واژه های آریه ،آریا، ایرانمویجه و آریانا در بازار لیلام…

نوشته : دکتر حمیدالله مفید در این پسین روز ها  برخی …

 جشن نوروز در گذرگاه تاریخ

نوشته : داکتر حمیدالله مفید واژه نوروز را آریایی های باستانی…

د تلویزیوني سیاسي بحثونو اخلاقي معیارونه

 نور محمد غفوری پیلامه د تلویزیوني سیاسي بحثونو په اړه مې مخکې…

از هیولای ساخته‌شده تا دشمن مقدس؛ روایت قدرت از تروریسم

نویسنده: مهرالدین مشید تروریسم سایه ای که قدرت ها می سازند…

رايحه

دوم حمل ١٤٠٤ خورشيدىفکر تو زیبنده ‌‌‌‌‌‌ی دل‌ها شدهوسوسه…

بخاطر محکمه عاملان جنایات جنگی و ضد بشری تجاوز نظامی…

اعلامیه و فراخوان انجمن سراسری حقوقدانان افغانستان بنام خداوند حق و…

از شکست دکترین عمق استراتژیک تا طلوع رقابت نیابتی هند

نویسنده: مهرالدین مشید شکست عمق استراتژیک  و جنایات نظامیان تروریست پرور افغانستان…

د تلویزیوني سیاسي بحثونو اهمیت

نور محمد غفوری مقدمه:د تلویزیونی سیاسی بحثونو په ماهیت مو په…

تولستوی ، لئو نیکولایویچ

برگردان. رحیم کاکایی دانشنامه بزرگ شوروی  و. یا. لاکشین کنت لئو نیکولایویچ تولستوی…

      عید شما مبارکباد 

مبا رکبا د عید ی روزه  دا را ن به آ…

نوروز؛ ارث نیاکان

رسول پویان کهـن نـشـاط بهـاران جشن نوروز است سرور سرو خرامان جشن…

د تلویزیوني سیاسي بحثونو ماهیت

نور محمد غفوری نن چې په انټرنټ کې ګرځیدم، ناڅاپي مې…

چگونه تحلیل کنیم؟

در این روز ها صدا ها در رابطه به وضعیت…

فرنسوا ولټر

ولټر، یو فرانسوي لیکوال، مورخ او فیلسوف، د ټولنیزو اصلاح…

هانا آرنت؛ توتالیتاریسم ابتذال شر

Arendt, Hanna (1906-1975) آرام بختیاری نقل قول های سیاسی یک زن برای…

فقدان روایت آشتی ملی و بحران گفتمان در افغانستان

نویسنده: مهرالدین مشید افغانستان در دوراهیِ آشتی و منازعه افغانستان طی پنج…

چهار و نیم سال پس از برپایی امارت اسلامی سرمایه؛…

فهیم آزاد مقدمه فقدان اجماع تحلیلی پیرامون بازگشت طالبان به قدرت سیاسی…

پاسخی به پرسشی که چرا؟ گفته بودم، خامنه‌یی قصد حمله…

محمدعثمان نجیب نماینده‌ی مبان بخش نخست در هفته‌ی گذشته‌ یک هم‌وطن ما یا…

از کابل تا تهران؛ مهار افراطیت یا مهندسی قدرت و…

نویسنده: مهرالدین مشید زورگویی یا ژئوپلیتیک ضربه؛ بازی با آتش تحولات امنیتی…

ویکتور هوګو

هغه د فرانسې نامتو شاعر، ناول، رومان او ډرامه لیکونکی…

«
»

