به پیشواز اول می، روز جهانی همبسته‌گی کارگران

اعلامیه سازمان سوسیالیست‌های کارگری افغانستان اول ماه می، روز تجدید پیمان…

ناپاسخگویی به چالش های جهانی؛ نشانه های زوال تمدن غربی!؟

نویسنده: مهرالدین مشید بحران های جهانی پدیده ی تمدنی یانتیجه ی…

عشق و محبت

رسول پویان در دل اگـر عـشق و محبت باشد نجـوای دل آهـنـگ…

جهان در یک قدمی فاجعه و ناخویشتن داری رهبران سیاسی…

نویسنده: مهرالدین مشید افغانستان در حاشیه ی حوادث؛ اما در اصل…

چند شعر از کریم دافعی (ک.د.آزاد) 

[برای پدر خوبم کە دیگر نیست]  ترک این مهلكه با خون…

مکر دشمن

  نوشته نذیر ظفر با مکـــــر خصم ، یار ز پیشم…

نویسنده ی متعهد نمادی از شهریاری و شکوهی از اقتدار…

نویسنده: مهرالدین مشید تعهد در قلمرو  ادبیات و رسالت ملی و…

اهداف حزب!

امین الله مفکر امینی      2024-12-04! اهـــــدافِ حــزبم بـــودست صلح وصفا ی مــردم…

پسا ۷ و ۸ ثور٬ در غایت عمل وحدت دارند!

در نخست٬ دین ماتریالیستی یا اسلام سیاسی را٬ بدانیم٬ که…

نگرانی ملاهبت الله از به صدا درآمدن آجیر فروریزی کاخ…

نویسنده: مهرالدین مشید پیام امیر الغایبین و فرار او از مرگ؛…

مدارای خرد

رسول پویان عصا برجان انسان مار زهرآگین شده امروز کهن افسانۀ کین،…

افراطیت و تروریسم زنجیره ای از توطیه های بی پایان

نویسنده: مهرالدین مشید تهاجم شوروی به افغانستان و به صدا درآمدن…

عید غریبان

عید است رسم غصه ز دلها نچکاندیم درد و غم و…

محبت، شماره یکم، سال ۲۷م

شماره جدید محبت نشر شد. پیشکش تان باد!

روشنفکر از نظر رفقا و تعریف ما زحمتکشان سابق

Intellektualismus. آرام بختیاری روشنفکر،- یک روشنگر منتقد و عدالتخواه دمکرات مردمی آرامانگرا -…

پیام تبریکی  

بسم‌الله الرحمن الرحیم اجماع بزرگ ملی افغانستان به مناسبت حلول عید سعید…

عید خونین

رسول پویان جهان با نـقـشۀ اهـریمنی گـردیـده پـر دعوا چه داد و…

بازی های ژیوپولیتیکی یا دشنه های آخته بر گلوی مردم…

نویسنده: مهرالدین مشید بازی های سیاسی در جغرافیای افتاده زیر پاشنه…

ادریس علی

آقای "ادریس علی"، (به کُردی: ئیدریس عەلی) شاعر و نویسنده‌ی…

گزیده‌ای از مقالهٔ «هدف دوگانهٔ اکوسوسیالیسم دموکراتیک»

نویسنده: جیسون هی‎کل ــ با گذشت بیش از دو دهه از…

«
»

په سپين بولدک کې تور پنجابيان؛ اتل سرتيرو خپل مېړانه وښوده

تيره جمعې ورځ د کندهار سپين بولدک ولسوالۍ کې يو ځل بيا د افغان امنيتي ځواکونو او د پاکستاني مليشو تر منځ نښته ترسره شوې چې له امله یې دواړو لوریو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. پاکستان پړه پر افغانستان اچوي چې ګواکې تاوتریخوالی دوی پیل کړ او د پاکستان په سویل لوېديځ کې یې د سرشمېرنې پر مهال د دوی پر پوځیانو ډزې وکړې، خو افغان چارواکو پر پاکستان تور لګولی چې ځواکونه یې افغانستان ته ورننوتي چې بیا د دوی ځواکونو له غبرګون سره مخامخ دي. دواړو هېوادونو د یو بل ډیپلوماتان وربللي او په دې اړه یې ورته اعتراض کړی دی. د پاکستان لومړي وزیر پر پېښې خواشیني ښودلې او د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت دا د پاکستان یو پارونکی اقدام بللی دی.

