غنچه‌های پژمرده

گزیده‌ی اشعار اسعد لُرزاده برگردان به فارسی: زانا کوردستانی شاعر و نویسنده‌ی کُرد…

شعرهایی از روناک آلتون

بانو "روناک توفیق محمد"  (به کُردی: ڕووناک تۆفیق محمد)، متخلص به…

زندگی بدون محدودیت یا مرگ ...!

مرگ برخلاف دید صوری٬ چون نیستی تام باور موجه نیست.…

طالبان؛ از سرکوب مخالفان تا مهندسی حذف هویت‌ها

نویسنده: مهرالدین مشید بازگشت طالبان به قدرت در ۱۵ اگست ۲۰۲۱…

فراتر از فروپاشی؛ چگونه ملت‌ها پیش از شکست نظامی، شکست…

Wahidullah Noorzai Former Senior ANCOP/ANP Officer | Field Strategist | Military…

انسان و نیروهای سازندهٔ تمدن( بخش اول)

«انسان معمار روشنایی در دل تاریکیِ جهان» تهیه و تدوین :…

 دشمنی با فارسی؛ بازتاب سیاست زبانی برتری‌جویانه طالبان

نویسنده: مهرالدین مشید فارسی‌ستیزی؛ چهره پنهان سیاست زبانی طالبان برای بررسی  دقیق…

نسل‌کشی هزاره‌ها یک پروژه چندوجهی بود که ریشه در سیاست‌های…

افغانستان سرزمینی نیست مانند روسیه و یا هند که بزرگ‌تر…

اگزیستنسیالیسم؛ آزادیاست، یا ترس و مرگ؟

Existenzphilosophie. آرام بختیاری فلسفه وجودی انسان؛ آزادی بورژوایی، یا رهایی جامعه؟ آیا انحلال…

۱۱ سپتامبر جهان را تغییر داد؛ زندگی من را نیز…

از صبحی که آمریکا را تغییر داد تا میدان‌های افغانستان؛…

د سیاسي فعالیت لپاره د ایډیا او رهبر جوړول

نور محمد غفوری (هیله من یم چې دا لیکنه د سیاست…

پروفیسور استاد نصیب الله سیماب

له ښاغلي پروفیسور استاد نصیب الله سیماب سره چې د…

کتاب راز هستی

رسول پویان به زندانی که دل دربند آن زنجیر و برپا…

 اسلام سیاسی؛ از اصلاح دینی تا ایدئولوژی قدرت

 نویسنده: مهرالدین مشید اسلام سیاسی یکی از مهم‌ترین پدیده‌های فکری و…

روزهای آخر امین؛ روایت ناگفته از ورود شوروی و تغییر…

https://www.youtube.com/watch?v=K0xOd1gPFV0 تاریخ معاصر افغانستان؛ روزهای آخر حکومت حفیظ‌الله امین. روزهایی که…

وقتی عقل به راز و نیاز رسید

Wahidullah Noorzai — Former Senior ANP/ANCOP Officer | Field Strategist…

شورا در اسلام!

مقدمه  شورا ومشاوره واژه عربی است به معنی ابراز رای ،…

آئوزوف نویسنده‌ی شوروی و قزاقستان

برگردان. رحیم کاکایی نویسنده . روسلان سمیاشکین  ،فرزانه‌ای از شرق و…

۲۰۲۱؛ افغانستان چگونه به نقطه عطف شکست غرب تبدیل شد؟

سقوط یک نظام، پایان یک جنگ یا آغاز یک نظم…

 از بیست سال جمهوریت قلابی تا پنج سال امارت استبدادی…

 نویسنده: مهرالدین مشید مردم افغانستان پس از سرنگونی دور نخست حاکمیت…

«
»

رښتینې څوک دي؟

 

د سميع الدين افغاني لیکنه

!محترمو لوستونکو

که چیري د بشریت او انساني نړۍ پسمنظر ته ځیر شو انسانانو د ابتدا څخه بیا تر یویشتمې پېړۍ پوري د انسا ني ژوند دبقا لپاره ډیري هلې ځلې تر سره کړي او د غیر مترقبه او طبعي حوادثو په مقابل کې دطبیعت سره لاس ا و ګرېوان او د ډیرو قربانیو تر څنګ لازمې بریاوې هم تر لاسه کړي او پدې برخه کي دډیرو اکتشافاتو شاهدان دي ٠

بشر وکولای شودګرمۍاو یخنۍ له مختلفو افتونو اوامراضو سره مبارزه وکړي د خورا ک پوښاک ، سرپنا او نور حیاتي اړتیاو دلاسته راوړلو لپاره زحمت وګالي ٠خو اساسي پوښتنه داده چې ولې پدې عصر او زمان کې هم انسانان د ولګې ، بدبختۍ او ناخوالو سره مخ دئ ؟ ایا ددې مشکلاتو اساسي عوامل به په څه کي وي ؟ ایا لامل به یې داوي چې بشریت ددې نیمګړتیا په له مینځه وړلو کې پاتې راغلی او ندی توانېدلی چې داوږد انساني ژوند په جریان کې دا ناخوالې له مینځه وېسي ؟ او که علت په خپله انسانانو کې دئ ؟

