دحضرت محمد (ص)
دنیکمرغی زیږدنی اوسیرت په ویاړیادونه
۲۰۲۳م کال ددسپتمبر۲۴ نیټه
نصیراحمد – مومند سدنی- آسترالیا
خدای تعالی سږکال بیاداتوفیق را په برخه اوانعام وفرمایل چی یوځل بیا دحضرت محمد مصطفی (ص) دنیکمرغی زیړیدنی کلیزی ونمانځو او پدی اړه دیومسلمان اودآنحضرت دیومخلص لاروی په ټوګه په اجمالی ډول خپله څولنډ خودمینی اوپاک خلوص نه ډکی کلمی په وسیله خپل ارادت او احساس ګرانو مسلمان هیوادوالو سره شریک او وړاندی کړم او له برکته یی نه فیض واخلم:
ډیروقدرمنولوستونکوعزیزانو!هغه څه چی دبشریت سټرلارښودرحمت اللعالمین،خاتم النبیین حضرت محمد)ص (دشخصیت، کاراوپیکار،مقام اومرتبت په باب ګرانولوستونکوپه خدمت لیکل کیږی ، یوه کرښه ده دیوی لوی اوبا ارزښته کتاب ، آو دیوهمیشه روانی پاک اوزلال لوی سیند څخه یوه څاڅکی ۰هغه حضرت،هسی څوک نه ووچی وکولای شوپدی لږاولنډ شرح او بیان دهغه «ص» له شخصیت نه یی یوکامل انځور په لاس ورکړو ۰
هغه حضرت ( ص) لومړنی پیغمبرووچی د دی حیات اوممات ، رسالت ، کارنامواود زیږیدلویی په مهال، کوم واقعات چی رامینځته شوی هیڅ ډول شک اوشبهه موجودندی ۰آصل اونصب یی له موراوپلارنه ترحضرت ابراهیم خلیل الله څخه ټولوعربواوعجموته څرګند دی ۰حضرت محمد«ص» لومړنی پیغمبردی چی برسیره دالله پاک پر کتاب اودینی سنت دتاریخ په روښانو اوزرینوپاڼوکی ډیراوچت اولوړځای اومقام ګټلی دی۰همدارنګه سربیره دنبوت اورسالت له وظیفی نه دیولوی ښوونکی اولارښودپه حیث نه یوازی دخپل پیروانو لپاره ،بلکی دانسانی نهضت اوترقی دمادی اومعنوی تکامل مخکښ ګام وهونکی اولارپرانیستونکی مثال او سمبول هم ګڼل کیږی ۰یعنی په حقیقت کی نننی بشری نهضت اوپرمختګ (که نړیوال اعتراف وکړی یا نی )دهغه «ص» له علمی ،آداری اوسیاسی تدبیراونهضت له روح څخه سرچینه اخیستی دی۰ پرته له شکه آنحضرت «ص» یورښتین سټرسیاست پوه ، متفکر،اوفاضل شخصیت و۰
دبشری نجات دلاری سټرلارښود پیامبر«ص» هغه مها ل دنیاته راغی ،چه ناپوهی اوخرافات خپل څادرغوړولی وو.انسا نی عاطفی اوژوند خپل ځای دښمنی، ظلم اوبی عدالتی ته پریښی و۰همدا رازبربریت ،ناروا او بدمرغی حکومت چلاوله . دمظلوم، محکوم اوبیوزلوخلکووینی په ناحقه توییدلی . نجونی ژوندی ښخیدلی ،ظلم اوتیری ، بی انصافی اوعداوت خپل اوج ته رسیدلی و ، خلکو نه لارورکه شوی وو،اودجهل ، ګمراهی اوناپوهی داسی کنډی ته غورځیدلی وچی له دی کنډی نه دنجات اووتلوخبره دبشری عقل نه لری ښکاریده۰
له بلی خوانه دابلیس اوابلیس صفتانو بازارډیرتود و،اوخلکو داسی ترسلطی اوتاثیرلاندی نیولی و، چی شراب ، قماروهل، زنا، دخلکوپرمال،ڼاموس اوعزت باندی تیری اوتجاوزاوژوندی ترخاوری لاندی کول اوداسی نورفجایعودعادی ورځنی رواجونه اودمستکبرانواوجبارانودسرګرمی اومصروفیتونو څخه شمیرل کیدل۰دزمان په تیریدوانسان اوانسانیت له اصلی وا ټن اولاره منحرف اوانسانی روح نارامه کیدل ۰
