نو کانتی ها،- مخالف سوسیالیسم و ماتریالیسم دیالکتیکی

neukantism.نو افلاتونی آرام بختیاری نو کانتی ها؛ نیم قرن میان مارکسیسم و…

غم دوشینه و سرنوشت نافرجام و دردناک مردم افغانستان

نویسنده: مهرالدین مشید کشتی شکستگانیم ای بادشرطه برخیز  باشد که باز بینیم …

برگردان شعرهایی از ژنرال پاییز

زنده‌یاد “محمدعمر عثمان” ملقب به “ژنرال پاییز” در سال ۱۹۵۷…

خلق در دانه لری - مرواریت های ناب

قۉشیق ( دو بیتی )   داکتر فیض الله ایماق باید گفت که،…

آشتی کردن طالبان با مردم افغانستان، راهی برای پایان جنگ…

نویسنده: مهرالدین مشید زهر پاشی های قومی و زبانی و توطیۀ…

 ترجمه‌ی شعرهایی از سردار قادر 

استاد "سردار قادر" (به کُردی: سه‌ردار قادر)، شاعر کُرد زبان،…

خموشی

 نوشته نذیر ظفر شــــــــد مــــدتی که ورد زبانم ترانه نیست آوای مــــن…

چشم براه وحدت

            چشمم براه  وحدت  پیوند وهمد لی جانم فدای وحدت وصد ق…

دوحه سر دوحه، پروسه های پیچیده و آرمانهای خشکیده 

نوشته از بصیر دهزاد  سومین کنفرانس در دوحه  درست سه هفته…

کور و نابینایان خرد

تقدیم به زن ستیز های بدوی و ملا های اجیر، آن…

فضیلت سیاسی و افغانستان

در نخست بدانیم٬ ماکیاولی در شهریار و گفتارها٬ در واقع…

بهای سنگین این خاموشی پیش از توفان را طالبان خواهند…

نویسنده: مهرالدین مشید طالبان بیش از این صبر مردم افغانستان را…

گلایه و سخن چندی با خالق یکتا

خداوندا ببخشایم که از دل با تومیخواهم سخن رانم هراسانم که…

(ملات گاندی در مورد امام حسین

باسم تعالى در نخست ورود ماه محرم و عاشوراء حسينى را…

جهان بی روح پدیداری دولت مستبد

دولت محصولی از روابط مشترك المنافع اعضاء جامعه می باشد٬ که…

ضانوردان ناسا یک سال شبیه‌سازی زندگی در مریخ را به…

چهار فضانورد داوطلب ناسا پس از یک سال تحقیق برای…

پاسخی به نیاز های جدید یا پاسخی به مخالفان

نویسنده: مهرالدین مشید آغاز بحث بر سر اینکه قرآن حادث است و…

طالبان، پناهگاه امن تروریسم اسلامی

سیامک بهاری شورای امنیت سازمان ملل: ”افغانستان به پناهگاه امن القاعده و…

  نور خرد

 ازآن آقای دنیا بر سر ما سنگ باریده عدوی جان ما…

عرفان با 3 حوزه شناخت/ ذهن، منطق، غیب

دکتر بیژن باران با سلطه علم در سده 21،…

«
»

په هالند کې د ښاغلي ډاکټر ببرک ارغند د ادبي او فرهنګي هاندو و هڅو په ویاړ نمانځ غونډه

دغه غونډه پر(۲۰۱۴) زیږدیز کال د اکتوبرمیاشتې پر څلورمه (۴) نیټه د هالند د (زوولی)  په ښار کې جوړه شوه.

په دې پرتمینه غونډه کې پر کوربه هیواد سربیره له بیلابیلو اروپایي هیوادونو څخه د پښتو او دري ادب و فرهنګ پیژندل شویو او نامتو څیرو، لیکوالو، ادیبانو او شاعرانو، او ګڼو مینه والو هم برخه اخیستې وه.

دا غونډه زموږ د هیواد د خوږ ژبې او تکړه ویاندې اغلې سهیلا اصغري وردک حسرت نظیمي په وینا پیل شوه، دې د خپلو خبرو په ترڅ کې ټولو ګډون کوونکوته ښه راغلاست ووایه، او له دوی څخه یې چې په دغه غونډه کې برخه اخیستې وه د زړه له کومې مننه وکړه.

