بخاطر انفاذ قانون اساسی به مثابه شاه کلید نجات افغانستان

اعلامیه و فراخوان ملی بنام خداوند حق و عدالت با اتکا بر…

 لیبرالیسم، جنبش روشنگری، و نبوغ جان لاک

john locke (1632- 1704) آرام بختیاری جان لاک ؛ آغاز تئوری تقسیم…

از ترور میر اکبر خیبر تا کودتای ثور؛ بهای سنگین…

نویسننده: مهرالدین مشید تروریکه هنوز هم مردم افغانستان بهای آن را…

با عاشقان وعارفان همصحبت!

امین الله مفکر امینی                     2026-19-04! دل منــــــور میکـــند صحبت بـــا اهلـی عشق…

اهمیت و ضرورت آسیب شناسی تاریخی ، برای امروز و فردا های…

نوشته از بصیر دهزاد   این  مقاله که در کنفرانس علمی انجمن سراسری حقوقدانان…

داستایفسکی شوروی: داستایفسکی در فرهنگ، ایدئولوژی و فلسفه شوروی

 برگردان . رحیم کاکایی سه گفتار در واکاوی جایگاه داستایفسکی، نویسنده…

در مرز سایه و روشنایی انسان

 « از عشق تا خشونت ؛ سفربه درون انسان » تهیه…

نظم نوین

رسول پویان سازش به دشمنان وحشی ننگ است افـتــادن پا بـه پنجـۀ…

از  روح الله خمینی تا هبت الله؛ دو گلوله، دو…

نویسنده: مهرالدین مشید هبت الله گلوله ای از اعماق تاریخ؛ اما…

اولادی مبارزِ وطن!

امین الله مفکر امینی                    2026-13-04! بــی بنیاد میگردد پایه های ظلم وستـــم…

بلز پاسکال

هغه فرانسوی فیلسوف، اختراع کونکی، ریاضی پوه، فزیک پوه، الهیات…

مذاکرات هیئت های افغانستان

و پاکستان با پا در میانی چین یک روز قبل از…

افغانستان در آجندای مذاکرات اسلام آباد

عبدالصمد ازهر                …

شماره یکم سال بیست و نهم گاهنامه محبت

شماره یکم سال بیست و نهم گاهنامه محبت نشر شد 

رنه ډکارت

دی د پنځلسمې پېړۍ یو فرانسوي فیلسوف، ریاضی پوه، فزیک…

ماکسیم گورکی

برگردان. رحیم کاکایی نویسنده‌ی کلاسیک ادبیات روسیه و شوروی، نویسنده‌ی برجسته‌ی…

جنگ‌های ژئوپلیتیک و فروپاشی عقلانیت سیاسی در جهان معاصر

نویسنده: مهرالدین مشید فاجعهٔ فکری و سیاسی در پرتو منطق ساختاری…

آمریکا و سیاست بیطرفی افغانستان

سیاست بی‌طرفی افغانستان برخاسته از موقعیت جغرافیایی آن است ،…

شرم و حیا

بزرگانِ اهلِ عرفان و تصوف، در بابِ حفظِ شرم و حیا بسیار تأکید نموده‌،  آن را بلند ترین درجه…

منطق سود و ویرانی: تحلیل مارکسیستی جنگ و استثمار در…

 تقابل کثرت‌گرایی و واقعیت طبقاتی درحالی‌که نظریه‌پردازان کثرت‌گرا (پلورالیست)، جامعه را…

«
»

