خلق در دانه لری - مرواریت های ناب

قۉشیق ( دو بیتی )   داکتر فیض الله ایماق باید گفت که،…

آشتی کردن طالبان با مردم افغانستان، راهی برای پایان جنگ…

نویسنده: مهرالدین مشید زهر پاشی های قومی و زبانی و توطیۀ…

 ترجمه‌ی شعرهایی از سردار قادر 

استاد "سردار قادر" (به کُردی: سه‌ردار قادر)، شاعر کُرد زبان،…

خموشی

 نوشته نذیر ظفر شــــــــد مــــدتی که ورد زبانم ترانه نیست آوای مــــن…

چشم براه وحدت

            چشمم براه  وحدت  پیوند وهمد لی جانم فدای وحدت وصد ق…

دوحه سر دوحه، پروسه های پیچیده و آرمانهای خشکیده 

نوشته از بصیر دهزاد  سومین کنفرانس در دوحه  درست سه هفته…

کور و نابینایان خرد

تقدیم به زن ستیز های بدوی و ملا های اجیر، آن…

فضیلت سیاسی و افغانستان

در نخست بدانیم٬ ماکیاولی در شهریار و گفتارها٬ در واقع…

بهای سنگین این خاموشی پیش از توفان را طالبان خواهند…

نویسنده: مهرالدین مشید طالبان بیش از این صبر مردم افغانستان را…

گلایه و سخن چندی با خالق یکتا

خداوندا ببخشایم که از دل با تومیخواهم سخن رانم هراسانم که…

(ملات گاندی در مورد امام حسین

باسم تعالى در نخست ورود ماه محرم و عاشوراء حسينى را…

جهان بی روح پدیداری دولت مستبد

دولت محصولی از روابط مشترك المنافع اعضاء جامعه می باشد٬ که…

ضانوردان ناسا یک سال شبیه‌سازی زندگی در مریخ را به…

چهار فضانورد داوطلب ناسا پس از یک سال تحقیق برای…

پاسخی به نیاز های جدید یا پاسخی به مخالفان

نویسنده: مهرالدین مشید آغاز بحث بر سر اینکه قرآن حادث است و…

طالبان، پناهگاه امن تروریسم اسلامی

سیامک بهاری شورای امنیت سازمان ملل: ”افغانستان به پناهگاه امن القاعده و…

  نور خرد

 ازآن آقای دنیا بر سر ما سنگ باریده عدوی جان ما…

عرفان با 3 حوزه شناخت/ ذهن، منطق، غیب

دکتر بیژن باران با سلطه علم در سده 21،…

شکست مارکسیسم و ناپاسخگویی لیبرالیسم و آینده ی ناپیدای بشر

نویسنده: مهرالدین مشید حرکت جهان به سوی ناکجا آباد فروپاشی اتحاد جماهیر…

سوفیسم،- از روشنگری باستان، تا سفسطه گری در ایران.

sophism. آرام بختیاری دو معنی و دو مرحله متضاد سوفیسم یونانی در…

آموزگار خود در عصر دیجیتال و هوش مصنوعی را دریابید!

محمد عالم افتخار اگر عزیزانی از این عنوان و پیام گرفتار…

«
»

له ځنډه وروسته نوې هيلې؛ د سولې خبرې بيا پيل شوې

وروسته له هغې چې د بریتانیا ‘ګارډين” ورځپاڼې خبر ورکړ چې قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر سمبالوونکو د کابل ادارې له مهمو مشرانو سره لیدلي او د کوټې د شورا د یوه مخکښ غړي له خولې ویل شوي دي چې د طالبانو د بنسټګر مشر ملا محمد عمر د ورور ملا عبدالمنان اخند په ګډون ځينې طالبان مشران قطر ته د سولې د خبرو په نیت ورغلي وو؛ ځينې  افغان چارواکي هم وايي، له وسله والو طالبانو سره یې د سولې بې ثباته حالت کابو کړی او په وروستیو ورځو کې حکومتي پلاوي له یوشمېر لوړپوړو طالب مشرانو سره لیدنې کتنې کړې دي. د ارګ يوې سرچينې رسنيو ته د افغان حکومت او وسله والو طالبانو تر منځ خبرې تاييد کړې او وايې چې د ملي امنيت سلاکار محمد حنيف اتمر او د ملي امنيت عمومي رييس محمد معصوم ستانکزي په قطر کې د طالبانو له استازو سره ليده کاته کړي دي. په همدې حال کې ولسمشرۍ ماڼۍ وايې چې افغان حکومت له وسله والو طالبانو سره د خبرو لپاره له هرې ممکنه لارې دريغ نه کوي.

