اولادی مبارزِ وطن!

امین الله مفکر امینی                    2026-13-04! بــی بنیاد میگردد پایه های ظلم وستـــم…

بلز پاسکال

هغه فرانسوی فیلسوف، اختراع کونکی، ریاضی پوه، فزیک پوه، الهیات…

مذاکرات هیئت های افغانستان

و پاکستان با پا در میانی چین یک روز قبل از…

افغانستان در آجندای مذاکرات اسلام آباد

عبدالصمد ازهر                …

شماره یکم سال بیست و نهم گاهنامه محبت

شماره یکم سال بیست و نهم گاهنامه محبت نشر شد 

رنه ډکارت

دی د پنځلسمې پېړۍ یو فرانسوي فیلسوف، ریاضی پوه، فزیک…

ماکسیم گورکی

برگردان. رحیم کاکایی نویسنده‌ی کلاسیک ادبیات روسیه و شوروی، نویسنده‌ی برجسته‌ی…

جنگ‌های ژئوپلیتیک و فروپاشی عقلانیت سیاسی در جهان معاصر

نویسنده: مهرالدین مشید فاجعهٔ فکری و سیاسی در پرتو منطق ساختاری…

آمریکا و سیاست بیطرفی افغانستان

سیاست بی‌طرفی افغانستان برخاسته از موقعیت جغرافیایی آن است ،…

شرم و حیا

بزرگانِ اهلِ عرفان و تصوف، در بابِ حفظِ شرم و حیا بسیار تأکید نموده‌،  آن را بلند ترین درجه…

منطق سود و ویرانی: تحلیل مارکسیستی جنگ و استثمار در…

 تقابل کثرت‌گرایی و واقعیت طبقاتی درحالی‌که نظریه‌پردازان کثرت‌گرا (پلورالیست)، جامعه را…

جمهوریت در افغانستان؛ پروژهٔ گذار یا قربانی فساد و بی‌کفایتی…

نویسنده: مهرالدین مشید زوال جمهوریت؛ پروژه های زیربنایی و بازی های…

ژان پل سارتر

دی فرانسوي فیلسوف، ډرامه لیکونکی، ناول او رومان لیکونکی، ژوند…

پسا مدرنیسم؛ حامی عوام، منتقد نخبگان. 

postmodernism. آرام بختیاری  پست مدرنیسم؛ نه آتش به اختیار، و نه حیدر…

واژه های آریه ،آریا، ایرانمویجه و آریانا در بازار لیلام…

نوشته : دکتر حمیدالله مفید در این پسین روز ها  برخی …

 جشن نوروز در گذرگاه تاریخ

نوشته : داکتر حمیدالله مفید واژه نوروز را آریایی های باستانی…

د تلویزیوني سیاسي بحثونو اخلاقي معیارونه

 نور محمد غفوری پیلامه د تلویزیوني سیاسي بحثونو په اړه مې مخکې…

از هیولای ساخته‌شده تا دشمن مقدس؛ روایت قدرت از تروریسم

نویسنده: مهرالدین مشید تروریسم سایه ای که قدرت ها می سازند…

رايحه

دوم حمل ١٤٠٤ خورشيدىفکر تو زیبنده ‌‌‌‌‌‌ی دل‌ها شدهوسوسه…

بخاطر محکمه عاملان جنایات جنگی و ضد بشری تجاوز نظامی…

اعلامیه و فراخوان انجمن سراسری حقوقدانان افغانستان بنام خداوند حق و…

«
»

یار له کوڅې تیر کړه؛ رنګ یې هیر کړه

سیاست څه ته وایې؟ فعال سیاست مدار څوک دی او د کوم ډول سیاست کولو په پایله کې داسې واک ته ورسیږو چې؛ هم خپل هدف او هم د ولس زړه ترلاسه کړو؟
سیاست هغه مهارت ته ویل کیږي چه د هغه پواسطه یو انسان خپل قدرت یا هدف ته رسیږي. یا هم سیاست د قدرت او واک نیولو هنری او فریبي لوبه ده.

په دیموکراتیکو هیوادونو کې یو سیاست مدار د خلکو په خوښه او رایه او په ولس د سالم سیاست کولو په پایله کې واک ته ورسیږي. فعال سیاست مدار د ولس زړه خپل کړی وي او ولس هم ورسره په اړونده برخه کې ملاتړی وي. څرنګه چه هر سیاست پوه ځانکړي اهداف لري، نو همدا شان هڅه کوي چې خپلو اهدافو ته په بیلابیلو لارو او وسیلو(روا او ناروا) یا مهارتونو سره ورسیږي ترڅو د خپل ژوند بقا ولري. خو پوه او خدمتګار سیاست مدار هغه دی چې په ولس د سالم سیاست کولو په وسیله ځان واک ته ورسوي.
کله چې سالم سیاست مدار واک او څوکۍ ته رسیدل غواړي نو په ولس ګرځي، له خلکو سره مشورې کوي، د خلکو ستونزې وینې او د حل په خاطر یې د ولس وړاندیزونه اوري، ولس سره د خپل وس او توان برابر ژمنې کوي او بیا کله چې واک ته ورسیږي نو له ګردو مسایلو ورته له ولس سره خپلې کړې ژمنې لومړيتوب لري.