ظلم هم حد لري


لیکنه: م – س

     د یوه هېواد، یوې ټولنې او یوه چاپیریال د بري راز په ښوونې او روزنې کې نغښتی دی. په هره اندازه چې  زدکړې پراخې وي، په هماغه اندازه سهولتونه وي. د حکومت  د یو اړخیز اوربند تر پای ته رسېدو وروسته پوځي عملیات پیل شول. طالبان د دې لپاره چې په پوځي برخه کې تر سخت فشار لاندې راغلل، د یوه ولایت د ټولې ولسوالۍ لسګونه ښوونځي یې تر یوه ګواښ وروسته د زده کوونکو پر مخ وتړل. دا ولایت له پلازمینې لرې هم نه دی، لوګر د کابل ګاونډ کې دی او محمدآغه هم هغه  ولسوالۍ ده چې له کابل سره په خوا کې پرته ده، د دې ولسوالۍ اراضي داسې ده چې غرونو را چاپېره کړې، کرنیزې ځمکې په کې کمې دي، له زړه یې یو سیند تېر شوی چې ژمي کې ښه غوړمیږي خو پسرلي او اوړي کې یې خونده نه وي، دغلته په منځني ډول هر کس تر دوه جریبو زیاته کرنیزه ځمکه نه لري،  نو هره کورنۍ هڅه کوي چې خپل ماشومان او اولادونه په زدکړو سمبال کړي، له څو کلونو راهیسې دا لړۍ روانه ده چې ښه نتیجه یې ورکړې، خو زرغون ښار د دې ولسوالۍ تر ټولو ناامنه سیمه ده، زرغون ښار کې د طالبانو فعالیت د دې سبب شوی چې ور څېرمه کلي لکه ده نو او دادو خېل هم له کنتروله ووځي، دغلته دې سیمو کې د قاري برهان په نوم یو کس دی چې اصلن د همدې سیمې دی خو بس بلا ګرځیدلی او دوه پښې یې په یوې موزه کې کړي دي او پوهنې پسې یې رااخیستې ده.

    نن سبا محمدآغې ولسوالۍ کې حالات ډېر ترینګلي دي، ولسمشر همدې ولسوالۍ پورې اړوند دی، د همدې ولسوالۍ سرخاب کلي کې نړۍ ته راغلی، د ملي امنیت لوی رییس هم د همدې ولسوالۍ د مغل خېلو کلي اوسېدونکی دی. معصوم ستانکزي او ولسمشر ته داسې لاس تر زنې کیناستل ښه نه ښکاري. کله چې زه محصل وم، کابل پوهنتون ته له خپل کلي په بایسیکل تلم راتلم خو اوس دغلته وحشت خور دی. د کلیو د بیا رغاونې او پراختیا وزیر هم د شاهي کلا اوسېدونکی دی، خو دې درې واړو چارواکو د لوګر په هکله کوچنی ګام نه دی پورته کړی. ولسمشره دې کې خو شک نشته چې کارونه دې ډېر دي خو لږ  هغې سیمې ته هم توجه وکړه چېرې چې تا په کې خاپوړي کړي دي. ولسمشره د دې ولسوالۍ خلک په ‌‌ډېر بد حالت کې دي، تاسو پوهیږئ چې تر یو اړخیز اوبند وروسته دې څه وشول، د محمداغې ولسوالۍ ټول فعال ښوونځي چې د زرګونو نجونو په ګډون په کې شاوخوا ۴۰ زرو زده کوونکو زدکړې کولې، د طالبانو تر ګواښ وروسته دا څو ورځې کیږي چې بند دي، دا په داسې حال کې ده چې دې ورځو کې  څلور نیم میاشتنۍ آزموینه هم روانه ده.

  د قاري برهان تر مشرۍ لاندې وسلوال هم خور لري، مور لري، ترور لري او باالاخره کورنۍ لري، له پوهنې سره دښمني هغه هم په دا ډول څه مانا لري، ولې داسې کیږي، پوهنیز نظام چې چېرې غوړېدلی وي، خلک غوړېدلي وي او پوهنیز نظام چې چېرې بې خونده وي، هغه سیمه بېرته پاتې وې. د محمدآغې دوه لوی او ستر کلي زرغون ښار او ده نو داسې دي چې ټولې کورنۍ به ښایی ترې وتلي وي، که کومې کورنۍ پاتې دي، هغه هم زیاتره  په بزګرۍ او نورو شخصي  بوختیاو کې مصروفې دي. څوک چې حتی قلم په جیب ګرځي، محمدآغه ورته سور تنور ګرځېدلی دا څو کاله کیږي چې دې ولسوالۍ کې درز غوبل دی. د څو میاشتو مخکې کسیه ده، محمد اجمل د میدان وردګو په ولایت کې د ملي اردو په لیکو کې دنده تر سره کوله، خو وسلوالو طالبانو د خپل کور مخې ته په ډزو وویشت او  ځای پر ځای ووژل شو. دغه پېښه د سیمه ییزو پولیسو پوستې ته نږدې په شاوخوا لس متري واټن کې وشوه. د دې پېښې په تر سره کېدو سړي ته څو پوښتنې را ولاړیږي، یو دا چې ولې دغه پوسته دومره بې غوره وه؟ دوهم که بې غوره نه وه، نو  څه علت و چې دغه پېښه وشوه، او نورې داسې لسګونه بې ځوابه پوښتنې.

