دهمین جلسه گفت‌وگو با اسدالله کشتمند؛ روایت افغانستان در سال‌های…

https://www.youtube.com/watch?v=2d326hWQtcQ&t=12s دهمین جلسه گفت‌وگو با اسدالله کشتمند؛ روایت افغانستان در سال‌های…

از فرسایش دولت تا سرایت جنگ: زنجیرهٔ راهبردی بحران در…

Wahidullah Noorzai | Former Senior ANCOP/ANP Officer | Military and…

د سیستمونو ډولونه

نور محمد غفوری د سیستمونو د وېش عمده معیارونه سریزه په تېرو دوو…

سکوت پشتون‌ها در برابر طالبان؛ آتشی زیر خاکستر

 نویسنده: مهرالدین مشید تحلیلی دربارهٔ سکوت سیاسی، نارضایتی اجتماعی و امکان…

کابل چه زمانی می‌تواند ۹۹ درصد آب مورد نیاز خود…

نوشته : کریم پوپل مورخ ۲عقرب ۲۰۲۶ ** پیشنهاد کریم پوپل به…

ژورنالیست یا میکروفونِ خاموش؟

ژورنالیست واقعی نه سخنگوی قدرت، بلکه صدای مردم است؛ کسی…

فوتوریسم ادبی؛ میان توفان انقلاب و هورای فاشیسم

Futurism.   آرام بختیاری فوتوریسم؛ جنبشی ادبی هنری، آینده گرا اعتراضی، و شورشی…

انسان؛ در جست ‌وجوی خویشتن (1)

تهیه و تدوین : فرشید یاسائی پیشگفتار : انسان از نخستین…

انوره دو بالزاک

هغه د (۱۹)مې پېړۍ د فرانسوي ادبیاتو د مخکښانو په…

سیستم څنګه کار کوي؟

نور محمد غفوری د سیستم د فعالیت څرنګوالی - دوهمه برخه سریزه په…

طالبان، تی‌تی‌پی و چرخش به سوی هند؛ رمز یک رقابت…

 نویسنده: مهرالدین مشید یکی از پرسش‌های مهم و پیچیده در تحولات…

میدان، فشار و خطای پیروزی: چه زمانی هزینه به قدرت…

Wahidullah Noorzai | Noorzai International Doctrine Academy (NIDA) تز مقاله در منازعات…

سیستم څه ته وایي؟

نور محمد غفوری سریزه سیستم (System) د انسان د ژوند، طبیعت، ټولنې،…

آیا زمان همگرایی نیروهای سیاسی افغانستان فرا نرسیده است؟

 نویسنده: مهرالدین مشید از راست و چپ تا طالبان؛ ضرورت توافق…

آته ایسم؛ ضرورت انقلاب و روشنگری است؟

Atheism: خدا ناوری  آرام بختیاری 2600 سال بحث و جدل خونین؛ آته…

ابونواس اهوازی؛نمایندۀ شادخواریهای عصر ساسانی

(بخش۳)،علی میرفطروس -«من فرزندِ جامم؛ از آن شیر می‌نوشم  و تا روز رستاخیز،…

شرحی بر شعر اخلاق و تمدن

شرحی بر شعر اخلاق و تمدن

زورا سورونبایوا  شاعر، نویسنده و نمایشنامه‌نویس قرقیزی شوروی

برگردان. رحیم کاکایی زورا سورونبایوا  نخستین نویسنده زن در قیرقیزستان شوروی،…

افغانستان؛ وقتی دخالت خارجی سرنوشت یک انقلاب را تغییر داد

https://www.youtube.com/watch?v=cX5Rlj8weaA از ورود شوروی تا فاجعه نجیب‌الله؛ چه بر سر افغانستان…

خاطرات امین الله مفکر

خاطرات اینجانت امین الله مفکر امینی شاعر و نویسنده درچـــاربــــــخش مختصرا…

«
»

د فيل په غوږ کې ويده حکومت

 

پاکستان تيری کوي خو افغان حکومت اخطار ورکوي

وروسته له هغې چې د پاکستان په سیند ایالت د سیون ولسوالۍ په لال شهباز قلندر زیارت کې خونړی ځانمرګی بريد وش؛ د دغه هېواد پوځ د “ردالفساد”  په نوم پوځي عملیات پیل کړل. د پاکستان پنجابي حکومت د دغو عملياتو په نوم په زرګونو افغانان او پښتانه وربړول، سپک کړل او زندانونه يې پرې ډک کړل. د هغو انځورونو او ويډيوګانو له مخې چې په رسنیو کې خپرې شوې څرګنديږي چې پاکستاني پولیس په پنجاب کې مېشت افغانان همداراز پښتانه چې ډيری یې د پښتونخوا او قبایلو اوسېدونکي دي، نیسي، وهي او ټکوي او سپکې سپورې ورته کوي. دغلته پاکستاني پولیس ځايې اوسيدونکي افغانان او پښتانه ټېله کوي، په ډډو یې په لرګیو وهي او د پولیسو په موټرونو کې یې وراچوي. همداراز په ځينو سيمو کې پاکستاني پوليس د پښتنو موټرونه په کنداغونو وهي او هغوی په بې عزتۍ سره له موټرونو ښکته کوي او د پوليسو جيپ ته يې اچوي.