د ريس حمهور او ريس اجرايه ستراتيژيک وظايف عبارت وو له ؟؟؟؟؟

قريب ۵ کاله د هغو ورځي نه چي اشرف غني  سوري او ناري وهلي چي زه به دا وکړم زه به هغه وکړم ، زما وظيفه به دا وي او د طالبانو به صلحه منم او په پاکستان او ايران او نورو همسايه ګانو سره به دا وکړم  او سهامي شرکت نه غواړم د عبدالله سره د فيفټي فيفټي حکومت نه غواړم ، چي متاسفانه او بل آخره فقط په خاطر ددي چي د (( ريس جمهور نوم وگټي د ډبل عبدالله سره موازي ، اتلافي ، سهامي او په اخر کي فيفټي ففتي )) د جان کيروک ساختګي او غير قانوني حکومت ته سر ټيټ کړو ، څوک چي د اوله سر کوزي  شي ، او د مقام په خاطر سر ټيټ کړي او لکه د طالبانو غوا داړي هر خريدار ته وښيي ده دغه اکت عملي کړو او وطن يي دلوي او خطر ناک بحران سره مواجه کړو په داسي حال کي چي ده بايد د اول نه دغه لاندي  ستراتيژيک کارونه عملي کړي واي ؟؟؟؟؟
۱- اشرف غني بايد يا د رياست اجرايه مقام نه وي منلي او يا که ور باندي تحميليدو بايد دي عبدالله ته تير شوي وي ، چي نرس عبدالله ريس جمهور د رياست جمهوري له اداري وتلو او که نه  او شپږ مياشتي بعد  تاسي ليدل چي نرس ګلمرجان تښوو که نه ؟؟؟؟؟
۲- امريکايانو ته يي  د اوله ويلي وي چي که زه مستقل ، خود مختار ، آزاد ريس جمهور  نه وم او تاسي ( دناتو ۴۸ اشغالګر هيوادونه ) او سفيران مو ، ماته امر او فرمان صادروي ، او زما تر امر او فرمان لاندي کار نه کوي نو زه سر له ننه د افغانستان خلکو ته مراجعه کوم چي زه يو شاه شجاع يم او هيح صلاحيت نه لرم او ټول صلاحيت د غربيانو سره دي نو زه استعفي کوم او تاسي خپل تصميم ونيسي چي اشغالګران پاتي شي او زه لاړ شم ؟؟؟
۳- وسله وال پوځ د ملي کړي وي (( يعني ملت ته د سپارلي وي چي د ملت هر ځوان مجبور او مکلف دي ، ديني او اسلامي او افغاني دنده يي ده چي دوه کاله د مکلفيت دوره د ۲۰۰۰ افغانيو جيب خرچ په اندازه د دري وخته نورمالو خواړو او دريو فصلو لباس حقوق او دمسکراتو تاديه کول ددولت دنده وه بايد رسما بيدون له استثني په ټولو اتباعو فرض عين وه شروع کړي او وسله وال پوځ د د “” تنظيمي ، جهادي ، مصلحتي ، سمتي ، قومي او مذهبي او اجير او مزدور پوځ نه نجات ورکړي وي “” ، چي نن به توطيي ، ددشمنانو نفوذ ، او د ارتجاع او ښي او چپ اړه حزبو تاثير او ډيکټات په وسله وال پوځ کي نه وو ؟؟؟؟
۴- ناتو مشرتابه ته د ويلي وي چي يا تاسي خپله زموږ وسله وال پوځ ته ۳۰۰ هغي هليکوپتري او ۱۰۰ جنګي مدرن جټونه ، مدرن ميل داره توپچي او نل داره راکټونه او ټانکونه او زره پوشونه را کړي لکه موږ چي د دکتور نجيب الله د وخته لرل يا يي د روسانو نه را ته اکمال کړي زموږ وسله وال پوځ بايد د پاکستان او ايران سره د اڼډول په شکل تجهيز او اکمال شي ، او رهبري او اداره فقط زموږ د جنرالانو او افسرانو له خوانه وشي او ټول عمليات او تصفيوي جنګي فعاليتونه زموږ افسران او پيلوټان عملي او اجرا کړي که يي دا کار کړي وي نن به طالب او داعش نه وو ، هره ورخ به ۴۰۰ کسه سربازان او ملکيان نه وژل کيدل ؟؟؟؟
۵- د هيواد ټول معادن ملي شي او ديوه ۵۰۰۰۰ کسيز قول اوردو له خوا نه محافظت ، استخراج او د پروسس مراکزو ته انتقال شي او بيا په داخل او خارج کي و پلورل شي او ددغو دتوليداتو نه دولتي بودجه اکمال شي ؟؟؟
