نمونه های اشعار کهن فارسی، بخش دوم با اضافهء اشعار…

******** در ادامه مطالب فبلا ارايه و نشر شده در سایتهای…

پارادوکس انرژی در افغانستان: زغال‌سنگ یا آب؟

​تحلیلی بر گذار از سوخت‌های فسیلی به توسعه پایدار ​ ​افغانستان در…

افتضاح اپستین و فروپاشی وجدان بشریت در سرمایه‌داری پسین

نویسنده: مهرالدین مشید در دهه‌های اخیر، مطالعات انتقادی قدرت و جرم…

«او با تلخی، بیهوده‌گویی و خودپسندی را تمسخر می‌کرد…»

 به مناسبت دویستمین سالگرد تولد م. ای. سالتیکوف- شچدرین برگردان: رحیم…

مرگ ارزش و اخلاق

رسول پویان مگـر جـزیـرۀ اپـسـتـیـن دام شـیطان بود که مرگ ارزش واخلاق…

از دوری ی میهن سوزم!

امین الله مفکر امینی     2026-01-02! چنان از دوری ی میهن سوزم بجان…

        یک نـامـه به تاریخ؛ و یک نـخوانـدنی ترین!

با هدیه سلام ها و احترامات قلبی و وجدانی؛ این…

افغانستان؛ از کانون تروریسم فراملی تا عرصه‌ی مانورهای ژئوپلیتیک قدرت‌های…

 نویسنده: مهرالدین مشید افغانستان در دو دهه‌ی اخیر به یکی از…

گلهای خشم کلان شهرهای بورژوایی

Baudelaire, Charles (1821-1867) آرام بختیاری شعر نو بودلر میان: نیما، هدایت، و…

                                            واقعیت چیست

واقعیت با نظریات مختلف و دید گاه ها ی متنوع…

هزیان تب آلود!

شدت تب تروریسم که بیش از نیم قرن استبلشمنت پاکستان…

 افغانستان قربانی سیاست‌های امنیتی منطقه‌ای است، نه متهم دائمی

نور محمد غفوری در سوسیال میدیا خواندم که وزارت دفاع طالبان…

وحدت نیروهای ملی دموکراتیک ومترقی

وحدت بمثابه واقعیت انکار ناپذیری ضرورت تاریخی در برابر استعمار…

عدالت اجتماعی

نوشتهء نذیر ظفر‎عدالت روزی پیـــــدا میشه آخر‎سفاکان ترد و رســـوا…

خودتحقیری و خودتخریبی؛ تبیین فلسفی مفهومی

۱. خودتحقیری (Self-Denigration) در معنای فلسفی، خودتحقیری حالتی است که در…

سرمایه‌داری لیبرال و واکنش سوسیال‌دموکراسی

نور محمد غفوری تقابل، اصلاح یا همزیستی انتقادی؟ مقدمه سرمایه‌داری لیبرال به‌عنوان نظام…

             تشدید تنش تهران و واشنگتن؛ پس‌لرزه‌های منطقه‌ای آن

نویسنده: مهرالدین مشید سرنوشت دیکتاتوری‌های دینی؛ آزمون بقا برای اخوندیسم و…

دربارۀ «اصولنامۀ جزایی محاکم» اداره طالبان

اعلامیۀ انجمن سراسری حقوق؜دانان افغانستان بنام خداوند حق و عدالت انجمن سراسری…

هر که را مشکلی است!

امین الله مفکر امینی          2026-30-01 ! هر که را مشکلی باشد ناچار…

آ.و. لوناچارسکی

برگردان. رحیم کاکایی و.گ. بلینسکی پیشگفتار مترجم درباره ویساریون بلینسکی نویسنده، منتقد…

«
»

د نړیوال نظم سازماني بنسټونه

نور محمد غفوری

(لومړۍ برخه)

