زنان وجهاد سیاسی علیه ظلم واستبداد

مقدمه  از دید قرآن کریم وسنت نبوی ، زنان دارای شآن…

خیزش زنان هرات؛ آزمون مردانگی فراقومی  و تجلی همبستگی ملی

نویسنده: مهرالدین مشید هتک حرمت به زنان هرات؛ پرده از سیمای…

         چه باید کرد 

چه  با ید  کرد  ها  بسیا  ر گشته  از ینکه  راه …

باسط محمد غریب

آقای "باسط محمد غریب" (به کُردی: باست حەمە غەریب) شاعر…

طالبان نماد خشونت، تبعیض و سرکوب علیه زنان و دختران

شباهنگ راد یکی از مهم‌ترین روایت‌ها در تبیین پدیدهٔ طالبان این…

دیار حلبچه‌ای

شاعر کُرد زبان "دیار حلبچه‌ای" (به کُردی: دیار هه‌له‌بجه‌یی) با…

ایدئولوژی ستیزان؛ خود ایدئولوژی گرایند

ideologie . آرام بختیاری ایدئولوژی انسانی؛ ضروری، مفید و رهایی بخش است.  ایدئولوژی؛…

 پری قره‌داغی

بانو "پری قره‌داغی" (به کُردی: پەری قەرەداخی) شاعر معاصر کُرد،…

از صنف درس تا پشت فرمان؛ روایت یک نسل

نویسنده: مهرالدین مشید آینه غربت؛ روایت زندگی یک نسل در یک…

جبار صابر

استاد "جبار صابر" (به کُردی: جەبار سابیر) شاعر معاصر کُردزبان…

بیاد دنیای امن و آزاد

رسول پویان نفت و گاز اول فروغ منزل و کاشانه شد بعد…

اهمیت ژئوپولتیک و ژیواکونومیک دهلیز واخان؛

پاکستان در اندیشه کنترول کامل این دهلیزحیاتی: کریدور واخان (Wakhan Corridor)،…

ډرونونه، سیم‌کارتونه او ټکنالوژیک جنګ

ليکنه: حميدالله بسيا په اوسنۍ نړۍ کې د جګړو بڼه تر…

طالبان و بازی‌های پنهان؛ از فرافکنی سیاسی تا مهندسی استخباراتی

نویسنده: مهرالدین مشید طالبان و نبرد روایت ها؛ بازی های سیاسی…

مپیندارید یاران!

امین الله مفکرامینی  2026-02-06! مپنــــدارید یـاران که من دیوانــــــه ام زخودغافل وبــا خلق…

دورنمای پایان نزاع‌های گروهی و قومی در افغانستان؛ فرصت‌ها و…

نویسنده: مهرالدین مشید افغانستان در بیش از دو سدهٔ اخیر، افزون…

توافقنامه همکاری نظامی روسیه و افغانستان

ضرورت دوجانبه و برمبنای منافع طرفین : منافع روسیه ؛ افغانستان با…

بازخوانی تحولات افغانستان؛ از بن بست سیاسی تا تحول اجتماعی

نویسنده: مهرالدین مشید افغانستان در آستانهٔ دگرگونی؛ از متن استبداد تا…

چگونگی آبیاری  زمین های زراعتی

نوشته کریم پوپل مورخ ۲۲ می ۲۰۲۶ آبیاری عملیه رساندن مقادیر کنترل…

پیاوړی لیکوال، تکړه شاعر

له ښاغلي ډاکټر طارق رشاد سره چې د علم، ادب…

«
»

پاکستان اوبو اخيستی؛ ځګ ته هم لاس اوچوي

د وروستيو راپورونو له مخې ويل کیږي د طالب نوي مشر ملا هبت الله په مشرۍ د طالبانو پلاوی روسيې ته په سفر تللی دی. مسکو ته د دغه پلاوی د تګ انګېزه معلومه نه ده خو ويل کيږي چې ځینې هېوادونه او روسیه غواړي، له طالبانو په سیمه ییزو موضوع ګانو کې استفاده وکړي. بل لور ته ويل کيږي چې له ملا هبت الله سره د اختلاف له امله د پاکستان څارګرې ادارې ۳ طالب مشران نیولي دي. د راپورونو له مخې د پاکستان څارګرې ادارې دغه طالب چارواکي د کوټې په ختیځ لور پټلۍ پمپ سیمه کې نیولي دي. په نیول شول کسانو کې د طالبانو مالي مسوول ملاعبدالصمد ثاني، د دایکندي له پاره د طالبانو له خوا پخوانی ټاکل شوی ولسوال سلیمان اغا او د طالبانو د سترې محکمې رییس ملا عبدالله نانی چې د طالبانو د کوټې شورا مهم غړي دي، شامل دي.

