌انداز آیند

نویسنده: مهرالدین مشید فردای افغانستان و چگونگی عبور از وضعیت موجود در…

فرانس مهرینگ؛ تئوریسین ژورنالیست، ژورنالیست صاحبنظر

France Mehring (1846- 1919 ) آرام بختیاری مهرینگ؛ کوشش در راه روشنگری…

افغانستان در آستانه یکخطر وبحران جدید ( تداوم بحران نیم قرنه) 

نوشته از بصیر دهزاد  آغاز جنگ ها و حملات پراگنده گروه…

قرائت های تاریخی و فراتاریخی دینی؛ از بن بست تا…

نویسنده: مهرالدین مشید در دو سده اخیر، یکی از مهم‌ترین رویکردها…

تضاد دین و حقیقت...!

توهم خدای دین، حقیقتِ بشر را در آزادی او به…

نقدواره پژوهشیِ بر  مفاهیم جمهوری و جمهوریت 

1میرعبدالواحد سادات     از منظر  حقوق اساسی و علوم سیاسی  در راستای :  …

روح و نَفْس چیست؟

برهان الدین « سعیدی»  بادِ نفس مر سینه را ز اندوه…

طبع  شکسته

نوشته نذیر ظفر  2/8/26 ورجینیا  كوچهِ ما پر از گلِ است ،…

تحولات بدخشان؛ نشانه‌های سقوط یا پایان مأموریت طالبان

نویسنده: مهرالدین مشید جرقه‌ای که آتش مقاومت را در سراسر افغانستان…

بردی کربابایف

برگردان . رحیم کاکایی روسلان سمیاشکین نویسنده براستی مردمی و یکی از  بنیان…

ژورنالیست، راوی حقیقت است، نه مبلغ یک روایت

نور محمد غفوری هر حرفه‌ای چارچوب، قواعد، اصول و معیارهای خاص…

پر له خەمم!

[خه‌م] پر له خەمم! پر لە خەم... خەم له سینگمە، پر لە بەخەڵم‌و پر لە…

یاداشت انتقادی بر یک مصاحبه تلویزیونی

نور محمد غفوری ژورنالیسم، رسالتش پرسیدن است، نه دفاع کردن؛ روشن…

بنیادگرایی دینی و لیبرال‌دموکراسی؛ از سوخت‌رسانی تا امتم دهی به…

نویسنده: مهرالدین مشید  رابطه متقابل افراط‌گرایی دینی، بحران‌های نظم لیبرال و…

راز ارقام در هستی

رسول پویان جهان با رمز و رازش در دل ارقام پنهان…

بنیامین؛ چپ مستقل،یا لیبرال ضد بورژوا

Benjamin, walter (1892- 1940) آرام بختیاری تخریب ریوانجیستی روشنگران توسط ژورنالیسم زرد. والتر…

کله چې جګړه کاروبار شي

محمد سليم سليمان جګړه د انسانانو لپاره د مرګ، بې‌ځایه کېدو،…

«
»

سپیني ماڼۍ ته څوسپیني خبرې

که رښتیا ووایوهسې تش په نوم سپینه ماڼۍ نومول شوي په حقیقت کې داتورو توطیواوتورودسیسویوه توره ماڼۍ ده چې دټول بشریت دخونړي زبیښاک اوښکیلاک په موخه یې ګرده نړۍ دسترناورین اوناتارسره مخامخ کړي اودنړۍ په ګوټ،ګوټ کې یې سترې اوناپایه غمیزي اوجګړې رامنځته کړي دي اوهسې انګیري چې نړیوال دهغوله شومو موخواوستراتیژیکواهدافوڅخه ناخبره دي.
افغانانودهغه دنړیوال سیال اواشتي ناپذیره دوښمن دشوروي جمهوریتونواتحاد دخپلومیلیوني سرونوپه سرښندنه داسې په ګونډوکړچې دادې اوس دامریکا متحده ایالات اوسپینه ماڼۍ دیوه قطبي ابرځواک په توګه په ګرده نړۍ دتکبراوخرمستۍ بې جلبه آسونه ځغلوي اودنړۍ په ګوټ،ګوټ کې یې دبې وزله ولسونواوبشریت په امحا اونابودې لاس پوري کړی دی اود دوې داستکباري اواستعماري سیاست په پایله کې دمنځني ختیخ دډیریوهیوادونو سربیره زموږګران هیواد دلسیزو،لسیزوکلونوراهیسي دوحشیانه جګړواونامردانه سیاسي توطیوپه لمبوکې سوزي اودخپل سیمه یېزستراتیژیک دوست اوسترشیطان دا دانګلیسي لاردانوپه لاسونوجوړشوي پاکستان دپوځي کړیواودوزخي څارګروکرغیړنوبړیڅواولاسپوڅوپه وسیله یې افغانان دناپایه ویراوغم په ټغر کینولي اوهره ورځ په سلګونو،سلګونوافغانان پخپلووینوکې رغړیږي اوټول هیواد موهدیره،هدیره اوقبرستان ګرځیدلی دی.

