آشتی کردن طالبان با مردم افغانستان، راهی برای پایان جنگ…

نویسنده: مهرالدین مشید زهر پاشی های قومی و زبانی و توطیۀ…

 ترجمه‌ی شعرهایی از سردار قادر 

استاد "سردار قادر" (به کُردی: سه‌ردار قادر)، شاعر کُرد زبان،…

خموشی

 نوشته نذیر ظفر شــــــــد مــــدتی که ورد زبانم ترانه نیست آوای مــــن…

چشم براه وحدت

            چشمم براه  وحدت  پیوند وهمد لی جانم فدای وحدت وصد ق…

دوحه سر دوحه، پروسه های پیچیده و آرمانهای خشکیده 

نوشته از بصیر دهزاد  سومین کنفرانس در دوحه  درست سه هفته…

کور و نابینایان خرد

تقدیم به زن ستیز های بدوی و ملا های اجیر، آن…

فضیلت سیاسی و افغانستان

در نخست بدانیم٬ ماکیاولی در شهریار و گفتارها٬ در واقع…

بهای سنگین این خاموشی پیش از توفان را طالبان خواهند…

نویسنده: مهرالدین مشید طالبان بیش از این صبر مردم افغانستان را…

گلایه و سخن چندی با خالق یکتا

خداوندا ببخشایم که از دل با تومیخواهم سخن رانم هراسانم که…

(ملات گاندی در مورد امام حسین

باسم تعالى در نخست ورود ماه محرم و عاشوراء حسينى را…

جهان بی روح پدیداری دولت مستبد

دولت محصولی از روابط مشترك المنافع اعضاء جامعه می باشد٬ که…

ضانوردان ناسا یک سال شبیه‌سازی زندگی در مریخ را به…

چهار فضانورد داوطلب ناسا پس از یک سال تحقیق برای…

پاسخی به نیاز های جدید یا پاسخی به مخالفان

نویسنده: مهرالدین مشید آغاز بحث بر سر اینکه قرآن حادث است و…

طالبان، پناهگاه امن تروریسم اسلامی

سیامک بهاری شورای امنیت سازمان ملل: ”افغانستان به پناهگاه امن القاعده و…

  نور خرد

 ازآن آقای دنیا بر سر ما سنگ باریده عدوی جان ما…

عرفان با 3 حوزه شناخت/ ذهن، منطق، غیب

دکتر بیژن باران با سلطه علم در سده 21،…

شکست مارکسیسم و ناپاسخگویی لیبرالیسم و آینده ی ناپیدای بشر

نویسنده: مهرالدین مشید حرکت جهان به سوی ناکجا آباد فروپاشی اتحاد جماهیر…

سوفیسم،- از روشنگری باستان، تا سفسطه گری در ایران.

sophism. آرام بختیاری دو معنی و دو مرحله متضاد سوفیسم یونانی در…

آموزگار خود در عصر دیجیتال و هوش مصنوعی را دریابید!

محمد عالم افتخار اگر عزیزانی از این عنوان و پیام گرفتار…

مردم ما در دو راهۀ  استبداد طالبانی و بی اعتمادی…

نویسنده: مهرالدین مشید افغانستان سرزمینی در پرتگاۀ ناکجاآباد تاریخ مردم افغانستان مخالف…

«
»

د غني ستر غني اقدام؛ امنيتي ځواکونه به نور پاکستاني محصولات نه خوري

د افغان امنيتي ځواکونو د خوراک له مينو پاکستان محصولات ليرې شول. د افغانستان ملي دفاع وزارت د افغان امنيتي ځواکونو د خوراک له مينو پاکستاني محصولات حذف کړي او پر ځای يې وطني توليداتو څخه استفاده کوي. په وروستيو کې د ولسمشر غني د فرمان پر اساس پر افغان امنيتي ځواکونو پاکستاني محصولات لکه وريجې، غوښه، مالټې او کيلې بندې شوي او پر ځای يې له کورنيو توليداتو استفاده کيږي. ولسمشر غني ويلي له کورنيو توليداتو د استفادې بهير به سربيره پر دفاع وزارت، ټولو وزارتونو ته تر هغې وغځوي چې د خپلو محصولاتو لپاره کورنی او نړيوال بازار پيدا کړي.

