قهرمانی تیم فوتسال؛ نمادی از وحدت ملی و امیدی برای…

نویسنده: مهرالدین مشید شگفتن گل های لیخنند در سرزمین به تاراج…

تحول فرهنگ سیاسی؛ کلید طلایی وحدت و ثبات ملی در…

نور محمد غفوری (بخش چهارم و آخری)  ۷. ویژگی‌های فرهنگ سیاسی مطلوب برای…

ارسطو

نوموړی د لرغوني یونان او لوېدیځې نړۍ یو له لویو…

تحول فرهنگ سیاسی؛ کلید طلایی وحدت و ثبات ملی در…

نور محمد غفوری (بخش سوم) ۶. چالش‌ها و راهکارهای تحول فرهنگ سیاسی در…

تحول فرهنگ سیاسی؛ کلید طلایی وحدت و ثبات ملی در…

نور محمد غفوری (بخش دوم)  ۴. وضعیت کنونی کلتور سیاسی در افغانستان در پرتو…

بیایید هموطن!

امین الله مفکر امینی       2025-12-10! بیــــا هموطن با هم یکی گردیم تا…

ما با پاکستان مشترکات نداریم !

مدتیست که عده ای نام از مشترکات میان افغانستان و…

تحول فرهنگ سیاسی؛ کلید طلایی وحدت و ثبات ملی در…

نور محمد غفوری (بخش اول) ۱.خلاصه  این مقالهٔ علمی ـ تحلیلی و رهنمودی…

ښاري ژوند، چاپېریال او ډیجیټل پرمختګ

حميدالله بسيا په اوسني عصر کې، ښارونه د بشري ژوند د…

مهندسی قومی یا طرح توازن قومی در ساختار قدرت طالبان

نویسنده: مهرالدین مشید مشروعیت‌ بخشی قومی؛ از توجیه انحصار تا مهندسی…

صرصر ظلم 

از فروغ حسن تو ماه فلک شرمنده شد  مهر لطفت هر…

از همین خاک جهان دگری باید ساخت !

با شروع زمزمه های کم شدن موسسات خارجی و خروج…

چرا شطحیات! ترامپ را درک نه‌می‌کنیم؟

اولویت مردم ما اسقاط طالبان است، نه تعامل. ✍️ محمدعثماننجیب در جهان…

پاکستان د افغانستان په خاوره کې د TTP د غړو

د ویشتلو حق نه لري د افغانستان او پاکستان اړیکې له تاریخي…

اپلاتون

د ده اصلي نوم «اریستوکلس» دی، د یونان یو نوموتی…

نقض حاکمیت ملی از سوی طالبان؛ از سلطه ایدئولوژیک تا…

نویسنده: مهرالدین مشید اجندا های قومی و اختلاف برانگیز منافی حاکمیت…

توماس مور؛ را هم اعدام کردند؛ بی وجدانا!

Thomas More ( 1477-1536 ) آرام بختیاری نخستین تئوریسین سوسیالیسم تخیلی در…

پاییز 

باد خزان وزید چمن بی نقاب شد  از برگ زرد صحن…

توافق طالبان و پاکستان

محمد عثمان نجیب پیش‌نوشت: با توجه به اهمیت این یادداشت که چند…

بازی های تروریستی پاکستان و ادامه جنایات آن در افغانستان

نویسنده: مهرالدین مشید جنگ طالبان و پاکستان سناریوی استخباراتی با راستی…

«
»

خیالي حکومت؛ حقیقي درغلۍ

په داسې حال کې چې افغانستان له هر اړخه له بیلابیلو ستونزو سره لاس او ګریوان دی لکه ترینګلي امینتي حالات، په اداراتو کې د فساد شتون، مخ په ځوړ اقتصادي حالت، له هیواده د کاري ځواک (ځوانانو) تیښته، د حکومت دننه د مافیایې بانډونو شتون، له وسله والو مخالفینو سره د سولې نیمګړې پروسه، په حکومت د خلکو بې باوري او  په ټوله کې سیاسي، امنیتي او اقتصادي بحراني حالت روان دی؛ اوسمهال په نظامي او ملکي برخه کې د خیالي افرادو د شتون خبرې مطرح کیږي. خیالي امنیتي ځواکونه، خیالي ښوونځي، خیالي ښوونکي، خیالي معلولین، خیالي شهیدان، خیالي روغتیايي کلینکونه او خیالي ډاکټران هغه څه دي چې د حکومت دننه او بهر ځينې خلکو ته عایداتي سرچینې جوړې شوي دي. د مرسته کوونکي هیواد څخه مرسته وشي، دافغانستان حکومت ته وسپارل شی، خبرونه یې په رسنیو کې خپاره شي خو حق په حقدار ونه سپارل شي او هر څه تالا ترغۍ شي. ولس نارې سورې وهي چې د خدای لپاره دا مرسته مونږ سره نه شوې، زمونږ معلولینو خپل حق نه اخیستی، د شهیدانو وارثانو او یتیمانو ته یې د حکومت له لوري ټاکل شوی حق نه دی ترلاسه کړی خو حکومت او مرسته کوونکي هیوادونه کنفرانسونه نیسي او اعلامیې خپروي چې په فلاني ځای کې په سلګونو معلولینو او د شهیدانو کورنیو سره نغدي او نوره مرسته وشوه.

