درمراثی قربانییان زمین لرزه ی مشرق زمیـــن !

امین الله مفکرامینی                   2025-02-09! بدیــــــــده اشکِ ماتم و بدل خونم ز لغزشِ…

اشک قلم 

رسول پویان  اشک قلم به صفحـۀ دل ها چکیده است  صد لاله…

استاد عبدالروف بینوا

استاد بینوا د هېواد، سیمې او نړۍ په کچه ستر…

کودکانی که کودکی نمی‌ کنند

خیابان، خانه بی‌در و پیکر کودکان فراموش‌ شده! فرشید یاسائی *  ما…

بحران هویت ملی؛ ناکامی ملت سازی و به زنجیرکشیده شدن…

نویسنده: مهرالدین مشید نیم قرن مبارزۀ سیاسی و فرهنگی و تبدیل…

سقراط، تیشه‌زنی به ریشه‌‌ی دانایی

دیدگاهی از مکتب دینی-فلسفی من بیش‌ از این نه می‌دانم. در…

خوشحال خان خټک

د ادب او فرهنګ درنو او پتمنو مینه والو! ګڼ شمېر…

اعلامیه در مورد زلزله‌ی مرگبار در ولایت کنر 

سازمان سوسیالیست‌های کارگری افغانستان  با اندوه فراوان و خشم عمیق از…

“طالبان، شطرنج بزرگ و رؤیای اوراسیایی روسیه”

نویسنده: نجیب الله قاریزاده  najeebulla.qarizada1@gmail.com +447887494441 سقوط حکومت غنی در افغانستان و بازگشت…

حکومت‌استبدادی و افراطی طالبان و ساز و برگ‌های استخباراتی و…

 نویسنده: مهرالدین مشید  از استبداد تا شایعه پراگنی؛ ساز و کار…

   امید زنده گی

زنده گی در همه حالات  بسر می آید گاه به تلخی…

از تو جدا نمیشوم 

نوشته نذیر ظفر 08/28/25 از همه گان جدا شوم از تو…

پرسش ۴: ساختار «پرس‌ومان» چگونه از گفت‌وگو به یک نظام…

-خراسان بزرگ دی‌‌روز، دانش‌مند، دانش و سبک کهنی نسبت به…

قهرمان‌پروری‌های احساسی و سقوط افغانستان در چنگال تروریسم

 نویسنده: مهرالدین مشید از اسطوره‌ پردازی های فریبنده تا بحران سیاسی…

پرسش ۵

از مکتب دینی فلسفی من بیش از این نه می‌دانم نقش…

نتیجه گیری از بحث های شبکه های تلویزونی و تحلیل…

بحث های داغ پیرامون این اقدام پاکستان راه افتید ،…

دموکراسي څه شی ده او سوسیال دموکراسي څه ته وايي؟

دا سوال د ډیرو ځوانانو پر مخ کې پروت او…

نام های بیشمار جنبش روشنگری غرب

Helvitius, C.A.(1715-1771) آرام بختیاری مقدمات: اصلاحات، انقلاب، عدالت، و سکولاریسم. روشنگری، جنبش برابری…

توضیحی بر فراخوان انجمن سراسری حقوقدانان افغانستان در دفاع از…

نوشته از بصیر دهزاد  ‎فراخوان انجمن سراسری حقوقدانان افغانستان در دفاع …

آیا انسان، نسبت به انسان، از ته‌یی دل هم‌دلی دارد؟

پاسخ: محمدعثمان نجیب به نماینده‌‌‌گی از مکتب هم‌دلی!؟؟ شما از موردی پرسان می‌کنید که…

«
»

د معافيت فرهنګ، د جنايې پيښو د زياتيدو عامل

کله چې د افغانستان نوم اخيستل کيږي نو په طبيعي ډول د انسان ذهن ته د افغانستان د اوسنيو سياسي، امنيتي او اقتصادي ستونزو انځور راوړل کيږي. دا هغه هيواد دی چې ډیر ځله د بدبختو هيوادونو په سر کې راځي. دلته نه امنيتي، نه سياسي او نه هم اقتصادي حالات په نورمال حالت کې دي، دلته يوه ډله خلک د خپلو پيسو، مال او جايداد په شمارلو ستړي کيږي خو بل لور ته داسې خلک هم شته چې سهار يې وخوري نو ماښام ته د يوې مړۍ ډوډۍ لپاره حيران وي، دلته يوه ډله خلک د خپلو چکرونو او عياشيو لپاره د بهرنيو سفرونو مهالويشونه جوړوي خو داسې خلک هم شته چې ښار ته د تداوۍ لپاره ډاکټر ته د خپل ناروغ د وړولو کرايه نه لري، دلته يوه ډله خلک په آن بازار ته د چکر لپاره هم په ذرهي موټرو کې ورځي خو بل لور ته داسې خلک هم شته چې په مياشتو ـ مياشتو د وسله وال په محاصره کې دي خو څوک يې غم نه خوري او دلته داسې خلک هم شته چې د خپلې يوې مړۍ په خاطر د بل په مرۍ چاړه ږدي. دلته ډیری داسې ډلې فعالې دي چې خپل ژوند د بل د ژوند په اخيستلو او ربړولو کې لټوي.

