بالیستیک چی‌ست؟

چرا این واژه‌ی صفت را به جای نام اصلی کار…

طالبان؛ پیامد فساد ساختاری و سازمان یافته حکومت‌های کرزی و…

نویسننده: مهرالدین مشید از امید تا انحطاط؛ فساد ساختاری و بازگشت…

قلۀ پیروزی

از قلـب خراسـان کهـن آمده ام با یعـقوب لیث و تهمتن…

بخاطر انفاذ قانون اساسی به مثابه شاه کلید نجات افغانستان

اعلامیه و فراخوان ملی بنام خداوند حق و عدالت با اتکا بر…

 لیبرالیسم، جنبش روشنگری، و نبوغ جان لاک

john locke (1632- 1704) آرام بختیاری جان لاک ؛ آغاز تئوری تقسیم…

از ترور میر اکبر خیبر تا کودتای ثور؛ بهای سنگین…

نویسننده: مهرالدین مشید تروریکه هنوز هم مردم افغانستان بهای آن را…

با عاشقان وعارفان همصحبت!

امین الله مفکر امینی                     2026-19-04! دل منــــــور میکـــند صحبت بـــا اهلـی عشق…

اهمیت و ضرورت آسیب شناسی تاریخی ، برای امروز و فردا های…

نوشته از بصیر دهزاد   این  مقاله که در کنفرانس علمی انجمن سراسری حقوقدانان…

داستایفسکی شوروی: داستایفسکی در فرهنگ، ایدئولوژی و فلسفه شوروی

 برگردان . رحیم کاکایی سه گفتار در واکاوی جایگاه داستایفسکی، نویسنده…

در مرز سایه و روشنایی انسان

 « از عشق تا خشونت ؛ سفربه درون انسان » تهیه…

نظم نوین

رسول پویان سازش به دشمنان وحشی ننگ است افـتــادن پا بـه پنجـۀ…

از  روح الله خمینی تا هبت الله؛ دو گلوله، دو…

نویسنده: مهرالدین مشید هبت الله گلوله ای از اعماق تاریخ؛ اما…

اولادی مبارزِ وطن!

امین الله مفکر امینی                    2026-13-04! بــی بنیاد میگردد پایه های ظلم وستـــم…

بلز پاسکال

هغه فرانسوی فیلسوف، اختراع کونکی، ریاضی پوه، فزیک پوه، الهیات…

مذاکرات هیئت های افغانستان

و پاکستان با پا در میانی چین یک روز قبل از…

افغانستان در آجندای مذاکرات اسلام آباد

عبدالصمد ازهر                …

شماره یکم سال بیست و نهم گاهنامه محبت

شماره یکم سال بیست و نهم گاهنامه محبت نشر شد 

رنه ډکارت

دی د پنځلسمې پېړۍ یو فرانسوي فیلسوف، ریاضی پوه، فزیک…

ماکسیم گورکی

برگردان. رحیم کاکایی نویسنده‌ی کلاسیک ادبیات روسیه و شوروی، نویسنده‌ی برجسته‌ی…

جنگ‌های ژئوپلیتیک و فروپاشی عقلانیت سیاسی در جهان معاصر

نویسنده: مهرالدین مشید فاجعهٔ فکری و سیاسی در پرتو منطق ساختاری…

«
»

په نظر کې ۳۶۰ درجې بدلون؛ طالبان ولې موقت حکومت غواړي؟

په داسې حال کې څو ورځې وړاندې امريکايې ورځپاڼې والسټريټ ژورنال د زلمي خليلزاد له ادرسه په خبر کې ويلي چې ګویا د امريکا حکومت له افغان دولت څخه غواړي چې ولسمشريزې ټاکنې دې وځنډوي؛ اوس په تازه کې د وسله والو طالبانو ځينو سرچينو غربي رسنيو ته ويلي چې دوی له ټاکنو وړاندې د موقت حکومت غوښتونکي دي.د طالبانو یو چارواکي اسوشیتید پرس اژانس ته ویلي دغه ډله د عبدالستار سیرت په مشرۍ د یو لنډ مهاله حکومت جوړیدل غواړي.  د طالبانو یوه چارواکي د خپل نوم د نه ښودلو په شرط د اسوشیتید پرس اژانس ته ویلي چې طالبانو د خلیلزاد لخوا د اوربند وړاندیز رد کړی او غواړي چې د ولسمشرۍ راروانې ټاکنې باید ترسره نشي او په افغانستان کې دې د عبدالستار سیرت په مشری یو لنډمهالی حکومت جوړ شي.