خودا باید په ډاګه شی چی هرڅیزانجام اوهره تیاره پای لری۰دظلم کاسه نسکوره ده،اودظالم ډیوه ترسهاره ته بلیږی ۰نوهمدا ډول ددغومظالمو، بدمرغیو او توری تیاری انجام رب العزت په اراده رانږدی شو، اوزوال نیټه یی راورسیده ۰
ورځ په ختمیدوشوه ، لمرخپلی زرینی وړانګی ورو ورودکلیو باندواوغرونوڅخه راټولولی۰او دشپی تورتیاری خپله لمن پراخوله۰شپه راورسیدله ، خلک ټول په آرام خوب تللی وو، چپه چپ تیاوه ، آرام اومعطروږمی ځوځیدو، سپوږمی دځپل سپین مخ په شعلو تیاره ځمکه رڼا کوله۰ ستوری دآسمان په تور زرکی دالماس په شان ځلیدل ۰
هرلورپه معنوی دنیاکی داسی دمبارکی پیغامونه خپرول چی دمادی دنیاهم په شورراوسته ۰ په دغه شیبوکی دبشریت سټرلارښود ، دمعنویت لوی لمردیوبی وزلی او فقیرکورنی نړی ته سټرګی خلاصه کړه، او وزیږید ۰هغه سټرشخصیت دنیا ته راغی چی ټولی ڼاکراره ارواح یی په انتظاروی ۰ انس اوجن ټولی دهغه لپاره دامتحان ډګرته راوستل شوی وو ۰خلاصه داچی ددنیا ټول هستی درحمت اللعالمین دهر کلی او درناوی لپاره چمتو اوګمارل شوی وو۰
که دنبی کریم صلی الله علیه وسلم دکرداراوسیرت ته پام وکړو، ګوروچی دکړاونواوتکلیفونوبیلګه ده هغه دموراو پلاردغیږ، مینی اوشفقت څخه محروم اوپه ظاهرکی یوشپون و، خو الله جل جلاله داسی ورته لویه مرتبت اومقام وروبخښله ، چی دانسانانوشپونی اولارښوونی ډنده او رسالت ورته وسپارل شو۰ رسول کریم دسواد اوتعلیم دنعمت څخه بی برخی و، خوڅرنګه چی مخکښی ذکر وشو،رب جل علی شانه دټولی نړی لپاره شوونکی وټاکلو ۰هغه ددنیا په مزخرفوقوانین نه پوهیده ، خووروسته دداسی قانون مالک شوچی دده قانون ترقیامته دمومن او معتقدآدمیان اوعالمیانولپاره لارښوداونجات ورکوونکی دی ۰
رحمت للعالمین (ص) داسی قانون ځان سره راوړچی ټول جهالتونه له مینځه یوړل اونه یوازی مسلمانانوته بلکی ټول بشریت ته یی لاره روښانه کړه ۰خلکوته دقرآن عظیم الشان په اعجازاومعنوی قوت اود نیک سیرت اوکردارپه واسطه هغه کسانونه پریښودل چی معنوی کاذب او دبشر په لاسونوجوړشوی بتانوته سجده وکړی ۰ پری نه ښودل چی مظلومه نجونی طبقه ژوندی ترخاورولاندی شی ۰ هغه ظلمونه اوتیری اوبی انصافی اواستبدادله مینځه یوړل اودخلکورجوع دیوالله (ج)خواته وکړه ، هغه الله ته چی واحد اولاشریک او بی ساری دی ۰
که دی مسالی ته ځییرشوچی آنحضرت«ص»هیڅکله نه دسیراوحکمت کتابونه اونه دپخوانیوخلکوکتابونه نه ولوستلی اودچاڅخه یی تجربی هم نه وترلاسه کړی ! نوڅنګه یی وکولای شوای چی سرکښ اوګمراه عربوایل (رام)کړی؛ اوڅنګه یی په ډیرښه تدبیرسره ددوی سخت زړونه نرم اوپرځان راټول کړی؛ ان تردی حده چی درسول الله دخیرښګنی ارمانونودلاری پلی کیدلولپاره له خپلوسرکش اومنحرفومیندو، پلرونو،زامنواوخویښانوسره مقاتله اومقاطعه وکړی ، داڅرګنده د ه چی دپیامبر(ص) دلوړی علم اوپوهی اوفراست اوتوانایی په نتیجه کی وو ،دا ځکه چی اخلاقی پراختیایی دعقل ددرجی په اندول وه ! رسول کریم «ص» ددومره پراخی اخلاقی مرتبی خاوندوو؛ چی هغو منافقانوچی پرده مبارک باندی په غیاب کښی بدویل ، په مخامخ به یی غوړه مالی کولی ۰
