از هیولای ساخته‌شده تا دشمن مقدس؛ روایت قدرت از تروریسم

نویسنده: مهرالدین مشید تروریسم سایه ای که قدرت ها می سازند…

رايحه

دوم حمل ١٤٠٤ خورشيدىفکر تو زیبنده ‌‌‌‌‌‌ی دل‌ها شدهوسوسه…

بخاطر محکمه عاملان جنایات جنگی و ضد بشری تجاوز نظامی…

اعلامیه و فراخوان انجمن سراسری حقوقدانان افغانستان بنام خداوند حق و…

از شکست دکترین عمق استراتژیک تا طلوع رقابت نیابتی هند

نویسنده: مهرالدین مشید شکست عمق استراتژیک  و جنایات نظامیان تروریست پرور افغانستان…

د تلویزیوني سیاسي بحثونو اهمیت

نور محمد غفوری مقدمه:د تلویزیونی سیاسی بحثونو په ماهیت مو په…

تولستوی ، لئو نیکولایویچ

برگردان. رحیم کاکایی دانشنامه بزرگ شوروی  و. یا. لاکشین کنت لئو نیکولایویچ تولستوی…

      عید شما مبارکباد 

مبا رکبا د عید ی روزه  دا را ن به آ…

نوروز؛ ارث نیاکان

رسول پویان کهـن نـشـاط بهـاران جشن نوروز است سرور سرو خرامان جشن…

د تلویزیوني سیاسي بحثونو ماهیت

نور محمد غفوری نن چې په انټرنټ کې ګرځیدم، ناڅاپي مې…

چگونه تحلیل کنیم؟

در این روز ها صدا ها در رابطه به وضعیت…

فرنسوا ولټر

ولټر، یو فرانسوي لیکوال، مورخ او فیلسوف، د ټولنیزو اصلاح…

هانا آرنت؛ توتالیتاریسم ابتذال شر

Arendt, Hanna (1906-1975) آرام بختیاری نقل قول های سیاسی یک زن برای…

فقدان روایت آشتی ملی و بحران گفتمان در افغانستان

نویسنده: مهرالدین مشید افغانستان در دوراهیِ آشتی و منازعه افغانستان طی پنج…

چهار و نیم سال پس از برپایی امارت اسلامی سرمایه؛…

فهیم آزاد مقدمه فقدان اجماع تحلیلی پیرامون بازگشت طالبان به قدرت سیاسی…

پاسخی به پرسشی که چرا؟ گفته بودم، خامنه‌یی قصد حمله…

محمدعثمان نجیب نماینده‌ی مبان بخش نخست در هفته‌ی گذشته‌ یک هم‌وطن ما یا…

از کابل تا تهران؛ مهار افراطیت یا مهندسی قدرت و…

نویسنده: مهرالدین مشید زورگویی یا ژئوپلیتیک ضربه؛ بازی با آتش تحولات امنیتی…

ویکتور هوګو

هغه د فرانسې نامتو شاعر، ناول، رومان او ډرامه لیکونکی…

یک عکس وهزار خاطره

راديو تلويزيون و افغانفلم سابق افغانستان تنى چند از ژورناليستان اولين…

مارهای آستین؛ بازگشت هیولاهای جنگ نیابتی به دامان پاکستان

نویسنده: مهرالدین مشید از عمق استراتیژی تا عمق بحران؛ چرخش شمشیر…

ظلم ظالم

رسول پویان جهان به لاف وپـوف ظلم برنمی گردد اســـیـر ظالـــم و…

«
»

خپلواکي ( آزادي ) تر سوال لاندې ده ؟؟؟؟

لیکونکۍ : دکتور طاوس وردک ، تورنتو،کاناډآ د اګست ۱۷مه ۲۰۱۶ کال .

