از هیولای ساخته‌شده تا دشمن مقدس؛ روایت قدرت از تروریسم

نویسنده: مهرالدین مشید تروریسم سایه ای که قدرت ها می سازند…

رايحه

دوم حمل ١٤٠٤ خورشيدىفکر تو زیبنده ‌‌‌‌‌‌ی دل‌ها شدهوسوسه…

بخاطر محکمه عاملان جنایات جنگی و ضد بشری تجاوز نظامی…

اعلامیه و فراخوان انجمن سراسری حقوقدانان افغانستان بنام خداوند حق و…

از شکست دکترین عمق استراتژیک تا طلوع رقابت نیابتی هند

نویسنده: مهرالدین مشید شکست عمق استراتژیک  و جنایات نظامیان تروریست پرور افغانستان…

د تلویزیوني سیاسي بحثونو اهمیت

نور محمد غفوری مقدمه:د تلویزیونی سیاسی بحثونو په ماهیت مو په…

تولستوی ، لئو نیکولایویچ

برگردان. رحیم کاکایی دانشنامه بزرگ شوروی  و. یا. لاکشین کنت لئو نیکولایویچ تولستوی…

      عید شما مبارکباد 

مبا رکبا د عید ی روزه  دا را ن به آ…

نوروز؛ ارث نیاکان

رسول پویان کهـن نـشـاط بهـاران جشن نوروز است سرور سرو خرامان جشن…

د تلویزیوني سیاسي بحثونو ماهیت

نور محمد غفوری نن چې په انټرنټ کې ګرځیدم، ناڅاپي مې…

چگونه تحلیل کنیم؟

در این روز ها صدا ها در رابطه به وضعیت…

فرنسوا ولټر

ولټر، یو فرانسوي لیکوال، مورخ او فیلسوف، د ټولنیزو اصلاح…

هانا آرنت؛ توتالیتاریسم ابتذال شر

Arendt, Hanna (1906-1975) آرام بختیاری نقل قول های سیاسی یک زن برای…

فقدان روایت آشتی ملی و بحران گفتمان در افغانستان

نویسنده: مهرالدین مشید افغانستان در دوراهیِ آشتی و منازعه افغانستان طی پنج…

چهار و نیم سال پس از برپایی امارت اسلامی سرمایه؛…

فهیم آزاد مقدمه فقدان اجماع تحلیلی پیرامون بازگشت طالبان به قدرت سیاسی…

پاسخی به پرسشی که چرا؟ گفته بودم، خامنه‌یی قصد حمله…

محمدعثمان نجیب نماینده‌ی مبان بخش نخست در هفته‌ی گذشته‌ یک هم‌وطن ما یا…

از کابل تا تهران؛ مهار افراطیت یا مهندسی قدرت و…

نویسنده: مهرالدین مشید زورگویی یا ژئوپلیتیک ضربه؛ بازی با آتش تحولات امنیتی…

ویکتور هوګو

هغه د فرانسې نامتو شاعر، ناول، رومان او ډرامه لیکونکی…

یک عکس وهزار خاطره

راديو تلويزيون و افغانفلم سابق افغانستان تنى چند از ژورناليستان اولين…

مارهای آستین؛ بازگشت هیولاهای جنگ نیابتی به دامان پاکستان

نویسنده: مهرالدین مشید از عمق استراتیژی تا عمق بحران؛ چرخش شمشیر…

ظلم ظالم

رسول پویان جهان به لاف وپـوف ظلم برنمی گردد اســـیـر ظالـــم و…

«
»

موږ کومې خوا ته روان یو او څه کوو؟

په اوسني حکومت کې د پلان، همغږۍ او سازماندهۍ نه شتون او په خپل سري تر وروستي بریده رسېدلې ده.

 د حکومت ټول کارونه پر غونډو، خبري کنفرانسونو او په ټلویزوني خپرونو کې محدود شوې دي او بس. د حکومتي مسوولینو په خبرو کې تناقض لکه لمر روښانه دی؛ وزیر مو یو څه وايي، معین بل څه، والي له قرنطینه غږېږي، وزیر یې د لغوه کېدو خبره کوي، د بېړنیو حالاتو کميټه خلکو سره د مرستو سندرې وايي ښاروالۍ بیا خلکو ته د مرستو درېدو اعلان کوي، وزیر مو د ښوونځیو او پوهنتونونو د پرانیستلو موضوع رابرسېره کوي، مرستیال یې د بېرته بندېدو. مسوولین د روغتیایي چوپړونو د وړاندې کولو خبره کوي، خو په روغتونونو کې مو آکسیجن نه موندل کېږي او ډاکټران مو هم له کاره تېښتې ته زړه ښه کوي. کابل قرنطین کېږي، خو د قرنطین هېڅ نښه نه پکې تر سترګو کېږي؛ له ښوونځیو او پوهنتونونو پرته نور هر څه پرانیستې دي او څوک اصلاً د قرنطین په فکر کې ندي.