دیو روایت پربنا کله چی یارانوورته ویل چی پرهغه قوم چی ستاسره مقاتله کوی اوستاغاښ یی ماټ کړیدی اوستا له مبارکه وجود څخه یی وینی بهولی دی نفرین ووایه ۰ آنحضرت «ص» وفرمایل چی : « زه ددی لپاره نه یم راغلی چی خلکوته نفرین اولعنت ووایم ؛ بلکی زما بعثت ددعااو رحمت لپاره دی ۰۰۰»۰ آنحضرت «ص» آرام باوقاره، امین ،متواضع، ډیرخوش خوی او مهربان انسان و ، له دی کبله دخلکو په زړونوکی ځای درلود ۰
قوی زوروراوبی وزل اوضعیف دده مبارک پروړاندی یوډول و، دضعیفانوپوښتنه به یی زیاته کوله ۰دناروغانوعیادت به یی کاوه،دمړوپه جنازه کی حاضریده ،او نوروخلک یی دنیکو کارونوته رابلل ۰ په مصالح او فضایلو کی ډیری هڅی کوله اودمشکلاتو په له مینځه وړلو کی ډیراخلاص مندو۰ دین یی ایمان اوسرمشق یی قرآن و۰هغه څه چی قرآن غوښتل ده هم غوښتل اوهغه څه چی قرآن یی نه مڼل ده هم نه مڼل ۰
نوپه خاتمه کی عرض می دادی ،چی بیله شکه دخدای تعالی خای او نظردانسان په زړونو کښی دی ، باید هم چی زړونه پاک وی ،خومسلمانوته يوازی پاک زړه کفایت نکوی ، بلکی اړینه دی چی په سیرت او صورت کښی دیومسلم اوغیرمسلم ترمینځ توپیرڅرګنډ اوښکاره کړی دخپل نظراوکردارپه وسیله نورمه پریږدی چی خلک بیا دجهالت کنډی ته وغورځیږی۰ ظالمانواوجبارانوپسی لاړنشی اومه پریږدی چی موقع ترلاسه کړی اودمظلوموولسونودوینی مزی اوچړچی وکړی ۰ راځی چی دقرآن ترسیوری لاندی هوسا ژوندوکړواوخپل یوالی ، ورورولی په رښتیااوصادقاته ډول پیاوړی کړوترڅوددغه آسمانی قانون هدایات اودپیامبراکرم دنیک کرداراوسیرت په پلی کولوسره ددنیا اوعقبی لوی اوسټرنیکمرغیواوبریالیتوبونوته لاس رسی پیدا کولی شو۰
هماغسی چی رسول الله (ص) اوصحابه کرام (رض) دقرآن مجید په دستوراتواولارښوونی په تولنی کی دتقوا ، پرهیزګاری مینه اوصداقت ، عدل اوانصاف سره تیرکړیدی اودیوهوسا اوبا امن ژوند برابرولواوپلی کولوکی هڅه کړی اوزیارایستلی دی ،دنړی داستکباری ځواکونودله مینځه یوړلوکښی خپل هستی وقف کړی، نن هم هماغه قانون اوسنت موجود دی خوضرورت دی چی دخپل دعمل دلاری ډیوه اولارښود یی وکړځوو خو کیدای شی چی یوازی دراسخ ایمان په دردلوسره توفیق دلوی او بخښونکی خدای تعالی څخه چی الله صمددی وغواړو۰
***********************************
کوتاه سخنانی از میلاد تا رحلت
وسیرت حضرت محمد«ص»
خدا درانتظار حمد ما نیست محمدچشم براه ثنا نیست
خدامدح آفرین مصطفی بس محمد حامــــد حمد خدا بس
مناجاتی اګرباید بیان کرد به بیتی هم قناعت میتوان کرد
محمدازتومیخواهم خدارا خدایا ازتـــــوعشق مصفی را
نصیراحمد –مومند سدنی – آسترالیا
