تجربه میدان در غرب افغانستان — از ادرسکن تا شیندند

Wahidullah Noorzai | Former Senior ANCOP/ANP Officer, Military & Security…

روایت اسدالله کشتمند از جنگ افغانستان؛ مجاهدین، شوروی و قدرت‌های…

https://www.youtube.com/watch?v=DGsTJnpdYQk مروز، ۱۶ سپتامبر ۲۰۲۶، بار دیگر در خدمت رفیق عزیزم،…

غنچه‌های پژمرده

گزیده‌ی اشعار اسعد لُرزاده برگردان به فارسی: زانا کوردستانی شاعر و نویسنده‌ی کُرد…

شعرهایی از روناک آلتون

بانو "روناک توفیق محمد"  (به کُردی: ڕووناک تۆفیق محمد)، متخلص به…

زندگی بدون محدودیت یا مرگ ...!

مرگ برخلاف دید صوری٬ چون نیستی تام باور موجه نیست.…

طالبان؛ از سرکوب مخالفان تا مهندسی حذف هویت‌ها

نویسنده: مهرالدین مشید بازگشت طالبان به قدرت در ۱۵ اگست ۲۰۲۱…

فراتر از فروپاشی؛ چگونه ملت‌ها پیش از شکست نظامی، شکست…

Wahidullah Noorzai Former Senior ANCOP/ANP Officer | Field Strategist | Military…

انسان و نیروهای سازندهٔ تمدن( بخش اول)

«انسان معمار روشنایی در دل تاریکیِ جهان» تهیه و تدوین :…

 دشمنی با فارسی؛ بازتاب سیاست زبانی برتری‌جویانه طالبان

نویسنده: مهرالدین مشید فارسی‌ستیزی؛ چهره پنهان سیاست زبانی طالبان برای بررسی  دقیق…

نسل‌کشی هزاره‌ها یک پروژه چندوجهی بود که ریشه در سیاست‌های…

افغانستان سرزمینی نیست مانند روسیه و یا هند که بزرگ‌تر…

اگزیستنسیالیسم؛ آزادیاست، یا ترس و مرگ؟

Existenzphilosophie. آرام بختیاری فلسفه وجودی انسان؛ آزادی بورژوایی، یا رهایی جامعه؟ آیا انحلال…

۱۱ سپتامبر جهان را تغییر داد؛ زندگی من را نیز…

از صبحی که آمریکا را تغییر داد تا میدان‌های افغانستان؛…

د سیاسي فعالیت لپاره د ایډیا او رهبر جوړول

نور محمد غفوری (هیله من یم چې دا لیکنه د سیاست…

پروفیسور استاد نصیب الله سیماب

له ښاغلي پروفیسور استاد نصیب الله سیماب سره چې د…

کتاب راز هستی

رسول پویان به زندانی که دل دربند آن زنجیر و برپا…

 اسلام سیاسی؛ از اصلاح دینی تا ایدئولوژی قدرت

 نویسنده: مهرالدین مشید اسلام سیاسی یکی از مهم‌ترین پدیده‌های فکری و…

روزهای آخر امین؛ روایت ناگفته از ورود شوروی و تغییر…

https://www.youtube.com/watch?v=K0xOd1gPFV0 تاریخ معاصر افغانستان؛ روزهای آخر حکومت حفیظ‌الله امین. روزهایی که…

وقتی عقل به راز و نیاز رسید

Wahidullah Noorzai — Former Senior ANP/ANCOP Officer | Field Strategist…

شورا در اسلام!