اغلې سهیلا اصغري  د غونډې او د ډاکټر ببرک ارغند د علمي ، ادبي او فرهنګي شخصیت په اړه په پښتو ژبه اوریدونکو ته معلومات وړاندې کړل.

ورپسې اغلې فوزیه میترا د ډاکټر ببرک ارغند بیوګرافي په  دري  ژبه اوریدونکو ته واوروله.

همداسې ښاغلي استاد نصیردستګیر د ډاکټر ببرک ارغند د علمي، ادبي او فرهنګي شخصیت په اړه هم خبرې وکړې.

– اغلې کتلین ارغند چې د ښاغلي ډاکټر ببرک ارغند لور ده د ښاغلي ببرک ارغند د ادبي او فرهنګي شخصیت په اړه ګډونوالو ته چې یو شمیر ځوانانو او بهرني میلمنو په کې برخه هم درلوده په انګلیسي ژبه معلومات وړاندې کړ.

– په دغه غونډه کې سیاست پوه، ټولنیز پوه، د ادب و فرهنګ پیژندل شوي شخصیت، مخکښ او نوښتګر لیکوال،  تکړه شاعر، ژباړونکي او څیړونکي ښاغلي عبدالله نایبي ته بلنه ورکړل شوه چې د ستیژ سر ته راشي او خپله وینا د غونډې ګډون والو ته واوروي.  ښاغلي عبدالله نایبي د ښاغلي ډاکټر ببرک ارغند د علمي او ادبي سټې او اثارو په اړه خپله وینا واوروله، چې د اوریدونکو له خوا  په ډیره مینه د ده  د علمي او ادبي لیکنې  توود هرکلی وشو.

– ورپسې زموږ د هیواد پیژندل شوي لیکوال، د اوچت قلم خاوند، نوښتګر شاعر ښاغلي دستګیر نایل خپله وینا د غونډې ګډون والو ته واوروله.

ښاغلي دستګیر نایل په خپله لیکنه کې ، د ښاغلي ډاکټر ببرک ارغند پر ادبي او فرهنګي شخصیت او د ده د اثارو په اړه معلومات وړاندې کړ. ده په خپله لیکنه کې د ارغند صاحب ادبي تصورات، افکار، هنري تصویرونه او عنعنوي ارزښتونه چې د ده په داستانونو کې په ډیره خوږه ، ساده او روانه ژبه بیان شوي وُ، ګډونوالو ته واورول چې د اوریدونکو له خوا یې په ډیره مینه او د چک چکو سره یو ځای توود هر کلی وشو.

– په دې پرتمینه غونډه کې د ادب او فرهنګ پیاوړې څیره، په نثر لیکنو کې د اوچت قلم خاونده او خوږ ژبې دیکلماتوره نیلاب موج سلام هم ګډون درلود. دې هم د ښاغلي ډاکټر ببرک ارغند د ادبي هاندوهڅو او د ده د اثارو په تړاو په خپله لیکنه کې ګډونوالو ته معلومات وړاندې کړل.

– ښاغلی نجیب سرغندوی چې یو تکړه ژورنالیست، لیکوال او ژباړونکې دی هم په دغه غونډه کې ګډون کړئ وُ. ده په خپله لیکنه  کې د ارغند صاحب شخصیت وستایه او د ده د اثارو په اړه یې خپل نظریات وړاندې کړل.

– ښاغلی طارق پیکارځوان لیکوال، د (جوانان بیدار) د سایت چلوونکی، د (نشریه تیوریک برهان) مدیر مسوُول او د (انجمن فرهنګی آینده مردم افغانستان) ریس په خپله لیکنه کې د ډاکټر ببرک ارغند د ادبي او فرهنګي شخصیت په اړه او د ده د اثارو په تړاو رڼا واچوله چې د ګډون والو د تاوده هرکلي سره مخامخ شو.

– اغلې حمیده غفور چې یوه تکړه ژورنالیسته او د ادب او فرهنګ مینه واله ده، دې هم په خپله لیکنه کې چې په انګلیسي ژبه یې اوریدونکو ته واوروله د ډاکتر صاحب ارغند د ادبي او فرهنګي شخصیت په اړه معلومات ورکړ.