څه موده وړاندې د افغانستان د بیارغونې به چارو کې د امریکا د ځانګړي مفتش دفتر یا سیګار، د افغانستان د روغتیايي تړونونو د مشارکت پلان په اړه خپلې څېړنې خپرې کړي. سیګار ویلي، چې په تیرو کلونو کې په سلګونه روغتیايي مرکزونه او روغتونونه هېڅ فزیکي شتون نه لري، بلکې خیالي شتون لرلی دی. د دوی څیړنې څرګندوي، چې د معلوماتو له مخې ۹۰ کلینکونه او روغتونونه اصلا وجود نه لري، خو د تمویل په اړه یې بودجه لګولی شوی، همدارنګه ۱۳ نور مرکزونه تکراري دی، او همدارنګه د افغانستان په دننه د همغږي ۱۳ مرکزونو په اړه معلومات نشته، د همغږي نور ۳۰ مرکزونه د ولایت له راپور سره سمون نه خوري او ۱۲ مرکزونه د ولسوالۍ له معلومات سره مطابقت نه لري. دا هم په افغانستان کې د فساد او اختلاس یوه بله څرګنده بېلګه ده، تر دې مخکې سیګار په افغانستان کې د یو زیات شمېر خیالي ښوونځیو په اړه راپور خپور کړ. په دغه راپور کې ویل شوی و، چې د پوهنې وزارت په راپورونو کې داسې موارد تر سترګو کېږي، چې د لسګونو ښوونځیو لپاره بودیجه منظور شوی او اخیستل شوی، خو ښوونځي اصلا وجود نه لري. همداشان د افغانستان د امنیتي ځواکونو په تشکیلاتو کې هم د خیالي پرسونل بیلابیل راپورونه هم خپاره شوي دي. د ګډ حکومت مشر اشرف غني هم د روان کال په لومړیو کې د افغان امنیتي ځواکونو په موجودو ارقامو شک څرګند کړی و او ویلي و چې ښايي افغان ځواکونه په هغه شمېر نه وي چې مسوولانو یې ویلي دي. به همدې اړوند د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي ویلي و چې  زموږ د سیمه‎ییزو پولیسو ځواکونه، د زندانونو د پولیسو ځواکونه او د عامه ساتنې ځواکونه له دغې ستونزې سره مخ دي؛ خو د افغانستان ملي پولیس مو وغوښتل باید په یوه سیستم کې تل وڅارل شي او تر څارنې لاندې وي چې نړیواله ټولنه په دغه درشل کې ډېره له موږ سره همکاره وه چې دغه ډول سیستم جوړ کړو”.

په همدې ا ړه د ولسي جرګې غړو هم خپله اندیښنه څرګنده کړیده. د پکتيا د خلکو استازي جمعه دين ګيانوال؛ وایې د دې ولايت زرغون ښار ولسوالۍ په تشکيل کې  ٢٠٠ پوليس لري؛ خو په دې ولسوالۍ کې د حقيقي پوليسو شمېر ٣٠ تنو ته رسېږي. همداراز د پکتيا په اورګون ولسوالۍ کې د پوليسو تشکيل ٢٥٠ کسان دي؛ خو د ګوتو په شمېرکسان شتون لري او د دې ولايت په برمل ولسوالۍ کې د پوليسو تشکيل ٢٠٠ تنه دى؛ خو په عملي بڼه لس کسان هم په کې نه ترسترګو کېږي.

خيالي پوليس، ښوونکي؛ روغتونونه او ښوونځي مو اورېدلي وو، خو اوس په تازه کې د معلولینو او شهیدانو په لیست کې د خیالي معلولینو خبرونه ورکول کیږي. د وروستیو راپورونو له مخې د معلولينو او شهيدانو سلګونه کورنۍ مرستې ته اړتيا لري؛ خو هره مياشت څه باندې اتيازره د معلولينو او شهيدانو خيالي کورنۍ امتيازونه تر لاسه کوي. د کار او ټولنيزو چارو وزارت د معلوماتو له مخې د افغانستان ٢.٧ سلنه وګړي معلول دي.

که دغه موضوع د حکومت له خوا په جدي ډول ونه څېړل شي د امنیتي ځواکونو ځانګړې بودجې یوه برخه به خوشې تللې وي او نا امنۍ به هم پراخې شي.

لیکنه : خوشحال آصفی