                   خبره بلخوا ولاړه نه شي د یوه نسل د ژوند خبره ده، د لوګر ولس ته په کار ده چې له نفاق لاس واخلي د لویې پکتیا خوست ولایت د یادونې او ستاینې دی  کوم ولایت چې زیاتره سیمې یې د ترهګرو له اصلي مرکز وزیرستانونو (سویلي وزیرستان او شمالي وزیرستان) سره پرتې دي. د لوګر او خوست توپیر دا دی چې هلته (خوست) کې خلک یوه خوله دي، ولسي تړون لري، خپلې ملي اوشخصي ګټې یې تعریف کړي دي، طالب وسلوالو ته یې سرې کرښې ور ښودلي ورته یې ویلي چې له سرو کرښو تېرېدل څه عواقب لري، خو لوګر کې ولس د اتفاق پر ځای بې اتفاقه دی، دغلته د سرو کرښو په نوم څه نشته، بس ولس ډېر بې اتفاقه دی او د دې بې اتفاقیو پایله ده چې محمدآغې غوندې یوې سیمه کې ماشومان  او زده کوونکي له خپلو اساسي حقونو زدکړو بې برخې کیږي.

     د زدکړو دښمنان د آی اس آی غلامان دي، آس اس آی دا غواړي چې زمونږ ټولنه همداسې محتاجه او له زدکړو بې برخې وي، خو داطالبان دي چې باید سم فکر وکړي، نړۍ چېرې رسېدلې، مونږ لا هم د پردیو جګړو لپاره د خپل هېواد ورانولو ضد نیولي یو، د محمدآغې ولس سم نیم کوچېدلی، کوم چې پاتې دی، باید له زدکړو محروم نه شي، محمدآغه کې ډېر په زدکړو مین ولس پروت دی، خو دې ولس ته نور په کار ده چې ودریږي او طالبانو ته په څرګنده ووایی چې زمونږ او تاسو نه کیږي تاسو په دولت بمبار کړو، کور  په کور کونډې رنډې او در په در شوو، د محمدآغې یو کلی احمدزیو کلارکې به داسې کور نه وي چې یو ځوان یې وژل شوی نه وي، اصلي علت یې همدا د زدکړو نه تر سره کېدل دي، احمدزیو کلا کې طالبانو خلک تباه کړل، سم نیم ځوانان یې په بند کې دي، یا له طالبانو سره د همکاریو په تور نیول شوي او یا مخامخ جګړو کې وژل شوي دي.

   زمونږ  هېواد نور د پردیو جګړو پر ځای آبادي ته اړتیا لري، آیا دا به مناسبه وي چې له زدکړو سره دې دښمني وکړو، آیا دا ښه ده چې کانکور کې له محمدآغې څوک ونه لرو، آیا دا مناسبه ده چې د ښځینه و ناروغي د نارینه ډاکټرانو تر معاینې لاندې تداوي شي؟؟؟

                  که پښتون یې او د لور په زدکړو شرمیږې خو په دې هم وشرمیږه چې ښځه دې، خور دې، او بالاخره مور دې ولې د نارینه و ډاکټرانو لخوا معاینه شي، آیا دا جایزه بولې، آیا پښتون ولي دې دا اجازه درکوي چې لور او مور دې نر ډاکټر وګوري، که وایی چې نه هیڅکله نه، خو دا وړه لور او خور دې ولې له زدکړو بې برخې کوې، پر هغې زدکړې وکړه، طالبه که غواړي چې خپل کلي او ولس کې څو ورځې له عزته ډک ژوند ولرې، نو د تعلیم په وړاندې مه دریږه، له تعلیم سره دښمني له ځان سره دښمني ده، هغه ټولنې له بهرني ښکېلاک خلاصې دي چې وګړي یې په زدکړو سمبال وي، د یوه پښتون په صفت زه هم نه غواړم چې په برخلیک مې پاکستانی او امریکایی واکمن وي، له دې حالته د وتو لپاره باید یو او بل په غېږ کې ونیسو، زدکړې فرضي جهاد اعلان کړو، لکه هزاره وروڼو چې اعلان کړي او دا څو کاله کیږي چې ثمره یې اخلي.  که غواړو چې ټولنه مو له بهرني ښکېلاک او اسارت وتلي وي، باید زدکړې داسې فرض وبولو لکه پنځه وخته لمونځ. زدکړې، زدکړې او هغه هم عصري زدکړې.

                                                    پای