دا هغه پوښتنې دي چې که چیرې په رښتینې اودقیقه توګه وڅېړل شي اوددې مرض اساسي عوامل تشخیص او دحل نسخه ورته پیدا شي دا به یو ستر ګام وي په بشري ټولنه کې دیوعادلا نه او انساني ژوند د احیا لپاره ٠ددې او نورو پوښتنو د ځواب لپاره لازمه ده چې لاندې موضوګانو ته د لوستونکو پام راوګرځوم ٠

لمړی ؛د بشري ټولنې د ژوند د تفاوتنو اصلي عوامل په څه کې دئ ولې یو شمیر زیات وګړي په فقر او بې عدالتیو کې ژوند کوي او یو شمیر نور بیا دهرډول هوسااو لازم انساني ژوند د مزایا او امکاناتو څخه برخمند دي ؟

دمثال په توګه که افریقا ، اسیا اوپه مجموع کې مخ په انکشافه یا دریمې نړۍ هیوادو ته پام شو د فقر بدبختیواومحرومیتونو کچه یې ډېره جګه اوبرخلاف دیو شمېر هیوادونو دژوندسطحه لوړه او د قوي اقتصاد خاوندان ګرځېدلي دي ٠

دوم ؛ کوم هغه مصارفات چي نن سبا د بشر د نابودۍ لپاره پکارول کیږي پدې مانا هغه کارخانې چې د ټوپکو ، ټانکونو ، جنګي طیارو او دټولنیزو وژنو سلا ګانو دتولید لپار ه جوړې شوي اویا د جوړېدو په حال کې دي چې د بشریت او ځمکي دنابودۍ لپاره پکارول شوي او پکاریږي که چیرې پدغه مصارفو د انسانانو دخیراو فلاح لپاره ترې استفاده شوې وای او وشي،مکاتب ، روغتنونه او نور عام المنفعه تاسیسات جوړشوي وای او یاجوړ شي اوس به په نړۍ کې دانساني تراژدیوته دپای ټکی ایښودل شوی وای دهر انسان لپاره به دیو ارام ،مرفعه او انساني ژوندزمینه برابره وای ٠

ایا په یو ټانک به څومر مکاتب او په یوې جنګي طیارې به څومره روغتنونه او همدا رنګه په یوې اتومي سرګلولې به څومره عام المنفعه تاسیسات جوړ وای چې په دقیقه توګه به په افریقا او نورو هیوادوکي ماشومان په سوی تغذیه نه وه مصاب او نه به جنګونو دمیلونهاو انسانانو ژونددنابودۍسره مخامخ کړی وای٠

که په دقیقه توګه ددې ناخوالواوپرابلمونولاملونه وڅېړل شي دې نتجې ته رسیږو چې ددې بې عدالتیو ، ظلم او استبداد عامل یو انسان دبل انسان ، یوه ټولنه د بلې ټولنې او همدا رنګه یو ملک د بل ملک د اتباعو په حقوقو تېری دی او د نورو د بدبختیو عاملین ګرځېدلي دي اود ټوپک اوماشینګنو په زوریې د نورو ژوند د خطر سره مواجه کړی او دخلکو په وینو یې لاسونه سره او نن د ارګاه او بارګاه خاوندان دي چې ژوندي مثالونه یې زمونږ هیوادوالو په هیوادکې ددېرش کلنې تپل شوي جګړې په جریان کې په سرسترګوولیدل او هره ورځ د نوو تراژیدیوشاهدان دي٠ استعمار دنوردهستیودغصب لپاره د دووتکتیکونو اوروشونو نه استفاده کړې چې هغه د فزیکي ګرمې جګړې اوسړې جګړې طرزونه دي چې پدې وسیله یې پردې ملکون ولجه او د منطقې د خلکو هستي یې تاراج او وګړي یې خپل غلامان ګرځولي دي ٠

د تودې جګړې مثال هغه مستقیم اشغالګره تجاوزونه دي چې د تاریخ په جریان کي قوي هیواد ونو په ضعیفه هیوادونو تر سره کړي او هغه ملک یې دخپلې مستقیمي سلطې لاندې راوستی او د هغوی هستي او دارایي یې خپل کړې او هغه ملک یې خپله مستعمره ګر ځولی دی ٠

او بل تکتیک یې ساړه یا تبلیغاتي جنګونه دي چې د هغه په وسیله یې د منطقې یا ملک خلک خطااوخپلوشومواهدافو لپاره یې ذهنیتو نوته دخپل په ګټه تغیر ورکړی دی٠په دغسې مواردو کې دانسانانو بعضا د پاکو او سپیڅلو احساساتو نه ګټه پورته کړې ده ٠

که په مشخص توګه په افغانستان کي د یو شمیر ګوندو ، تنظیونو ، پارټیو ، ډلو او ټپلو ته ځیر شو چې اکثراد پردو له خوا تمویل ، حمایه او سازماندهي کیږي چې د خلکو بلخصوص دځوانانو د پاکو وطني ،ملي،منطقواوژبیز واحساتو نه دخپل ځان په ګټه تری کار اخستل شوی دی۰