طالبان ولې موقت حکومت غواړي؟

که چيري له ټاکنو وړاندې د وسله والو طالبانو او افغان حکومت تر منځ سوله کيږي نو ډير احتمال شته چې يو داسې موقت حکومت رامنځته شي چې ټول سياسيون به هم په کې شامل وي خو وسله وال طالبان يې غوښينه برخه تشکيلوي. طالبان ځکه د موقت حکومت غوښتنه کوي چې غواړي خپله سياسي راتلونکې تضمین او پر لمن يې لګيدلي تور داغونه د امکان تر حده سپين کړي. په دې معنا چې موقت حکومت به رامنځته کيږي چې مشري به يې د طالبانو د غوښتنې له مخې عبدالستار سيرت کوي. په دغه موده کې به طالبان د امکان تر حده د ځان په ګټه لابي ګيري کوي، عامه پوهاوی به کوي او هڅه به کوي چې پر طالبانو ټول لګيدلي تورونه پاک او ځان د يو مشروع سياسي ډلې په توګه د افغانستان په سياست کې مطرح کړي.

طالبان به د موقت حکومت په دوه کلنه دوره کې هڅه کوي څو خپل پخواني سياسي مخالفين او اوسني منتقدين يا په سياست کې منزوي کړي او يا کم تر کمه يې د طالبانو په اړه د ترخو ويناوو څخه خولې رابندې کړي. کله چې د موقت حکومت پر مهال د طالبانو په اړه عامه ذهنيت بدلون وکړ نو د نوي حکومت لپاره به ټاکنې کيږي او طالبان به په کې پراخه ونډه اخلي او هڅه به کوي چې د حکومت په جوړښت کې لومړنی شخص (ولسمشر) د دوی له ډلې واوسي.

 

له طالبانو سره د خليلزاد هيله بښونکې خبرې

د زلمي خليلزاد او وسله والو طالبانو تر منځ تر دا مهال د خبرو درې پړاوونه تېر شوي دي چې له هر پړاو وروسته د عامو خلکو تر څنګ د سولې عالي شورا او د طالبانو هيله مندي سولې ته ډيره شوې ده. د خليلزاد او طالب استازو تر منځ په خبرو کې وسله والو طالبانو له افغانستان څخه د بهرنيو ځواکونو د وتلو مهال وېش اعلانول، له تور لېست څخه د طالب مشرانو د نومونو لېرې کول، له زندانونو د طالب بنديانو خوشې کول او د طالبانو پر خلاف د منفي تبليغاتو بندول د سولې د خبرو د لومړنيو شرطونو په توګه مطرح کړي دي.

په ورته مهال زلمي خليلزاد ويلي چې وسله والو طالبانو خپل مرکچي پلاوی بدل کړی او احتمالاً نور بدلونونه هم په لاره دي. ويل کيږي د خليلزاد او طالبانو تر منځ په درېيم پړاو خبرو کې د طالبانو لخوا هغو درې تنو طالب مشرانو د پام وړ رول درلود چې په ۲۰۱۵ کال کې د ګوانتانامو له زنده خوشې او څه موده وړاندې د قطر د سیاسي دفتر غړي شول. افغان حکومت هم اعلان کړی چې له طالبانو سره د مذاکراتو لپاره د يو مشورتي بورد په جوړولو لګيا دی چې په کې د هيواد مخور مشران او د سياسي ګوندونو استازي ځای لري.

د سولې مشورتي بورد د څه لپاره؟

په وروستيو کې له طالب استازو سره د زلمي خليلزاد له خبرو وروسته عامه باور دا دی چې ګويا افغان حکومت او د سولې عالي شورا د طالبانو او امريکا تر منځ په خبرو کې څنډي ته شوي دي. بل لور ته د طالبانو او امريکايانو تر منځ له خبرو سره هم مهاله په افغانستان کې هم ځينو سياسيونو له دغو خبرو سره غبرګون ښودلی دی چې له امله يې زلمي خليلزاد په وروستيو کې له سياسيونو سره هم ليده کاته پيل کړي دي.

اوس افغان حکومت او زلمی خليلزاد په ګډه کار کوي څو د سولې مشورتي بورډ تر نامه لاندې يو داسې بنسټ رامنځته کړي چې په کې د افغان حکومت او د منتقدو سياسيونو استازي ګډون ولري. په دې ډول به زلمی خليلزاد وشي کولی چې هم د سياسيونو د مخالفت مخه ونیسي او هم د افغان حکومت هغه اندېښنه له منځه يوسي چې ګويا د طالبانو او امريکا تر منځ په خبرو کې افغان حکومت داخل نه دی. افغان حکومت ته به هم د اوړو پوزه کېښودل شي چې د سولې خبرې بين الافغاني دي او حکومت هم په کې برخه لرله.

لیکنه : خوشحال آصفي