افغان غیورولس دسپیني ماڼۍ په لوردبې شاییبه اورښتینومرستوهیلي درلودې اوپه عنعنوي لویه جرګه کې یې دامریکادمتحده ایالاتوسره دوخت دجمهور ریس ښاغلي کرزي دزغرده مخالفت سره،سره دستراتیژیک اوامنیتي تړوڼ په اړه خپله تاریخي هوکړه څرګنده اوهغه یې د دواړوهیوادونودرښتیني اوټینګي دوستی په هکله تاییداواړین وباله اویاد تړون دښاغلي اشرف غني اوعبدالله،عبدالله دمبتذل او سهامي زعامت په لومړیوشیبوکې په ډراماتیک اوبیړني دپلوماتیک استعماري هنرسره لاسلیک شو.

له بده مرغه دتاریخ په اوږدوکې بیلابیلوتړونونوافغانستان دستروبدمرغیوسره مخامخ کړی اوتل ېرغلګرو ځواکونودتحمیلي اواستعماري تړونونوپه شیطاني وسیله دافغان ولس پښې اولاسونه تړلي دي.

دهمدغودرغلیواوناندریوپه پایله کې دلوی اوتاریخي افغانستان لرغوني جغرافیه بدله اواوسنۍ دغوایې وچ پوستکي ته ورته نقشه تري جوړه اوداستعماري کرښواوجال په منځ کې په وچه کې محصوراوایسارکړای شواودادی دپیړیو،پیړیوراهیسي دپردیوېرغلګرودبلوسواوخونړیوتیریوسره مخا مخ اودافغانستان یونسل داوراوجګړوپه لمبوکې رالوی شواوداغمجن او ویرجن سریال ورځ ترورځې لانوري اوزړه بوږنوونکي افغا ني ناتار،وحشیانه بڼې غوره کوي په افغانستان کې دملګروملتوادارې یوناماپه نوي خپاره شوي رپوټ کې دافغانانومرګ اوژوبله دروان کال په لومړیوشپږومیاشتوکې په نړیواله سطحه بې ساري ښودل شوي اوکابوپنځه زره زموږبې ګناه اومظلوم ماشومان،ځوانان،ښځینه اونارینه بوډاګان،عالمان،قاضیان،څارنوالان،ښوونکي اوقومي مخورمشران په خورابې رحمی شهیدان شوي اوپه زرګونونورهیوادوال سخت ټپي شوي دي په دغه ټولوهدفي اوعامووژنوکې دطالبانواوداعشیانو په جامه کې پاکستاني پوځیان اودای اس ای لعنتي څارګرښکاره لاس لري اوپه افغانستان کې میشت امریکا ېی ځواکونه دتیروتني ترچترلاندې دملکي وګړواوافغا ني سرتیروپه وژنه کې کبرجنه برخه اخلي اوپه افغانانودنوي اومدرن جنګي تخنیک په استعمال دجنوسایدپلانیزه لوبه روانه ده اوزموږهیوادوال خپلې سوله ییزي راتلونکي ته ناهیلي شوي اودکیري په لاس جوړشوي ګډوله حکومت اوچارواکوبې باوره شوی دي په افغانستان باندې روانه غمیزه دسپیني ماڼۍ دواکمنانوله سترګوپټه نه ده اودهغه دفکټورونواولاملونوښه پوهیږي خوله بده مرغه سپینه ماڼۍ افغانانوته توراوخیرن زړه لري اوآن دخپلوځیني ځواکونودوتلو په مهال یې خپل پوځي تجهیزات اووسایل دافغانستان ماتې ګوډې اردوته ورونه لوریدل او دغه جنګي نظامي درنه وسایل یې خپل رښتیني ګوډاګي دوست پاکستان ته وسپارل اودخپلوپوځي تاسیساتواومرکزونوپه نړولو سره یې خپله بدنیتي اورسوایې په ډاګه