زنان و تولید علم در تاریخ تمدن اسلامی !

مقدمه زنان مسلمان ، از خانه تا دانشگاه ، از مسجد…

کودتای داوود؛ آغاز فصل پرآشوب تاریخ معاصر افغانستان

نویسنده: مهرالدین مشید کودتای  ۲۶ سنبله ۱۳۵۵ سرآغاز تراژدی نیم‌قرن افغانستان کودتای…

         وحدت خواست مبرم زمان است

هرکه دورافتاده شد ازاصل خویش  باز جوید روز گاری وصل خویش اصالت…

فن تفکر و تمرین فلسفه

درسنامه برای مدارس آموزش سیاسی پدیدآورنده و ویراستار: یوری نیکولاویچ آنتونوف…

بدخشان در محراق کارزار تبلیغات

سیاسی -- نظامی پاکستان ! ولایت بدخشان در شمالشرق ترین قسمت…

سفرنامۀ زندگی

رسول پویان نــوای نـی و نـغـــمـۀ آبـشار هـوای خوش و دامـن کهسار سـرود…

هه‌لو شهید جعفر

آقای "هه‌لو شهید جعفر" (به کُردی: هەڵۆ شەهید جەعفەر) شاعر…

پیاوړی او نومیالی لیکوال

له (ډاکټر طارق رشاد) سره چې پیاوړی او نومیالی لیکوال،…

دموکراسی در بستر سرمایه‌داری؛ فرصت‌ها، محدودیت‌ها و تناقض‌ها

نویسنده: مهرالدین مشید  رابطه دموکراسی و سرمایه داری؛ از همگرایی تا…

افغانستان زخمی؛ نیازمند همدلی و همگرایی

نویسنده: مهرالدین مشید تنوع قومی و مدیریت آن در چارچوب هویت…

شکسپیر 

« آن ‌جا که انسان برای نخستین ‌بار خود را…

وحدت نیروهای مترقی در روشنی  اصول و بدون آن

وحدت، یکی از نیازهای اساسی و اجتناب‌ناپذیر نیروهای مترقی، ملی…

دین و دموکراسی؛ از سازگاری ها تا چالش ها

نویسنده: مهرالدین مشید پرسش سازگاری دین و دموکراسی یکی از مهم‌ترین…

سه‌ شعر کوتاه از لیلا طیبی

انسان کلام سبز ترحم، جاری از گلوی خدا بود.  از یاد برده…

شب

شب همین نزدیک‌هاست و  ستارگان  گیسویشان را بر صورت ماه افشانده‌اند، در سکوتی…

پیامد های منفی ،تثبیت رتبه نظامی در ساختار های کشفی…

مقدمه . خداوند ( ج) در قرآن کریم چنین می فرماید…

چند شعر کوتاه از لیلاطیبی

انسان کلام سبز ترحم، جاری از گلوی خدا بود.  از یاد برده…

افغانستان؛ سرزمین فرصت‌های از دست‌رفته

نویسنده: مهرالدین مشید از اصلاحات امان‌الله خان تا چالش‌های پس از…

بیست سال امریکا غرب و ناتو درین سرزمین بساط خون…

افغانستان از تنگناهای خونین و ویرانگر عبور داده شده و…

تمنای رهایی

رسول پویان تبسـم حال خـوش در خاطر دل می کند جاری ولی…

«
»

د روسيې نوې لوبه؛ په مسکو کې افغان سياسيون څه کوي؟

په داسې حال کې چې د افغان سولې په تړاو د زلمي خليلزاد هڅو سولې ته د افغانانو هيلې تر پخوا زياتې کړي؛ اوس روسيې هم په دغه منځ کې دا ځل په مسکو کې د وسله والو طالبانو او هغه په اصطلاح افغان سياستوالو چې د افغان حکومت منتقدین دي؛ تر منځ ناسته برابره کړې ده. د وسله والو طالبانو یوې باوري سرچینې بي بي سي ته وویل، د روسیې پلازمېنې مسکو په ناسته کې د شیر محمد عباس ستانکزي په مشرۍ د دوی یو پلاوی له یو شمېر په اصطلاح افغان سیاستوالو سره ګوري. بي بي سي په خپل راپور کې د دغو سياستوالو نومونه هم رااخيستي دي. دغه کسان چې ټاکل شوې د مسکو په کنفرانس کې ګډون وکړی؛ په یو نه یو ډول د سولې په خبرو کې له افغان حکومت سره د نظر اختلاف لري.

