بالیستیک چی‌ست؟

چرا این واژه‌ی صفت را به جای نام اصلی کار…

طالبان؛ پیامد فساد ساختاری و سازمان یافته حکومت‌های کرزی و…

نویسننده: مهرالدین مشید از امید تا انحطاط؛ فساد ساختاری و بازگشت…

قلۀ پیروزی

از قلـب خراسـان کهـن آمده ام با یعـقوب لیث و تهمتن…

بخاطر انفاذ قانون اساسی به مثابه شاه کلید نجات افغانستان

اعلامیه و فراخوان ملی بنام خداوند حق و عدالت با اتکا بر…

 لیبرالیسم، جنبش روشنگری، و نبوغ جان لاک

john locke (1632- 1704) آرام بختیاری جان لاک ؛ آغاز تئوری تقسیم…

از ترور میر اکبر خیبر تا کودتای ثور؛ بهای سنگین…

نویسننده: مهرالدین مشید تروریکه هنوز هم مردم افغانستان بهای آن را…

با عاشقان وعارفان همصحبت!

امین الله مفکر امینی                     2026-19-04! دل منــــــور میکـــند صحبت بـــا اهلـی عشق…

اهمیت و ضرورت آسیب شناسی تاریخی ، برای امروز و فردا های…

نوشته از بصیر دهزاد   این  مقاله که در کنفرانس علمی انجمن سراسری حقوقدانان…

داستایفسکی شوروی: داستایفسکی در فرهنگ، ایدئولوژی و فلسفه شوروی

 برگردان . رحیم کاکایی سه گفتار در واکاوی جایگاه داستایفسکی، نویسنده…

در مرز سایه و روشنایی انسان

 « از عشق تا خشونت ؛ سفربه درون انسان » تهیه…

نظم نوین

رسول پویان سازش به دشمنان وحشی ننگ است افـتــادن پا بـه پنجـۀ…

از  روح الله خمینی تا هبت الله؛ دو گلوله، دو…

نویسنده: مهرالدین مشید هبت الله گلوله ای از اعماق تاریخ؛ اما…

اولادی مبارزِ وطن!

امین الله مفکر امینی                    2026-13-04! بــی بنیاد میگردد پایه های ظلم وستـــم…

بلز پاسکال

هغه فرانسوی فیلسوف، اختراع کونکی، ریاضی پوه، فزیک پوه، الهیات…

مذاکرات هیئت های افغانستان

و پاکستان با پا در میانی چین یک روز قبل از…

افغانستان در آجندای مذاکرات اسلام آباد

عبدالصمد ازهر                …

شماره یکم سال بیست و نهم گاهنامه محبت

شماره یکم سال بیست و نهم گاهنامه محبت نشر شد 

رنه ډکارت

دی د پنځلسمې پېړۍ یو فرانسوي فیلسوف، ریاضی پوه، فزیک…

ماکسیم گورکی

برگردان. رحیم کاکایی نویسنده‌ی کلاسیک ادبیات روسیه و شوروی، نویسنده‌ی برجسته‌ی…

جنگ‌های ژئوپلیتیک و فروپاشی عقلانیت سیاسی در جهان معاصر

نویسنده: مهرالدین مشید فاجعهٔ فکری و سیاسی در پرتو منطق ساختاری…

«
»

د دغسې امنيتي تړون اخلاقي حيثيت به څه وي؟!

 ژمن 

د دغسې امنيتي تړون اخلاقي حيثيت به څه وي؟!

بالآخره له ولسي جرګې نه پنځه ورځې وروسته امنيتي تړون د مشرانو جرګې مطلق اکثريت تاييد کړ. مشرانو جرګې ويلي وو چې ولسي جرګې بيړه وکړه او موږ به ځيرنه کوو، بيا به د تړون په تړاو پرېکړه کوو. دا دی اوس يې «ځيرنه» وکړه او تړون يې کټ مټ هماغسې او په ډېره بېړه یې تاييد کړ.

له امريکا سره د امنيتي تړون په تړاو له هغه وخته چې د تړون د لاسليکېدا خبرې پيل شوي او بيا يې متن خپور شوی، پراخ بحثونه شوي. دغه تړون د پوهانو او د مسلکي کسانو له لورې ارزول شوی. ډېرو په کې حقوقي ستونزو ته هم ګوته نيولې او د تړون په متن کې يې د افغانستان د ګټو تر پښو لاندې کولو او قضايي ځواک په پام کې نه نيولو په اړه خبرې شوې دي.

خو د تړون اخلاقي اړخ چې مهمه موضوع ده لا یې په اړه څه په کې نه دي ويل شوي.

هغسې يو تړون چې، پخواني ولسمشر يې لاسليکول د افغانستان په ګټه نه بلل، بلکې تر وروستۍ ورځې يې لاسليک نه کړ او نوي حکومت کې هم ډېرو چارواکو له لاسليکېدا ډډه کوله، بالآخره د حنيف اتمر له لورې لاسليک شو، د دغسې يوه تړون اخلاقي حيثيت به څه وي؟!