که په دقیقه توګه د دغو تنظمونو ډلواو ټپلوسره په تماس کې شو ډیری یې په دین او وطن مین خلک دي چې په خواشنۍ سره د یو شمیر خاینو رهبرانوترتاثیر لاندې راغلي اوخپله هستي او ژوندیې ددې خاینو رهبرانولپارپه ډېر صداقت اوایمانداري قرباني کړی دی چې ژوندی مثال یې چا داسلام مقدس دین په لاره کي قرباني ورکړه او څوک دي چې ددې شهیدانو دوینوپه بیه ځانله لوړ تعمیرونه جوړوي ا و په خارجي بانکو کې دمیلیونونو ډالرو خاوندان ګرځیدلي دي ؟

که ددې لیکنې اصلي مطلب ته راشو تاریخ دا ښودلې ا و هر چاته د منلو وړ ده چې په وطن کي هیڅکله یوې ډلې ، یوتنظیم ، ګوند یا یو قوم په تنهائي سره د حاکمیت چارې په بریالیتوب سره پر مخ ندي بېولې نو لازمه ده چې دوطن په بیا رغونه کې د افغانستان ټول ولسونه او خلک په ګډه برخه واخلي ، زما په اند صرف یووالی او ورورګلوي کولی شي چې د وطن خلک ددې بدبختیو څخه نجات ورکړي او بس ، دا چې څنګه دا یووالی مینځ ته راځي اوڅوک یې راوستلی شي او کوم علمي وړاندیز ددې معضلې اساسي نسخه ده ؟دا د وطن دبادردو، وطنپالواوخداپرسته علماوو، مشرانواوټولو سیاست والو دنده ده چې پدې برخه کې مثبتي (ګټوري هلې ځلې وکړي او د افغانستان او د بشریت د خیر لپاره کار وکړي، داسي طرحې وړاندي کړي چې ټولو ته دمنلو وړ وي او د افغاناستان هر وګړی ته چې په رښتیني ډول دا وطن ورته ګران وي او په پاک احساس سره په مختلفو لارو روان کړ شوی دی ورته د امیدوارۍ او د ژوند کولو زمینه برابره شي٠باید د بې باوریو او اختلافو نو د مینځه وړلو لپاره مشترک او عملي کارونه تر سره شي ٠

زما په اند د افغانستان خلک دمختلفو نظرو تر څنګ په وطن مین خلک دي د هریو په زړه کې د وطن د ابادۍ مینه شته چې پدې لارکې د هیوادوالو ریښتنې مبارزه د قدر وړ ده زمونږ خلکود وطن ، ازادۍ اود خدای په لاره کې خپل ژوند اوهستي هرڅه قربان کړل چې په خواشنۍ سره باید وویل شي ددې قربانیو څخه نا اهلو او خرڅ شوو لېډرانو د ځان او خپلو مافیایي انډیوالانو په نفعه ګټه پورته کړه دوطن ، خاورې او اسلامیت تر شعارو لاندې یې ځانونه دشیشه یي قصرونو او میلونونو ډالرو خاوندا ن کړل٠

د وطن با درده سیاستوالو ! ! !

په هر تنظیم کې چې یاست په هر لېډر چې مو باور دئ دا ستاسو شخصي کار دئ که مونږ دخپلي لاري حقانیت بل ته کوو او دنورو څخه غواړو چې دده په لار دې لاړ شي اودهغوی رهبر دې ومني دا به عملي نه وي ښه به داوي چې دیوه شعار لاندې داسلام په خاطر دافغانیت په خاطردانسانیت په خاطر دهغه پاکوشهیدانو د سپیڅلو وینو په خاطر دهغه کونډویتیمانوپه خاطر کوم چې دیوې مړۍ ډوډۍ لپاره د محنت شپې او ورځې تېروي نور دې بې باوریو ، تعصب ، ډلو او ټپلوته خاتمه ورکړو اودیو افغان ، هموطن او مسلمان تر نامه یو بل ته د ورورۍ لاسونه ورکړو ، صرف همدا د بدبختیو د نجات لار ده صرف همدا په مختلفو ډلواوتنظیونو تقسیم کړل شوي خلکو یووالی دی چې دوطن دټولواقشارو خلکو او ولسونو په صادقانه همکارۍ د وطن مشکلات حل او دنیاته وښیوچې افغانان دا استعدادلري اوکولای شي چې په شریکه دا وطن جوړ او خپلو خلکو ته د نجات الاهیه وګرځي ٠دا ده هغه ریښتنې لارچې کولای شي زمونږ وطن ددې ناخوالو څخه وژغوري اوپه ګران افغانستان کې د خلکودخیر او فلاح لپار اسلامي ،وطني اوانساني ګامونه اوچت کړي ٠

واعتصمو بحبل الله جمیعا لا تفرقو

ترجمه د خدای په رسۍ منګولې ولګوۍ او مه جدا کیږۍ٠

ومن الله توفیق