مقدمه  شورا ومشاوره واژه عربی است به معنی ابراز رای ،…

آئوزوف نویسنده‌ی شوروی و قزاقستان

برگردان. رحیم کاکایی نویسنده . روسلان سمیاشکین  ،فرزانه‌ای از شرق و…

«
»

د هېواد په راتلونکې کې د سیاسي ګوندونو د رول او نوښت په اړه

نور محمد غفوري

د دې مقالې اساسي محتوا له هغې لیکنې څخه سرچینه اخلي چې ما لس کاله مخکې، د ۲۰۱۶ کال د جون په ۱۸مه نېټه، په ټولنیزو رسنیو او یو شمېر چاپي او برېښنايي خپرونو کې خپره کړې وه. اوس چې وخت یو ځل بیا هغه لیکنه زما مخې ته راوسته، ما مناسبه وګڼله چې د افغانستان او نړۍ د وروستیو تحولاتو په رڼا کې پرې بیا کتنه وکړم او ځینې نوي لیدلوري او تعدیلات پکې ورزیات کړم.

د دې مقالې د لوستلو پر مهال باید یوه مهمه خبره په پام کې ونیول شي: ټولنې، سیاسي جریانونه او تاریخي بهیرونه په ثابت او جامد حالت کې نه وي. بدلون د ټولنیز ژوند یوه نه جلا کېدونکې ځانګړنه ده. له همدې امله، سیاسي نظریات او سازماني جوړښتونه هم باید د راتلونکې زمانې د نویو غوښتنو، د ټولنې د اړتیاوو او د خلکو د هیلو له بدلون سره ځان عیار کړي.

نن افغانستان له داسې پړاو څخه تېرېږي چې سیاسي ځواکونه، په ځانګړې توګه دموکراتیک ګوندونه، سیاسي سازمانونه او د هغوی مشران، له یوې مهمې تاریخي ازموینې سره مخامخ دي. د دوی د بریا او اغېزمنتیا یو مهم شرط دا دی چې له خپلو محدودو او تړلو کړیو څخه ووځي، د انحصار، ځان‌محورۍ او سیاسي حصارونو دیوالونه ونړوي او د ټولنې له پراخو قشرونو، په ځانګړي ډول له ځوان نسل سره، ژوندۍ او متقابلې اړیکې ټینګې کړي.

حقیقت دا دی چې د هر سیاسي حرکت ځواک د خلکو له باور او ملاتړ څخه سرچینه اخلي. هغه ګوندونه چې لا هم د تېرې پېړۍ په ذهنیتونو، زړو تشکیلاتي قالبونو او تاریخي نوستالژیو کې بند پاتې وي، نه شي کولای د نن ورځې د ټولنې له اړتیاوو سره ځان برابر کړي. د معلوماتي انقلاب، نړیوالو اړیکو، نوو فکري جریانونو او د ځوان نسل د سیاسي شعور وده د دې غوښتنه کوي چې سیاسي فعالان او سازمانونه هم خپل فکر، ژبه او د عمل میتودونه نوي کړي.

خو د ستونزې ریښه (ولیې) یوازې په تشکیلاتي جوړښتونو کې نه ده. د افغانستان د ډېرو سیاسي جریانونو اساسي ستونزه فکري او فرهنګي بڼه هم لري. لا هم په ډېرو مواردو کې د آزاد بحث، سالم انتقاد، د نظر د اختلاف زغم او د ګډ کار فرهنګ کمزوری دی. حال دا چې دموکراسي تر هر څه وړاندې یو فرهنګ دی؛ هغه فرهنګ چې د مختلفو نظرونو د همزیستۍ (یوځای ژوند کولو)، د قانون د حاکمیت او د سیاسي سیالانو د مشروعیت د منلو پر بنسټ ولاړ وي.

په همدې دلیل د ګوندونو او سیاسي سازمانونو داخلي جوړښتونه هم جدي اصلاحاتو ته اړتیا لري. د رهبرانو د امرونو، فرمانونو او یوطرفه تصمیم نیونې پر ځای باید د آزاد بحث، ګډو پرېکړو او داوطلبانه مشارکت فرهنګ پیاوړی شي. د شلمې پېړۍ د سخت او متمرکز «دموکراتیک مرکزیت» پر ځای باید «داوطلبانه دموکراتیک مرکزیت» د سازماني ژوند بنسټ وګرځي؛ داسې اصل چې هم د سازمان یووالی وساتي او هم د غړو آزاده اراده، فکري تنوع او د نظر څرګندولو حق خوندي کړي.

