واژه های آریه ،آریا، ایرانمویجه و آریانا در بازار لیلام…

نوشته : دکتر حمیدالله مفید در این پسین روز ها  برخی …

 جشن نوروز در گذرگاه تاریخ

نوشته : داکتر حمیدالله مفید واژه نوروز را آریایی های باستانی…

د تلویزیوني سیاسي بحثونو اخلاقي معیارونه

 نور محمد غفوری پیلامه د تلویزیوني سیاسي بحثونو په اړه مې مخکې…

از هیولای ساخته‌شده تا دشمن مقدس؛ روایت قدرت از تروریسم

نویسنده: مهرالدین مشید تروریسم سایه ای که قدرت ها می سازند…

رايحه

دوم حمل ١٤٠٤ خورشيدىفکر تو زیبنده ‌‌‌‌‌‌ی دل‌ها شدهوسوسه…

بخاطر محکمه عاملان جنایات جنگی و ضد بشری تجاوز نظامی…

اعلامیه و فراخوان انجمن سراسری حقوقدانان افغانستان بنام خداوند حق و…

از شکست دکترین عمق استراتژیک تا طلوع رقابت نیابتی هند

نویسنده: مهرالدین مشید شکست عمق استراتژیک  و جنایات نظامیان تروریست پرور افغانستان…

د تلویزیوني سیاسي بحثونو اهمیت

نور محمد غفوری مقدمه:د تلویزیونی سیاسی بحثونو په ماهیت مو په…

تولستوی ، لئو نیکولایویچ

برگردان. رحیم کاکایی دانشنامه بزرگ شوروی  و. یا. لاکشین کنت لئو نیکولایویچ تولستوی…

      عید شما مبارکباد 

مبا رکبا د عید ی روزه  دا را ن به آ…

نوروز؛ ارث نیاکان

رسول پویان کهـن نـشـاط بهـاران جشن نوروز است سرور سرو خرامان جشن…

د تلویزیوني سیاسي بحثونو ماهیت

نور محمد غفوری نن چې په انټرنټ کې ګرځیدم، ناڅاپي مې…

چگونه تحلیل کنیم؟

در این روز ها صدا ها در رابطه به وضعیت…

فرنسوا ولټر

ولټر، یو فرانسوي لیکوال، مورخ او فیلسوف، د ټولنیزو اصلاح…

هانا آرنت؛ توتالیتاریسم ابتذال شر

Arendt, Hanna (1906-1975) آرام بختیاری نقل قول های سیاسی یک زن برای…

فقدان روایت آشتی ملی و بحران گفتمان در افغانستان

نویسنده: مهرالدین مشید افغانستان در دوراهیِ آشتی و منازعه افغانستان طی پنج…

چهار و نیم سال پس از برپایی امارت اسلامی سرمایه؛…

فهیم آزاد مقدمه فقدان اجماع تحلیلی پیرامون بازگشت طالبان به قدرت سیاسی…

پاسخی به پرسشی که چرا؟ گفته بودم، خامنه‌یی قصد حمله…

محمدعثمان نجیب نماینده‌ی مبان بخش نخست در هفته‌ی گذشته‌ یک هم‌وطن ما یا…

از کابل تا تهران؛ مهار افراطیت یا مهندسی قدرت و…

نویسنده: مهرالدین مشید زورگویی یا ژئوپلیتیک ضربه؛ بازی با آتش تحولات امنیتی…

ویکتور هوګو

هغه د فرانسې نامتو شاعر، ناول، رومان او ډرامه لیکونکی…

«
»

د ویښ زلمو په لار

پروفیسورعبدالله بختانې « خدمتگار »

د سعید افغاني  د مولوی کیدو په کال ،  د « 1325  ه ش »  د دلو په « 25  مه »  په ننگرهار کښی  د ویښ زلمیانو ډله  جوړه شوه، او څو چه کال  پوره کیده په ټول هیواد کښی یی  ملگری پیدا کړل .

