خلق در دانه لری - مرواریت های ناب

قۉشیق ( دو بیتی )   داکتر فیض الله ایماق باید گفت که،…

آشتی کردن طالبان با مردم افغانستان، راهی برای پایان جنگ…

نویسنده: مهرالدین مشید زهر پاشی های قومی و زبانی و توطیۀ…

 ترجمه‌ی شعرهایی از سردار قادر 

استاد "سردار قادر" (به کُردی: سه‌ردار قادر)، شاعر کُرد زبان،…

خموشی

 نوشته نذیر ظفر شــــــــد مــــدتی که ورد زبانم ترانه نیست آوای مــــن…

چشم براه وحدت

            چشمم براه  وحدت  پیوند وهمد لی جانم فدای وحدت وصد ق…

دوحه سر دوحه، پروسه های پیچیده و آرمانهای خشکیده 

نوشته از بصیر دهزاد  سومین کنفرانس در دوحه  درست سه هفته…

کور و نابینایان خرد

تقدیم به زن ستیز های بدوی و ملا های اجیر، آن…

فضیلت سیاسی و افغانستان

در نخست بدانیم٬ ماکیاولی در شهریار و گفتارها٬ در واقع…

بهای سنگین این خاموشی پیش از توفان را طالبان خواهند…

نویسنده: مهرالدین مشید طالبان بیش از این صبر مردم افغانستان را…

گلایه و سخن چندی با خالق یکتا

خداوندا ببخشایم که از دل با تومیخواهم سخن رانم هراسانم که…

(ملات گاندی در مورد امام حسین

باسم تعالى در نخست ورود ماه محرم و عاشوراء حسينى را…

جهان بی روح پدیداری دولت مستبد

دولت محصولی از روابط مشترك المنافع اعضاء جامعه می باشد٬ که…

ضانوردان ناسا یک سال شبیه‌سازی زندگی در مریخ را به…

چهار فضانورد داوطلب ناسا پس از یک سال تحقیق برای…

پاسخی به نیاز های جدید یا پاسخی به مخالفان

نویسنده: مهرالدین مشید آغاز بحث بر سر اینکه قرآن حادث است و…

طالبان، پناهگاه امن تروریسم اسلامی

سیامک بهاری شورای امنیت سازمان ملل: ”افغانستان به پناهگاه امن القاعده و…

  نور خرد

 ازآن آقای دنیا بر سر ما سنگ باریده عدوی جان ما…

عرفان با 3 حوزه شناخت/ ذهن، منطق، غیب

دکتر بیژن باران با سلطه علم در سده 21،…

شکست مارکسیسم و ناپاسخگویی لیبرالیسم و آینده ی ناپیدای بشر

نویسنده: مهرالدین مشید حرکت جهان به سوی ناکجا آباد فروپاشی اتحاد جماهیر…

سوفیسم،- از روشنگری باستان، تا سفسطه گری در ایران.

sophism. آرام بختیاری دو معنی و دو مرحله متضاد سوفیسم یونانی در…

آموزگار خود در عصر دیجیتال و هوش مصنوعی را دریابید!

محمد عالم افتخار اگر عزیزانی از این عنوان و پیام گرفتار…

«
»

۸۱ سلنه نه؛ بلکه ۱۰۰ سلنه ناخوښه ولس

که څه هم د ملي يووالي حکومت د افغانستان د اساسي قانون خلاف د يو دريمګړي له خوا جوړ شوى، نه د خلکو د رايو پر بنسټ، په همدې سبب دی چې ورځ تر بلې خلک له حکومته واټن اخلي. د حکومت څخه د خلکو د ناخوښۍ خبرونه پخپله د حکومت له منځه هم ډير ورکړل شوي دي. څو ورځې وړاندې پخپله د ملي یووالي د حکومت مشر اشرف غني په تير يو کال کې په خپل مشروطيت او ناکامۍ اقرار وکړ. غني د ۱۳۹۵ ښوونيز کال د پرانيستې په مراسمو ومنل چې د ښوونکو د وضعيت ښه کولو په برخه کې مشروط شوى، خو هيله لري چې په روان کال کې به د کاميابي نمره واخلي.

همداشان څه موده وړاندې د ملي یووالي حکومت اجراییه رییس عبدالله عبدالله ويلي و ، پوهیږي چې له حکومته یې خلک ناخوښ او ورباندې بې باوره شوي دي خو دوي به بیاهم هڅه وکړي چې تر څو خلکو ته په ښه خدمت کولو د هغوی باور تر لاسه کړي. نوموړي دغه خبرې د وزیرانو شورا په غونډه کې کړي او زیاته کړې يي وه؛ د دوي د کارونو په مخ کې تر ټولو لوی خنډ نا امنیو جوړ کړی دي. همداشان د ښې حکومتولۍ په برخه کې د ولسمشر ځانګړي استازي ضيأ مسعود او د  اجراييه رياست مرستيال محمد محقق هم په ځلونو د حکومت له کړنو ناخوښي څرګنده کړې ده.

