‬‬نه به جنگ و نابرابری، آری به همبسته‌گی جهانی کارگران‬‬‬‬

 ‬‬‬‬اعلامیۀ سازمان سوسیالیست‌های کارگری افغانستان به‌مناسبت اول ماه می، روز…

توهم برتری و بازی قدرت

«جستاری در خودبزرگ‌ بینی و بازی‌های پنهان برتری» تهیه و تدوین…

بالیستیک چی‌ست؟

چرا این واژه‌ی صفت را به جای نام اصلی کار…

طالبان؛ پیامد فساد ساختاری و سازمان یافته حکومت‌های کرزی و…

نویسننده: مهرالدین مشید از امید تا انحطاط؛ فساد ساختاری و بازگشت…

قلۀ پیروزی

از قلـب خراسـان کهـن آمده ام با یعـقوب لیث و تهمتن…

بخاطر انفاذ قانون اساسی به مثابه شاه کلید نجات افغانستان

اعلامیه و فراخوان ملی بنام خداوند حق و عدالت با اتکا بر…

 لیبرالیسم، جنبش روشنگری، و نبوغ جان لاک

john locke (1632- 1704) آرام بختیاری جان لاک ؛ آغاز تئوری تقسیم…

از ترور میر اکبر خیبر تا کودتای ثور؛ بهای سنگین…

نویسننده: مهرالدین مشید تروریکه هنوز هم مردم افغانستان بهای آن را…

با عاشقان وعارفان همصحبت!

امین الله مفکر امینی                     2026-19-04! دل منــــــور میکـــند صحبت بـــا اهلـی عشق…

اهمیت و ضرورت آسیب شناسی تاریخی ، برای امروز و فردا های…

نوشته از بصیر دهزاد   این  مقاله که در کنفرانس علمی انجمن سراسری حقوقدانان…

داستایفسکی شوروی: داستایفسکی در فرهنگ، ایدئولوژی و فلسفه شوروی

 برگردان . رحیم کاکایی سه گفتار در واکاوی جایگاه داستایفسکی، نویسنده…

در مرز سایه و روشنایی انسان

 « از عشق تا خشونت ؛ سفربه درون انسان » تهیه…

نظم نوین

رسول پویان سازش به دشمنان وحشی ننگ است افـتــادن پا بـه پنجـۀ…

از  روح الله خمینی تا هبت الله؛ دو گلوله، دو…

نویسنده: مهرالدین مشید هبت الله گلوله ای از اعماق تاریخ؛ اما…

اولادی مبارزِ وطن!

امین الله مفکر امینی                    2026-13-04! بــی بنیاد میگردد پایه های ظلم وستـــم…

بلز پاسکال

هغه فرانسوی فیلسوف، اختراع کونکی، ریاضی پوه، فزیک پوه، الهیات…

مذاکرات هیئت های افغانستان

و پاکستان با پا در میانی چین یک روز قبل از…

افغانستان در آجندای مذاکرات اسلام آباد

عبدالصمد ازهر                …

شماره یکم سال بیست و نهم گاهنامه محبت

شماره یکم سال بیست و نهم گاهنامه محبت نشر شد 

رنه ډکارت

دی د پنځلسمې پېړۍ یو فرانسوي فیلسوف، ریاضی پوه، فزیک…

«
»

د سولې عالي شورا سره بايد حساب وشي

په تازه کې راپورونه وايي د سولې عالي شورا د رهبرۍ د نشتوالي له امله نړيوالو مرسته کوونکو له دغې شورا سره خپلې مالي مرستې ځنډولې دي. په دغه بنسټ کې د مشرتوب د نه شتون له امله امریکا او برېتانیا چې د سولې د عالي شورا ستر مالي ملاتړي دي، خپلې مالي مرستې له دغه بنسټ سره ځنډولي دي.د سولې عالي شورا یو چارواکی اسماعیل قاسمیار وايي، د مرستو پرې کېدو د دوی کارونه له ځنډ سره مخ کړي دي. همداشان د ولسمشر مرستيال وياند ظفر هاشمي وايي چې حکومت غواړي لومړی د سولې په شورا کې اصلاحات رامنځته کړي او وروسته ورته مشر وټاکي.

