بخاطر محکمه عاملان جنایات جنگی و ضد بشری تجاوز نظامی…

اعلامیه و فراخوان انجمن سراسری حقوقدانان افغانستان بنام خداوند حق و…

از شکست دکترین عمق استراتژیک تا طلوع رقابت نیابتی هند

نویسنده: مهرالدین مشید شکست عمق استراتژیک  و جنایات نظامیان تروریست پرور افغانستان…

د تلویزیوني سیاسي بحثونو اهمیت

نور محمد غفوری مقدمه:د تلویزیونی سیاسی بحثونو په ماهیت مو په…

تولستوی ، لئو نیکولایویچ

برگردان. رحیم کاکایی دانشنامه بزرگ شوروی  و. یا. لاکشین کنت لئو نیکولایویچ تولستوی…

      عید شما مبارکباد 

مبا رکبا د عید ی روزه  دا را ن به آ…

نوروز؛ ارث نیاکان

رسول پویان کهـن نـشـاط بهـاران جشن نوروز است سرور سرو خرامان جشن…

د تلویزیوني سیاسي بحثونو ماهیت

نور محمد غفوری نن چې په انټرنټ کې ګرځیدم، ناڅاپي مې…

چگونه تحلیل کنیم؟

در این روز ها صدا ها در رابطه به وضعیت…

فرنسوا ولټر

ولټر، یو فرانسوي لیکوال، مورخ او فیلسوف، د ټولنیزو اصلاح…

هانا آرنت؛ توتالیتاریسم ابتذال شر

Arendt, Hanna (1906-1975) آرام بختیاری نقل قول های سیاسی یک زن برای…

فقدان روایت آشتی ملی و بحران گفتمان در افغانستان

نویسنده: مهرالدین مشید افغانستان در دوراهیِ آشتی و منازعه افغانستان طی پنج…

چهار و نیم سال پس از برپایی امارت اسلامی سرمایه؛…

فهیم آزاد مقدمه فقدان اجماع تحلیلی پیرامون بازگشت طالبان به قدرت سیاسی…

پاسخی به پرسشی که چرا؟ گفته بودم، خامنه‌یی قصد حمله…

محمدعثمان نجیب نماینده‌ی مبان بخش نخست در هفته‌ی گذشته‌ یک هم‌وطن ما یا…

از کابل تا تهران؛ مهار افراطیت یا مهندسی قدرت و…

نویسنده: مهرالدین مشید زورگویی یا ژئوپلیتیک ضربه؛ بازی با آتش تحولات امنیتی…

ویکتور هوګو

هغه د فرانسې نامتو شاعر، ناول، رومان او ډرامه لیکونکی…

یک عکس وهزار خاطره

راديو تلويزيون و افغانفلم سابق افغانستان تنى چند از ژورناليستان اولين…

مارهای آستین؛ بازگشت هیولاهای جنگ نیابتی به دامان پاکستان

نویسنده: مهرالدین مشید از عمق استراتیژی تا عمق بحران؛ چرخش شمشیر…

ظلم ظالم

رسول پویان جهان به لاف وپـوف ظلم برنمی گردد اســـیـر ظالـــم و…

روز جهانی زن در میانۀ بحران و عقبگرد تاریخی

اعلامیۀ سازمان سوسیالیست‌های کارگری افغانستان به پیشواز هشتم مارچ، روز…

نه به جنگ، نه به استبداد؛ راه ما رهایی اجتماعی…

اعلامیه سازمان سوسیالیست‌های کارگری افغانستان در مورد جنگ امریکا-اسرائیل با…

«
»

حکومت دوه کلن شو، لاسته راوړنې ډيرې لري که ننګونې؟

د ولسمشر په توګه د محمد اشرف غني، د اجرايه رييس په توګه د عبدالله عبدالله او د افغان حکومت په توګه د ملي يووالي حکومت دوه کاله پوره شول. په دغه دوه کلنه دوره کې هم افغان حکومت او هم افغان ولس د پراخو بدلونو او پيښو شاهد دی. طبعي ده چې د ملي يووالي حکومت به لاسته راوړنې او ننګونې دواړه لري. خو پوښتنه دا ده چې د ملي يووالي حکومت چې په راس کې دوه ښاغلي ډاکټران ځای لري؛ لاسته راوړنې او که ننګونې ډيرې لري؟

لاسته راوړنې:

اشرف غني د ولسمشر په توګه له لوړې کولو څو ورځې وروسته د ملي امنیت سلاکار ښاغلي حنيف اتمر په لاس له امریکا سره امنیتي تړون لاسلیک کړ. له اداري فساد سره د مبارزې له پاره هم ځينې لومړني کارونه ترسره شول. د کابل بانک دوسیه بیا پرانیستل شوه، د تدارکاتو د ملي کمېټې جوړه شوه، د ښار جوړونې وزارت شپږ ريیسان چې د فساد تور پرې موجود و محکمې ته معرفي شول. همداراز د ملي دفاع وزارت له تړونونو بیا څارنه پيل شوه. له نړۍ سره د اړیکو د نوي فصل د پرانیستلو له پاره ولسمشر لومړی سعودي عربستان ته لاړ او هلته یې د حج مراسم په ځای کړل. ورپسې د سولې د پروسې د چټکولو له پاره چین ته لاړ او له دغه هېواد سره یې اقتصادي او سیاسي هوکړه لیکونه لاسلیک کړل. نوموړی همداراز امریکا، پاکستان، ترکمنستان، چین، ایراناو هندته سفرونه وکړل او د افغانستان بهرنی سیاست یې په پنځو کټه ګوريو ووېشه.