آنچه که در باب شخصییت ،زندګی ، مقام ومرتبت ناجی بشریت خاتم النبیین آن یتم جاوید حضرت محمد صلی الله وعلیه وسلم خدمت خوانندګان ګرامی بیان میګرددسطریست از یک کتاب ،کتابی بس حجیم پر بار وقمیت بها وقطره ایست از یک دریا ،دریای زلال وهمیشه جاری وروان او کسی نبود که بتوان بااین اندک شرح و بیان ازشخصیت اوتصویرکاملی بدست داد۰ به بیان سعدی علیه الرحمه :
یتیمی که نا کرده قرآن درست کتب خانه هفت ملت بشست
او«ص» اولین پیامبری است که هیچ شایبه غموض درولادت ،حیات و ممات شان واقع نشده است ۰ اصل ونصبش ازپدر ومادر تا به حضرت ابراهیم به همه عرب وعجم معلوم وروشن است ۰ اولین رسولیکه ماورای کتاب وسنت دینی خود درروشنترین صفحات علم تاریخ نیز والاترین جای ومرتبه را احراز کرده و برعلاوه وظیفه نبوت ورسالت خویش مسوولیت یک معلم مشفق وتوانا را بر بنیاد آیین ومکتب انسان ساز واجتماعی خویش نه تنها برای پیروان وامتش ، بلکه بازکننده ورهکشای نهضت انسانی ،ترقی وتکامل مادی ومعنوی محسوب میشود ودرحقیقت نهضت امروزی بشرخواه دنیا ی امروزه به آن اعتراف کند یا نی ؛ ازروح نهضت علمی واداری وسیاسی اش سرچشمه ګرفته است ۰بدون شک آنحضرت یک سیاستدان ، عالم وفاضل ،متفکر پزرګ ونستوه بی بدیل بود ۰
آنحضرت صلی الله علیه وسلم روزی دیده به جهان کشود که سیطره جهل ونادانی وخرافات دامنش را ګسترده ، زندګی وعواطف انسانی جایش را به دشمنی وعداوت وکینه توزی ، ظلم وبیعدالتی ګذاشته بود ۰ بربریت ، ناروا ، فساد اخلاقی واجتماعی وبدبختی ها ی ګونه ګون برمردم وجامعه مسلط بود ه وحکومت می کرد۰خون مظلومان وبیچارګان به نا حق ریختانده می شد۰ ظلم وتجاوزوبی انصافی وفساد به اوجش رسیده ومردم راه ګم شده بودودرګودال جهل و وحشت ونادانی افتاده بودند ،موضوع نجات وراه خروج از مصیبت وبلای خانمانسوز وتباه کننده ازحیطه عقل وتوان بشر ی بیرون به نظر می میرسید ۰
از جانب دیګربازارابلیس وابلیس صفتان روزتا روزګرم ترشد ه ومردم را در پنجه های بیرحم وحشت تحت تاثیر وسلطه قرارداده بودندکه انهمه مظالم وفساد و فجایع شراب نوشی و قماربازی ،زنا و تجاوزبرمال ، ناموس وعزت مردم و بیت المال، خونریزی وزنده به ګور کردنها ی دختران وزنان و انواع ظلم وفجایع جز رواج ، مصروفیت و سرګرمی عادی مستکبران وجباران را تشکیل میداد ۰ هر روز وباګذشت زمان انسان وانسانیت رنګ می باخت وجوهرش را از دست میداد، از مسیر اصلی اش منحرف میګردید وروح انسانی هرآن ولحظه نارامتر ومضطرب ترمی شد۰
بلی ! باید اذعان نمودکه « هر جیز انجامی دارد و هر تاریکی هم پایانی ؛ دظلم کاسه نسکوره ده ، او دظالم ډیوه ترسهاره نه بلیږی»۰ برهمین مبنی انجام ګمراهی ومظالم وبدبختی ها نزدیک شده میرفت وموقع وموعد زوال آن فرا میرسید ۰
ای بهارستان اقبال ! ای چمن سیما بیا ! هردوعالم در رکابت میدود تنها بیا !