له ننه شپږ کاله وړاندې په (۱۳۸۹) کال پخواني ولسمشر حامد کرزي له طالبانو سره د سولې د خبرو اترو د پرمخ بیولو لپاره د سولي عالي شورا جوړه کړه، خو که هغه امتيازاتو او سهولتونو ته وګورو چې دوی ته ورکول کيږي او بیا له پيله تر ننه يي د شوي کار او فعاليت سره پرتله کړو نو په ډاګه کيږي چې دوی هېڅ لاسته راوړنه نه لري او يوازې یې د خپلو امتیازاتو لپاره هڅې کړې دي. دوی له پيله تر ننه فقط معاشونه او امتیازات اخستي او د خلکو له پاره ښه زیری نه لري. دوی ټولو یوازې پیسې او وخت مصرف کړی. دغه شورا یوه نمایشي او تشریفاتي جرګه ده چې له لګښتونو پرته یې بله ثمره نه ده لرلې. اصلاً که په حقيقت سترګې پټې نه شي  تېر ولسمشر حامد کرزي د یو شمېر مخورو او بانفوذه افرادو د خوشحالولو لپاره دغه شورا جوړه کړې ده.

همداشان په داسې حال کې چې د سولې عالي شورا د دندو په داخلي لايحه كې ذكر شوي ؛ د دې شورا غړيتوب معنوي امتياز دى او د معاش په نوم كوم څه نه لري. خو د دې شورا غړي پر نورو ډېرو امتیازاتو سربېره د دسترخوان او ټرانسپورټ په نوم له ۵۰۰ تر ۳۰۰۰ امريكايي ډالرو پورې اخلي. پر معاشونو سربېره د سولې د عالي شورا اداري پلاوی له هغو موټرو ګټه پورته كوي چې د همدې شورا په مالي لګښت د لكونو امريكايي ډالرو په بيه رانيول شوي او اوس د دوى په خدمت كې دي.  د ساتونكو لګښت يې هم د شورا له جيبه دى او هر ساتونكي ته لوړې تنخواګانې وركول كيږي.

د موندنو پر اساس د سولې عالي شورا په غړو كې ځینې داسې كسان هم شته چې د لكونو ډالرو په ارزښت موټر يې په خدمت كې دي او پر بېلابېلو امتیازاتو سربېره میاشتنۍ تنخوا یې هم له درې زره امریکايي ډالرو اوړي.

د سولې عالي شورا په تير شپږ کلن دوران کې هيڅ کومه د پام وړ لاسته راوړنه نه ده درلودلې. دوی په شپږو کلونو کې په دې نه دي توانيدلي چې له وسله والو مخالفينو سره؛ پرته له دريمګړي کينې او دوه پر دوه ورسره خپلې غوښتنې مطرح کړي او د هغوی نظر واخلي چې وروره تاسې څه غواړۍ؟
تاسې ولې له افغان ملي ځواکونو سره له کلونو راهيسې جنګيږۍ چې تر منځ مو په سلګونو بيګناه افغانان شهيدان کيږي؟
تاسې ولې د خپل مسلمان ورور چې د افغان ملي اردو، ملي پوليسو او ملي امنيت په ليکو کې د هيواد او ولس د ساتنې په موخه شپې او ورځې سبا کوي؛ قتل روا بولۍ؟
ستاسې مشکل څه دی؟ راځئ چې سره کينو او مخامخ خبرې وکړو او یو وبل ته قناعت ورکړو. وينه په وينه نه مينځل کيږي. د خدای لپاره راځئ نوره د ټوپک پر ځای قلم راپورته کړئ او د خپلو نورو مسلمانانو افغانانو ورونو سره چې د دولت په چوکاټ کې د هيوادوالو خدمت کوي؛ اوږه پر اوږه د خپل ولس خادمان شو.

د تش په نوم د سولې عالي شورا د تيرې شپږ کلنې دورې ته په کتو، د دوی امتيازاتو ته په کتو او بيا د عمل په ډګر کې د دوی شپږ کلنو کړنو ته په کتو؛ نه يوازې دا چې نوموړې شورا بايد منحل شي؛ بلکه د يادې شورا له غړو او تشکيل سره حساب کتاب هم وشي. ځکه هغه امتيازات،  په ميليونونو ډالر او تير شپږ کاله وخت چې دوی ضايع کړی؛ که چيري په همدغو پیسو د هيواد وسله وال ځواک پياوړی شوی وای نو نن به په هيواد کې روان سياسي بحران شتون نه درلود، نن به مو هيواد کې روانو کړکيچنو امنيتي حالاتو شتون نه درلود او نن به مو په هيواد کې سوله؛ د پاکستان ته په زاريو او له وسله والو مخالفينو ته د عذر په ځای؛ د امنيتي ځواک پر مټ او پياوړتيا رامنځته کړې وه.

 

لیکنه : خوشحال آصفي