که څه هم وسله والو طالبانو له افغان حکومت سره د سولې اړوند د ګارډين ورځپاڼې راپور رد کړی دی خو ځينې لاملونه شته چې په قطر کې د افغان حکومت او وسله والو طالبانو تر منځ د خبرو په ترسره کیدو دلالت کوي.
تر ټولو لوی او عمده دليل دا چې د وسله والو طالبانو او افغان حکومت تر منځ دا خبرې په وروستيو دوه مياشتو کې ترسره شوي دي او په همدغو مياشتو کې په افغانستان کې هم جګړو زور اخيستی و. د طالبانو د شورا یوه غړي ګارډین ته ویلي چې د دوی لومړۍ غونډه، چې د سپټمبر د میاشتې په لومړیو کې وشوه، مثبته او په بې جنجاله فضا کې وه. په دې غونډه کې ملا عبدالمنان اخوند د افغانستان د ملي امنیت له رييس محمد معصوم ستانکزي سره مخامخ ناست و. دويمه غونډه د اکتوبر په لومړیو کې ترسره شوه. دا دواړه (سپتمبر او اکتوبر) هغه مياشتې دي چې په کې په افغانستان کې د افغان امنيتي ځواکونو او وسله والو طالبانو تر منځ تر بل هر وخت جګړو زور اخيستی و. آن دا چې د کندز ولايت د بيا ځلي او د هلمند سقوط اندېښنې زياتې شوې.

د وسله والو طالبانو له لوري ځکه په دغو مياشتو کې له افغان حکومت سره جګړو ته شدت ورکړل شوی و چې په دغو د  سولې خبرو کې زيات امتياز تر لاسه کړي. همداشان وسله والو طالبانو غوښتل چې افغان حکومت ته خپل قوت وښايې او پر اساس يې له دوی سره د خبرو ارزښت زيات کړي. همداشان په وروستيو کې د جنګ له شدت څخه د وسله والو طالبانو بل هدف دا و چې له افغان حکومت سره د خبرو تړلې دروازې ماتې کړي. په دې معنا چې وسله والو طالبانو غوښتل د جګړې په شدت سره افغان حکومت دېته اړ کړي څو له دوی سره په ټپه درېدلې د سولې خبرې له سره پيل کړي.

بل دليل يې له افغان دولت سره د سولې لپاره د وسله والو والو طالبانو خپلمنځي اختلافات دي. د طالبانو په منخ کې له ډېره وخته د سولې د خبرو پر سر اختلاف موجود دی. د وسله والو طالبانو د ملاهبت الله مخالفه ډله د ملا منان نيازي ډلې له افغان حکومت سره د سولې خبرو ته زړه ښه کړی دی او د ملا هبت ډله يې مخالفت کوي. خو د ملا هبت په ډله کې هم داسې کسان شتون لري چې نور له جنګه ستړي شوي او له افغان حکومت سره د سولې طرفدار دي. همدغو اختلافاتو ته په کتو داسې ښکاري چې ګويا له جنګه ستړو ډلو دې په قطر کې له افغان دولت سره پټې خبرې کړې وي.

بل دليل د افغان دولت او اسلامي حزب تر منځ د سولې د ترسره شوې هوکړې تاثير دی. لکه څنګه چې مخکې د وسله والو طالبانو په ليکو کې اختلاف ته اشاره وشوه نو د ملا هبت الله په ډله کې داسې کسان هم شته چې د حزب اسلامي پخواني غړي دي او د افغان حکومت او اسلامي حزب تر منځ له سولې وروسته دوی هم هڅول شوي چې ټوپک په ځمکه کيږدي او سولې له پروسې سره يو ځای شي. په همدې اساس داسې ګمان کيږي چې ګويا د افغان دولت او وسله والو مخالفانو تر منځ په قطر کې يو ځل بيا د سولې خبرې پيل شوې وي.

د سولې دغو خبرو ته د ولس هیله مندي ډيیره ده او دولت هم هوډ لري څو د دغې هدف د ترلاسه کولو لپاره له هرې ممکنه لارې ګټه واخلي. د دغو خبرو د برياليتوب يو دليل دا هم کيدلی شي چې ويل کيږي په دغو خبرو کې هيڅ پاکستانی اړخ شتون نه لري. ځکه پاکستان په طالبانو کې خپل نفوذ تر ډېره له لاسه ورکړی دی او اوس په خپلې کورنۍ مسلې سره بوخت دی. پاکستان اوس د نړيوالې انزوا پر لور درومي خو هڅه  کوي څو له انزوا وساتل شي. په همدې خاطر يې وسله والو طالبانو ته شاه کړې ده او داسې ښکاري چې له روسيې او ايران سره يې د طالبانو پر سر سودا کړي وي. نو په دغو خبرو کې د پاکستان نه شتون په خپله دېته زمينه برابروي څو وسله وال طالبان پرته له فشاره له افغان دولت سره خبرو ته کيني او تمه ده چې خبرې په بريا پايته ورسيږي.