تولستوی ، لئو نیکولایویچ

برگردان. رحیم کاکایی دانشنامه بزرگ شوروی  و. یا. لاکشین کنت لئو نیکولایویچ تولستوی…

      عید شما مبارکباد 

مبا رکبا د عید ی روزه  دا را ن به آ…

نوروز؛ ارث نیاکان

رسول پویان کهـن نـشـاط بهـاران جشن نوروز است سرور سرو خرامان جشن…

د تلویزیوني سیاسي بحثونو ماهیت

نور محمد غفوری نن چې په انټرنټ کې ګرځیدم، ناڅاپي مې…

چگونه تحلیل کنیم؟

در این روز ها صدا ها در رابطه به وضعیت…

فرنسوا ولټر

ولټر، یو فرانسوي لیکوال، مورخ او فیلسوف، د ټولنیزو اصلاح…

هانا آرنت؛ توتالیتاریسم ابتذال شر

Arendt, Hanna (1906-1975) آرام بختیاری نقل قول های سیاسی یک زن برای…

فقدان روایت آشتی ملی و بحران گفتمان در افغانستان

نویسنده: مهرالدین مشید افغانستان در دوراهیِ آشتی و منازعه افغانستان طی پنج…

چهار و نیم سال پس از برپایی امارت اسلامی سرمایه؛…

فهیم آزاد مقدمه فقدان اجماع تحلیلی پیرامون بازگشت طالبان به قدرت سیاسی…

پاسخی به پرسشی که چرا؟ گفته بودم، خامنه‌یی قصد حمله…

محمدعثمان نجیب نماینده‌ی مبان بخش نخست در هفته‌ی گذشته‌ یک هم‌وطن ما یا…

از کابل تا تهران؛ مهار افراطیت یا مهندسی قدرت و…

نویسنده: مهرالدین مشید زورگویی یا ژئوپلیتیک ضربه؛ بازی با آتش تحولات امنیتی…

ویکتور هوګو

هغه د فرانسې نامتو شاعر، ناول، رومان او ډرامه لیکونکی…

یک عکس وهزار خاطره

راديو تلويزيون و افغانفلم سابق افغانستان تنى چند از ژورناليستان اولين…

مارهای آستین؛ بازگشت هیولاهای جنگ نیابتی به دامان پاکستان

نویسنده: مهرالدین مشید از عمق استراتیژی تا عمق بحران؛ چرخش شمشیر…

ظلم ظالم

رسول پویان جهان به لاف وپـوف ظلم برنمی گردد اســـیـر ظالـــم و…

روز جهانی زن در میانۀ بحران و عقبگرد تاریخی

اعلامیۀ سازمان سوسیالیست‌های کارگری افغانستان به پیشواز هشتم مارچ، روز…

نه به جنگ، نه به استبداد؛ راه ما رهایی اجتماعی…

اعلامیه سازمان سوسیالیست‌های کارگری افغانستان در مورد جنگ امریکا-اسرائیل با…

زردشت نیچه؛ پیشگویی تراژدی ایرانی؟

Friedrich Nietzsche (1844-1900) آرام بختیاری تراژدی ایران، یا شیعه ایرانی، از زبان…

جنگ با ایران؛ معادله برنده و بازنده در ترازوی ژئوپلیتیک

نویسنده: مهرالدین مشید تهران خشمگین در نبرد برای بقا این نوشته با…

کوتاه خاطره هایی از مسکو

(کمیته سرتاسری سازمان دموکراتیک جوانان افغانستان، فستیوال جهانی جوانان و…

«
»