که څه هم روسيې ته د ملا هبت الله په مشرۍ د طالب پلاوي سفر موخه په رسمي توګه نه ده ښودل شوې او بل لور ته پاکستانيو چارواکو په پاکستان کې د طالب مهمو غړو د نيولو انګيزه؛ له افغان سولې سره د مخالفت له امله ښودلی خو دا چې روسيې د طالب پلاوي او بيا په پاکستان کې د مهمو طالب چارواکو د نيولو انګيزه څه کیدای شي؛ دلته پرې بحث کوو.

روسيې ته د ملا هبت الله په مشرۍ د طالب پلاوي سفر او بيا په پاکستان کې د طالب مشرانو د نيولو هدف په لويه کې یو دی خو په ابتدايې شکل نور کوچني هدفونه هم لري.

روسيې ته د ملاهيب الله د سفر موخه

روسيې ته د ملا هبت الله سفر د پاکستان د څارګرې ادارې (آی ايس آی) په امر شوی دی او غواړي پر امریکا فشار راوړي څو له پاکستان سره اړيکې ښې کړي. ځکه ؛ په وروستيو کې لکه څرنګه چې د پاکستان او امریکا تر منځ اړيکې سړې شوي دي او په ځلونو د امريکا د سنا مجلس سناتورانو له پاکستان سره د امريکا په مرستو نيوکه وکړه او پاکستان يې د ترهګرو په ځپلو کې په توپيري چلند او نه ځپلو تورن کړ؛ نو دغې حالت د اسلام آباد او واشنګټن اړيکې ترينګلې کړې. له بل لوري امریکا هم د پخوا په څېر پاکستان ته اړتيا نه لرله ځکه اوس په سيمه کې افغانستان او هندوستان هغه هيوادونه دی چې امريکا پرې خپلې ګټې ترلاسه کولی شي او پاکستان ته چې د ترهګرو د روزنې او پالنې پر اساس بدنام شوی دی؛ اړتيا نه لري. نو دغه حالت چې پاکستان وليدو چې امریکا ورته شا کړې او نوره يې په قیصه کې نه ده نو پاکستان د دې لپاره چې په امریکا فشار راوړي له روسيې سره يې يارانه واچوله. دلته روسيې هم فرصت غنيمت وګڼلو او طالب ورته په سيمه کې د داعش د خطر د مخنيوي لپاره ښه فکتور څرګند شو. په همدې اساس ممکن نوموړي هیواد ته د طالب پلاوي د وروستي سفر موخه هم همدا وي چې له روسيې نوي تجهيزات او وسلې ترلاسه کړي.

په پاکستان کې د طالب مشرانو د نيولو انګيزه

که څه هم پاکستان ظاهراً وايې چې ياد طالب مشران يې د افغان سولې سره د نه دلچسپۍ له امله نيولي دي خو په حقيقت کې خبره بله ده. پاکستان د دغو طالب مشرانو  له نیولو څخه څو هدفونه لري. لومړی غواړي چې له نړيوال يوازيتوب او انزوا خلاص شي او پرې د نړيوالو فشارونه راښکته شي. په دې معنا چې پاکستان اوس په طالب مشرانو د فشار اچولو په اساس غواړي په پاکستان ميشت طالبان او د طالبانو مرکزونه د افغانستان سويلي ولايتونو ته انتقال کړي او له هغه خطره چې پاکستان به د ترهګرو هیوادونو په ليست کې شامل شي؛ دخلاصون لپاره لاس په کار کيږي. دويم غواړي چې له کابل سره يې په ټپه درېدلې اړيکې بيا ځلي ګرمې شي او پر اساس يې له افغان حکومت او نړيوالو څخه امتياز وشکوي. دريم غواړي چې طالب مشران تر خپل فشار لاندې ونيسي او په دې ترتيب که له وسله والو طالبانو سره د افغان حکومت خبرې بيا پیليږي نو د خبرو کولو ابتکار به يې د پاکستان په لاس کې وي. څلورم غواړي چې يو ځل بيا د افغان سولې په نمايشي توګه پيلولو سره افغان حکومت په اوږدو او بې پايلو خبرو بوخت وساتي.

لیکنه : خوشحال آصفي