اوس راځۍ د پورته یاد شویو معلوماتو په رڼا کې؛ له ولسمشر، اجرایوي ریس او وزیر څخه نیولی تر ریس او مدیر پورې خپل سیاسیون او اوسني چارواکي وارزوو

۱ــ د ولسمشر ژمنې: ولسمشر غني د ټاکنیز کمپاین پر مهال ولس ته ٥٠ سترې ژمنې ورکړې وې، چې د خپلې بريا په صورت کې به يې عملي کوي. دده ډېرې ژمنې د اقتصادي مسايلو او د خلکو او دولت د عايداتو د ښه کېدو او لوړېدو پر محور را څرخېدې. دلته یې فقط څو هغو ته اشاره کوو.

  • زما د حکومت په پنځو کلونو کې به هېڅوک هم بې استوګنځي نه وي.
  • د پانګوالو د ساتنې لپاره د مهمو کارونو ترسره کول او د هغوى د پانګونې خونديتوب. قانون لومړى پر خپل ځان بيا پر جنرال دوستم او سرور دانش پلى کوم.
  • ختيځ ولايتونه به د برېښنا پر توليدوونکو ولايتونو بدلول. د ننګرهار کانال جوړول او اوبه يې مهارول.
  • د ارګ او جومات ترمنځ واټن له منځه وړل، د خلکو تر منځ پيوستون رامنځته کول، د عالمانو مادي او معنوي حقونو ته درناوى کول.
  • د قانون بشپړ تنفيذ، ملي يووالى، د ولسي حکومت جوړول، د محاکمو اصلاح، ځوانانو ته د کاري زمينو برابرول.
  • دولت پر سهامي شرکت نه بدلول او په هرو شپږو مياشتو کې خلکو ته د حکومتوالۍ راپور ورکول.
  • امنيتي ځواکونو او شهيدانو د وارثانو له حقونو دفاع کول او د جهاد مهال له معلولينو څخه ملاتړ کول او خپلسري وسله وال له منځه وړل
  • په هېواد کې د ديني عالمانو په مرسته د سولې راوستل.

۲ــ اجرایوي ریس: اجرایوي ریس ډاکټر عبدالله هم ځان له ولسمشر غني کم نه باله او په هر ولایت کې یې د کمپاینیزو غونډو پر مهال ولس ته غر غوښه او سیند ښوروا کړی و. ده هم ولس ته لويې لويې وعدې ورکړې وې، دلته یې فقط د څو یادونه کوو.

  • مونږ به د خپل شعار په رڼا كې اصلاحات راولو او همپالنه به كوو
  • اداري فساد به له منځه وړم، مساوات او متوازن انكشاف ته به لاره اواروم
  • په هیواد کې تلپاتې  سوله راولم
  • په دولتي ادارو کې اصلاحات راولم
  • د کامې او کونړ پر سیندونو د بريښنا لوی بندونه جوړول
  • د سپین غر په لمن کې د برق کوچني بندونه جوړول.
  • ننګرهار کې یو لوی روغتون جوړول، حلقوي سړک جوړول، د تورخم ـ جلال اباد دویم لین، خوګياڼو سړک جوړول
  • د بهسودو پُل له سره رغول، په لغمان کې لوی پوهنتون جوړول

دا پورته یادې شوې ژمنې خو د ولسمشر او اجرایوي ریس لخوا د ټاکنیز کمپاین پر مهال له ولس سره شوې وې خو دا چې ددوی لخوا معرفي شویو وزیرانو د دولسي جرګې په تالار کې او په خپل سل ورځنیو کاري پلانونو کې کومې ژمنې کړي او څومره به یې عملي کړۍ؛ دا تاسې له همدغو مشرانو څخه قیاس کړۍ او بیا مو قضاوت وکړۍ. مونږ د هغه دري متل په مصداق چې وایې (مشت نمونه خروار) د ولسمشر او اجرایوي ریس د ژمنو په ارزولو بسنه کوو.

ولسمشر او اجرایوي ریس خو په ولس سیاست وکړ او د کمپاین پر مهال یې خلکو ته لويې او وړې ژمنې ورکړې او ولس هم په پوره امانت دارۍ او په قربانۍ ورکولو سره رایه ورکړه او دوی یې ټاکل شوي ځای ته ورسول. ولس خپل رسالت سر ته ورسوو خو اوس دا دی تاسې په خپله قضاوت وکړۍ چې ددوی د حکمرانۍ په دغه یو کلنه دوره کې کومې ژمنې یې عملي کړي او څومره خپل ولس ته وفاداره پاتې شوي. همداراز یې له دغې یو کلنې دورې څخه پرتله کړۍ او وړاندوینه وکړۍ چې په پاتې څلورو کلنو کې به څومره ګلان اوبه کړي او کومو ژمنو ته به لاسرسی وکړي؟

اوس له ولس سره هم اساسي پوښتنه دا ده چي ددوی له کړو وعدو او ژمنو څخه هدف او مقصد څه و؟ ايا یواځينی هدف یې خپل ځان واک ته رسول او خپلې سیاسي چړچې کول و او که اوس هم ورسره د ولس غم شته؟ څومره به پرې ولس نور باور ولري؟

دا معمول دی چې باور په هغه چا کيږي چې ژبه او عمل یې يو وي، هغه څه چې په خوله وايي په عمل کې یې هم ثابتوي، مګر د افغانستان په سياسي ډګر کې دا خبره عملي بڼه لري.

خوشحال آصفی