داسې په لسګونو پيښې دلته شوي دي چې يوې له خدايه نه ډاريدونکې ډلې يو د خپل بچي د مړولو لپاره د بل بچی ښکار کړی وي. د همډې ډول پيښو يوه يې کابو له څلويښت ورځو وړاندې په فراه ولايت کې شوې ده چې تښتوونکو د نويد په نوم يو پنځه کلن ماشوم وتښتولو چې له نيکه مرغه تيره ورځ د افغان امنيتي ځواکونو په عملياتو کې د تښتوونکو له منګولو روغ رمټ راخلاص شو. د دغه معصوم کوچني کيسه هغه وخت برسيره شوه چې تښتووونکو د دغې ماشوم د ځورونې ويډيو د نوموړي کورنۍ ته واستوله. ويډيو په ټولنيزه ميډيا کې هم ډيره خپره شوه او ليدلو يې ډير خلک ودردول. دغه ماشوم ۴۰ ورځې د غلو سره و چې تيره ورځ د امنيتي ځواکونو په عملیاتو کې له تښتونکو آزاد او د جنایت سره په تړاو کې ۴ تنه هم نيول شوي دي. د فراه والي آصف ننګ ويلي، چې تښتوونکو په لومړي سر کې د ماشوم له کورنۍ نه ډيرې زياتې پيسې غوښتي وې.

دغه معصوم کوچنی (نويد) د نوموړي له کور څخه په څو کيلومترۍ کې د فراه ولايت په شمال په فريدون قلعه سيمه کې په يوه ځمکتلي کې د تښتوونکو لخوا ساتل کيده. د نويد په وجود د تښتوونکو د تيري او شکنجې نښانونه معلوميږي، چې پر وينا يې تښتوونکو ډير ځورولی او حتا کافي ډوډۍ يې هم ورته نه ورکوله. د دغې کوچني بدن اوس دومره ضعيف شوی دی چې آن په خپلو پښو د دريدلو توان هم نه لري. له رسنيو سره په خبرو کې نوموړي په خپله ماشومانه ژبه ويلي چې تښتوونکو هغه وخت وتښتولو چې د خپل کور په خوا کې يې لوبې کولې.

دا لومړی کوچنی نه دی چې د پيسو د ترلاسه کولو لپاره له خپلې کورنۍ تښتول کيږي بلکې له وړاندې هم په لسګونو پيښې ترسره شوې دي چې له نويد وړاندې بله تازه پيښه يې د شهيد اباسين ځاځي ده. نوموړی کابو يو کال وړاندې په کابل ولايت کې د څو تنو سړي تښتوونکو لخوا وتښتول شو. تښتوونکو د اباسين له کورنۍ څخه پيسې غوښتې نو لمړی يې د هغه ګوته پرې کړې وه او وروسته يې په بې رحمانه ډول سره وژلی وو  چي وروسته يې جسد په کابل کي وموندل شو. د هغه په وړاندي دې بې رحمانه ظلم د هيواد په کچه سخت غبرګونونه پارولي و چې په بيلابيلو ولايتونو کې يې عاملينو ته د سزا ورکولو په خاطر لاريونونه هم وشول. ملي امنيت د اباسين ځاځي د قاتلانو د نيولو خبر ورکړ خو محکمه يې چا په سترګو ونه ليدله.

که چيري د اباسين ځاځي او همداشان د نورو سړي تښتوونو پيښو عاملان يو يا څو يې په علني توګه په عام محضر کې اعدام شوی وای نو پرته له شکه چې د انسان تښتوونو په پيښو کې به کموالی راغلی و. خو له بده مرغه چې له سزا نه د معافيت قانون اوس هم په هیواد کې حاکم دی او قاتلان، غله او ډاړه ماران سرې سترګې ګرځي. حکومت بايد په داسې پيښو کې چې د نورو لپاره د عبرت وړ ګرځي؛ هيڅ ډول ناغيړي ونه کړي او د هر ډول جنايت عاملان بايد علني محاکمه کړي څو د نورو لپاره پند شي. يو ځل بيا هم وایم که چيري د اباسين ځاځي قاتلان په علني توګه محاکمه شوي او په دار ځړول شوي وای نو نن به لکه نويد (تښتول شوی ماشوم چې خوشې شو) په شان ماشومان هیچا د پيسو د ترلاسه کولو لپاره نه تښتول.

لیکنه : خوشحال آصفي