روز به پایانش تقرب می جست وآفتاب دامن اشعه زرینش را ازقریه ،اطراف واکناف وکوه دشت ودمن آهسته آهسته جمع می نمود وشب لحاف مکدر وتاریکش را درحال ګستردن بود ۰ شب فرا رسید و بستر ش هموار شدمردم به خواب آرام رفتته بود ، خاموشی وسکوت حکم فرما بود؛ نسیم ملایم ومعطر می وزید ، مهتا ب با شعله های نقره فام روی سفیدش زمین را روشنی دلپذیرمی بخشید ؛ ستارګان مانند الماس سیاه در آسمان میدرخشید۰
این شوروهلهله فضا وعالم معنویت بود که با نشر وپخش پیغامهای شاد باش ومبارکی به هرطرف ؛ دنیای مادی را هم به شور ووجدآورده بود؛ درهمین لحظات و دقایق بود که آفتاب معنویت ، ناجی ومعلم ورهنمای بزرګ بشریت در یک خانواده فقیر وبی بضاعت چشمش را به جهان باز کرد وآن شخصیت سټرګ قدوم میمون ومبارکش را به عالم دنیا ګذارد «که مولودش می نامند ودر درازای بیشترازهزارو چهارصدسال است که ازان روزتجلیل بعمل می اید وګرامی اش میدارند؛ درست زمانیکه ارواح ناآرام ومضطرب وپریشان انتظار قدومش را میبردند ۰ انس وجن همه برای آزمون وامتحان به میدان کشانیده شدند ۰ خلاصه اینکه دنیا وهمه هستی درخدمت وبرای پذیرایی رحمت اللعالمین آماده وګمارده شده بود۰ با قدوم میمون ومتبرکش آتشکده زردشت خاموش شد، حصار یمن وقلعه کسراازهیبت و صلابت قدومش فرو ریخت وازهم پاشید ۰
« چون محکمی کنګره قصرترا دید ؛غلطید حصار یمن و قلعه کسرا ء»
هرګاه به زندګی وسیرت حضرت رسول خدا محمد مصطفی «ص»مراجعه و دقت نماییم به روشنی درمی یابیم که زندګی پرازتکلیف ،مشکلات ومشقت بار داشتند ،این یتم جاوید درآوان طفولییت وخوردسالی ازمحبت وآغوش پرمهر وعطوفت وشفقت پدرومادربی بهره ومحروم وبه ظاهر یک شبان بودند ،مګر رب العزت مقام ومرتبه بلند وشبانی و رهنمایی انسان را برایشان انعام فرمودند ۰همینګونه حضرت رسول الله «ص» از نعمت سوادهم بی بهره بودند؛ اما رب العا لمین توانایی وشایستګی مقام معلمی ورهنمایی بشریت از ګمراهی وجهل را نثاروانعامش فرمود۰ آنحضرت «ص» به قوانین مزخرف وناقص بشری علم وآګاهی نداشتنتد ،ولی با قانونی مجهز ومفتخر ګردیدندکه بدون شک این قانون تا قیامت مشعل تابان رهنما ورهبر ونجات دهنده وروشن کننده راه عالم وآدم است ۰
ولادت باسعادت رحمت اللعالمین قانونی را با خودهمراه داشت که از پرتو انوارش همه آن جهالت وبدبختی های حاکم نه تنها در جزیره العرب وجامعه مسلمان ها ، بلکه راه را برای رهنمایی ونجات عالم بشریت از خرافات و بی عدالتی ومظالم روشن کرد۰مردم را آګاه نمود و پیروان راه حقیقت را اجازه نداد تابت های کاذب ساخته و پرداخته دست خودرا سجده وپرستش نمایند ۰ زنده به ګور کردن دختران رااجازه ندادو در برابر تمام آن ظلم وبیعدالتی، استبداد وتجاوزمسلط برجامعه اایستادوبا قاطعیت دفاع نمود ۰وهمه را به سوی یکتا پرستیی ، رجوع و پرستش خدای واحد لاشریک ویی مثل ومانند«الله صمد» دعوت نمود ۰