۶- مخدره وزارت لغو او صرف د مخدره رياست په وزارت داخله کي تشکيل او د هيواد په ټولو ولايتو کي د (( چرسو ، ترياکو ، هيرويينو او مرفينو دتوليد فابريکات او د پراسيس مرکزونه))، جوړ  او دهاقين ددغو رياست تر امر او فرمان لاندي وي او د يوه انحصاري رياست حيثيت ولري يعني خريد او فروش او صادرات ټول ددغو رياست له خوا تنظيم او عملي شي او دولت په دهاقينو باندي لوړه ماليه  او تکس وضع کړي ؟؟؟
۷- ريس جمهور د لمړي مياشتي نه وزير آب وبرق ته  او ريس عمومي د افغانستان بانک ته امر او رسمي فرمان صادر کړي وي چي د دريو لويو برق بندو (( د کڼړ د سيند – د کوکچي دسيند – د پنجشير د سيند له پاره بودجه تنظيم کړي )) او ددغو سيندو د پاسه دري د برق  لوي بندونه د “” جرمني ، انګلستان ، فرانسي ، ايطاليا ، روسيي ، هندوستان سره “” قرارداد وکړي او په ظرف د ۴ کالو کي افغانستان د ۲۵۰۰ ميګا واته برښنا خاوند کړي او په دي تر تيب د ټولو معادنو ، فابريکو ، صنايعو او د زراعتي محصولاتو صنعتي کيدو او د بيکاري د لغوه کيدو مخه نيول کيده ؟؟؟
۸- د کابل د سيند تر زړه لاندي ديوه لوي تونل کندل او د کابل د شهر ټول فضله کانالونه او لښتي تر مځکه لاندي ددغو تونل سره وصل کول او د شهر کاناليزاسيون تکميلول يو مهم او اساسي اقدام وو ؟؟؟
۹- د کابل جنګلک فابريکه په جاپان يا کورياي جنوبي دسره جوړول چي هلته د کمپيوټر – موبايل – لپ تاپ تلويزيون – د موټرانو د انجينو توليدول رايج کړي وي او د خوشحال خان ليسه او څلور طرفه د غرو لمني او تر سيند پوري غاړي ټولي مځکي ددي لويي فابريکي د ماشين آلاتو او پراختيا او د کارګرانو د استوګني دکورو له پاره دغه مځکي وقف شوي واي او دخلکو د کورو په عوض اپارتمانونه يا مځکي بل چيرته ويشل شوي واي  ؟؟؟؟
۱۰- د وزارت فوايد عامي يا شهر سازي په چوکاټ کي د (( افغاني ساختماني دستګاه – د هلمند ساختماني دستګاه – د بنايي ساختماني دستګاه – د سالنګ ساختماني دستګاوي تاسيس او په مدرنو معاصرو ماشين آلاتو سمبال او قوي انجينري او مهندسي کادرونه ورته اکمال او د هيواد زير بنايي پروژي ددوي په ذريعه احداث شوي واي ،لکه تونلونه ، بندونه ، شهرکونه ، سرکونه ، هوټلونه ، ميدانونه هوايي او ترمينلونه ، د ميسو او اوسپني معادن ، دنفتو او ګازو استخراج ، د سمنټو او ذغال سنګو معادن ، قيمتي دبري ، يورانيم ، ليتيم ، کرومايت  ))، وغيره ؟؟؟؟؟
۱۱- افغانستان زراعتي هيواد دي او زموږ د ( کندز ، بغلان ، قندهار ، هلمند ، هرات ، مزار شريف ، جنوپرس يا پنبي فابريکات فعال نه کړل چي تکه ، تار , غوړي ، صابون ، چګت ، کاغذ تشناب او سلفتکي ، تو ليد کړي او په زرهاوو کسانو ته کار پيدا شي ، همدا رنګه لبنيات ، د ماهيانو فارمونه ، د چرګانو  دهګيو او غوښو – فلمرغانو ، بتو ، زرکانو ، مړزانو فارمونه ، دشاتو توليد ، خرما لو يا تمسق ، کيوي ، لوکاټو ، او چاي ، ليمو ، کينو ، وني ترويج نه شوي، غنم ، وريجي ، جواري ، اوربشي ، لوبيا ، مي ، نخود زموږ هيواد خود کفا نه کړو ، ريس حمهور بيسيواده واليان بيسيواده او دغه پورتني مهم کارونه زموږ دخلکو د ژوند سطح لوړولو ته ضروري شيان وو چي حکومت پکي پاتي راغلي ، نو اوس دغه شيان په ياد لري او بيا اشرف شاه شجاع  او نرس عبدالله ته بيا رايه ور نه کړي ؟؟؟؟؟؟؟؟؟