جامعه دین زده چگونه است؟

عبارت از جامعه می باشد٬ که دیندار از دین٬ چون…

نوای خلقِ غمدیدهء بغلان!

امین الله مفکر امینی       2024-13-05 آسمـان گرفته سخت برما، زمیــــن از سوی…

تنهایی و غربت شناخت نامه ی تبعید

نویسنده: مهرالدین مشید روایت دیگری از تنهایی و غربت روایت تبعید یعنی…

دست یاری 

بر بلای سیل بغلان مبتلا است  ساکنان اش زین مصیبت در…

تجلیل از روزمادردرکشورشاهی هالند

بتاریخ 12می سالجاری درشهرارنهم کشورشاهی هالند محفل باشکوهی ازسوی شوراي…

بجنبید ایکه خود ها، حامییان حقوق بشرخوانید!

امین الله مفکر امینی       2014-13-05! ندانم چطور گویم ویا به تصویر کشمدردوناله…

اینجا بغلان است، آدمیت را سیل برده است!

سیامک بهاری “ما نه غذا داریم، نه آب آشامیدنی، نه سرپناه،…

خشم سیلاب

رسول پویان خانه و باغ و زمین و روستا ویران گشت خـشـم…

 قاضی ی شهر شرف

محمد عالم افتخار مال تاجـر غرق دریا گشـته بود تاجر آنجا محوِ…

خیزش های مردمی نشانه های شکست طلسم وحشت طالبانی

نویسنده: مهرالدین مشید تبعیض، حرمت شکنی و استبداد کار نامه ی…

مادر

ای مادر من فرخ و آباد بمانی پر خنده به لب…

چند شعر کوتاه از زانا کوردستانی

انتظارم، بوی سیگارهای زر گرفته... و روزهای تلخِ نیمه سوخته میان بغض خاموشت…

جنگ قدرت ها

رسول پویان جنگ قـدرت ها دل زخمین وخونین آورد جـای صلح و…

افراطیت پادزهر خیانت رهبران اسلام سیاسی و یا شکست مبارزات…

نویسنده: مهرالدین مشید علل و عوامل یا چگونگی و چیستی باز…

زبان آریایی یا آریویی چی شد؟

نوشته: دکتر حمیدالله مفید ——————————— زبان بازتاب خرد آدمی است و انسان…

تعامل 

نور محمد غفوری از چندی به اینطرف در مکالمات و نوشتار…

جمال غمبار

آقای "جمال غمبار"، (به کُردی: جەمال غەمبار) شاعر و نویسنده‌ی…

چین کاوشگری به نیمه تاریک ماه فرستاد

منبع تصویر، GETTY IMAGES ۱۴ اردیبهشت ۱۴۰۳ - ۳ مه ۲۰۲۴ آژانس فضایی…

        تقدیم به ستره محکمه امارت اسلامی افغانستان

معروضه محمد عالم افتخار ولد محمد قاسم دارنده تذکره تابعیت 1401100148058   حضور…

حاکمیت طالبان؛ افزایش بحران و تکانه های بی ثباتی ملی…

نویسنده: مهرالدین مشید استبداد و تبعیض طالبان و به صدا درآمدن…

«
»

طالبان له قطر دفتره رابېليږي

ترهګرو ته د نوي سياسي ادرس د جوړولو هڅه

په داسې حال کې چې وسله والو طالبانو په ځلونو ویلي چې د قطر دفتر د دوی استازیتوب کوي او هره پرېکړه چې دغه دفتر کوي، دوی ته د منلو ده؛ اوس مسکو غواړي چې په پاکستان کې طالبانو ته رسمي دفتر پرانيزي. راپورونه وايي، روسیې، چین او پاکستان موافقه کړې چې په پاکستان کې دې وسله والو طالبانو ته رسمي دفتر جوړ شي. ویل شوي چې روسیه په ځانګړې ډول په پاکستان کې طالبانو ته د دفتر پر پرانستل کېدو اصرار کوي. د راپورونو له مخې د روسیې، چین او پاکستان په وروستۍ درې اړخیزه غونډه کې طالبانو ته د یوه نوي سیاسي دفتر د جوړېدو او یا له قطره یوه بل هیواد ته د دوی د سیاسي دفتر د لېږدېدو پرېکړه شوې ده. له وړاندې داسې راپورونه موجود دي چې وسله وال طالبان حاضردمه د قطر د دفتر ترڅنګ په پېښور او کوټه کې شوراوې لري او یو شمېر مشران یې په کراچۍ کې مېشت دي.