دا په داسې حال کې ده چې په قطر کې د طالبانو او امريکايې پلاو تر منځ له شپږ ورځنيو خبرو وروسته زلمی خليلزاد کابل ته راغی او د ترسره شويو خبرو ځینې جزيات يې له ولسمشر غني سره شريک کړل. دغو خبرو په ظاهره د افغان ولسمشر محمد اشرف غني غصه وپاروله. ولسمشر غني ويلي، د سولې په خبرو کې بیړه کول، ممکن جګړه لا توده کړي. لا معلومه نه ده چې زلمي خليلزاد به ولسمشر غني ته څه ويلي وي او دا هم لا معلوم نه دي چې په قطر کې د طالب او امریکايې استازو تر منځ په خبرو کې افغان ملي ګټي او ارزښتونه هم په نظر کې نيول شوي او که نه؟

خو اساسي پوښتنې دا دي چې په مسکو د طالبانو او افغان په اصطلاح سياستوالو تر منځ ناسته د څه لپاره جوړيږي؟

او ولسمشر غني ولې د سولې د روانو هڅو په اړه په اندېښنه کې دی؟

۱ــ  مسکو کې د طالبانو او افغان په اصطلاح سياستوالو تر منځ غونډې موخه څه ده؟

د بي بي سي د راپور له مخې هغه څېرې چې ټاکل شوې د مسکو په راتلونکې غونډه کې چې د طالبانو او افغان په اصطلاح سياستوالو تر منځ خبرو ته ځانګړې شوې؛ ګډون وکړي؛ ټول له افغان حکومت سره عقده يې شوي په اصطلاح سياستوال دي. لویه برخه يې هغه څوک دي چې د اشرف غني له حکومت څخه د بې کفايتۍ او درغلۍ له امله ګوښه شوي يا يې په خپله استعفاوې ورکړي دي. دا هغه کسان دي چې د ولس تر منځ څه چې آن په خپلو قومونو کې هم ځانګړی ځای نه لري. په غونډه کې د دوی ګډون يواځې او يواځې له اشرف غني سره د مخالفت او په حکومت د نامشروع فشار راوړلو لپاره دی. دغه کسان د روسيې په لمسون د افغان سولې په روانه پروسه کې د طالبانو د غوښتنو د منلو په خاطر په ولسمشر غني او افغان حکومت د فشار اچولو لپاره مسکو ته تلونکي دي.

لومړی خو د مسکو غونډه کې د دغه کسانو ګډون ځکه مشروعيت نلري چې دوی نه د حکومت استازولي کولی شي او نه د ولسونو. د حکومت لخوا هم شړل شوې څېرې دي او د ولسونو تر منځ هم ځانګړی ځای نه لري.

دويم دا چې د مسکو په غونډه کې د دوی ګډون د هيواد د سياسي وضعيت د سولې پروسې اهميت لپاره په زيان دی. ځکه دوی هلته د دې لپاره نه ځي چې له وسله والو طالبانو سره بحث وکړي چې له افغان حکومت سره خبرو ته حاضر شي؛ په دې چې دوی د حکومت منتقدين دي او هيڅکله نه غواړي چې له طالبانو سره سوله دې د حکومت د لاسته راوړنې په توګه خلکو ته روښانه شي. دوی يواځې د روسي په اشاره په افغان حکومت د فشار راوړلو لپاره ځي څو افغان حکومت اړ شي او په قطر کې د طالبانو او امریکا تر منځ د خبرو هر ډول پرېکړه ومني. دا په داسې حال کې ده چې د زلمي خليلزاد او طالبانو تر منځ د پردې ترشاه خبرو په  اړوند هم په ورستيو کې منفي شکونه پيدا کړي دي.

۲ــ ولسمشر غني ولې روانو هڅو اندېښمن کړی؟

په قطر کې د طالبانو او زلمي خليلزاد تر منځ د پردې تر شاه خبرې نه يواځې د ولسمشر غني بلکې د ټولو افغانانو له شک او اندېښنو سره مل دي. ځکه دغه خبرې د پردې تر شاه ترسره کيږي، د افغان حکومت په غیاب کې ترسره کيږي، په ځينو غونډو کې يې پاکستاني چارواکي هم شتون لري، بله دا چې تر اوسه د دغو خبرو په اړه ډير کم څه رسنيو ته راوتلي دي. دغه ټول د دې سبب شوي چې نه يواځې ولسمشر بلکې افغان ولسونه هم د زلمي خليلزاد او طالبانو تر منځ د خبرو په اړه شکونه پيدا کړي چې رښتيا هم د سولې هڅې کيږي او که د پردې تر شاه پټه معامله روانه ده؟

لیکنه : خوشحال آصفي