اوس تازه ترسره شوې سروې ښيې چې په افغانستان کې ۸۱ سلنه خلک د ملي يووالي له حکومته ناخوښ دي. د امریکا د متحده ایالاتو د نشراتي بورد BBG د مدیره پلاوی او د گلوپ شرکت په یوې سروی کې څرگنده شوې چې گډون کوونکي نژدې په سلو کې ٨١ په نسبي او یا بشپړه توګه د ملي وحدت د حکومت له اجرااتو څخه ناراضه دي. ددې سروی په بنسټ یواځې په سلو کې ١٧ کسانو ددې حکومت له اجرااتو څخه تر یوه حده او یا بشپړ ملاتړ کړی دی. د يادې سروې بل په زړه پورې ټکی دا دی چې د ملي يووالي حکومت د دواړو شريکانو څخه د ولس د ناخوښۍ کچه يي؛ بيله بيله په ډاګه کړې ده. د سروې له مخې د ملي یووالي د حکومت د دوو مشرانو په پرتله کولو کې د ملي وحدت د حکومت له اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله څخه د نارضایتۍ کچه د ولسمشر اشرف غني په پرتله زیاته ده. ددې سروې د ګډون کوونکو شاوخوا ۷۶ فیصده کسان د ولسمشر غني له اجرااتو او ۸۶ فیصده کسان د اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله له اجرااتو ناراضه دي.

که څه هم ياده سروې د ملي يووالي حکومت څخه د ولس د ناخوښۍ کچه ۸۱ سلنه په ډاګه کوي؛ خو که په حقيقت سترګې پټې نه کړو نو په ډاګه کيږي چې پوره سل فیصده خلک له حکومت ناخوښه دي. په تازه ترسره شوې سروې کې چې د حکومت له کړنو راضي ۱۷ سلنه خلک ياد شوي دي؛ دوی هغه خلک دي چې په يو نه يو ډول به حتماً په حکومت کې سهيم وي. يا به پخپله، يا به يي ورور، يا کاکا، يا ماما او د کورنۍ کوم بل غړی به يي حتماً په حکومتي څوکۍ ګمارل شوی وي. اصلاً که په دقيقه توګه د بې طرفه او بيوزله افغانانو وپوښتل شي؛ نو  په ډاګه به شي چې پوره سل فيصده خلک د ملي يووالي له حکومته ناخوښه دي.

تاسې په خپله قضاوت وکړئ، د ګډ حکومت په تېر يو نيم کال کې د ډېری افغانانو ژوند د پخوا په پرتله څومره خراب شوی او راتلونکي لپاره يې بې باوري کومې کچې ته رسيدلې ده؟ ولس د تير حکومت له موجوده ستونزو تر پوزې راغلی و او په ډيره علاقمندۍ سره د رايو صندوقونو تر شا ودريدل، د سر او مال خطر يي پر ځان ومانه خو د اوسني ګډ حکومت مشرانو ته يي رايه ورکړله. دوی هيله درلوده چې په ژوند کې به يي مثبت بدلون راشي او د يو هوسا ژوند خاوندان به شي. خو له بده مرغه د ملي يووالي حکومت مشرانو د ولس په رايه او سرنوشت معامله وکړه او د ولس د ارادې د تمثيل پر ځای يي دريمګړی خوشحاله او پر خوښه يي ګډ دوه سره حکومت جوړ کړ. دوی له پيله تر ډیره د مقرریو پر سر په بې پایه مبارزه کې ګیر شول او خلک يي تر شاه پريښودل.

ولسونه خو په دې هيله د رايو تر صندوقونو ولاړل چې نوى حکومت به يې امنيت ونيسي او خلکو ته به د کار زمينه مساعده کړي، څو د خلکو بېوزلي او اقتصادي کمزوري ورکه شي. خو اوس د يو نيم کال په تيريدلو ليدل کيږي چې د خلکو هيلې په ناهيلۍ بدلې شوې، اشرف غني او عبدالله نه يواځې چې خپلې ژمنې عملي نه کړې، بلکې د دواړو تر منځ اختلافاتو هېواد د ناورين په لور روان کړى. دوی د سوګند کولو له ورځې قانون ماتونې ته ملا وتړله، يو مشر يي د قانون ملا ورماتوي او بل هغه يي پوښتۍ. يو هغه يي سرپرست وزير ته قانونيت ورکوي او تر شاه يي دريږي او بل هغه يي بيا د يو ولايت لپاره دوه ښاروالان ټاکي، يو يې د کابل بانک زنداني ميليوني پوروړي ته قرارداد ورکوي او بل يي په چک چکو بدرګه کوي. او همداسې په لسګونو نورې قانون ماتوونې.

په ټوله کې د دې حکومت له جوړېدو تر ننه پورې اشرف غني او عبدالله په اختلافاتو سر دي او ولس ته يې د کار لپاره هېڅ زمينه نه ده مساعده کړې. نو تاسې په خپله قضاوت وکړئ چې څوک به څنګه د دې اووه سره حکومت له کړنو خوښ او راضي و واوسي؟؟

 

لیکنه : خوشحال آصفي