جوان افغانستان؛ از فروپاشی امید تا ضرورت رستاخیز فکری و…

 نویسنده: مهرالدین مشید در تاریخ ملت‌ها، گاهی فاجعه تنها در ویرانی…

ولادیمیر مایاکوفسکی

برگردان. رحیم کاکایی نگاه لنین به فوتوریسم و مایاکوفسکی  چهره‌ کلیدی فرهنگ…

زنان و تولید علم در تاریخ تمدن اسلامی !

مقدمه زنان مسلمان ، از خانه تا دانشگاه ، از مسجد…

کودتای داوود؛ آغاز فصل پرآشوب تاریخ معاصر افغانستان

نویسنده: مهرالدین مشید کودتای  ۲۶ سنبله ۱۳۵۵ سرآغاز تراژدی نیم‌قرن افغانستان کودتای…

         وحدت خواست مبرم زمان است

هرکه دورافتاده شد ازاصل خویش  باز جوید روز گاری وصل خویش اصالت…

فن تفکر و تمرین فلسفه

درسنامه برای مدارس آموزش سیاسی پدیدآورنده و ویراستار: یوری نیکولاویچ آنتونوف…

بدخشان در محراق کارزار تبلیغات

سیاسی -- نظامی پاکستان ! ولایت بدخشان در شمالشرق ترین قسمت…

سفرنامۀ زندگی

رسول پویان نــوای نـی و نـغـــمـۀ آبـشار هـوای خوش و دامـن کهسار سـرود…

هه‌لو شهید جعفر

آقای "هه‌لو شهید جعفر" (به کُردی: هەڵۆ شەهید جەعفەر) شاعر…

پیاوړی او نومیالی لیکوال

له (ډاکټر طارق رشاد) سره چې پیاوړی او نومیالی لیکوال،…

دموکراسی در بستر سرمایه‌داری؛ فرصت‌ها، محدودیت‌ها و تناقض‌ها

نویسنده: مهرالدین مشید  رابطه دموکراسی و سرمایه داری؛ از همگرایی تا…

افغانستان زخمی؛ نیازمند همدلی و همگرایی

نویسنده: مهرالدین مشید تنوع قومی و مدیریت آن در چارچوب هویت…

شکسپیر 

« آن ‌جا که انسان برای نخستین ‌بار خود را…

وحدت نیروهای مترقی در روشنی  اصول و بدون آن

وحدت، یکی از نیازهای اساسی و اجتناب‌ناپذیر نیروهای مترقی، ملی…

دین و دموکراسی؛ از سازگاری ها تا چالش ها

نویسنده: مهرالدین مشید پرسش سازگاری دین و دموکراسی یکی از مهم‌ترین…

سه‌ شعر کوتاه از لیلا طیبی

انسان کلام سبز ترحم، جاری از گلوی خدا بود.  از یاد برده…

شب

شب همین نزدیک‌هاست و  ستارگان  گیسویشان را بر صورت ماه افشانده‌اند، در سکوتی…

پیامد های منفی ،تثبیت رتبه نظامی در ساختار های کشفی…

مقدمه . خداوند ( ج) در قرآن کریم چنین می فرماید…

چند شعر کوتاه از لیلاطیبی

انسان کلام سبز ترحم، جاری از گلوی خدا بود.  از یاد برده…

افغانستان؛ سرزمین فرصت‌های از دست‌رفته

نویسنده: مهرالدین مشید از اصلاحات امان‌الله خان تا چالش‌های پس از…

«
»

بې لومړیتوبه متفکر

متفکر، رهبر، او ذعیم هغه چا ته ویل کیږي چې لوي فکر ولري، لوی لید ولري، لوي لوي کارونه وکړي، اوږدمهالې موخې ولري، لوي پلان ولري، لویه حوصله او صبر ولري، یوه اداره او سازمان خپلو لویو او لوړو موخو ته ورسوي، لوي او پياوړی ټیم ولري، په خپل ټیم او ډلې باندې اعتماد او باور ولري، کارونه او مسولیتونه په خپلې ډلې او کاري ټیم باندې وویشي او دایې یوازې مشوره او لارښودنه کوي او یا هم په لویه کچه پالیسي او ستراتیژي جوړوي او بلاخره د یو متفکر یا رهبر هره کړنه او څرګندونه محاسبه شوې وي، پلان شوې وي، دقیق او پر ځای وي، او ډیر په احتیاط او فکر سره ګام پورته کوي.

دا د زمونږ د هیواد دویم متفکر ښاغلی ډاکټر محمد اشرف غني په تیرو نهو میاشتو کې داسې کړنې او څرګندونې وکړې چې حتا یو عادي مدیر یې په یوه عادي اداره کې هم نه کوي او تر اوسه هغه کارونه یې چې دې ترسره کړي اصلا په هغه کې دلومړیتوب اصل شتون نه لري، په هغه کې اصلا یو لوي فکر او لید شتون نلري او د یو متفکر او هغه هم د نړۍ په کچه متفکر اعتبار او اعتماد تر پوښتنې لاندې راولي. د بیلګې په توګه:

لومړی: ښاغلي غني د افغانستان د ټولو اداراتو واک او مسولیت په خپله ولکه کې اخیستی دی، وزیر دی ټاکي، مرستیال دی ټاکي، ریس دی ټاکي، مدیر دی ټاکي او بلاخره مامور هم دی ټاکي او له هر چا نه بیله بیله پوښتنه هم کوي. ایا یو متفکر او رهبر به دا کار وکړي چې په هر کار کې لاسوهنه وکړي او هر کار په خپله وکړي؟ نو بیا دا کابینه د څه لپاره ده؟ دا شپږ ویشت وزارتونه او په لسهاوو نورې خپلواکې ادارې د څه لپاره دي؟ آیا دغه د ملي یووالي تش په نوم سمبولونه دي او که بل څه؟

دویم: ښاغلی غني راځي د کابل ښار د سړکونو د پاکوالي لپاره خپل لستوڼي بډوهي او ظاهراً غواړي د ښار په پاکوالي کې ونډه واخلي، حال دا چې د څو ساعتونو لپاره سړکونه بند شول، د کابل ښاریان د لسګونو ستونزو سره مخامخ شول او د ښاغلي غني کار هم د څو چاپلوسانو سره د څو انځورونو اخیستل و او بس. آیا یو متفکر او رهبر به دا کار وکړي؟ نو بیا والي د څه لپاره؟ ښاروالي د څه لپاره او نور ادارات د څه لپاره؟

جناب متفکر صیب ستا دنده دا ده چې لومړی د کابل والي وټاکې، وروسته د کابل ښاروال ښاریانو ته وپيژنې او په ټوله کې د مسولینو پام ورته راواړوې؛ نه دا چې ته په خپله د ښاروالۍ کار مخته یوسې او هغه هم په نمایشي بڼه.

دریم: ښاغلی غني راځي د افغانستان د حقوقو پوهنځي د نویو فارغ شویو محصلانو د لوړې په مراسمو کې ګډون کوي او هغوي ته قسم ورکوي. آیا یو متفکر او رهبر به دا کار وکړي؟ نو بیا قضایه قوه د څه لپاره؟ سرپرست قاضي القضات د څه لپاره؟ آيا دا کار او دنده ستا ده او که د هغوي؟ په دومره ټیټه کچه تاسې هر چا ته قسم ورکوۍ؟ نو دا نور ادارات څه کوي او تنخوا د څه لپاره اخلي؟

ښاغلی متفکر ستاسې دنده دا ده چې لومړی قاضي القضات وټاکۍ بیا د سترې محکمې نور غړي ملت ته وروپیژنۍ څو خپل کار پیل کړي؛ نه څو تنو نویو فارغانو ته قسم ورکول.

څلورم: ښاغلی غني راځي د وزیر، مرستیال، ریس او حتا له عادي مدیر نه ازموینه اخلي؛ ولوکه دغه کسان په هره برخه کې تخصص ولري باید غني ته ازموینه ورکړي، نو بیا د اداري اصلاحاتو اداره د څه لپاره ده؟

پنځم: ښاغلی غني راځي په خپله د اداري فساد سره مبارزه کوي او حکم ورکوي چې په فلانۍ اداره او یا فلاني وزارت کې دې دا کسان ونیول شي او څېړنې دې ترې پيل شي او یا فلانی خان په فلانۍ ادارې کې دې وګمارل شي او فلانی خان دې له دندې ګوښه شي. آیا یو متفکر او رهبر به دا کار وکړي؟ نو بیا لویه څارنوالي د څه لپاره ده؟ د اداري فساد سره د مبارزې اداره د څه لپاره ده؟ او په لسګونو نور ادارات چې په یاده برخه کې کار کوي؛ هغوي څه کوي او ددوي دنده او مسولیت څه دی؟

دا هغه پنځه واړه موارد و چې د بیلګې په توګه ترې یادونه وشوه. دا کړنې دا ثابتوي چې ښاغلی محمد اشرف غني یو بې لومړیتوبه متفکر دی، هغه کار چې دی یې باید وکړي؛ هغه نه کوي او هغه کارونه چې نور کسان یې د قانون له مخې باید وکړي؛ هغه دی کوي. لوي لوي کارونه نه کوي بلکه ډير واړه واړه کارونه کوي چې هغه دده دنده هم نه ده. لوي فکر نه لري بلکه د یوې وړې ادارې په کچه فکر لري او بلاخره په هر کار کې لاسوهنه کې چې اصلاً یو متفکر او رهبر ته اړتیا نشته چې دغه کارونه ترسره کړي. ښاغلی غني باید د یو متفکر او مدير په توګه پر خپله کاري ټیم اعتماد او باور ولري او یوه قوي کاري ډله رامنځته کړي او قوي ځواب ویونکی سیستم جوړ کړي. دی یوازې باید خپلې کاري ډلې ته مشوره او لارښوونه ورکړي. دا باید د افغانستان په کچه لوي فکر ولري، اوږدمهاله ستراتیژ او پلان ولري؛ نه پنځوس ورځیني او سل ورځيني پلانونه. پر معیارونو او اصولو ولاړ پیاوړی سیستم رامنځته کړي او په وړو وړو کارونو او خبرو پسې ونه ګرځي بلکه خپل کاري ډلې او ټیم ته یې پریږدي.

 

خوشحال آصفی