خلق در دانه لری - مرواریت های ناب

قۉشیق ( دو بیتی )   داکتر فیض الله ایماق باید گفت که،…

آشتی کردن طالبان با مردم افغانستان، راهی برای پایان جنگ…

نویسنده: مهرالدین مشید زهر پاشی های قومی و زبانی و توطیۀ…

 ترجمه‌ی شعرهایی از سردار قادر 

استاد "سردار قادر" (به کُردی: سه‌ردار قادر)، شاعر کُرد زبان،…

خموشی

 نوشته نذیر ظفر شــــــــد مــــدتی که ورد زبانم ترانه نیست آوای مــــن…

چشم براه وحدت

            چشمم براه  وحدت  پیوند وهمد لی جانم فدای وحدت وصد ق…

دوحه سر دوحه، پروسه های پیچیده و آرمانهای خشکیده 

نوشته از بصیر دهزاد  سومین کنفرانس در دوحه  درست سه هفته…

کور و نابینایان خرد

تقدیم به زن ستیز های بدوی و ملا های اجیر، آن…

فضیلت سیاسی و افغانستان

در نخست بدانیم٬ ماکیاولی در شهریار و گفتارها٬ در واقع…

بهای سنگین این خاموشی پیش از توفان را طالبان خواهند…

نویسنده: مهرالدین مشید طالبان بیش از این صبر مردم افغانستان را…

گلایه و سخن چندی با خالق یکتا

خداوندا ببخشایم که از دل با تومیخواهم سخن رانم هراسانم که…

(ملات گاندی در مورد امام حسین

باسم تعالى در نخست ورود ماه محرم و عاشوراء حسينى را…

جهان بی روح پدیداری دولت مستبد

دولت محصولی از روابط مشترك المنافع اعضاء جامعه می باشد٬ که…

ضانوردان ناسا یک سال شبیه‌سازی زندگی در مریخ را به…

چهار فضانورد داوطلب ناسا پس از یک سال تحقیق برای…

پاسخی به نیاز های جدید یا پاسخی به مخالفان

نویسنده: مهرالدین مشید آغاز بحث بر سر اینکه قرآن حادث است و…

طالبان، پناهگاه امن تروریسم اسلامی

سیامک بهاری شورای امنیت سازمان ملل: ”افغانستان به پناهگاه امن القاعده و…

  نور خرد

 ازآن آقای دنیا بر سر ما سنگ باریده عدوی جان ما…

عرفان با 3 حوزه شناخت/ ذهن، منطق، غیب

دکتر بیژن باران با سلطه علم در سده 21،…

شکست مارکسیسم و ناپاسخگویی لیبرالیسم و آینده ی ناپیدای بشر

نویسنده: مهرالدین مشید حرکت جهان به سوی ناکجا آباد فروپاشی اتحاد جماهیر…

سوفیسم،- از روشنگری باستان، تا سفسطه گری در ایران.

sophism. آرام بختیاری دو معنی و دو مرحله متضاد سوفیسم یونانی در…

آموزگار خود در عصر دیجیتال و هوش مصنوعی را دریابید!

محمد عالم افتخار اگر عزیزانی از این عنوان و پیام گرفتار…

«
»

د پاکستان  بې سترګي توب؛ په اپټا يې سترګې پټې کړې

څو ورځې وړاندې افغان ولسمشر په یوه غونډه کې پاکستان وننګوه چې د چا لارې ته اړتیا نه لري او او هڅې دا دي چې د افغانستان د جغرافيي ارزښت مالوم شي. اوس پاکستان د ولسشمر غني د يادو څرګندونو په غبرګون کې له پاکستان سره د آپټا له ترانزيتي تړونه منکر شوی دی. افغانستان او پآکستان داسې یو تړون لري چې په اساس به یې د افغان ـ هند ترانزیټ د پآکستان له لارې کیږي، خو پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وایي، د اپټا په تړون کې داسې څه نشته او پاکستان د ښه نیت له مخې د افغان ـ هند ټرانزیټ ته اجازه ورکړې ده. له دې سره سوداګرۍ وزارت د پاکستان دا اعا ردوي چې ګڼې په اپټا کې د افغان- هند ټرانزیټ ته اجازه نه ده ورکړل شوې. د سوداګرۍ او صنایعو وزارت ویاند مسافر قوقندي وایې، پاکستان د اپټا تړون تر لاسلیک وروسته د دې تړون زیاتې مادې نقض کړي. له دې وړاندې هم کله چې افغان حکومت له پاکستان سره د سوداګرۍ په ترانزيتي هوکړه کې د هندوستان د شامليدو غوښتنه وکړه او امريکا هم د افغانستان د دې غوښتنې ملاتړ وکړ؛ پاکستان د افغان ولسمشر پر څرګندونو ناهیلي څرګنده کړه.