راتلونکي نسل ته به د دې تړون لاسليکوونکي څه وايي، چې پخواني ولسمشر ولې لاسليک نه کړ او په نوي حکومت کې ولې چارواکو د دغسې يوه سند له لاسليکېدا ډډه کوله چې دوی يې د افغانستان په ګټې بولي!

وروسته له دې چې د ولسمشر اشرف غني حکومت په لومړيو ۲۴ ساعتونو کې دغه تړون وروسته له اوږده کشمکشه لاسليک کړ، بيا د ولسي جرګې او مشرانو جرګې نوبت و چې پر تړون پرېکړه وکړي.

د ډېرو تمه دا وه چې د افغانستان پارلمان به دغه تړون لاسليک نه کړي يا خو به لږ تر لږه د متن د بدلېدو غوښتنه وکړي او د افغانستان د ګټو د خوندي کولو له پاره به دغسې يو ګام پورته کړي، خو دا چې د تمې خلاف، لومړی د ولسي جرګې او بيا د مشرانو جرګې غړو د تړون په خوا رايه ورکړه او د ګوتو په شمار استازي يې مخالف پاتې شول، له دې څرګندېږي، چې د پردې تر شا نور لاملونه او معاملې هم موجود دي، چې په پارلمان کې له څو محدودو پرته، هېڅ استازی ورته ټینګ نه شو. دا چې دغه معاملې او لاملونه څه دي، ټول د رمز او راز په بڼه ترې خبر دي.

د تړون پر برخليک د دوی له فيصلې لږ وروسته ځينې داسې خبرې خپرې شوې چې د تړون د تاييد اخلاقي اړخ سخت متضرر کوي.

د ولسي جرګې ځينو غړو ښکاره وويل چې د جرګې ډېری غړي د امريکا سفارت ته وربلل شوي وو او د پيسو او مکافاتو په بدل کې د تړون د منلو وعده وشوه.

د ولسي جرګې غړي، صادقي زاده نيلي په جرګه کې وويل چې ده ته ډېرو وکيلانو اعتراف کړی و چې د امريکا سفارت ته وربلل شوي وو او له دوی څخه غوښتنه شوې وه چې تړون دې لاسليک کړي! دی وايي چې که تړون لاسليکېږي بايد د افغانستان په عزت لاسليک شي، نه دا چې د نورو په غوښتنه!

د سياسي چارو کارپوه، غرزي خواخوږي سرنوشت ورځپاڼې ته ويلي وو چې د امريکا سفارت د افغانستان د ولسي جرګې له غړو سره وعده کړې وه چې که چېرې دغه امنيتي تړون لاسليک کړي، د جرګې کاري موده به يې وغځوي. خواخوږی وايي چې په لومړيو کې د ولسي جرګې ډېر غړي د تړون مخالف وو. خو په تېره يوه مياشت کې د امريکا په سفارت کې له ليدو کتو وروسته يې د تړون منلو او تاييدولو ته راضي کړي!

د يوه داسې تړون پر موضوع چې د افغانستان سرنوشت ورسره تړلی وي،دومره سرسري تعامل دغه تړون ته څه اخلاقي حيثيت ورکوي؟لومړی د تړون نه امضا کولو پر سر لانجه، بيا پر دې بحث چې تړون به څوک لاسليکوي، له دې وروسته د پارلمان له غړو سره داسې معامله چې هغوی خپله رايه د مکافاتو او د کاري مودې د غځولو له پاره لاسليک کړی وي او ځينې خو آن له دې نا خبره وو چې تړون څه وايي او څه غواړي! دا ټولې حيرانوونکې کيسې به د دغه تړون اخلاقي اړخ ته څه ورکړي.

له دې لانجو او شرموونکو کيسو وروسته به هر عادي افغان د دغه تړون په مصداقيت او د افغانستان د ګټو د خوندي کېدو په اړه څومره ډاډه اوسي او نوی حکومت او د «ملت استازي» به تر کومه حده خپل استازي وګڼي!

تر دې ډېره حيرانوونکې دا ده چې د ولسي جرګې غړې آرين يون په وينا ډېری وکيلان پر دې نه وو خبر چې د تړون متن کې څه دي او د افغانستان او امريکې د ګټو انډول څنګه په نظر کې نيول شوی! يون وايي چې دوی غوښتل چې د تړون په محتوی کې د ډېرولو يا کمولو بحث ته هېڅ زمينه برابره نه شي، څو تړون به دغه شکل لاسليک شي.

د مشرانو جرګې له لورې د تړون د لاسليکېدا په اړه دغه ډول رازونه لا نه دي افشا شوي. تر اوسه نه ده معلومه چې د مشرانو جرګې څومره غړي د امريکا سفارت ته تللي او څومره پيسې او وعدې يې له هغوی تر لاسه کړي.

کله چې دې ته ورته نور رازونه خپرېږي، او د تړون د لاسليکېدو او تاييدولو دغه عجيبه پروسه ميډيا ته راوځي، د دغه تړون له حقوقي او علمي حيثيته هاخوا، اخلاقي وزن به يې څومره وي او راتلونکی نسل به د ملت دغو واکمنو او د ملت استازو ته په څه سترګه ګوري!