اقرار 

نوشته نذير ظفرپير  شدم   مرد  جوان  نيستملايق      الطاف …

نورم‌ها و ارزش‌های اجتماعی

 این مقاله نخستین‌بار در اوایل ماه می سال ۲۰۱۷ میلادی، در رسانه‌های…

محبتگاه عشق

رسول پویان زلف چین چین دام صید وتیغ ابرو قاتل است در…

افغانستان و «حاشیه نشینی ژئوپلیتیکی» در نظام بین الملل

نویسنده: مهرالدین مشید از اسیب پذیری ژئوپلیتیک تا نبود مشروعیت؛ «پاشنۀ…

در برابر جنایات ضد انسانی حلقه انسانیت ستیز طالبانیزم باید…

بصیر دهزاد  در هفته های اخیر افغانستان شاهد تشدید ارتکاب یک سلسله جرایم و…

از شمس النهار  و تجدد 

تا : نشريه «شريعت  » و تعصب کور ملا کراسی طالبانی  مصداق حال ما کلام شاعر…

 کاسیرر؛ فلسفه یعنی تئوری شناخت

آرام بختیاری تئوری شناخت جناب کاسیرر؛ متافیزیکی و لیبرالی است.   ارنست کاسیرر(1945-1874.م)،…

هجرت و تمدن؛ از زایش تمدن‌ها تا زایش بحران‌ ها

نویسنده: مهرالدین مشید روایت دوگانه هجرت؛ دیروز امید، امروز اضطراب هجرت به‌عنوان…

طالبان؛ اسطوره شکست ناپذیر با پاشنه اشیل

نویسنده: مهرالدین مشید توهم اقتدار پایدار؛ از فروپاشی امپراتوری‌ها تا شکست طالبان ظهور…

قربانی یاری شو!

امین الله مفکر امینی    2026-02-05! قربانی یاری شو که قربانــــت شـــــــــود     بوقتی سختی…

سلطنت مطلقه ؛ آنارشی جنگل گرگ ها

Hobbes , Thomas (1588-1679) آرام بختیاری هابس؛ فیلسوف سیاسی سلطنت مطلقه.  توماس هابس(1679-1588.م)،…

پایان یا بازتولید قدرت؛ طالبان در آستانه یک چرخش سرنوشت‌…

نویسنده: مهرالدین مشید حاکمیت طالبان و سناریو های آینده؛ تغییر از…

تکنولوژی یا تخیل؟ هارپ در میان واقعیت و توطئه 

از یوتیوب تا توهم خدایی: کالبدشکافی یک روایت خطرناک سلیمان کبیر…

بگذریـــد!

امین الله مفکر امینی          2026-27-04! بـگذرید زحرف وسخن های ممــلو ا زریـــــــــا نـــــدارد…

شب سیاه

رسول پویان شب سیاهی گریخته ماهی، شکـسته چنگی گـرفته نایی سحـر نیامد…

همدیگر ناپذیری

نفاق ، همدیگر ناپذیری ، بلند پروازی ، امتیاز طلبی…

مدافعان خط دیورند؛ واقع گرایان ژیوپلیتیک یا متهمان به همسویی…

نویسنده: مهرالدین مشید موافقان دیورند؛ بازیگران واقع گرا در برابر ستون…

‬‬نه به جنگ و نابرابری، آری به همبسته‌گی جهانی کارگران‬‬‬‬

 ‬‬‬‬اعلامیۀ سازمان سوسیالیست‌های کارگری افغانستان به‌مناسبت اول ماه می، روز…

توهم برتری و بازی قدرت

«جستاری در خودبزرگ‌ بینی و بازی‌های پنهان برتری» تهیه و تدوین…

بالیستیک چی‌ست؟

چرا این واژه‌ی صفت را به جای نام اصلی کار…

«
»