هرګاه بااعتقاد راسخ وحب عالمانه وآګاهانه به این امرتوجه مبذول ګردد که آنحضرت «ص» نه کتب سیر وحکمت ونه هم کتب وآثارګذ شته ګان را میدانستندونه از تجربه کسی آموخته بودند! پس چګونه توانستند که براعراب سرکش وجاهلیت مسلط شده ورام سازند ؟ چطورباتد بیر وفراست برقلوب آنها چیره شده وتوفیق حاصل نمایند تادلهای سخت شا نرا نرم وبدورخویش جمع کنند ۰وتاسرحدی محب ومطیع ګردید ند که دربرابرراه رسول وخالق یکتایش از جان ومال ، زن وفرزندهمه ګذشته، مقاطعه ومقاتله نمایند؟ بدون شک تاثیراعجازواندرز قرآن کلام وپیغام خدای لایزال بی زوال وجزنتیجه فهم ودانش عالی وبلند، فراست وتوانایی علمی و عملی مخلصانه و بیریا ی پیامبربزرګوارازین قانون متبحر کامل وعادلانه آسمانی چیزی دیګر ی نمیتواند تصور یا توجیه شود ۰درجه بلند عقلی وهوشیاری و سجایای عالی اخلاقی رسول کریم «ص» درپیاده سازی اهداف عالی رفاه ورهیابی انسان نقش بسزایش راداشته است ۰
رسول الله مبارک درچنا ن سطح ومرتبه وسیع وبلند اخلاقی قرارداشتند ؛ منافقانیکه در غیاب خصومت میورزیدند، مذمت وبدګویی مبارک را می نمودند ، در پیش روی وحضور مبارکشان به تملق وچاپلوسی می پرداختند ۰وقتی یاران واصحاب مبارکشان میګفتند که : با آن قومی که با شما مقاتله میکنند ، دندان مبارک شما رابه شهادت رسانیده وخون وجود شما را میریزند نفرین ولعنت بفرستید ۰ آنحضرت« باسلاح علم وحلم » پاسخ داده وفرمودند :« من برای این نیامده ومبعوث نګردیده ام که به مردم نفرین ولعنت بګویم ؛ بلکه بعثت من دعا و رحمت است۰۰۰۰» ۰
حضرت پیامبر اسلام محمد مصطفی «ص» شخصیت دارای کرکتر آرام، امین باوقار، متواضع ، بسیار خوش خوی ، با صدق محبت ومهربا ن و راستکار بودند که یکی از عناصربزرګی وکامیابی شان بشمار می آید وازهمین جاست که در قلوب مردم جا ی داشته ودارند ۰
قوی وضعیف ،زورآور ، وناتوان را یک سان وبا یک نظر میدید ندوپیش آمد وبرخورد می نمودند۰ ازضعفا وفقرا بیشتر وزیادتر وارسی بعمل می آوردند۰ازمریضان عیادت میفرمودند،به جنازه اشتراک میورزیدند، مردم را به حسن سلوک و نیکوکاری دعوت وکمک می نمودند ۰ در راه رفع مشکلات فردی واجتماعی با خلوص نیت و صادقانه سعی وتلاش خستګی نا پذیر بخرچ میدادند۰«دین شان ایمان و سر مشق شان قرآن بود » ۰ آنچه که قرآن می خواست ، مبارک هم همان رامیخواست ؛وچیزی که درقرآن نهی شده بود آنرا دوست نداشتندواجازه نمیدادند ۰
در خاتمه می خواهم بعرض برسانم وقتی مسلمانان ازچینین مشعل تابناک وکارنامه ها ورسالت مشعل دار راه روشن وسعادت بر خورداربوده و به ارث ګرفته اند ضرورت است و از وجایب انسانی واسلامی اش بشمار میآید تا با استفاده ازروشنی قانون ابدی وکامل آسمانی و سیرت رسول خدا محمد مصطفی از نواهی ومنهیات وبی عدالتی مظالم وګمراهی نه تنها احترازنماید بلکه ماموریت ورسالت دارد منحیث یک يبرو ومطیع مخلص قانون آسمانی و رهبنما وآموزګار تواناوځاتم النیین ، امام رسل و شفیع المذنبین در راه جلوګیری پخش ونشرګمراهی و نجات و پاک سازی فرد وجامعه از هیچګونه بذل مساعی دریغ نورزیده ، دین ورسالت اخروی و دنیایی را ادا وموجبات کسب رضاوخوشنودی خداورسولش را فراهم نماید وپایان سخن :
ما که تو را ندیدیم
نام خوشت شنیدیم
دین تو برگزیدیم
یا مصطفی محمد
آن محمد که احمدش خوانند
نو رچشم دو عا لمش خوانند