د يو هيواد د اقتصادي پرمختګ اساسي ستنې ځوان بشري ځواک، طبيعي زيرمې او د اوبو پراخې سرچينې بلل کيږي. په داسې حال کې چې افغانستان له نېکه مرغه د پرمختګ درې واړه اساسي ستنې لري خو بيا هم له اقتصادي پلوه يو وروسته پاتې او پر نورو متکي هيواد دی. دا چې افغانستان نه دی توانيدلی د تاريخ په اوږدو کې اقتصادي پرمختګ وکړي او په ځان بسيا شي؛ دليل يې همدا دی چې له دغو درېو اساسي ستنو څخه په سمه توګه استفاده نه ده شوې او يا ورڅخه د استفادې زمينه نه ده برابره شوې.

د ترسره شويو سروې ګانو له مخې افغانستان تر ځمکې لاندې د درې تريلون ډالرو په ارزښت زيرمې لري، د ټول نفوس ۶۸ سلنه ځوان بشري ځواک او همداراز افغانستان د ۳۱۶ زره ميګا واټه د اوبو، لمر او بادي برښنا د توليد ظرفيت لري. د چارو شنونکي وايې که د افغانستان يوازې له اوبو برښنا سمه استفاده وشي، پر سيندونو برښنا بندونه جوړ شي نو دومره برښنا به توليد کړي چې نه يواځې خپل کورنۍ اړتياوې به پوره کړي بلکې په نورو هيوادونو به يې هم وپلوري. په افغانستان الله ج د اقتصادي پرمختګ ټول نعمتونه لورولي دي خو له بده مرغه تر اوسه داسې څوک نه دی پيدا شوی چې له دغو وسيلو سمه استفاده وکړي. ملنګ جان بابا په يو شعر کې د افغانستان همدغې بدبختۍ ته داسې اشاره کړې ده:

د سرو زرو رشه باندې ولاړ يمه نس خوږی

د سيند په غاړه ناست يم په ارمان د اوبو تږی

په دې چې بې هنر یم

ملنګ جان بابا رښتیا ويلي چې د کانونو زيرمې مو د سرو زرو رشې دي او له اوبو ډک پراخ سيندونه مو نورو هيوادونو ته وړيا بهيږي خو دلته مونږ افغانان په نس وږي تږي ورته لاس تر ځنې ناست يو، علت يې همدا دی چې بې هنره يو او له دغو نعماتو د استفادې هنر مو نه دی زده. اصلاً يو هيواد هغه مهال اقتصادي پرمختګ کولی شي چې پخپل ځان متکي او خود کفا وي ، یعني خپلي ټولي اړتیا وي د کورنیو عایداتو په وسیله ترسره کړي، له بده مرغه په تير کې ټول افغان حکومتونه په دې نه دي توانيدلي چې خپلو کورنيو توليداتو څخه په کور دننه د استفادې زمينه او کورني او بهرني بازارونه پيدا کړي.

اوس چې افغان ولسمشر غني هوډ کړی چې په کور دننه د کورنيو محصولاتو لپاره د استفادې زمينه او ورته کورني او بهرني بازارونه پيدا کړي نو دا په خپل ذات کې د ولسمشر غني لخوا د کورني اقتصاد پياوړتيا لپاره لوی ګام دی. ولس يې بايد ملاتړ وکړي او سوداګر مو بايد په دې برخه کې ناغيړي ونه کړي. اوسمهال ټولو سوداګرو ته لازمه ده چې له بهره په واردوونکو توکو پر ځای په خپلو کورنيو توکو پانګونه وکړي او د ولس په مقابل کې خپل ايماني او افغاني رسالت سر ته ورسوي. په ټوله کې حکومت ته لازمه ده چې د اړتیا وړ مواد په کور دننه تولید کړي، سوداګرو ته د کار او فعاليت زمينه برابره کړي، د سوداګرو د مال او ځان امنيت ډاډه کړي او ورته د کار کولو لپاره ځانګړې سیمې چې په برښنا سمبالې وي، چمتو کړي.

همداراز د حکومت تر ټولو ستر مسوليت دا دی چې د کورنيو توليداتو لپاره د بازار موندنې تر څنګ په کور دننه د پروسس فابريکې، ذخيرې او همداراز د ميوه جاتو او سبزيجاتو لپاره سړې خونې جوړې کړي. له نيکه مرغه افغانستان اوس ددې ظرفیت لري چې خوراکي توکي او نور د اړتیا وړ مواد د هیواد دننه تولید کړي او خپلو اړتیا وو ته په خپله ځواب ووايې. اوس حکومت ته په کار ده چې د کرني په سکټور کې لازمه پانګونه وکړو او د دې ترڅنګ د غذايي موادو په برخه کې د پانګوني لپاره اسانتیاوي رامنځته کړي.

لیکنه : خوشحال آصفي