عقل افغان پسان می آید

نویسنده : دکتور فلسفه طاوس وردک لندن ۱۷ هم نوامبر ۲۰۱۶

خدای د په داسې افغانانو اور بل کړی چی تر اوسه هم دوی نه پوهیژي ، دوی نه خبریژي ، دوی ځان نه پیژڼي ، خانونه د خرو بیسیوادانو غونته دغه ۴۰ کاله په تیاره او ګرداو غبار الوده فضا کی وینی او ژوند کوی ، تقریبا نیم قرن زموږ په خاوره او خلکو اور بل دی ، خلک هره ورځ د کوچیانو د رمو په شان د وږیو لیوانو او وحشی حیواناتو قربانی کیژي او دوی لاویده دی ، په داسې حال کی چې هندوستان او پاکستان په ۳۰ کالو کی د اتومی او قریبا د هایدروجنی وسلو چښتن کوی یا کیژي ، خو زموږ وحشی صفته ، زموږ دلویو ګیرو او اوږدو ګیرو ملان او جهادی مشران او روحانیون هنوز ددین او مذهب کونه نیولی او خلکو ته د جنت قوالی او فرامین صادروی ، ۴۰ کاله هلکان ( د لوڅو پښو – چاودې لاسو ـ وچو شونډو – پړانګی پړانګی کالیو – خیرنو جامو د سپږو او حشراتو له محشر او ناتار نه خلاص نه شول ، خلکو په خپلو هیوادو کی خپلو وطندارانو ته جنت جوړ کړو خو زموږ جمهورو ریسانو ، زموږ ګردن کلفته – ګیرورو جهادی رهبرانو او قوماندانانو ) زموږ هلکان او ماشومان د دغو ناورین او غم او هلاکت څخه ونه ژغورل ، که ووایم چی تنظیمی رهبران او قوماندانان شرم نه لری – حیا نه لری – وجدان نه لری – عزت نه لری – شرف نه لری – افغانان نه دی هم درسته ده – ؟؟؟ خو دا به څومره تکراروم ، دا به تر کومه یادوم ، دا به دوی څه وخت منی چی دوی غلطه کړی ، دوی نه پوهیژي ، دوی په غلطه لاره روان دی ، دوی ددشمن په خوله او ددشمن په فرمان او لارښودنه زموږ خوار او بیکسه خلک وژنی او د وینو په ډند کی ېې  د تل له پاره ساتی ، پارالمان یو ځلي د وزیرانو د بودجی د نه مصرفولو په خاطر یو تعداد وزیران استحضا کړل ، خو دوی یوه ورځ ریس جمهور او ریس اجرایه سلب صلاحیت او برطرف نه کړل چی ولسوالی او ولایتونه تسلیمیژي او هره ورځ په سلهاوو زلمیان وژل کیژي ؟؟ ، پارلمان یوه ورځ د کندز او هلمند او ارزګان قوماندانان نظامی او امنیتی او والیان محکمو ته حواله نه کړل او بندیان یی نه کړل ، قوماندان امینه د مزار لللاالحمد وایی چی زموږ میلمانو ته هیڅ اسیب نه دی رسیدلای ؟؟؟ خو والی او پارلمان ورنه پوشتنه ونه کړه چی یوه لارۍ بار انفلاقیه مواد په یوه کاماز کی تر دغو ځاه چا ؟؟ څنګه ؟؟ د چا په مشري او تعقیبی موټرانو په ذریعه راوړل ؟؟؟ دا ټول دیوه سره دیکټه شوی – طرح شوی – پلان شوی – منظور شوی – مخکی له مخکی جوړې شوې توطیی د خارجیانو ؟؟ د دولتی مشرانو ؟؟ د ولایتی حکمرانانو په امر او قومانده تر سره کیژي او پیسې ېې مخکی له مخکی نه تقسیم شوی دی ؟؟ کندز دوه ځله سقوط وکړو ؟؟ جناب اشرف غنی خان – جناب عبدالله عبدالله خان – جناب عمرخیل والی – جناب جنګل باغ خان وجنابانو ریس امنیت ولایت او قوماندان اوردو په کندز کی ، تاسې استخبارات نه لرل ؟؟ تاسې نوکریوالان نه لرل؟؟ تاسې وکیلان د ګذر او د ناحیو ریسان او د جوماتونه ملان او د کوڅو او بازارو کلانتران یا مشران نه لرل ؟؟؟ تاسې نور اضافی تدابیر ولی نه وو نیولی ، ولی د دریو امنیتی ارګانو په چوکات کی منتظره قطعات د اماده باش په حالت کی نه وو ، جنګ خو بریښنا نه ده چې په یوه کړس اور واچوی ، جنګ د کورو ، کوڅو ، بازارو نه شروع او ادامه مومی ایا په یوه ساعت کی منتظره قطعات ولی داخل موضیع نه شول او اقدامات یی عملی نه کړل ؟؟ آیا دغه دوه واری ولي دغه ( والی – جنګل باغ – ریس امنیت – قواندان اوردو ) څلور واړه محاکمه نه شول او په ځای ېې پاک د تنظیمو د اداری او چوکات نه خارج کسان نوی ونه ګمارل شول ، نو ولی پارلمان ریس جمهور او ریس اجرایه برطرف نه کړل ، آیا خلک پسونه دی که نور اهلی حیوانات ؟؟؟ چی هیڅ ېې سر نه خلاصیژي او نه بیداریژي ، یا نه راوسیژي ، څه خت مو عقل بیرته سر ته درځي او که نه درځي نو دغه سرونه باید چټ شی او غوڅ شی ؟؟؟ څومره به نور ځانونه ملیاردران کوی ، څومره به نور غلا او رشوت ته ادمه ورکوی ، دغه بیچاره اولس او خلک په تاسی حق لری که نه ؟؟ نه د خدایه ویریژۍ ؟؟ نه د خلکو د آه او بد دعااګانو نه ویریژۍ ؟؟ نه د خپل ضمیر او وجدانه ویریژۍ ؟؟ ځکه هغه تاسی نه لرۍ ؟؟ دولسوالیو او ولایتو شوراګانو انتخابات څه شول – الکترونیک تذکری څه شوی ؟؟ د لویو او زیربنایی پروژو شروع کیدل څه شول د کنړ او د بدخشان د کوکچې د بند او د پنجشیر دبرق دبندو شروع کیدل او د حاجیګک او چهار اسیاب دمیسو دمعادنو کار څنګه شوو ؟؟  زموږ خلک وخت له لاسه ورکوی او زمان ډیر په سرعت تیریژي ، اوس باید د وزارت دفاع په فرمان په کابل یا شمال کی ( د مهماتو دتولید فابریکه – دهلیکوپترو دجوړیدو – دجټ طیارو – دراکت دجوړیدو ) فابریکات جوړ او تولیدات ېې شروع کړی وۍ ، زموږ ټول همسایه ګان ېې تولیدوی ، زموږ په همسایه ګانو دیوه هیواد تحریم نشته ولی زموږ ړانده او مزدور دولتی چارواکی خاموش او لاس تر زنه ناست دی ، ضرورت فوری دا دی چی ( سیاسی – اقتصادی او امنیتی ) استقلالیت د افغانستان حکومت او خلک تر لاسه کړی او ولری او ددغو کار له پاره د ننه په هیواد کی کافی اندازه سرمایه شته ده فقط رڼا سترګی او سلیم عقل او افغانی جدیت او استقلالیت ته ضرورت دی ؟؟ دقیمتی ډیرو معادن ملی کړۍ ، د مخدره توکو انحصار عملی کړۍ ، خلع سلاح ۱۰۰٪ تطبیق کړۍ نور خارجی ګدایی ته ضرورت نشته ؟؟؟؟؟؟؟او وسله وال پوڅ تر ستونیه مسلح کړی دشمن داسې وځپۍ چې هره ورځ سپین د تسلیمۍ بیرغونه درته جګ کړی ، دزوراوبه تل پورته ځي،( چیرته چی زور وی هلته منطق او زاریو ته ضرورت نشته ) ؟؟؟؟