د ملي يووالی دولت همداراز د لندن، مونیخ، ناټو، سارک او د افغانستان پاکستان او چین په درې ا ړخیزو غونډو کې افغان پلاویو ګډون وکړ. له وسله والو مخالفانو سره د پګواش غوندې ترسره شوې او همداراز د افغانستان، پاکستان، چين او امريکا په منځګړيتوب د افغان سولې لپاره څلور ، څلور اړخيزې ناستې هم ترسره شوې. همداراز په قضايې او عدلي ارګانونو د ولس د باور فضا د رامنځته کولو لپاره هم یو لړ ګامونه واخیستل د بېلګې په توګه د پغمان د جنسي تېري د عاملینو په دار ځړول، د حبیب استالف په دار ځړول او همداشان د ريیس خدایداد په دار ځړول. همداراز د بيارغاونې او اقتصادي خپلواکۍ لپاره هم ولسمشر غني ځينې ګامونه واخيستل چې له جملې يې د چابهار بندر سوداګريزه او ترانزيتي پروژې د هوکړه ليک لاسليک کيدل،  د سلما بند پرانيستل چې د افغانستان تر ټولو ستره بنسټیزه پروژه ده، د ټاپي د ګازو د نلليکې پروژې پرانيستل چې له مخې يې د ترکمنستان ګاز په یوه نل لیکه کې د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته انتقالیږي.

همداشان د هيواد بهرني سياست کې يې هم د پام وړ کارونه ترسره کړل. د پاکستان د اصلاح کيدو او له ترهګرۍ څخه د لاسته اخيستنې لپاره يې په هر نړيوال او کورني ټريبيون د پاکستان د منزوي کيدو غږ اوچت کړی دی. له دغه هيواد سره په سوداګرۍ کې د ورته عمل ترسره کول چې پاکستان په افغان سوداګرو خپل بندرونو تړلي و نو افغان حکومت هم ورته اقدام وکړ او د پاکستان تجارتي مالونو ته يې د افغانستان له بندرونو د تيريدو اجازه ورنکړه. له هندوستان سره په اړيکو کې پراختيا رامنځته شوه چې له امله يې هندوستان له افغان ولس سره د نغدي مرستو تر څنګ له افغان حکومت او امنيتي ځواکونو سره پوځي مرستې وکړې او د لا نورو مرسته ژمنه يې هم کړې ده.

ننګونې :

د ټاکنيز کمپاين او له هغه راوروسته د حکومتولۍ په جريان کې له ولس سره د کړيو ژمنو په عملي کولو کې پاتې راتلل، يعنې له فساد سره مبارزه ، په ټاکنیزو کميسيونو کې اصلاحات ، د خلکو پر دسترخوان کې مثبت بدلون راوستل، ولس ته د اشتغال زمینې برابرول او … هغه ژمنې دي چې د ملي يووالي حکومت يې په پوره کولو کې پاتې راغلی دی. همدارارز پر خپل وخت د پارلماني او ولسواليو شوراګانو ټاکنو نه ترسره کېدل، د تقنیني لویې جرګې نه جوړېدل، له اداري فساد سره ناکامه مبارزه، د بيکارۍ کچې لوړيدل، له هېواد څخه د افغانانو د تېښتې په مخنيوي کې پاتې راتلل، له کورنیو تولیداتو د ملاتړ نه شتون، ورځ تر بلې د هيواد امنيتي وضعيت ترينګلي کيدل، له وسله والو مخالفانو سره د سولې د خبرو ناکاميدل، د بريښنايې تذکرو نه ويشل کيدل، تر دوو کلونو وروسته هم وزارتونه، ولايتونه او ځينې ادارې د سرپرستانو لخوا اداره کول، د خپلمنځي اختلافاتو له ګردابه نه راوتل، پيښو ته د حقيقت موندنې کميسونونو ټاکل خو پايلې يې نه معلوميدل او … نور هغه مهم فکتورونه دي چې د ملي يووالي د حکومت په لمن د بې کفايتۍ تور داغ په شکل شتون لري.

ماشيني رتبې او اعزازونه ورکول، د هر غل، غدار او ډاکو په نامه د چوکونو، مکتبونو او څلور لارو نومول، د زورواکانو او جنګسالارانو هر ډول غير قانوني او قانون ماتوونکې غوښتنې ته تسليميدل، له عدلي او طبي معایناتو پرته د حبيب الله کلکاني او ملګرو په نوم يې د پخوانيو هډوکو له سره سپړل او ښخول، د زور واکو او چارواکو لخوا د ملکيتونو د غصب لړۍ په مخنيوي کې ناکاميدل، د جنګسالارانو هرې غوښتنې ته د لبيک ويلو سره قومي، ژبني، سمتي او مذهبي تعصب ته زمينه برابرول، او … کارونه ترسره کول د ملي يووالي د حکومت هغه شرمناکې کړنې دي چې تاريخ به يې هيرې نه کړي.

همدا راز د کار له لومړۍ ورځې تر وروستيو مياشتو پاکستان ته يو طرفه امتيازات ورکول حتی تر دې چې ورسره پټ استخباراتي تفاهم ليک لاسليکول، د لسګونو شهيدانو په ورکولو سره بيا هم په تورخم کې د پاکستان دروازې جوړولو ته اجازه ورکول، په افغان خاوره کې د پاکستانيو تاسيساتو د جوړيدو په مخنيوي کې پاتې راتلل او … ځينې هغه عوامل دي چې د ملي يووالي د حکومت په بې کفايتۍ او کمزورۍ دلالت کوي.

دا د پورته ياد شوي موارد د ملي يووالي د حکومت لاسته راوړنې او ننګونې دي چې ولس ته يې په خپله دوه کلنه دوره کې په ډالۍ کې ورکړي دي. قضاوت تاسې وکړئ چې لاسته راوړنې او که ننګونې يې ډيرې دي.

لیکنه : خوشحال آصفي