د لیکنو ددې سلسلې په پیل کې (د نړیوال نظم او افغانستان) تر سرلیک لاندې مقاله کې مو دا ذکر کړل چې نړیوال نظم درې رُکنه (ستونه) لري. یو یې د نړیوال نظم اخلاقي، ټولنیز او حقوقي بنسټونه (چوکاټونه)؛ بل یې سازماني بنسټونه او دریم یې په نړیوال ډګر کې د قوې (زور) بیلانس دی. ددې نظم د لومړي رکن په اړه مو په تیرو وروستیو دریو لیکنو کې د هغو د قاعدو، اصولو او نارمونو په اړه په کافي اندازه رڼاواچوله، بیلګې مو یې ذکر کړې او په ورته والي او بیلوالی مو یې خبرې وکړې. په دې برخه کې به د نړیوال نظم د دوهم ستون (د نړیوال نظم په سازماني بنسټونو) خبرې وکړو.

د نړیوال نظم سازمانی بنسټونه:  

د نړیوال نظم سازماني بنسټونه یا تاسیسات هغه بنسټونه او جوړښتونه دي چې د نړيوال نظم او ثبات له پاره جوړ شوي او کار کوي. دا جوړښتونه او  تأسیسات په ټوله نړۍ کې د هېوادونو ترمنځ د همکارۍ، همغږۍ، سولې او امنیت د تأمین په موخه رامنځته شوي او د نړیوال اقتصاد، امنیت، بشري حقوقو، کلتور، او چاپیریال په مختلفو برخو کې فعالیت کوي. دا سازمانونه د نړيوالې همکارۍ او د ملتونو ترمنځ د ښو اړیکو د رامنځته کولو په ملاتړ کې کلیدي رول لوبوي او د هېوادونو تر منځ د همغږۍ او یووالي لپاره بنسټیز اصول او مقررات رامنځته کوي. د نړیوال نظم سازماني بنسټونه په عمده توګه په دوو برخو ویشلای شو: یو یې دولتی او بل یې غیر دولتی سازمانونه دی. دا دواړه ډولونه د ټولنې په سیاسي، امنیتي، اقتصادی او ټولنیزه کلتوري ساحه کې فعالیت کوي. د بلې خوا او د جغرافیوی مشخصاتو له زاویې څخه دا سازمانونه په نړیوالو او محلی سازمانونو ویشلای شو. دا سازمانونه چې په نړیواله او یا محلی کچه فعالیت کوی، خورا زیات دی. زه په دې پسې وګرځیدم چې که وکولای شم د هغوی یوه تقریبی احصائیه ومومم، خو د نړیوال نظم د سازماني بنسټونو په اړه دقیقه احصائیه او معلومات نشته. په نړۍ کې د ټولو نړیوالو سازمانونو شمېر په سلګونو دی، او د کره شمیر په اړه پوهان او څېړونکي مختلفې شمېرې وړاندې کوي. په دې کې هغه سازمانونه شامل دي چې نړیوال غړیتوب، د بیلابیلو سیمو او تخصصي برخو پوښښ لري. په ټولیز ډول اټکل کیږي چې له ۳۰۰ څخه تر ۵۰۰ پورې رسمي نړیوال سازمانونه او له ۴۰۰۰ څخه تر ۵۰۰۰ پورې غیر دولتي نړیوال سازمانونه شته. دا شمیرې متغیرې دي او د نوي سازمانونو رامنځته کېدل او د ځینو له منځه تلل یو طبیعي بهیر دی.

 دلته به په لاندې توګه د یو شمیر محدودو تاسیساتو او جوړښتونو یادونه وکړو او لوستونکو ته به یې په لنډه توګه په ورپیژندلو اکتفا وکړو:

–         ملګري ملتونه  (UN) :

ملګري ملتونه (United Nations) د اوسني نړیوال نظم یو له اساسي نړیوالو بنسټونو څخه دی چې په 1945م کال کې د دویمې نړیوالې جګړې وروسته رامنځته شو او افغانستان د ۱۹۴۶م کال د نوامبر په ۱۹مه ددې نړیوال معتبر سازمان غړیتوب ترلاسه کړ. افغانستان د نړۍ له هغو لومړیو هېوادونو څخه دی چې د دویمې نړیوالې جګړې وروسته د ملګرو ملتونو غړی شول. د دې نړیوال سازمان اساسي موخې په نړۍ کې د سولې ساتنه، د بشري حقونو دفاع، او د هېوادونو تر منځ همکاري او د ستونځو حلول دي.

