صلحه په افغانستان کی څه وخت را تلای شي
![](https://mashal.org/media/tawos.jpg)
لیکونکۍ : دکتور طاوس وردک کاناډا د جولای دریمه ۲۰۱۶ کال
صلحه یعنې ارامی ، نیکمرغي ، ترقی ، ورورولي ، ګډ ژوند ، انسانیت ، شرافت ، عزت ، دوستی ، محبت ، خپلوي ، یوبل پذیري ، خلع سلاح عمومی ، ژوند بیدون له جنګه ، کار او مصروفیت ، او ډیر نور شیان ، خلاصه صلحه د هر انسان مخصوصا هر افغان ملی – دینی او اسلامی غوښتنه او حق دی .
دغو ټول ته درسیدو له پاره باید خلک څه وکړي ؟؟؟؟؟
۱ – ملی وحدت تامین کړي ، یوبل پذیره شي ، تعصبات قومی – لسانی – سمتی – مذهبی – طایفه يي کاملا له منځه یوسي .
۲ – یو وطن پرست غیر جهادی او غیر نوکر او مزدور د نورو هیوادو افغان غلام ریس جمهور تعین نه شي ،لکه حامد کرزۍ – اشرف غنی او عبدالله عبدالله چې مزدور او غلامان دی باید دخلکو له خوا نه و ټاکل شي.
۳ – ملي وسله وال پوځ جوړ شي ، دوه کلنه د مکلفیت دوره رواج شی او وسله وال پوځ د مصلحتي – تنظیمي – اجیر او مزدور او نوکر وسله وال پوځ نه پاک شي.
۴ – ټول معادن ملی اعلان شی او دیوه قول اوردو له خوانه محافظت او استخراج او مرکز ته مطمنانه انتقال شی او ددولتی کمیسیون له خوانه په خلکو – تاجرانو او خارجیانو وپلورل شی چې هر کال د ۵-۷ ملیاردو ډالر ددغو درکه تر لاسه شي .
۵ – مخدره توکي ( چرس - تریاک - هیرویین - مرفین ) ددولتی امنیت له خوانه کنترول او د دهقانانو څخه واخیستل شی بیا په مافیا او خارجی غلو خرڅ شی او د غرب د مافیا مخه ونیول شی یعنی هغه ۶۰ - تر ۷۰ ملیارد ډالره چې مافیا او غرب ېې تر لاسه کوی زموږ دولت هر کال اقلا ۴۰ ملیارده تر لاسه کړی او کرار کرا ېې د تولید پروسه ختمه کړی او پیسې د وسلو په تولید او خرید کی مصرف شي .
۶ - داسې پیاوړۍ په مدرنو وسلو مجهز وسله وال پوځ جوړ کړي کوم چې زموږ هیواد د دکتور نجیب الله په حکومت کې درلودلو ،او مجاهدینو په خپلو باداران خرڅ کړو دهغو خاینو داړه مارو نومونه باید محکمو ته وسپارۍ چې محاکمه شي ، هغه وخت طالبان - داعشیان او د مجاهدینو زورمندان توپک ماران په ظرف د دریو میاشتو کی تاراو مار کېژي.
۷ طالبان او داعشیان - حقانی - حکمتیار وغیره د پاکستان په رهبری کولای شو دشپږو میاشتو په دوران کی تار او مار کړو او په افغانستان کی عام او تام خلع سلاح را منځ ته کړو.
۸ - په ظرف د یوه میاشت کی باید د غرب قوتونه دیوه سره بیدون له این ویا ان څخه له افغانستان څخه د مشاورینو په شمول خارج شي ، یوه خارجی عسکر یا مشاور ته هم اجازه ور نه کړل شی چې په افغانستان کی ووسي ، که مشاورینو ته ضرورت وو له دوست هیواد هندوستان څخه ېې را غوښتلۍ شۍ . بل اخره ددیورند منظومه ختمه او سرحد مو اټک او بحری بندر ګوادر ته ورسوو هغه وخت صلحه ممکنه او میسره ده .
که دغه کارونه ونه شي صلح یو قرن هم نه را ځي.