بل لور ته لويديځې رسنۍ وايې چې په افغانستان کې د طالبانو د جګړې مشري هم روسیه کوي. امریکایي رسنیو راپور ورکړی چې د طالبانو او روسې اړیکې په پراخېدو دي او په دې ډله کې  وروستي بدلونونه هم د روسیې په خوښه شوي دي. والسټریټ ژورنال او واشننټکن پوست په ننیو ګڼو کې د امریکا د استخباراتو له قوله راپور ورکړی چې روسیه په افغانستان کې د طالبانو رهبري کوي او د دې ډلې وروستۍ ټاکنې هم د روسیې په خوښه شوې دي. په راپور کې ویل شوي چې د طالبانو تر څنګ روسیه په افغانستان کې د نورو سختدریځو ډلو ملاتړ هم کوي. هاخوا د افغانستان دفاع وزارت وایي، د طالبانو او روسې ترمنځ اړیکې یوازې سیاسي دي ، په ترهګریزو کړنو کې د وسلوالو ډلو لاسنیوی د هېڅ هېواد په ګټه نه دي او مسکو باید له افغان دولت سره اړیکې پیاوړي کړي، نه له وسله والو ډلو سره. خو وسلوال طالبان نه مني چې دوی د روسې په رهبرۍ جګړه کوي او خپاره شوي راپورنه یوازې تبلیغات بولي.

روسيه ولې په پاکستان کې د طالبانو نوی سياسي ادرس جوړوي؟

روسيه ګمان کوي چې په قطر کې د طالبانو په مشرانو امریکا او سعودي عربستان نفوذ لري او ممکن د روسيې له پريکړو مخالفت وکړي. روسيه ځکه د قطر دفتر په طالب چارواکو بې باوره ده چې څه موده وړاندې دغې دفتر له امریکا سره مخامخ خبرو ته چمتووالی ښودلی و. په پاکستان کې وسله والو طالبانو ته د نوي رسمي دفتر په پرانيستلو مساله کې روسيه يواځې نه ده بلکې پاکستان او چین هم د مسکو د دغې پريکړې پلوي دي. پاکستان ځکه په دغه هيواد کې د طالبانو د سياسي ادرس د پرانيستل کيدو پلوی دی چې څه موده وړاندې د افغانستان د حکومت او مدني ټولنو استازو څو ځلې د قطر د دفتر له غړیو سره کتلي او د سولې په اړه یې ورسره خبرې کړي نو دغې مسلې د پاکستان غوسه پارولې ده چې ولې يې د دوی له اجازې پرته له افغان دولت سره خبرې کړي دي.

همداراز په پاکستان کې وسله والو طالبانو ته په نوي ادرس جوړولو سره روسيه غواړي په دغې ډلې د امريکا شته او يا احتمالي نفوذ له منځه يوسي او په دې کار سره به وسله وال طالبان په بشپړ ډول د روسيې او پاکستان تر کنټرول لاندې راشي. تر څنګ يې پاکستان هم ځکه په دغه هيواد کې د طالبانو له نوي سياسي ادرس جوړولو سره موافقه کړې چې له يوې خوا به له افغان حکومت سره د دغې ډلې د سولې خبرې د پاکستان تر مستقيمې لارښوونې لاندې وشي او له بلې خوا به پاکستان هغه بد نوم ته چې ترهګرو ته د پناه ورکولو پر اساس پرې لګيدلی دی؛ د اوړو پوزه جوړه او دغه ترهګره ډله به په پاکستان کې د رسمي سياسي مخالفې ډلې په نوم راپورته کړي.

اوس افغان حکومت ته په کار ده چې په پاکستان کې د طالبانو د نوي سياسي دفتر له جوړولو سره جدي غبرګون وښايي او ژر تر ژره دې له روسيې سره د ډيپلوماټيکو حل لارو څخه دغه ستونزه حل کړي. اوس باور دا دی چې له قطر دفتر سره د افغان حکومت خبرې تر يوې اندازې پر مخ تللي او پاکستان يې پارولی دی. که چيري په پاکستان کې طالبانو ته سياسي دفتر جوړيږي نو دا به په دې معنا وي چې قطر دفتر به په طالبانو نفوذ له لاسه ورکوي او د دغې ډلې بشپړ کنټرول به د پاکستان، روسيې او چين ته په لاس ورځي.

لیکنه : خوشحال آصفي