د تاریخ په اوږدو کې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان په موقف کې بدلونونه راغلي دي. په لومړیو کې، افغانستان په نړیوالو مسایلو کې یو فعال رول درلود او د بېلابېلو نړیوالو سازمانونو او تړونونو په پریکړو او ملاتړ کې یې فعاله ونډه اخیسته. د ۱۹۷۹ کال د شوروي اتحاد د نظامي یرغل وروسته او بیا د کورنیو جګړو له امله، د افغانستان نړیوال موقف زیانمن شو. وروسته، په ۲۰۰۱م کال کې د طالبانو د رژیم د اولې دورې له سقوط وروسته، افغانستان بیا په نړیوال ډګر کې د ملګرو ملتونو او نورو نړیوالو سازمانونو په چوکاټ کې د یو فعال او رغنده غړي په توګه د تعامل هڅه وکړه. په ملګرو ملتونو کې د افغانستان سفارت په دې کلونو کې د بیارغونې، د سولې پروسې، او نړیوالو مرستو په اړه تمرکز کړی و. خو په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو د بیا واک ته رسېدلو وروسته، د ملګرو ملتونو په سازمان کې د افغانستان موقف یو ځل بیا په کړکېچ کې ولوید او تر اوسه پورې ملګرو ملتونو د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی او په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د استازیتوب مسئله هم لا ینحله پاتې ده.

–       د اسلامي کنفرانس سازمان (OIC):

د اسلامي کنفرانس سازمان (Organization of Islamic Cooperation – OIC) د اسلامي نړۍ یو تر ټولو لوی او مهم نړيوال سازمان دی چې د نړۍ له دریو لویو براعظمونو (اسیا، افریقا، او اروپا) څخه د ۵۷ اسلامي هیوادونو څخه جوړ شوی. دا سازمان په ۱۹۶۹م کال کې د سپېڅلي مسجد الاقصی په برید او د فلسطین د قضیې د ملاتړ په غبرګون کې د مغرب په رباط ښار کې د یو شمېر اسلامي هیوادونو د مشرانو په غونډه کې جوړ شو. موخه یې د اسلامي هېوادونو ترمنځ همغږۍ او همکارۍ ته وده ورکول د نړیوالو چیلنجونو په وړاندې یو ګډ دریځ غوره کول او د اسلامي نړۍ سیاسي، اقتصادي، ټولنیز او کلتوري ګټې ساتل دي. همدا شان د دې سازمان اصلي موخې د فلسطین د خلکو ملاتړ، د اسلامي ارزښتونو او ځایونو ساتنه، په نړۍ کې د اسلامي هېوادونو د ستونزو په حل کې مرسته او د مسلمانانو د حقونو ملاتړ او په نړیواله کچه د اسلام د سم تصویر وړاندې کول.ده.

 د اسلامي کنفرانس د سازمان غوره ادارې د اسلامي پرمختګ بانک(Islamic Development Bank – IDB)، د اسلامي ښوونې، ساینس او کلتور سازمان  (ISESCO)، د بشري حقونو د څار کمېسیون او د سعودي عربستان د جدې په ښار کې د هغو مرکزي دفتر دی. د دې سازمان سرمشریزه غونډې په بېلابېلو وختونو کې د غړو هېوادونو په کوربتوب ترسره کېږي.

د اسلامي کنفرانس سازمان د اسلامي نړۍ یو لوی سازمان دی، خو د مختلفو غړو هېوادونو د سیاسي، اقتصادي، او جغرافیايي شرایطو د توپير له امله، ډیر وخت د یو موټي او اغېزمن دریځ په غوره کولو  او بیا د خپلو فیصلو په عملي کولو کې ستونزې لري. له دې سره سره په نړیواله کچه د مسلمانانو د یوه غږ په توګه مهم رول لري او په نړۍ کې د اسلامي نړۍ د ستونزو او ارزښتونو په برخه کې یې اغیز د پام وړ دی.