چهاربولک ادبي بهیر

نجیب الله پاڅون

د بلخ یو له پرنفوسه او پښتون مېشتو ولسوالیو څخه چهاربولک ده، دغه ولسوالۍ د مزارشریف ښار لوېدیځ لوري ته پرته ده، چې اکثره اوسېدونکي یې پښتانه دي. په ۱۳۹۱ لمریز، ۲۰۱۱ کال په لومړي ځل سره ( چهاربولک ادبي بهیر) تر نامه لاندې د دې ولسوالۍ ځوانانو لپاره یو ښوونیز، روزنیز، فرهنګي او ادبي بهیر د بلخ ادبي خوځښت لخوا په یلمان (وچه ونه) کلي د وطواط بلخي په ښوونځي کې پرانیستل سو. چهاربولک ادبي له پیل څخه په یوه واړه ټولګي کې خپلې اونیزې ناستې د یو څو ملګرو په ګډون سره ترسره کولې، په لومړیو وختونو کې په دغو ناستو کې له لسو نه تر پنځلس ملګرو پورې برخه اخیسته، چې په اونیزو ناستو کې آزاده مشاعره، کره کتنه، د غونډې راپور، په ویاند باندې کره کتنه ترسره کېدله، د وخت په تېرېدو سره چهاربولک ادبي بهیر وکړای شول، چې په خپله سیمه کې د پام وړ نفوذ پیدا کړي او د لریو کلیو او بانډو څخه نوي ځوانان، پټ شاعران او د ادب مینه وال دې ته وهڅوي، تر څو د دغه بهیر په اونیزو ناستو کې برخه واخلي. د چهاربولک ادبي بهیر له پرانیستې سره سم (نجیب الله پاڅون) د یاد بهیر مسؤول وټاکل سو، چې نوموړي پنځه کاله یعنې تر ۱۳۹۵ پورې د دغه بهیر مسوولیت لاره.

چهاربولک ادبي بهیر د ښوو او منظمو ناستو په موخه خپل ځای د مزار ـ شبرغان لویې لارې، خان آباد څلور لاري د دولت زي د تېلو ټانګ ته څېرمه وټاکه، چې اوس مهال دغه بهیر په یاد ځای کې خپلې ادبي، فرهنګي ناستې ترسره کوي.

چهاربولک ادبي بهیر د نوي ځای ته په راتګ سره نوی مسوول( حمیدالله ظفرزوی)، مرستیال( لعل جان آشنا)، د کتابتون مسوول او د اړیکو مسولین وټاکل.

همدا راز دغه بهیر خپلې اونیزې غونډې پنځلس ورځنیو ناستو ته وغځولې، او په لرې پرتو کلیو او بانډو کې یې میاشتنۍ غونډې د نویو ګډونوالو او ځوانانو د تشویق او ستاینې په موخه پیل کړې، چې اوس مهال هم یادې ناستې د دغې ولسوالۍ په لریو پرتو سیمو کې د ګڼ شمېر مشرانو، نویو ځوانانو، شاعرانو او د ادب مینه والو په ګډون سره ترسره کېږي.

چهاربولک ادبي بهیر په لومړي ځل سره د دغه بهیر د یوه تکړه او وتلي شاعر جلات خان مینه پال د چاپ شوي کتاب( قلندره) مخکتنې غونډه د دغه بهیر د غونډو په ځای کې ترسره کړه، په دغه ناسته کې د بلخ ولایت په لسګونو لیکوالانو، شاعرانو، د بلخ پوهنتون استادانو، د مدني ټولنو غړو او د فرهنګي ټولنو مسوولینو برخه اخیستې وه.

همدا راز چهاربولک ادبي بهیر د دغې ولسوالۍ څخه د ماشومانو لپاره د خپرېدونکې میاشتنۍ (ټال) خپرونې په هرې چاپ سوې ګڼې مختکنه او کره کتنه ترسره کړې او اوس مهال هم له بلخ ولایت څخه د لومړنۍ پښتو اونیزې(خبره) خپرونې په ځینو ګڼو مختکنه ترسره کوي.

دغه بهیر د چهاربولک ولسوالۍ په سختو او کړکېچنو سیمو کې خپلو ناستو ته ادامه ورکړې او تر اوسه یې ګڼ شمېر شاعران  او ځوانان روزلي، د چهاربولک ادبي بهیر یوازینۍ موخه په یاده سیمه کې د افراطیت، تاوتریخوالي، تشدد او د ناپوهۍ پرضد مبارزه او د پوهې، مطالعې پراخول دي.

د بلخ چهاربولک او نورې پښتون مېشتې له هغې جملې چمتال، بلخ، شولګره او دولت آباد ولسوالۍ د ځینو مافیايي او ټوپکمارو کړیو لخوا په لوی لاس ناامنه کړای شوي، چې تر څو د یادو ولسوالیو ځوانان په ناپوهۍ کې را لوی شي او په دغو سیمو کې د بیارغونې او پرمختګ کارونو ته خنډ جوړ کړای سي؛ خو اوس خوشبختانه د دغو ولسوالیو نوي ځوانان په خپلو سیمو کې نویو تنکیو ځوانانو ته د فکري سالمې ودې ورکولو په موخه ادبي، فرهنګي، ښوونیز او روزنیز بهیرونه او چاپي خپرونې پیل کړي، تر څو نوي ځوانان وکړای شي، په راتلونکي کې په خپله ژبه لیک، لوست، وینا او خپلې سیمې ته د خیر او ښېګڼې کار وکړي.

د پښتون ځوان نسل د بېدارۍ او پرمختګ په هیله.