افغانستان په سيمه کې د خپل جغرافيبوي موقعيت له مخې ټولې نړۍ ته د ارزښت وړ دی ځکه که هڅه وشي افغانستان د مرکزي اسيا د پیوستون د ټکي په توګه ثابتيدای شي. د افغانستان او پاکستان تر منځ د لومړي ځل لپاره د ترانزيت هوکړه په ۱۹۶۵ ميلادي کال کې شوې ده چې له هغې وروسته بيا د پخواني ولسمشر حامد کرزي د واکمني پر مهال کله چې انورالحق احدي د ماليې وزير و نوې شوه. يعنې د ۲۰۱۰ میلادي کال د جولای په ۱۸مه د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اوومې اقتصادي ناستې په ترڅ کې د افغانستان او پاکستان تر منځ ترانزیتي تړون Afghan Pakistan Transit Trade Agreement(APTTA)) نوی لاسلیک شو. د دغې تړون له مخې افغانستان کولی شي چې خپل مالونه په خپلو موټرو کې تر واګه بندر پورې ولېږدوي او همدا راز د افغانستان موټرې تر ګوادر بندره پورې هم تلی شي.

اوس پوښتنه دا ده چې پاكستان ولې اپټا تړون نه عملي كوي او ولې په دغه تړون کې د هندوستان له شامليدو ډار لري؟

که څه هم د دغه تړن د لاسليک له ورځې پاکستان يې په نقض شروع کړې او سرغړونې يې ترې کړي دي خو په ټوله کې ویلی شو چې پاکستان د دوه هدفونو لپاره پر اپټا تړون سترګې پټوي.

لومړی : له هندوستانه ډار: دا چې پاکستان او هندوستان خپلمنځي سياسي تړينګلې اړيکې لري نو سياسي اړيکو يې په اقتصادي اړيکو هم اغيز کړی دی. پاکستان اوس د ستراتيژيکو او امنيتي انديښنو له کبله په اپټا تړون کې د هندوستان له  شتونه ډار لري او د همدې انديښنو له کبله د پاکستان واګه بندر له لارې هند ته د افغانستان صادرات او واردات ستونزمن شوي دي. دوه دليلونه شتون لري چې پاکستان يې اړ کړی څو له هندوستانه وډار شي.

الف: د پاکستان لومړۍ ويره په دې کې ده چې هندوستان به د افغانستان او منځنۍ آسيا هيوادونو بازار قبضه کړي او پاکستان چې په اقتصادي توګه د هند په پرتله کمزوری دی، له تاوانانو سره مخ شي. له همدې امله دی چې تر اوسه پورې د افغانستان او پاکستان تر منځ يې اپټا ترانزيتي تړون وخت ناوخت نقض کړی او په ځينو مواردو يې سترګې پټې کړې دي.

ب: د پاکستان بله ويره د هندوستان له سياسي مداخلي څخه ده. پاکستان د جنرال پروېز مشرف له وخت راهیسې پر هند ادعا لري، چې په قبایلو او بلوچستان کې د هندي استخباراتو له خوا لاسوهنې کېږي. پاکستان د بلوڅو ازادي غوښتونکو او د هندوستان له همکارۍ څخه ډاريږي. اسلام آباد انديښنه لري چې هندوستان به له فرصت نه په ګټې اخيستنې؛ له پاکستانه د بلوڅانو په ازادي اخيستلو کې مرسته وکړي. له همدې امله هر هغه عمل او تړون چې د پاکستان په چارو کې هندوستان ته د داخليدو اجازه ورکوي؛ پاکستان يې مخنيوی کوي.

دویم : پر افغانستان فشار  ساتل: پاکستان تل د کابل ـ اسلام آباد د سياسي اړيکو د ترينګلتيا پر مهال له اقتصادي هوکړو سياسي ګټه اخيستې ده نو اوس چې په وروستيو کې افغان ولسمشر د پاکستان سياسي انزوا ته ملا تړلې او د هندوستان له لومړي وزير نريندرا مودي سره په ګډه په هر نړيوال دريځ د پاکستان خلاف غږ اوچتوي نو پاکستان هم د دې لپاره چې په افغانستان فشار راوړي؛ د اپټا تړون نقض کوي او له واګه بندره افغاني صادراتو او وارداتو ته اجازه نه ورکوي.

لیکنه : خوشحال آصفي