– ښاغلی حمیدالله عبیدي چې د ادب او فرهنګ په ډګر کې یو پیژندل شوی شخصیت، تکړه ژورنالیست او د نامتو سایت (آسمایي) چلوونکی دی او د ښاغلي ډاکټر صاحب ببرک ارغند د زده کړې د دورې نږدې دوست او ملګری دی هم په دغه پرتمینه غونډه کې ګډون درلود. ده د ښاغلي ارغند صاحب یو شمیر خوږې خاطرې او د ده د ادبي او فرهنګي شخصیت په اړه خپله وینا اوریدونکو ته واوروله.

– ښاغلی نورالدین همسنګر چې زموږ د هیواد مخکښ او تکړه شاعر، هیواد پال، اولس پال ، ادبي او فرهنګي شخصیت دی. ده هم په دغه غونډه کې حضور درلود په خپلو خوندورو شعرونو او ښکلې لیکنه یې دغې غونډې ته لا ښکلا ورکړه.

–  د ادب او فرهنګ تکړه مینه وال، سیاستوال، ټولنیز پوه ښاغلي داود اسعد په خپله لیکنه کې د ښاغلي داکتر ببرک ارغند ادبي هڅو ته اشاره وکړه او هغوی يې  وستایل او د ده د اثارو په اړه یې اوریدونکو ته معلومات ورکړل.

– په دغه پرتمینه غونډه کې ښاغلي انجنیرعبدالقادر مسعود هم ګډون درلود.

ده په خپله وینا کې د ډاکټر صاحب ببرک ارغند د  زده کړې،  ادبي او فرهنګي هاندو هڅو په اړه او د ده د ادبي اوهنري لیکنو، داستانونو او اثارو د ارزښت، درنښت او د اولسونو د راویښولو په تړاو په بشپړ ډول اوریدونکو ته معلومات وړاندې کړل، چې د اوریدونکو له خوا یې ډیر په  مینه توود هرکلی وشو.

– په دې پرتمینه او درنه غونډه کې د پښتو ادب او فرهنګ مخکښ او تکړه شاعر او لیکوال ښاغلي سرخیل سیلني هم ګډون درلود. ده په خپلو ښکلو او خوندورو شعرونو دا غونډه نوره هم رنګینه کړه. د ده په لیکنه کې د ډاکټر ببرک ارغند د شخصیت درنښت او د ده د اثارو ستاینه  له ورایه ښکاریده.

– زموږ د هیواد دروند لیکوال، سیاست پوه، ټولنیز پوه، فرهنګپال او تکړه شاعر ښاغلي بشیر مومن هم په دا پرتمینه غونډه کې حضور درلود.ده په خپله لیکنه کې د ښاغلي داکټر ببرک ارغند علمي، ادبي اوفرهنګي شخصیت د درناوی تر څنګ د ده د اثارو په اړه معلومات ورکړل.

– اغلې وینوس احمدزوی چې د زوولې د افغانانو د ټولنې مشره ده هم په دغه پرتمینه غونډه کې خپله وینا اوریدونکو ته واوروله چې د اوریدونکو له خوا یې په ډیره مینه او د چک چکو په  بدرګه توود هر کلی وشو.

– ښاغلی فرید سیاوش چې یو سیاستوال او ادبپال  شخصیت دی، په دې غونډه کې هم ګډون درلود. ده په خپله وینا کې د ښاغلي ډاکټر ببرک ارغند د ادبي او فرهنګي شخصیت د ستایلو تر څنګ ګدونوالو ته وړاندیز وکړ چې په راتلونکي کې په داسو غونډو کې د لیکوالو پر اثارو باید هر اړخیزې کره کتنې هم  وشي او د لیکوالو د اثارو نیمګړتیاوې په ډاګه شي.

– اغلې تانیا عاکفي چې یوه هڅانده او فعاله ادبي او فرهنګي څیره  او تکړه شاعره ده،  هم  خپل شعرونه اوریدونکو ته واورول چې د دې خوندورو شعرونو دا غونډه لاخوندوره  کړه.