خپلواکي یا آزادی د هرانسان ، حیوان او پرندګانو خزندګانو ،ګویا د خدای د مخلوقاتو یو اساسی رکن او د ژوندانه پایه او اساس جوړوي ،قیودات په خلکو لګول ، خلک د خپل ازاد ژوند نه منع کول ، خلکو ته نوي طریقی او لارې د ژوند کولو ورښودل په خپله د انسان ژوند دخطر او ډیرو نورو مشکلاتو سره مخامخ کوي ، د افغانستان خلکو د قرنو په اوږدو کې خپله نسبی ازادی درلودله او د خپل حاکمیت او حکومت داریو په چوکات کې اقلا مسون وو ، چا په چا کار نه درلودلو ، هر سړي په خپل کور کلي کې مسون او د ژوند چارې ېې د خپل توان او امکاناتو سره په مخ بیول ،د اسلامی او دیني واکمنانو ( روحانیونو او ملانو او طالبانو ) په شمول دژوند ډیره مساعده او ښه فضا موجوده وه ، خلکو کارکولو – زناشويي شرعا روا او ادامه ېې لرله – دښځو د آزادۍ – دتعلیم او تحصیل امکانات دهر چا له پاره مساعد وو ، او هیڅکله زما په یادون سره موانع هیچا ته نه پیښیدی ، او هر سړۍ د خپل استعداد په اندازه رشد کولو او مقام ته رسیدو ، لایق کسان په لوړو مقامو تعینیدل او ورته قدرکیدلو ، خو کله چې امپریالیزم – شونیزم  – کمونیزم – وهابیت – سلفیت په افغانستان خپله توره څیره واچوله زموږ خلک ېې دلوی بدبختی سره مواجه کړل ، مخصوصا د پاکستان د آزادۍ وروسته او خاصتا هغه وخت چې دیورند د امانالله خان په بابا تحمیل شوو هغه وخت تورې ارتجاع خپله سیره زموږ په خلکو او خاوره خوره کړه ،دهندوستان د ازادۍ وروسته هغه وخت چی پاکستان له هندوستانه په ۱۹۴۷ کې آزادی ترلاسه کړه او انګریزانو غیر قانونی او غیر منطقی دستوری د دیورند قواله او سند پاکستان ته ورکړو او زموږ خاوره او خلک ېې د لويي بدبختی او شکست سره مواجه کړل ، نو امیر امان الله خان ، یوه مترقی او پشتون پادشاه چې د امیر حبیب الله خان زوی وو او پلار ېې مترقی او معارف پرور انسان وو د انګریزانو په ضد په ۱۹۱۹ کي قیام وکړو افغانستان ېې ازاد کړو ، چې د ۲۸ م د اسد سره سمون خوری او تر ننه د هغو ورځي نه ۹۷ کاله تیریژي ، خو زه بیا هم ورته ازادی نه وایم ځکه زموږ نیمایی خاوره د پاکستان په ولکه کی ورکړل شوه او انګریزانو دا دشمنی دایمی زموږ او پاکستان تر منځ وساتله ،نن هم چې زموږ دشمنان د پاکستان په تحریک د اشرف غنی د حکومت پرضد جنګیژي او د پخوانیو تاریخی دشمنانو حمایت او همکاری ورسره ده زموږ وطن ازاد نه دی ؟؟ مخصوصا کله چې د ( پنجشیریانو او جمعا د شمال ټلوالې له خوانه امپریالیزم ،په راس کې ېې امریکا ته مساعده شوه ، او دوی پنجشیریان نن مباهات کوی او وایی چې قدرت سیاسی موږ درکړو ، موږ دطالبانو نه خلاص کړۍ ، موږ که نه وۍ نن به یو وزیر د نورو خلکو نه وو ،ننۍ حکومت او دولت ګویا د پنجشیریانو دبرکته دی ) ، خلک باید پوه شي چې اشغالګرو ته زمینه پنجشیریانو مساعده کړه او تر ننه زورازمايي کوي او کله کله په خلقیانو او پرچمیانو تورونه لګوی چې روسان ېې را وستل ، خو هیڅ کله نه وایی چې نن ۴۸ کافرهیوادونه د تاریخی امپریالیزم په شمول افغانستان اشغال شوی دی او د اشغال زمینه هم مجاهدینو ورته مساعده کړه ، او هیڅکله دغه ورځ ما ته اهمیت نه لری او موږ نن ازاد نه یو ، زموږ حکومت او خلک د امپریالیزم تر ولکې لاندې ژوند کوی او یوه مستعمره هیواد یو ، ولسمشران او اجرایه ریس د امریکا له خوانه تعینیژي او دغربیانو په امر او فرمان کار کوی ، ددی خاطره موږ هیڅ ډول آزدی او خپلواکی نه لرو ،بله خبره داده چې د امان الله خان او حبیب الله سقاو تر منځ فرق نه کیژي ؟؟؟ او نن هماغه غله ، تروریستان ، چپاولګران ، تفکسالاران ، دشمال ټلوالی کسان د حبیب الله کلکانی نه یو فیګور ، یوه ملی څیره جوړوی ، لکه دیوه درباری شاعر(خلیلالله خلیلی )  نه ېې چې جوړه کړه ، دیوه تروریست او قاتل او قاچاقبر ( احمدشاه مسعود نه ېې چې ملی قهرمان جوړ کړو ، لکه د سموار د پایدو فهیم نه ېې چې مارشال جوړ کړو ) ، بنا موږ هیڅ ډول ازادی نه لرو او د ازادی اصول باید زده کړو او بیا ېې عملی کړو ، دیموکراسی باید د افغانستان دخلکو په خوښه ـ دهغوی دهضم او ځغم په اندازه وي ، هره دیموکراسي چې غربیان ېې لری زموږ دخلکو له پاره نه ده او زموږ خلک ېې نه خوښوي ، زه د افغانستان جمهورو ریسانو ته وایم چې اول د داخلی دشمنانو سره قاطع خط معلوم کړی او دوی وځپۍ او دشمنان که نور هم په وسلو مجهز پریږدۍ زموږ د هیواد ارضی تمامیت او ازادی ته لوی خطر دی .