رايحه

دوم حمل ١٤٠٤ خورشيدىفکر تو زیبنده ‌‌‌‌‌‌ی دل‌ها شدهوسوسه…

بخاطر محکمه عاملان جنایات جنگی و ضد بشری تجاوز نظامی…

اعلامیه و فراخوان انجمن سراسری حقوقدانان افغانستان بنام خداوند حق و…

از شکست دکترین عمق استراتژیک تا طلوع رقابت نیابتی هند

نویسنده: مهرالدین مشید شکست عمق استراتژیک  و جنایات نظامیان تروریست پرور افغانستان…

د تلویزیوني سیاسي بحثونو اهمیت

نور محمد غفوری مقدمه:د تلویزیونی سیاسی بحثونو په ماهیت مو په…

تولستوی ، لئو نیکولایویچ

برگردان. رحیم کاکایی دانشنامه بزرگ شوروی  و. یا. لاکشین کنت لئو نیکولایویچ تولستوی…

      عید شما مبارکباد 

مبا رکبا د عید ی روزه  دا را ن به آ…

نوروز؛ ارث نیاکان

رسول پویان کهـن نـشـاط بهـاران جشن نوروز است سرور سرو خرامان جشن…

د تلویزیوني سیاسي بحثونو ماهیت

نور محمد غفوری نن چې په انټرنټ کې ګرځیدم، ناڅاپي مې…

چگونه تحلیل کنیم؟

در این روز ها صدا ها در رابطه به وضعیت…

فرنسوا ولټر

ولټر، یو فرانسوي لیکوال، مورخ او فیلسوف، د ټولنیزو اصلاح…

هانا آرنت؛ توتالیتاریسم ابتذال شر

Arendt, Hanna (1906-1975) آرام بختیاری نقل قول های سیاسی یک زن برای…

فقدان روایت آشتی ملی و بحران گفتمان در افغانستان

نویسنده: مهرالدین مشید افغانستان در دوراهیِ آشتی و منازعه افغانستان طی پنج…

چهار و نیم سال پس از برپایی امارت اسلامی سرمایه؛…

فهیم آزاد مقدمه فقدان اجماع تحلیلی پیرامون بازگشت طالبان به قدرت سیاسی…

پاسخی به پرسشی که چرا؟ گفته بودم، خامنه‌یی قصد حمله…

محمدعثمان نجیب نماینده‌ی مبان بخش نخست در هفته‌ی گذشته‌ یک هم‌وطن ما یا…

از کابل تا تهران؛ مهار افراطیت یا مهندسی قدرت و…

نویسنده: مهرالدین مشید زورگویی یا ژئوپلیتیک ضربه؛ بازی با آتش تحولات امنیتی…

ویکتور هوګو

هغه د فرانسې نامتو شاعر، ناول، رومان او ډرامه لیکونکی…

یک عکس وهزار خاطره

راديو تلويزيون و افغانفلم سابق افغانستان تنى چند از ژورناليستان اولين…

مارهای آستین؛ بازگشت هیولاهای جنگ نیابتی به دامان پاکستان

نویسنده: مهرالدین مشید از عمق استراتیژی تا عمق بحران؛ چرخش شمشیر…

ظلم ظالم

رسول پویان جهان به لاف وپـوف ظلم برنمی گردد اســـیـر ظالـــم و…

روز جهانی زن در میانۀ بحران و عقبگرد تاریخی

اعلامیۀ سازمان سوسیالیست‌های کارگری افغانستان به پیشواز هشتم مارچ، روز…

«
»

د ښځو د حقونو اعاده او د نړیوالو مکلفیتونو پوره کول!

د مارچ اتمه، د ښځو نړيواله ورځ، د عدالت، برابرۍ او د بشري حقونو د دفاع د يادونې ورځ ده.

 افغانستان د يوه داسې هېواد په توګه چې له څو لسیزو جګړو وروسته د ثبات په لټه کې دی، نشي کولای د خپلې ټولنې د نيمایي نفوس (ښځو) له فعالې ونډې پرته پرمختګ وکړي.

 د نړيوالو کنوانسیونونو او پرېکړه لیکونو مراعاتول

د افغانستان دولت د ملګرو ملتونو د منشور او د ښځو پر وړاندې د هر ډول تبعیض د مخنیوي د نړيوال کنوانسیون (CEDAW – 1979) په لاسلیک کولو سره، په نړيواله کچه ژمن دی چې د ښځو حقونه خوندي کړي.

سربېره پر دې، د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ۱۳۲۵ ګڼه پرېکړه لیک چې افغانستان یې پر پلي کولو مکلف دی، ټینګار کوي چې:

ښځې باید د سولې، امنیت او پرېکړو نیولو په ټولو کچو کې فعاله او با معنی ونډه ولري.

د جګړې په ځپلو ټولنو کې د ښځو د حقونو ساتنه د تلپاتې سولې بنسټ دی.

پر ښځو د تعلیم او کار د ډګرونو محدودول نه یوازې بشري نقض دی، بلکې د هېواد د ملي امنیت او ثبات لپاره یو جدي ګواښ دی.

 د ښځو پر وړاندې د تبعیض پای ته رسول؛

هر واکمن حکومت باید د افغانستان نړيوال الزامات درک او عملي کړي. د ښځو پر وړاندې اوسني محدودیتونه د اسلامي ارزښتونو او نړيوالو منل شویو اصولو سره په ټکر کې دي:

د تعلیم حق: د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو تړل د یوه ملت د فکري ځپنې په مانا ده.

د کار حق: ښځې باید اجازه ولري چې په دولتي او نادولتي ادارو کې کار وکړي، ترڅو له یوې خوا د خپلې کورنۍ نفقه وګټي او له بلې خوا د هېواد په اقتصاد کې برخه واخلي.

موژ د مارچ د اتمې په مناسبت پر سرپرست حکومت او نړيواله ټولنه غږ کوو چې:

بې له ځنډه دې د ښځو او نجونو پر وړاندې ټول تعلیمي او کاري بندیزونه لغوه شي.

د امنیت شورا د ۱۳۲۵ پرېکړه لیک مطابق دې ښځو ته په سیاسي او اجتماعي پروسو کې برخه ورکړل شي.

نړيواله ټولنه دې د افغان ښځو د غږ په رسولو او د دوی د حقونو په اعاده کې خپل فشارونه او ملاتړ زیات کړي.

۴. پایله

د ښځو حقوقو ته درناوی د افغانستان د ملي حاکمیت او نړيوال مشروعیت د ترلاسه کولو یوازینۍ کیلي ده. موږ په کلکه باور لرو چې یو باثباته او پر ځان بسیا افغانستان یوازې د باسواده او باصلاحیته ښځو په شتون کې ممکن دی.

د افغان ښځو د ازادۍ او سرلوړۍ په هیله!

 په درناوی 

حبیب الله “فتاح  “