زردشت نیچه؛ پیشگویی تراژدی ایرانی؟

Friedrich Nietzsche (1844-1900) آرام بختیاری تراژدی ایران، یا شیعه ایرانی، از زبان…

جنگ با ایران؛ معادله برنده و بازنده در ترازوی ژئوپلیتیک

نویسنده: مهرالدین مشید تهران خشمگین در نبرد برای بقا این نوشته با…

کوتاه خاطره هایی از مسکو

(کمیته سرتاسری سازمان دموکراتیک جوانان افغانستان، فستیوال جهانی جوانان و…

اعلامیه در محکومیت جنگ ارتجاعی میان پاکستان و افغانستان

سازمان سوسیالیست‌های کارگری افغانستان جنگ و صف‌آرایی نظامی میان قدرت…

بوی ریا 

برسد کاش به تو یار چو پیغام کنم  وصفی از لعل…

               کاروان وحدت 

بر خیز تا هم آ ییم ، با  کاروان وحدت  جا…

دوست دارم این وطن را !

امروز زمان آن فرارسیده است که مردم افغانستان یک‌صدا بگویند…

زبرځواکونه څنګه په نورو هېوادونو خپل نفوذ ساتي؟

ليکنه: حميدالله بسيا په ساده ډول زبرځواک  يا سوپر پاور  Superpower…

افغانستان در مدار واگرایی؛ تراژیدی‌های اجتماعی، سیاسی و رسانه‌ای

نویسنده: مهرالدین مشید با ادعا های فراتر از « پنج چاریک»…

آیا طالبان دروغ می گویند یا وزارت خارجه ی روسیه؟ …

  نوشته ی : اسماعیل فروغی       بتاریخ بیست و سوم…

د سعوديانو او تر دوی بر لاسونه هم بيا د…

عبدالصمد ازهر                 …

چهل و یکمین سالگرد وفات مولانا داکتر استاد محمد سعید…

روز پنجشنبه مورخ « هفت حوت سال ۱۴۰۴ هجری شمسی…

محکومیت تجاوز نظامی پاکستان بر افغانستان

اعلامیه و فراخوان انجمن سراسری حقوقدانان افغانستان بنام خداوند حق و…

وزیر دفاع پاکستان؛ از ناگفته های ساختاری تا راهبرد های…

نویسنده: مهرالدین مشید سیاست ابهام استراتژیک پاکستان؛ ازاعتراف‌های تاکتیکی تا ناگفته‌های…

بمناسبت روز های جهانی عدالت اجتماعی و زبان مادری

بنام خداوند حق و عدالت هموطنان گرامی، ۲۰ و ۲۱ فبروری روز…

مارکوس تولیوس سیسرو

هغه د لرغوني روم فیلسوف، سیاستوال، وکیل، ویناوال، شاعر او…

مبانی نظری عدالت اجتماعی

نور محمد غفوری بررسی نظریه‌ها و رویکردهای معاصر چکیدهعدالت اجتماعی از بنیادی‌ترین…

اینشتین؛ جمهوری خواه، سوسیالیست احساسی

Albert Einstein (1879-1955) آرام بختیاری آلبرت اینشتین: دانشمند، فیلسوف، هومانیست، جهان وطن.  آلبرت…

آموریم خود کفایی !

امین الله مفکر امینی                    2026-16-02! هـــر که آمد در این خطه ی…

آگاهی، عدالت و دموکراسی؛ سه رکن تحول پایدار

نور محمد غفوری تحول سیاسی و اجتماعیِ پایدار، نه با شعار…

«
»

د خطر زنګ؛ ځوانانو هوښيار اوسئ !

په کابل کې د تيرو څو خونړيو پيښو ترسره کيدلو او له امله يې په هيواد کې د قومي او ژبني تعصب د مرګونو څپو له احتمالي راپورته کيدو وروسته اوس د ملي امنيت ادارې خبرداری ورکړی چې آی ايس آی د افغانانو تر منځ د بې تفاقۍ اچولو لپاره په زرګونو جعلي فيسبوکي اکاونټونه جوړ کړي دي. د افغانستان د ملي امنیت ریاست وايي، د پاکستان استخباراتي ادارې آی ایس آی شاوخوا ۸۰۴۵ فیسبوکي اکاونټونه جوړ کړي چې د پښتون، تاجک، هزاره او ازبک په نومونو د افغانانو ترمنځ قومي، مذهبي او سمتي اختلافات رامنځته کړي. ملي امنیت له افغانانو غوښتي چې د دغو جعلي فیسبوکي پاڼو پر مضرو تبلیغاتو ونه غولېږي.

د ملي امنيت ادارې د ټولنیزو شبکو پر کاروونکو ږغ کړی چې د قومي او سمتي کرکې خپروونکو ته متوجه واوسي او د افغانستان د دښمنانو د منفي تبلیغاتو تر اغېز لاندې را نه شي. که څه هم د ملي امنيت ریاست د ایران له لوري د تعصب خپروونکو جعلي فېسبوکپاڼو، اژانسونو او ویب سایټونو یادونه نه ده کړې؛ خو د افغانستان په کورنيو چارو کې د ايران تيرو مداخلو او د يوې ځانګړې مذهبې ډلې څخه ملاتړ ته په کتو؛ باور دا دی چې فرصت ته په کتو ايران اوس هم د يو شمېر کړيو لکه د روښنايې غورځنګ او نورو ډلو ملاتړ کوي او پر مټ يې خپلې شومې موخې ترلاسه کوي.