بل لور ته راپورونه وايې چې پاکستانیو ځواکونو تر سپین بولدک وروسته د ننګرهار ولایت پر تورخم ښارګوټي هم توغندویي بریدونه کړي دي. د ننګرهار دوالي ویاند عطا الله خوږیاڼی وايې پاکستانیو ځواکونو پرون په تورخم کې د بار وړونکو موټرو پر تم ځاى او ځېنو نورو سيمو د ډيورنډ کرغېړنې کرښې اخوا څخه توغنديز بريدونه کړي وو. هغه زیاته کړه، چې په دې بریدونو کې  څلور کانټينرې سوزيدلي، يو تن د اور لګيدنې پېښه کې شهيد شوى او يو بل ټپي دى .

دا لومړی ځل نه دی چې په دغه سيمه کې افغان او پاکستاني امنيتي ځواکونه يو و بل ته په مورچو کې کيني بلکې له وړاندې هم څو ځلي ورته پيښې تکرار شوې دي. د تير کال د دلوې په مياشت کې هم د سپين بولدک او ښورابک ولسواليو ترمنځ د سرو څاهانو په سيمه کې د افغان ځواکونو او پاکستاني مليشو تر منځ نښته شوې وه. همداراز له دې وړاندې د عقرب په مياشت کې د سپين بولدک ولسوالۍ اړوند په امروت سيمه کې هم وروسته له هغې نښته رامنځته شوې وه چې پاکستاني ملېشو د وسله والو مخالفينو په دفاع کې پر افغان پوله ساتو ځواکونو بريدونه وکړل.

د دوو ګاونډيو هيوادونو تر منځ په سرحدي سيمو کې نښتې طبيعي خبره ده. د نړۍ د ډيرو ګاونډیو هيوادونو تر منځ په صفري ساحو کې نښتې ترسره کيږي خو ستونزه د دواړو هيوادونو تر منځ ډيپلوماټان او يا پوځي چارواکي په اسانۍ حل کوي. خو په افغانستان کې دا ستونزه نه يوازې دا چې حل کيږي نه بلکې له يو ځل وروسته بل ځل يې تر لومړني ځل ډير او سخت تيری کوي. يواځې په همدې سپين بولدک سيمه کې د افغان او پاکستاني مليشو لخوا يواځې په تير کال کې درې څلور ځلي نښتې وشوې چې د افغان اتلو سرحدي ځواکونو لخوا يې غاښ ماتوونکی جواب ليدلی دی. هر ځل د پيښې وروسته د افغانستان او پاکستان له لوري پلاوی ټاکل کيږي او موضوع څيړي خو له څيړلو څه موده وروسته بيا هم د پاکستان لخوا په افغان خاوره تيری ترسره کيږي.

نه پوهيږو چې نړيواله ټولنه په ځانګړې توګه ملګري ملتونه؛ د افغانستان په خاورې د پاکستان يرغل نه ويني او که يې ويني؛ تيری يې نه بولي؟ دلته خبره په افغان خاوره د پاکستان د تيري په مساله کې په افغان حکومت هم غبرګه کيږي. افغان حکومت هم چندان غبرګون ورته نه ښيې. يواځې دومره کوي چې کله په کابل کې د پاکستان سفير او کله يې شارزدافير احضار کوي. خو هغه کار چې پر اساس يې د تل لپاره د پاکستان له تيري خلاصيدلی شو چې هغه له پاکستان سره په زغرده خبرې کول او په ملګرو ملتونو کې د افغانستان غږ اوچتول دي؛ نه ترسره کيږي.

سمه ده چې هر ځل د پنجابي دښمن په مقابل کې زمونږ اتل سرتيري خپله ميړانه ښيي او آن خپل سرونه پرې قرباني کوي خو دا د ستونزې حل نه دی چې هر ځل دې پاکستان تيری کوي او زمونږ اتل سرتيري دې ځانونه په خپلې خاورې قربانوي. د خپلې خاورې ساتل فرض دي خو دا په دې معنا نه ده چې حکومت دې لاس تر ځنې ناست وي او د خاورې ساتونکي مو دې قربانوي ورکوي. د امنيتي ځواکونو قربانۍ او سرښندنې د قدر وړ دي خو حکومت هم بايد خپل مسوليت ادا کړي. حکومت هم بايد په زغرده له شرير پاکستان سره خبرې وکړي او که له پاکستان سره په خبرو مساله نشي حل کولی نو بيا دې پر ملګرو ملتونو کې له افغانستانه سمه استازولي وکړي. هلته دې د افغان ملت غږ پورته او د پاکستان د تيريو په مقابل کې د عدالت غوښتنه وشي. نور نه بايد زمونږ اتل سرتيري د هغو پيښو قرباني شي چې حل يې شونی وي.

يو ځل بيا هم د خپلو اتلو سرتيرو ميړانه او سرښندنې ستا یم او په هر ډګر کې يې د دښمن د شرميدلو او د ماتې غوښتنه کوم. وياړم پر خپلو اتلو افغان امنيتي سرتيرو.

لیکنه : خوشحال آصفي