طالبان؛ پیامد فساد ساختاری و سازمان یافته حکومت‌های کرزی و…

نویسننده: مهرالدین مشید از امید تا انحطاط؛ فساد ساختاری و بازگشت…

قلۀ پیروزی

از قلـب خراسـان کهـن آمده ام با یعـقوب لیث و تهمتن…

بخاطر انفاذ قانون اساسی به مثابه شاه کلید نجات افغانستان

اعلامیه و فراخوان ملی بنام خداوند حق و عدالت با اتکا بر…

 لیبرالیسم، جنبش روشنگری، و نبوغ جان لاک

john locke (1632- 1704) آرام بختیاری جان لاک ؛ آغاز تئوری تقسیم…

از ترور میر اکبر خیبر تا کودتای ثور؛ بهای سنگین…

نویسننده: مهرالدین مشید تروریکه هنوز هم مردم افغانستان بهای آن را…

با عاشقان وعارفان همصحبت!

امین الله مفکر امینی                     2026-19-04! دل منــــــور میکـــند صحبت بـــا اهلـی عشق…

اهمیت و ضرورت آسیب شناسی تاریخی ، برای امروز و فردا های…

نوشته از بصیر دهزاد   این  مقاله که در کنفرانس علمی انجمن سراسری حقوقدانان…

داستایفسکی شوروی: داستایفسکی در فرهنگ، ایدئولوژی و فلسفه شوروی

 برگردان . رحیم کاکایی سه گفتار در واکاوی جایگاه داستایفسکی، نویسنده…

در مرز سایه و روشنایی انسان

 « از عشق تا خشونت ؛ سفربه درون انسان » تهیه…

نظم نوین

رسول پویان سازش به دشمنان وحشی ننگ است افـتــادن پا بـه پنجـۀ…

از  روح الله خمینی تا هبت الله؛ دو گلوله، دو…

نویسنده: مهرالدین مشید هبت الله گلوله ای از اعماق تاریخ؛ اما…

اولادی مبارزِ وطن!

امین الله مفکر امینی                    2026-13-04! بــی بنیاد میگردد پایه های ظلم وستـــم…

بلز پاسکال

هغه فرانسوی فیلسوف، اختراع کونکی، ریاضی پوه، فزیک پوه، الهیات…

مذاکرات هیئت های افغانستان

و پاکستان با پا در میانی چین یک روز قبل از…

افغانستان در آجندای مذاکرات اسلام آباد

عبدالصمد ازهر                …

شماره یکم سال بیست و نهم گاهنامه محبت

شماره یکم سال بیست و نهم گاهنامه محبت نشر شد 

رنه ډکارت

دی د پنځلسمې پېړۍ یو فرانسوي فیلسوف، ریاضی پوه، فزیک…

ماکسیم گورکی

برگردان. رحیم کاکایی نویسنده‌ی کلاسیک ادبیات روسیه و شوروی، نویسنده‌ی برجسته‌ی…

جنگ‌های ژئوپلیتیک و فروپاشی عقلانیت سیاسی در جهان معاصر

نویسنده: مهرالدین مشید فاجعهٔ فکری و سیاسی در پرتو منطق ساختاری…

آمریکا و سیاست بیطرفی افغانستان

سیاست بی‌طرفی افغانستان برخاسته از موقعیت جغرافیایی آن است ،…

«
»

د پاکستان سرزوري او زمونږ بې خولې ملايان

افغان حکومت له پاکستاني دیني عالمانو غواړي، چې په افغانستان کې د جګړې د دوام د فتواګانو په ځای دې د سولې راوستلو لپاره هڅې وکړي. په ولسمشرۍ ماڼۍ کې چارواکي وايي، چې د افغانستان او پاکستان دواړو هېوادونو خلک د ترهګرۍ ښکار دي؛ نو پکار ده، چې پاکستاني عالمان د طالبانو له ملاتړ لاس واخلي. افغان حکومت د پاکستان له دیني عالمانو غواړي، چې په افغانستان کې د جګړې اور ته له پوکي کولو ډډه وکړي. دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ د پاکستان د مشهور عالم مولانا سميع الحق په مشرۍ د جمعيت علماء اسلام ګوند يو لوړپوړي غړي او د خيبر پښتونخوا د څانګې مشر مولانا يوسف شا د دغه ولايت په کرک سيمه کې د يوې غونډې پر مهال ویلي، چې د افغان طالبانو پر ملاتړ وياړي او له دې وروسته به هم له دې ډلې سره خپل ملاتړ ته دوام ورکړي.