دا لومړی ځل نه دی چې د افغانستان د ملي امنيت اداره په هيواد کې د آی ايس آی او نورو ډلو لخوا د افغانانو د بې اتفاقۍ لپاره د جعلي فيسبوک پاڼو د جوړولو خبرداری ورکوي بلکې له دې وړاندې يې هم په ځلونو ورته خبرداري ورکړي دي. ښه بېلګه يې د تيرو ولسمشريزو ټاکنو پر مهال چې افغان ولس د عبدالله  او اشرف غني تر منځ د ټاکنيزو جنجالونو له امله په منځ دوه پړکه شوی و او يوې ډلې بلې ته سپکې سپورې ويلې؛ د ملي امنيت ادارې هغه مهال هم خبرداری ورکړی و چې پاکستان او ايران د افغانانو تر منځ د نفاق اچولو په خاطر په زرګونو جعلي فيسبوک پاڼې جوړې کړې دي.

د افغانستان د ملي امنيت اداری ولس په ځانګړي توګه د ټولنيزو رسنيو کاروونکو ته اوسنی خبرداری بلکل حقيقت دی او سترګې ترې نه شي پټيدلای. ځکه پاکستان، ايران، روسيه او ځينې نور هيوادونه له پخوا راهيسې هڅه کوي چې افغانان په ډلو ټپلو وويشي او يو ډله د بلې په مقابل کې راپاڅوي څو دوی او په افغانستان کې د دوی لاسوهنو ته لا نوره هم زمينه برابره شي. همدا اوس هم تاسې د دولتي بنسټونو فيسبوک پاڼې وګورئ، په هره پاڼه کې په زرګونو داسې کومنټونه (تبصرې) ليدل کيږي چې تاجک افغان قوم ته منسوب فيسبوک کاروونکي په کې پښتون رهبر او ټولو پښتنو ته ښکنځلې او سپکې سپورې ويلې وي. همدارانګه هزاره افغان ته منسوب فيسبوک کاروونکي تاجک هيوادوال ته سپکې سپورې او په همدې ترتيب پښتون افغان ته منسوب فيسبوک کاروونکي په کې تاجک  ته سپکې سپورې ليکلي وي.

همداشان ډيرې لویې او سپانسر شوې فيسبوک پاڼې هم شته چې په لکونو لايک (خوښوونکي) لري او د يو ځانګړي قوم مشران سپکوي، ځانګړي قوم پورې ترهګري منحصروي او يو ځانګړی قوم د افغانستان د ټولو بدبختيو لامل بولي. دا ټول هماغه فيسبوک پاڼې او جعلي فيسبوک اکاونټونه دي چې د ايران او پاکستان لخوا د افغانانو تر منځ د نفاق اچولو لپاره جوړ  شوي دي. همدغه فيسبوک پاڼې دي چې په هيواد کې د ميشتو قومونو او مذهبونو په خلاف څرګندونې کوي او بيا يو شمېر نور احساساتي افغان فيسبوک کاروونکي ځوانان مو پرې غوليږي او بيا د همدوی پر پل، پل ږدي او د مقابل قوم او خلکو پسې بدې ردې وايې.

د فيسبوک ټاڼو او ټويټر اکاونټونو تر څنګ يو شمېر ويب سايټونه هم شته چې عملاً او له وړاندې په ورته چاره بوخت دي او د افغانانو تر منځ د نفاق اور ته لمن وهي. همدا اوس هم په لسګونو داسې ويب سايټونه د خبري ويب سايټونو تر نوم لاندې فعاليت کوي چې ټول نشرات يې د يو ځانګړي قوم د سپکولو او د هيواد د ټولو بدبختيو لامل په ګوته کولو لپاره کار کوي. په لسګونو ويب سايټونه شته چې د افغانانو د يووالي، د افغانستان د ملي ګټو، د افغانستان د مذهبونو، په افغانستان کې د مېشتو قومونو او د هر افغاني ګټې پر ضد تبليغات کوي.

غوښتنه مو د فيسبوک او ټويټر له کاروونکو په ځانګړې توګه له ځوانانو څخه دا ده چې خپل پټ دښمن وپېژني، د آی ايس آی او ايران دسيسې وپيژني او د هغوی په شر اچوونکو نشراتو او تبليغاتو ونه غوليږي. همدغه ځوانان بايد په فيسبوک او ټويټر کې هغه ټول اکاونټونه او پاڼې وننګوي او په تبليغاتو يې باور ونه کړي چې د افغانانو تر منځ نفاق ته لمن وهي. دوی بايد د پخوا په شان خپل يووالي وساتي. دوی دې هڅه وکړي چې د ټولو افغانانو تر منځ د يووالي رامنځته کولو په اړه ګټور مطالب خپاره او له نورو سره شريک کړي. همدغه ځوانان دې هڅه وکړي چې د دښمن شوم پلانونه شنډ کړي او ارمانونه يې خاورې کړي.

لیکنه : خوشحال آصفي