همدارنګه د نړۍ د معاصرو دموکراتیکو تجربو مطالعه او درک د هر دموکراتیک جریان لپاره حیاتي ارزښت لري. دموکراسي یوازې یو سیاسي شعار نه دی؛ بلکې د سیاسي فعالیت، سیالۍ، حساب ورکونې، شفافیت او د خلکو د باور د ترلاسه کولو یوه عملي طریقه ده. هغه ګوندونه چې غواړي په معاصر سیاسي ډګر کې بریالي واوسي، باید دا اصول د خپلو ټولنیزو واقعیتونو او ملي اړتیاوو په رڼا کې په عملي بڼه پلي کړي.

یو بل مهم حقیقت دا دی چې په دموکراتیکو نظامونو کې د سیاسي بهیرونو برخلیک تر ډېره د آزادې سیالۍ له لارې ټاکل کېږي. د خلکو باور د پټو معاملو له لارې نه ترلاسه کېږي او نه هم د استخباراتي لوبو، د پردې شاته جوړجاړیو او غیرشفافو پرېکړو په مټ ساتل کېدای شي. سیاسي مشروعیت هغه مهال دوام مومي چې د خلکو د ارادې، مشارکت او باور پر بنسټ ولاړ وي.

په یوه رښتیني دموکراتیک ګوند کې غړي د رهبر تابع او فرمانبردار نه وي، بلکې د ګډو موخو د تحقق شریکان او همکاران وي. همدارنګه رهبر هم یو فوق‌العاده، نه بدلېدونکی او له نقد څخه پورته شخصیت نه ګڼل کېږي. هغه د یوې ټاکلې مودې لپاره د ګوند د غړو له خوا د مسئولیت د ترسره کولو له پاره غوره او ټولنې ته وړاندې کېږي. تر هغه چې د ګوند د اهدافو د تحقق او د خلکو د باور د ساتلو توان ولري، ملاتړ ترې کېږي؛ خو کله چې نور د پرمختګ او بریا مؤثره وسیله نه وي، د دموکراتیکو اصولو له مخې یې ځای بل وړ شخص نیولی شي.

له همدې امله په دموکراتیکو تشکیلاتو کې د شخصیت‌پرستۍ، رهبرمحورۍ او سیاسي بت‌سازۍ لپاره ځای نشته. د رهبرۍ مشروعیت د افرادو له تقدس څخه نه، بلکې د هغوی له کار، برنامې او لاسته راوړنو څخه سرچینه اخلي. د دموکراسۍ روحیه د آزاد فکر، انتقاد، حساب ورکونې، مشارکت او ګډ مسئولیت په اصولو ولاړه ده.

نن د افغانستان د دموکراتیکو ځواکونو پر وړاندې تر ټولو ستره اړتیا د باور بیا رغونه ده؛ باور د خلکو او سیاست ترمنځ، باور د نسلونو ترمنځ او باور د مختلفو سیاسي جریانونو ترمنځ. دا هدف یوازې هغه وخت ترلاسه کېدای شي چې سیاسي ځواکونه له انحصاري تفکر، تاریخي تعصبونو او شخصي سیالیو څخه تېر شي او د ملي ګټو، مدني ارزښتونو او ګډو اهدافو پر محور راټول شي.

په پایله کې ویلای شو چې د افغانستان د دموکراتیکو ځواکونو د بیا راژوندي کېدو او اغېزمن حضور لار د خلکو پر لور د ستنېدو، د ځوان نسل د اعتماد د ترلاسه کولو، د تشکیلاتي او فکري دموکراسۍ د پیاوړتیا او د معاصرو سیاسي ارزښتونو د منلو له منځه تېرېږي. هر هغه سیاسي جریان چې له خپل تېر څخه د زده کړې جرئت ولري، د زمانې غوښتنې درک کړي او د ټولنې له ژوندیو واقعیتونو سره ځان عیار کړي، کولای شي د راتلونکي افغانستان په سیاسي او ټولنیز ژوند کې رغنده، مؤثر او دوامدار رول ولوبوي.

18.06.2026