همداراز په پاکستان کې تر وروستيو بريدونو وروسته د پاکستان حکومت له افغانستان سره ټولې دروازې هم د تګ راتګ پر مخ تړلې دي. د پوره لسو ورځو په تيريدو اوس هم د ډیورنډ پر کرښه د پاکستان له لوري جوړې شوې دروازې د مسافرو پر مخ تړل شوي دي. په تورخم دروازه کې بند پاتې مسافرو کې کوچنيان، سپين ږيري، ناروغان، د ودونو ناوې او د مړو جنازې شتون لري چې د پاکستان حکومت يې هيڅ يو ته له تورخم دروازې د اوښتلو او راوښتلو اجازه نه ورکوي. د افغان چارواکو په وينا په تېرو لسو ورځو کې یې اووه ځلې له پاکستاني سرحدي چارواکو سره د لارې د خلاصولو پر سره خبرې کړې، خو بې پایلې پای ته رسېدلې دي.

د لعل شهباز قلندر په زيارت کې تر بريد وروسته پاکستانیو ځواکونو د افغانستان د ختیځو ولایتونو ننګرهار او کونړ پر یو شمېر سیمو توغندیز بریدونه پیل کړي دي، چې له امله یې په دواړو ولایتونو کې سلګونه کورنۍ د خپلو مېنو پرېښودو ته اړ شوي، یو شمېر کسانو په‌ کې خپل ژوند له لاسه ورکړی او ځینې یې ټپیان هم دي.  په دغو بریدونو کې د ملکي وګړو ګڼ کورونه هم ویجاړ شوي دي. يواځې د کونړ ولایت مقام د مالوماتو له مخې تر اوسه د یاد ولایت پر دانګام، سرکاڼو او خاص کونړ ولسوالیو د پاکستانیو ځواکونو له لوري شاوخوا درې سوه توغندي ویشتل شوي، چې تر اوسه پکې د دوه وژل شويو او همدومره ټپيانو راپور ورکړل شوی. همداراز د ننګرهار په لعلپورې ولسوالۍ د ۴ سوو څخه زیات توغندي را توغول شوي، چې له امله یې د  ۳ سوو څخه زیاتې کورنۍ بې ځایه شوي او څلور ګلالي کوچني ماشومان ټپیان شوي دي.

پاکستان په ډيرې سپين سترګۍ ټول ډيپلوماټيک اصول مات کړل او د انسانيت ټولې پولې يې ونړولې خو افغان حکومت لا هم د ډيپلوماټیک حل زمزمې کوي او يا بې عمله اخطارونه ورکوي. پاکستان درګرده په دغه هيواد کې يې د ميشتو افغانانو او پښتنو په مقابل کې اپارټايد ترسره کوي خو افغان حکومت چې د ډيورنډ کرښې او تر آټکه د پښتنو د خاورې دعوه ګير دی؛ نه يې په پاکستان کې د ځوريدونکو افغانانو او نه هم د پښتنو پوښتنه وکړه، پاکستان عملاً لګيا دی په افغان خاورې تيری کوي، توغنديز بريدونه کوي او بې ګناه افغانان مو راته وژني خو افغان حکومت خپلو بې عمله اخطارونو ته ملا تړلې ده او بس.

په داسې حال کې چې د تيرو څو ورځو راهيسې پر افغان خاوره توغنديز بريدونو لړۍ پيل کړې، په سلګونو هيوادوال مو خپلو کورنو پريښودو ته اړ شوي او په لسګونو نورو ته د سر او مال زيان اوښتی دی؛ افغان حکومت وايې د افغانستان پر يوه لوېشت خاوره به هم چا ته د تېري اجازه ورنه کړي. په خيتځ زون کې د سرحدي پوليسو  قوماندان محمد ایوب حسين خېل ويلي هيچا ته به د هيواد پر يوه لوېشت خاوره هم د تجاوز اجازه ورنکړي. نه پوهیګم چې افغان حکومت د تيري په تعريف نه پوهيږي او که د پاکستان توغنديز بريدونه ورته تيری نه ښکاري؟ که چيري افغان حکومت ته د پاکستان لخوا پر افغان خاورې توغنديز بريدونه تيری او تجاوز معلوميږي نو بيا ولې عملاً نه لاس په کار کيږي؟ ولس خو د حکومت هر راز هکارۍ ته چمتو دی نو بيا حکومت د چا امر ته په تمه دی؟ که حکومت مو مجبوريت لري او د پاکستان په مقابل کې د بلمثل عمل لپاره زړه نه ښه کوي نو ولس ته دې په خپلې مجبورۍ اعتراف وکړي چې ولس په خپله د خپل دښمن په مقابل کې لاس په کار شي. نور د پاکستان د بريدونو او هلته د ميشتو افغانانو د سپکاوي په مقابل کې پاکستان ته د افغان ولس د صبر کاسه ډکه شوې ده. ولس نور هيڅ ډول ډيپلوماټيک حل نه غواړي او بايد حکومت ژر تر ژره د پاکستان د تيري مخه ونيسي کنې ولس به په خپله لاس په کار شي.

اصلي موضوع دا ده چې افغان حکومت په دغه ډول پوچو اخطارونو يواځې د خلکو احساسات کابو کوي او د ولس له غبرګونه ځان ساتي خو په عمل کې يې تر اوسه هيڅ داسې اقدام نه دی کړی چې کم تر کمه د پاکستان د تيري په مقابل کې يې د ولس سترګې نيولي وای.

لیکنه : خوشحال آصفي