–        اروپايي اتحادیه (EU) 

اروپايي اتحادیه European Union  (EU)یو اقتصادي او سیاسي اتحاد دی چې د اروپایي هېوادونو ترمنځ د همکارۍ، پرمختګ، او یووالي لپاره جوړ شوی. دا اتحادیه د سولې، اقتصادي سوکالۍ، د بشري حقونو د ساتنې، او د خپلو غړو هېوادونو ترمنځ د ازاد بازار او سوداګرۍ هڅولو ته ژمنه ده. د اروپايي اتحادیې بنسټ په  ۱۹۵۱م کال کې کېښودل شو، کله چې شپږ اروپايي هېوادونو (فرانسه، جرمني، ایټالیا، بلجیم، لوګزامبورګ، او هالنډ) د (اروپايي فولادو او سکرو ټولنه) جوړه کړه. د دې موخه د اقتصادي همکارۍ له لارې د دویمې نړیوالې جګړې وروسته په اروپا کې د سولې او پرمختګ ساتل و.

  په ۱۹۹۳ کال کې د ماستریخت تړون له مخې د اروپايي اتحادیې (EU) رسمي بنسټ کېښودل شو، او دا تړون د اتحادیې د غړو ترمنځ د سیاست، اقتصاد، او امنیت، بشری حقونو، دموکراسي او د سوداګرۍ او پانګونې پراختیا ته کار کوي. اوسني غړي یې ۲۷ هېوادونه دي. اروپايي اتحادیه په نړیواله کچه د سوداګرۍ، چاپېریال ساتنې، بشري حقونو، دموکراسۍ او د نړیوالو شخړو د حل لپاره فعاله ونډه اخلي او د نړیوالو اړیکو او اقتصادي همکاریو لپاره یو مهم لوبغاړی دی.

–                 د شانګهای همکاریو سازمان (Shanghai Cooperation Organization – SCO) دا یو سیمه‌ییز سیاسي، اقتصادي او امنیتي سازمان دی چې په ۲۰۰۱ کال کې د چین، روسیې، قزاقستان، قرغزستان، تاجکستان او ازبکستان له خوا رامنځته شو. دې سازمان ته وروسته هند او پاکستان په ۲۰۱۷ کال کې ورغلل او بشپړ غړیتوب یې ترلاسه کړ. ایران هم په ۲۰۲۳ کې د بشپړ غړي په توګه ومنل شو.

د شانګهای د سازمان لومړنۍ موخې د سیمې په کچه د ترهګرۍ، افراطیت او مهاجرت سره مبارزه ده او د خپلو غړو هېوادونو په ملاتړ د امنیتي همکارۍ لپاره بنسټونه او چوکاټونه رامنځته کوي. همدا راز د سیمې په کچه اقتصادي پرمختګ، سوداګري او پانګونه هڅوي. دا سازمان هڅه کوي چې په خپلو غړو هېوادونو کې د اقتصادي اړیکو د پراختیا لپاره یو ګډ چوکاټ رامنځته کړي او د کلتوري همکارۍ او خپل منځو اړیکو په وده کې هم رول ولوبوي، ترڅو غړي هېوادونه یو بل ته نږدې او د یووالي فضا رامنځته شي.

د شانګهای سازمان یوه مهمه ځانګړنه دا ده چې غړي هېوادونه د متقابل باور، ګډ امنیت، مساوات او د یو بل د کلتور او خپلواکۍ د احترام اصولو ته ژمن دي. سازمان په نړۍ کې د سولې او ثبات د تأمین په برخه کې هم فعاله ونډه لري او په سیمه‌ییزه کچه د ځواکمنو هېوادونو د همکارۍ لپاره یو قوي چوکاټ ګڼل کېږي.

یادونه: دا سلسله دوام لري او په دې پسې وروسته (د نړیوال نظم د سازماني بنسټونو) دوهمه برخه خپریږي.

نور محمد غفوري

د ۲۰۲۴ م کال د اکتوبر ۲۹مه نېټه