یو چارواکی راشي او اعلان وکړي، چې بلخ د څلوېښتو ورځو لپاره قرنطین شو، سبا بیا بل مسوول راشي او وايي، چې د بلخ قرنطین لغوه کېږي. اصلاً په حکومت کې واحد نظر او ګډ لیدلوری نه تر سترګو کېږي، څو خلک پوه شي، چې د ستونزو او مسئلو په اړه د حکومت خبره، لیدلوری او تصمیم څه دی؟ پر حکومت او مسوولینو د خلکو بې اعتمادي او بې باوري، وروستي حد ته رسېدلې ده. بل لور ته زموږ د “پوهنې” او “لوړو زده کړو” وزارتونو هم ګنګ دريځ خپل کړی؛ یو درسي سمسټر مو له لاسه ورکړ او دویم هِغه هم له لاسه وتلو په حال کې دی، د پر لیکه/ آلانلاین تدریس په نوم مو ورځ تر بلې د بې سوادانو کچه پورته ځي.

 ځوانان مو سوځول کېږي، خو زموږ شاعر سفیر د ډیپلوماټیک عرف خلاف د دې پر ځای، چې د ایران له لوړپوړو او د دوی د بهرنیو چارو وزارت له چارواکو سره وګوري، په زولنو تړلي او ټپي ځوان لیدو ته ورځي او د یوه کوچني ولایت له والي سره لیده کاته کوي. 

نړیوالې ټولنې له افغانستان سره د کرونا په نوم میلیونونه ډالره مرسته وکړه، خو په عمل کې ګورو، چې سوالګر مو په ډېرېدو دي، تنګسیا او بېوزلې پراخه شوې او د لا پراختیا په حال کې ده. د تنګسیا او بېوزلې دا سلسله مو په غځېدو ده. کوڅې او سړکونه مو سوالګرو باندې ډکې شوې، په ټوله کې تاوتریخوالی ډېر شوی، وزګارتیا پراخه شوې، روغتیایي چوپړونه مو هم د نړۍ خلکو ته ښکاره دي، چې په روغتونونو کې مو څه تېرېږي؟ د روغتیا برخه کې تر ټولو ابتدایي امکانات هم نلرو، پرمختللي او سټنډرډ روغتیایي چوپړونه خو پر خپل ځای پرېږده.

 د مشارکتي یا ګد حکومت له هوکړې شاوخوا یوه میاشت تېرېږي، خو تر اوسه مو کابینه نده بشپړه شوې. مسوولین شپه او ورځ په رسنیو کې د کابینې د لیست د بشپړېدو خبره کوي، خو ورځي، اوونۍ او میاشتې او مطمیناً، چې کال به تېر شي، خو افغانستان به د کابینې خاوند نشي. د هرې ورځې په تېرېدو سره، پاکستاني پوځيان د ټولو ملي او نړیوالو قوانینو او موازینو خلاف زموږ خاوره لاندې کوي، لسګونه کیلومټره مو خاورې ته را د ننه کېږي، خو هېڅوک نشته، چې د دې تورو اشغالګرو مخه ونیسي او ورنه وپوښتي، چې ولې؟!

 د سولې په نوم مو له زندانونو څخه سلکونه او ان زرګونه بندیان خوشې شول او لا هم د خوشې کېدو بندو بست یې کېږي، خو کلونه تېر شول او تېر به شي او سوله به را نشي، ځکه پر قدرت او سیاست له معاملې پرته بل هېڅ اجرايي تضمین نه تر سترګو کېږي. موږ هم یوازې په دې زړونه خوشحاله کړې دي، چې سوله راځي او کلونه کېږي، چې دې کاذبې سولې له موږ څخه په زرهاوو قربانۍ اخیستي او اخلي، خو را نغله. زموږ تی رودي ماشوم، مور خور، ښوونکی، ژورنالیست، دیني عالم، انجنیر او ډاکټر یې راته شهيدان کړل، خو موږ ساده او خوش باوره خلک لا هم خوشحاله یو، چې سوله راځي او سولې ډول مو غاړې ته اچولی دی. کله خپل سرټمبه او ظالم ګاونډي ته زاری کوو او کله بیا د دوی بادارانو ته، چې سولې راته راولي؛ خو له دې ناخبره، چې هر هېواد خپلې ملي ګټې پالي، نه د دین، مذهب، قوم، ژبې او سمت کې زموږ مشترکې ریښې.

 د پنځه زره کلن تاریخ دعوا لرو، خو تر اوسه مو هېڅ یوه هم له تاریخه څه زده نکړل؛ لا تر اوسه مو سرنوشت په هغو هېوادونو کې ټاکل کېږي، چې سل کلن تاریخ هم نلري، خو زموږ د ژوند او چارو کرښې راته ټاکي.

 د اصلاحات او ځوانولو تر نوم لاندې مو داسې پراشوټي او د نغدو بهرنیو پاسپورټونو خاوندان هېواد ته را مات کړل، چې نه پر ملي ژبو سم غږېدای شي او نه څه پرې لیکلای شي؛ بس یوازې څو کلیمې انګرېزي یې زده کړې او نور نو د مدیریت او رهبرۍ له الف او ب ندي خبر؛ تاریخ، قواعد، قوانین، مقررات، دود او دستور، اداري اصلاحات، ښه حکومتولي او ولس ته ځواب ورکونه او….خو بېله خبره ده. نو ښکاره ده، چې دې وضعیت ته په کتو، چې پر افغانستان یې سیوری غوړولای دی؛ ښه راتلونکې را ته په تمه نده.

لیکنه: خوشحال آصفي