– اغلې اناهیتا ارغند جمال د ښاغلي ډاکټر ببرک ارغند لورچې د علم، ادب او فرهنګ مینه واله ده، دې هم خپله وینا د ارغند صاحب د ادبي او فرهنګي فعالیتونو تر څنګ د خپل پلار په اړه د یو متواضع، دروند، پیاوړي او غښتلي پلارپه توګه اوریدونکو ته  واوروله.

– په هالند کې د افغاني ټولنو د اتحادیو مشر ښاغلي ولي شاپور چې د ادب او فرهنګ یو ریښتینی مینه وال او فعال شخصیت دی،  هم خپل پیغام ګډون والو ته واوروه. ده د خپلې ټولنې په استازیتوب ښاغلي ډاکټر ببرک ارغند ته  د یو تکړه ژورنالیست، وتلي او پیژندل شوي داستان او کیسه لیکونکي  په توګه سوغات (اوارد) او یو باور لیک  هم ډالۍ کړ.

–  دغې غونډې ته  یو شمیر نامتو، تکړه او هڅاندو لیکوالو او شاعرانو خپل شعرونه او پیغامونه هم رالیږلي وُ چې  دبیلابیلو ستونزو په وجه دوی ونشو کولای په دغه غونډه کې ګډون وکړي. زموږ دغو دوستانو خپل پیغامونه او شعرونه رالیږلي وُ:

ښاغلي صدیق کاوون توفاني،  ښاغلي غلام رباني بغلاني، اغلې زرغونه ژواک، ښاغلي نجم الرحمن مواج، ښاغلي عمر ننګیار، ښاغلي فاروق فردا، ښاغلي سیامک هروي، ښاغلي یعقوب بهروز، ښاغلي آشتي، ښاغلي تاج، ښاغلي فضل رحیم رحیم او داسې یو شمیر نورو…

– د یادونې وړ ګڼم د دغې غونډې په غوړیدلو او رنګینولو کې د آغلې سهیلا اصغري وردک حسرت نظیمي چې یو زړه وړونکی اواز لري او تکړه ویانده ده ، د آغلې فوزیه میترا چې  یوه خوږ ژبې او تکړه ویانده ده  او استاد نصیردستګیر چې یو تکړه دیکلماتو دی کارنده ونډه او د دوی هلې ځلې  دغونډې د مخته بیولو په برخه کې  د خورا قدر او ستاینې وړ  دي.

– د غونډې دویمه برخه د ماښام ډوډی او په زړه پورې هنري کنسرت ته ځانګړې شوې وه، چې زموږ د هیواد تکړه  هنرمندانو ښاغلي نعیم مهربان، ښاغلي  فواد، چې د طبلې په برخه کې  ښاغلي فهیم ورسره فعاله برخه  درلوده د ټنګ ټکور په برخه کې  ښکلې او  په زړه پورې مستې سندرې واورولې چې په تودو ولولو او چک چکو سره بدرګه شول.

—  په پای کې اغلې سهیلا اصغري ښاغلي ډاکټر ببرک ارغند ته بلنه ورکړه چې خپله وینا اوریدونکو ته واوروي.

– ښاغلی ډاکټر ببرک ارغند  د تاوده هرکلي سره د ستیژ سر ته راغی او خپله وینا یې پیل کړه. ده له ټولو مینه والو څخه  چې په دغه غونډه کې یې  ګډون کړئ وو،  او له ټولو دوستانو څخه چې د دغې درنې او پرتمینې غونډې په جوړولو کې یې  فعاله برخه درلوده د زړه له کومې مننه او درناوی وکړ.

– همداسې ښاغلي ډاکټر ببرک ارغند د ټولو دوستانو څخه چې د دغې غونډې په ترتیبولو او جوړولو کې یې فعاله ونډه درلوده د ستیژ سر ته بلنه ورکړه او هغوی ته یې د سوغات په توګه یو شمیر خپل کتابونه ډالۍ کړل.

دا درنه او پرتمینه غونډه د شپې د دوې بجو په شاو خوا کې د خوښیو په څپو کې پای ته ورسیده .

په ډیر درنښت او ادبي مینه : انجنیرعبدالقادرمسعود