کړه اودافغانستان چارواکوته یې دچاخبره دتوت دپاڼې ارزښت ورنه کړځکه هغوی ته  ستراتیژیک امنیتي تړون اړین اوبې ساري لاسته راوړنه ده چې لایې څه موده تیره نه وه چې دامریکایانوله خوابلارب شوي ای اس ای تورپنجابي ته ورته تورداعش وزیږاوه اوکلونه پخوایې دطالبانومشراوامیرالمومنین ملا محمدعمرآخوند دارالقرارته لیږلی اوپه ساده زړوطالبانویې دهغه غیابي مشرتوب اوحکومت چلاوه اوطالبانوته یې ستره اوبې ساري سپکه اوبې عزتي ورسوله اوداسپکاوی ترهغه سپکاوي زیات دی کوم چې دطالبانودواکمنی دراپرزولوپه مهال دای اس ای څارګرود ډالروپه بدل کې دطالبانومشران اوآن په پاکستان کې دطالبانوسفیرعبدالسلام ضعیف دسي ای اې منګولوته وسپاره اودګواتیناموزندان یې ترډک کړاوډیری دطالبانو دسراوزعامت سړي تروراوووژل شول اوس پاکستان ته دطالبانوپروژه زړه اوورسته ښکاري ځکه یې په ځانګړي شیطاني مهارت بل خطرناک الترناتیف داعش رامنځته اودطالبانوپرضدیې دهیوادپه بیلابیلوسیموکې جهاد پیل اوخونړی جګړې اودسرونودپرې کولولوبې پیل شوي پاکستان دجنګ جګړواوکرکوپه رامنځته کولوکې پوره تجربه اومخینه لري دافغانستان جهادي تنظیمونه اوبړیڅي یې داسې سره وجنګول چې دکابل ښاریې په کنډواله بدل اونړیوالو ته یې دوحشیانوپه توګه ورپیژندل ښکلی کابل دخپلواستوګنوښاریانودوینوپه سیند کې لاهوشو.اوس دقطر،کوټې اومري دغونډې طالبانودملاعمراوملامنصورترمنځ ناسورټپ اوشخ شولانګې په رامنځته کولوسره خونړیووژنواوترورته زمینه برابره اوداعش به دلوی خراسان دجوړولوپروژه دافغانانو دسرونواووینیوبهولوپه بیه په مخ بوزي اودسولې لوبغاړوته لا دوخته د دار رسی ځړول شوي دي ځکه دسیمي باداراونړیوال بادارخپلې ګټې په جنګ جګړوکې ګوري اودهغه په ترڅ کې به هم ستراتیژیکي موخي اوهم دافغانستان دبې څښتنه هیواد طبیعي زیرموچورتالان ته لاس رسی پیدا اوجګړه به د دین دپتنګانوپه مټ کلونه،کلونه روانه وي ځکه افغانان سیمه ییزاونړیوال خواخوږي نه لري اوپخپله افغان واکمن اوزورواکي دفساداوخیانت په بوین ډنډکې ترغوږوډوب،ملي غروراوملي ارزښتونه ترپښولاندې شوې دریغه،دریغه افغان باتورولس کله دکریملین اوکله هم دسپیني ماڼۍ په توطیوکې سوزي داستکبارماڼۍ به ونړي خودتورغر،سپین غر،هندوکښ اودپامیرپه تړواورغوکې رالوی شوی ولس اوغیرتي ملت به څوک ونه نړوي د دغه لرغوني اومیړني ملت دملي پیوستون دتلپاتې ټینګښت اودهغودمکارودوښمنانودنابودی په هیله.

تل دی وي سوله

په ماته کښتۍ سپور یم توپانونه مې دي مخ کې                     په همدې لاره یې بیایم که وم وم که نه وم نه وم

۰۶-۰۸-۲۰۱۵

بسم الله اکبري