دا یو سیاسي ، اجتماعي او ادبي حرکت  و  چه له ظلم ، استبداد ،  رشوت خوری ، سود خوری ، مزخرفو دودونو اورواجونو سره یی مبارزه کوله او دعلم او پوهنی د تعمیم او پراختیا او زمونږ د گران تاریخي هیواد د ټو لو اوسیدونکو ترمنځ یی د ملي وحدت په ټینگښت  باندی  تینگار کاوه.

دی حرکت په متشکل  او منظم  ډول تر « 1331  ه ش »  کاله پوری  دوام  موندلی  دی . داخلي  او خارجي ارتجاعي  محافلو اوعناصرو  په دی جریان  سره مخالفت کاوه او دهغه د غړو د بدنامولو او بی لیاری کولو لپاره یی هڅه کوله.

د وخت استبداد حکومت د چل، زور او نورو دسیسو په خوا کښی ، دا کوښښ هم کاوه چه په هیواد کښی د دینی  پوهنو طالبان ، عالمان او روحانیان  د ویښ زلمیانو  په غاره واچوی .

دوی سره ونښلوی او پخپله د خیر په غونډی  کښینی او په  دی هیواد کښی  پر اوسیدونکو خلق الله باندی استبدادی  حکومت  و چلوی  ځینو په نامه  روحانی عناصرو څه  ناڅه  دا دنده ترسره  کړه.  مگر په هیواد کښی زیات شمیر و طنپال ملایان ، مولویان او پیران د ویښ زلمیانو په خوا کښی ولاړ وو.   د بیلګی په ډول:

د کامی مرحوم  سید سرور « قاری » ، د قرآن کریم  حافظ  رسیدلی ملا ، لیکوال او شاعر ، اولسي، اجتماعي ، او روحاني  شخصیت چه  څو ځله د کامی  د ولسوالی د شریفو خلکو له خوا ،ننگرهار د ولایت د مشوری د وکیل په توګه انتخاب شوی و او د ننگرهار د دارالحفاظ موسس، مدیر او استادو ، همداررنگه د کندهار مشهور اجتماعي او روحاني  شخصیت  محمد یوسف  « مجددی » او ستر دینی عالم ، د مزارشریف  د  اسدیه مدرسی  د دار العلوم مدیر او استاد، لیکوال او مترجم  مرحوم  مولوی عبیدالله « صافی » ، مشهور ویښ زلمیان  او زمونږ فعال او تکړه  ملګری وو .

یا مشهور دینی عالم مرشد ، علمي ، روحاني ، اولسي او اجتماعي شخصیت ، د تگاو اخوند زاده مرحوم  مولوی حمیدالله صاحب  په وینا او عمل کښی  زموږ  د ډلی ډیر حمایت او ننگه کړی ده.

یا مشهور دیني عالم  د سلطنتي  استبداد ضد، علمي ،سیاسي او اجتماعي شخصیت،  مولوی  قاضی محمد بهرام د کندهار چه د هغوی ځبرو، صحبتونو او مشورو دویښ زلمیانو د حرکت  په لاره  کښی ستر اغیزه  درلود.  زه اوس هم  دغو نوموړه  ښاغلو  و طنپالو ،  دینی عالمانو او روحا نیانو  ته  د احترام  سر ټیټوم او دهغو په درنو نومونو ویاړم.

د کابل د عربی دار العلوم، د ننگرهار د نجم المدارس ، د مزار شریف  د اسدیه مدرسی او نورو دینی مدرسو یو شمیر نور زلمي  شاګردان  هم  ویښ زلمیان  وو، چه په  دی  نهضت  کښی یی  جوش او خروش پیدا کړی و.

د ویښ زلمیانو د فعالیت په موده ، د مولوی محمد سعید افغاني ، د کار ، استادی او لیکوالی لومړنی و ختونه وو.

که  څه هم  دی د ډلی رسمی  ملگری نه و،  مگر مونږ  چه  گورو،  د ده  دهغه وخت  لیکني  دو یښ زلمیانو د مرام د محتوا له روحییی نه ډک وو. په هماغه سمت یی قدم ایښی، قلم چلولی او د ضرورت په وخت یی عملا ً مونږ سره مرسته کړی  ده.

عبدالله  بختانې « خدمتگار »

خیرخانه مینه ــ کابل