دا لومړی ځل نه دی چې د آی ايس آی په پيسو مست پاکستانی ملايان په افغانستان کې جګړه روا او په پاکستان کې ناروا بولي بلکې له دې وړاندې د پاکستان بيلابيلو دیني عالمانو په افغانستان کې د جهاد فتواوې ورکړې دي. د پاکستان د جمعيت العلماي اسلام ډلې مشر مولانافضل الرحمن، د جماعت اسلامي ایالتي حزب رییس پروفیسور ابراهیم، مولانا سميع الحق او نورو شيطاني ملايانو په وار وار په افغانستان کې جګړه روا او په پاکستان کې ناروا او حرامه بللې ده.

که د اسلام له نظره د جهاد فرضيت ته وګورو نو په څلورو حالتونو کې فرض دى:

۱ــ کله چې دين په خطر کې وي او اسلامي احکام او شريعت نه پلى کيږي: که د جهاد د فرضيت دغې شرط ته وکتل شي نو له افغانستانه يي په پاکستان کې په فرضيت ښه اطلاق کيدای شي. ځکه د پاکستان اساسي قانون انګريز جوړ کړی او اوس هم په پاکستاني محاکمو کې په انګريزي قانون پريکړې کيږي.

۲ــ کله چې په يوه سیمه کې ښکاره او ډله ييز فساد ترسره کيږي: که د جهاد د فرضيت داغه شرط ته وکتل شي نو له افغانستانه يي په پاکستان کې دفرضيت ښه اطلاق کيدای شي ځکه چې د لاهور هيرا منډوي او د پاکستان زياتره هوټلونه، ميلمستونونه او د پوهنتون ليليې د اخلاقي فساد بالاخانې دي چې حکومت يي پر سر ټيکس هم ټولوي.

۳ــ کله چې يو څوک په بل چا برناحقه تجاوز کوي:  که د جهاد د فرضيت داغه شرط ته وکتل شي نو له افغانستانه يي په پاکستان کې دفرضيت ښه اطلاق کيدای شي ځکه چې پاکستان په ښکاره پر افغانستان، هندوستان او د سيمې د نورو هيوادونو په خلکو ښکاره تجاوز کوي او په کورنيو چارو کې يي لاسوهنې کوي.

۴ــ کله چې يو ظالم په خلکو ظلم کوي: که د جهاد د فرضيت داغه شرط ته وکتل شي نو له افغانستانه يي په پاکستان کې دفرضيت ښه اطلاق کيدای شي ځکه چې له پښتنو او بلوچو سره د پنجابيانو د بې انصافۍ او ظلم سارى په بل ځاى کې نشته.

پورته تحليل ته په کتو په ډاګه کيږي چې په افغانستان کې پاکستاني طالبان د الله ج د رضا په خاطر د اسلام لپاره نه؛ بلکې د ډالرو په خاطر د آی ايس آی لپاره وينه تويوي او افغانان وژني. دلته مهمه دا نه ده چې پاکستاني عالمان ولې په افغانستان کې جګړه روا او په پاکستان کې ناروا بولي؛  ځکه پاکستان عالمان د خدای د رضا لپاره په افغانستان کې د جهاد فتوا نه ورکوي بلکې د خپل هيواد د مشرانو امر پر ځای کوي، د آی ايس په دستور فتواوې ورکوي، د خپل هيواد د ملي ګټو د خونديتوب په خاطر فتواوې ورکوي او ځانونه خپلو ملي ارزښتونو ته ژمن بولي. دلته مهمه پوښتنه دا ده افغان عالمان ولې په پاکستان کې د جهاد فتوا نه ورکوي او ولې په افغانستان کې افغان وژنه حرامه نه بولي؟ زمونږ د علماو شورا د څه لپاره ده او ولې په زرهاو ډالره معاش اخلي؟  آيا د خپل هېواد او د مسلمانو په خير فتوی نه شي ورکولای؟

زمونږ په باور د افغانستان او د پاکستان د ملایانو تر منځ توپیر دا دی پاکستاني ملايان په ملي روحيه سمبال دي، هغوی خپلې ملي ګټې، ملي څېرې او لومړیتوبونه پېژني، په خپل ملت، هېواد، پوځ، ملي بیرغ او دولت ویاړي، خو له بده مرغه چې زمونږ مولايان بيا په کوچنيو مسايلو کې سره په خپل منځي اختلافاتو اخته دي. دوی پريږده چې د نوروز د حراموالي فتوا ورکړي، دوی پريږده چې د ديموکراسۍ په خلاف فتوا ورکړي او دوی پريږده چې په کوچنيو مسايلو کې په خپل منځونو کې ونښلي او ملي مسايل ترې هير شي.

د داسې يوې ورځې په هيله چې زمونږ هر ملا، عالم، طالب، هر بل مذهبي مشر او هر افغان له کوچنيو مسايلو رابهر او د هيواد ملي ګټی، ملي  ارزښتونه او ملي روحيه خپل لومړيتوب وګڼي.

لیکنه : خوشحال آصفي